اقتصاد

د لاريو لګښتونه وروسته له هغې زيات شول کله چې طالبانو د پاکستان په پوله د تګ راتګ لاره ونيوله

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

د لاريو ډرايوران د جولای په ۲۷مه د افغانستان د وېش او د پاکستان د چمن ترمنځ په پوله باندې د لارې په لور د تګ لپاره تياری کوي. [اصغر اچکزۍ/ای اېف پي]

د لاريو ډرايوران د جولای په ۲۷مه د افغانستان د وېش او د پاکستان د چمن ترمنځ په پوله باندې د لارې په لور د تګ لپاره تياری کوي. [اصغر اچکزۍ/ای اېف پي]

چمن، پاکستان -- د طالبانو له خوا د افغانستان او پاکستان ترمنځ په پوله باندې د یوې مهمې پوستې نیولو د لاريو لګښتونه لوړ کړي، په داسې حال کې چې یاغیان او حکومتي چارواکي په جلا توګه د سوداګرو څخه مالیه ترلاسه کوي، او شوکه کونکي په خوندي توګه د سامان د وړلو لپاره د بډو غوښتنه کوي.

هره ورځ په زرګونو ګاډي د پاکستان د بلوچستان صوبې له چمن څخه د کندهار صوبې ويش او سپین بولدک ضلعو ته د سفر کولو لپاره د افغان پولې څخه تيريږي او د کندهار ښار ته سامان لیږدوي.

د بیرته راستنیدو په وخت، دوی عموماََ د زراعت محصولات راوړي کوم چې د پاکستان بازارونو یا بندرونو ته لیږدول کيږي.

دا سوداګري -- چې په کال کې د سلګونو ملیونو ډالرو ارزښت لري، که ډيره نه وي -- د جولای په لومړیو ورځو کې وروسته له هغې ودرېده کله چې طالبانو دغه خاورین سرحدي ښار ونیولو خو تیره هفته بيرته پيل شو کله چې یاغیانو په ښکاره توګه د دغه ښار واک په لاس کې اوخيستو.

دوی د مۍ د مياشتې له پیل راهیسې د بهرنیو ځواکونو د وتلو د وروستۍ مرحلو څخه د ګټې ترلاسه کولو لپاره د بریدونو د يوې لړۍ پیلولو وروسته د هیواد پراخه سيمې نیولې دي.

په داسې حال کې چې دوی تر دې دمه هیڅ صوبايي مرکزنه دی نیولی، دوی مهم سرحدي پوسټونه -- د ایران، تاجکستان، ترکمنستان او پاکستان سره -- نیولي دي، چې هغه مهم عايدات چمتو کوي کوم چې په هغو توکو باندې د کسټمز ماليې څخه ترلاسه کيږي چې په وچه کې راګير هيواد ته ليږدول کيږي.

د ټرک ډرايور هدایت الله خان په چمن کې ای اېف پي ته وویل، "موږ په کندهار کې انګور بار کړل او په لاره کې زمونږ نه لږ تر لږه درې ځله بهته واخيستل شوه."

هغه وویل، "کله ناکله دوی ۳۰۰۰ روپۍ (۲۰ آمريکايي ډالره)، په بل ځای کې ۲۰۰۰ روپۍ، او په يو بل ځای کې ۱۰۰۰ روپۍ اخلي."

ګډوډي او غير يقيني حالت

د لاريو ډرايورانو چې تیره هفته په چمن کې ورسره مرکه شوې وه د افغانستان اړخ ته د پولې په اوږدو کې د ګډوډۍ او غير يقيني حالت په اړه خبرې وکړې.

عمران کاکړ، چې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنعت د ګډې خونې سينير نايب صدر دی، د یو ټرک مثال ورکړو چې له کراچۍ څخه يې کندهار ته کپړې وړلې.

طالبانو په سپين بولدک کې د ډرايور نه ۱۵۰۰۰۰ روپۍ (تقريباََ ۱۰۰۰ آمريکايي ډالره) د ماليې په توګه واخيستې، خو کله چې دغه ټرک کندهار ته راورسیدو، حکومتي چارواکو هم د هغه انتظار کولو.

کاکړ وویل، "موږ باید حتی زياته ماليه ورکړه ځکه چې دوی طالبانو ته ورکړل شوې پیسې نه مني."

دغه حالاتو په ۱۹۹۰ عشره کې په وحشیانه کورنۍ جګړه کې د بوخت افغانستان يادونه وکړه، کله چې د ملېشو یوې ډلې د سوداګرۍ مهمې لارې نيولې وې او په خپله خوښه یې د سړکونو په کارولو سره د ډرايورانو او اوسیدونکو څخه بهته اخيستله.

په سلګونو لارۍ د تیرې چهارشنبې په ورځ (د جولای په ۲۸ مه) د پاکستان لورې ته په پوله باندې په قطارونو کې ولاړې وې او د پولې څخه د تیریدو د اجازې لپاره يې انتظار کولو.

تیره هفته په خاورينه سيمه کې، په داسې حال کې چې د ستخو غونډو نه ډک منظر يې وړاندې کولو، ډرايوران او "مرمت کونکي" د سفر څخه مخکې په خپلو ګاډو کې کار کوي.

په داسې حال کې چې فاصله یوازې ۱۰۰ کیلومتره ده، سفر له خطر څخه ډک دی.

په افغانستان کې ګاډي او سړکونه خراب دي، د پولیسو او پوځ پوسټونه په منظم ډول د هر ډرايور څخه د "چای پیسو" یا ډیرو پيسو غوښتنه کوي، او شوکه کونکي په انتظار کې ناست وي -- چې يا خو سامان پټ کړي او يا په خوندي توګه د تګ لپاره د زياتو پيسو غوښتنه وکړي.

لاهم، سوداګر او ډرايوران وايي دوی د ټرک چلولو نه علاوه بله چاره نلري.

عبدالرزاق، چې یو ډرايور دی او کندهار ته واړه چرګان وړي، وویل چې "جګړه روانه ده، موږ په دې پوهیږو، خو موږ بله چاره نه لرو."

هغه وویل، "د توکو لیږد زموږ لپاره یوازینۍ لار ده چې خپلې کورنۍ ته خوراک چمتو کړو."

پرمختیایي پروژې

افغان حکومت د طالبانو ظالمانه نظريې او د خلکو په ژوند باندې دوامداره بریدونو ته ځواب ورکوي او پراخه پروجيکټونه پيلوي چې په مليونونو وګړو ته به ګټه ورسوي.

د حکومت ویاند دوا خان مینه پال د مۍ په میاشت کې سلام ټایمز ته وویل، طالبانو د څه باندې یو میلیارده ډالرو په ارزښت عامه املاکو ته زیان رسولی دی.

هغه وویل، دوی د لمریز کال له پیل راهیسې د هیواد په مختلفو برخو کې ډیر پلونه، سړکونه او نورې زیربنایي پروژې ویجاړې کړې.

هغه زیاته کړه چې دوی د اوبو خور نظامانه هم ويجاړ کړل، املاکو ته یې سخت زیان ورسولو، او له ۲۰۰۰ څخه زیاتو کورونو کې یې بمونه نصب کړي دي.

حکومت د مارچ په میاشت کې د لمریز کال له پیل راهیسې په لسګونو عامه پروژې پرانیستې دي.

د کمال خان ډېم پرانستل او په ګڼ شمیر نورو ډېمونو باندې د کار پیل د هغو مهمو پروژو څخه دي چې افغانانو یې په پراخه کچه هرکلی کړی دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500