امنیت

په سختو وسله والو باندې د طالب مشرانو د کنټرول په اړه شکونه وده کوي

د سلیمان له خوا

د قطر په دوحه کې د طالبانو د مذاکراتي ټیم مشر ملا عبدالغني برادر (په منځ کې) او نور وسله وال مشران د جولای په ۱۸مه په دې تصوير کې ښودل شوي دي. [کریم جعفر/ای اېف پي]

د قطر په دوحه کې د طالبانو د مذاکراتي ټیم مشر ملا عبدالغني برادر (په منځ کې) او نور وسله وال مشران د جولای په ۱۸مه په دې تصوير کې ښودل شوي دي. [کریم جعفر/ای اېف پي]

کابل -- د خپلو طالب جنګیالیو د کړنو د کنټرولولو لپاره د طالب مشرانو د وړتیا په اړه شک وده کوي چې د عامه شتمنیو ویجاړولو ته دوام ورکوي او د خپلو مشرانو د غوښتنو په سرغړونې سره د ملکي وګړو په وړاندې جرمونه ترسره کوي.

د جولای په ۱۸ مه د اختر د ورځې په پیغام کې، د طالبانو مشر ملا هیبت الله اخوندزاده کمانډرانو ته امر وکړ چې سکولونو او يونيورسټو ته د فعاليت کولو اجازه ورکړي، د ملکي وګړو سره په درناوي چلند وکړي، او روغتیایي کلېنیکونه، ادارې او املاک خوندي کړي.

هغه په خپل پيغام کې وويل، "مونږ مجاهدینو [طالب وسله والو] ته مشوره ورکوو چې د اسلامي امارت تر کنټرول لاندې سیمو کې د دیني او عصري زده کړو ودې ته ځانګړې پاملرنه وکړي، سکولونه او يونيورسټۍ خلاص وساتي ... او د عملياتو په دوران کې د ملکي وګړو ساتنه وکړي."

په دغه پيغام کې راغلې، "د [طالبانو] د روغتیا کمیسیون ته مشوره ورکړل کیږي چې په ټول هیواد کې کلېنیکونه او روغتیایي مرکزونه فعال وساتي، په ځانګړي توګه په نویو فتح شویو سیمو کې."

د افغان ملي پوځ یو کمانډو د اګست په لومړۍ نیټه د هرات صوبې په انجیل ضلعه کې د سړک په غاړه چمتو ولاړ دی، ځکه چې د افغان ملي پوځ او طالبانو ترمنځ نښتې دوام لري. [هوشنګ هاسمیني/ای اېف پي]

د افغان ملي پوځ یو کمانډو د اګست په لومړۍ نیټه د هرات صوبې په انجیل ضلعه کې د سړک په غاړه چمتو ولاړ دی، ځکه چې د افغان ملي پوځ او طالبانو ترمنځ نښتې دوام لري. [هوشنګ هاسمیني/ای اېف پي]

دا پیغام وروسته له هغې خپور شو کله چې د طالبانو پلاوي، چې مشري يې نايب مشر مذاکره کونکي شیرمحمد عباس ستانکزۍ کوله، د جولای په ۷ او ۸ مه په ایران کې د افغان حکومت له همکارانو سره خبرې اترې وکړې او موافقه يې وکړه چې عامه تاسیسات په نښه نه کړي او د ملکي خلکو وژل ودروي.

د خبرو په پای کې په یوې خپره شوې اعلامیه کې، دواړو لورو هغه بریدونه وغندل چې کورونه، جوماتونه او هسپتالونه ویجاړوي.

تاوتریخوالی زیاتیږي

د خپلو مشرانو د غوښتنو سربيره، طالب وسله والو په بې رحمۍ سره ملکي وګړو ته زیان رسولی او عامې ادارې یې ویجاړې کړي، په داسې حال کې چې دوی ډیرې سیمې نيسي.

د IARCSC چيرمين نادر نادري د جولای په ۱۵مه وویل چې د افغان حکومت د انتظامي اصلاحاتو او ملکي خدماتو خپلواک کمیسیون (IARCSC) وموندله چې په هغه ضلعو کې چې د طالبانو له خوا نیول شوي لازمي دولتي خدمتونه په ټپه ودريدلې دي.

هغه وویل، ګڼ شمير ملکي کارکوونکي ژوبل شوي یا صوبايي مرکزونو ته منتقل شوي دي.

نادري وویل، طالبانو په ۶ ضلعو کې ۲۶۰ دولتي ودانۍ او شتمنۍ ویجاړې کړي، چې زيان يې ۵۰۰ ملیونه ډالره اټکل شوی دی.

نادري وویل، دیارلس میلیونه افغانانو د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې ټولنیز خدمات له لاسه ورکړي او د ښځو په ګډون ۵۰۰۰۰ کارکوونکي د طالبانو له کړنو له خوا متاثره شوي دي.

نادري وویل، "طالبان د عامه تاسیساتو ویجاړولو او په هغو ضلعو کې د لوټ مار مسؤلیت په غاړه لري چې په وروستیو هفتو کې یې نیولي دي."

هغه زیاته کړه چې د سوکاله افغانستان د ودانولو لپاره د سولې په اړه د طالبانو د ژمنتیا په اړه هیڅ ډول نښې نښانې شتون نلري.

په ورته وخت کې، په کابل کې د متحده ایالاتو سفارت خانې د دوشنبې په ورځ (د اګست په ۲مه) هغه پيښه وغندله چې په کې طالبانو ملکي خلک وژلي او دا یې د احتمالي جنګي جرم په توګه بيان کړې ده.

دغه سفارت خانې په یو ټویټ کې وویل، "د کندهار په سپین بولدک کې، طالبانو په انتقامي وژنو کې په لسګونو ملکي خلک ووژل. دا وژنې جنګي جرمونه کيدی شي، دا باید وڅیړل شي او هغه طالب جنګیالي یا کمانډران محاسبه کړی شي کوم چې د دې مسؤلیت په غاړه لري."

په دې ټويټ کې ويل شوي چې "د طالبانو مشرتابه باید د خپلو جنګیالیو د جرمونو لپاره مسؤل وګرځول شي. که تاسو خپل جنګیالي اوس نه شئ کنټرول کولې، نو تاسو به وروسته په حکومتدارۍ کې هیڅ کار ونلرئ."

د طالبانو منافقت

په کابل کې يو سیاسي شنونکي مقصود حسن زاده سلام ټایمز ته وویل، د طالبانو د مشرانو خبرې د دې ډلې د وسله والو له کړنو سره ښکاره توپیر لري.

هغه وویل، د نه منلو وړ مثالونه د عامه ادارو او شتمنیو په وړاندې د طالبانو دښمني تاییدوي.

هغه زیاته کړه، افغانانو په ټولنیزو رسنیو کې ویډیوګانې لیدلي چې ښيي طالبانو څنګه د قبضه کولو وروسته د فراه صوبې په انار دره ضلعه کې یوه انتظامي ودانۍ او د غزني صوبې په مالستان کې یو بل مرکز په بمونو الوزولي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند مرستيال حمید روشن سلام ټایمز ته وویل، طالبان د انسانیت، اسلام یا د افغان ټولنې په ګډون هيڅ ډول اصولو ته ژمن نه دي.

هغه زياته کړه، طالبانو په کندهار، هرات، فراه، فارياب او تخار صوبو کې دولتي ودانۍ ويجاړې کړي او په لسګونو ملکي وګړي يې شهيدان کړي دي.

"دوی په سلګونو ملکي خلک له خپلو کورونو څخه ایستلو ته اړ کړل او یوازې په کندهار کې یې په لسګونو بې ګناه خلک ووژل."

هغه وویل، طالبان د جګړې هيڅ اصول نه مني. دوی د ملکي خلکو کورونه د ډال په توګه کاروي او په پای کې یې ویجاړوي.

د فاریاب یو اوسیدونکي غیبت الله، چې ۲۵ کاله عمر لري، وویل چې د طالبانو مشران چې څه وایي او د هغوی جنګیالی چې څه کوي، په هغې کې ډیر توپیر دی.

د مثال په توګه، هغه د طالبانو له خوا د قیصر ضلعې د پوليسو مرکزي دفتر او د څو امنیتي پوسټونو، په خواجه سبز پوش ضلعه کې د یو پل او د لسګونو دوکانونو د ويجاړولو یادونه وکړه.

هغه زیاته کړه، په تیرو څلورو ورځو کې، طالب جنګیالیو په میمنه ښار باندې د مارټر ګولۍ وويشتلې، چې د جومات امام او څو ښځې او ماشومان په کې يې ووژل.

'پر طالبانو باور نشته'

غیبت الله وویل، افغانان طالب وسله والو ته د هغه جنګیالیو په نظر ګوري چې خپل مشران له پامه غورځوي. هغه ټینګار وکړ چې افغانان باید هیڅکله د طالب مشرانو په بيانونو باور ونه کړي.

د پوځي چارو شنونکي زلمي افغان یار وویل، د طالبانو مشرانو په مکرر ډول ادعا کړې چې د ملي پروژو ملاتړ او ساتنه به وکړي چې افغان ولس ته ګټه رسوي او خپلو جنګیالیو ته یې لارښوونه کړې چې د پراختیایي پروژو پلي کول ترک نه کړي.

هغه وویل، حقیقت مختلف دی، ځکه چې د طالبانو غړي هیڅکله د خپلو مشرانو امرونه نه مني.

افغان یار وویل، طالب وسله وال هر څه چې وغواړي ترسره کوي، په ملي پروژو کې خنډونه رامنځته کوي، عامه ادارې ویجاړوي او ملکي خلک په نښه کوي.

هغه وویل، د وسله والو طالبانو له خوا د خپلو مشرانو د نافرمانۍ له کبله د طالب مشرانو په شعارونو او بيانونو باندې باور نه شي کيدی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500