امنیت

په کندوز کې د طالبانو د یرغل په نتیجه کې د ملکي خلکو تلفات ډېر زیات شوي دي

د محمد قاسم راپور

د تېرو درې اونیو په ترڅ کې د کندوز ولایت په څو ولسوالیو او کندوز ښار باندې د طالبانو له خوا د بریدونو په ترسره کېدلو سره د افغان ملکیانو تلفات ډېر زیات شوي دي. روغتیایي چارواکي وایي، د چنګاښ له ۱ څخه تر ۲۱مې پورې شاوخوا ۴۵ تنه وژل شوي او ۶۷۰ تنه ټپي شوي ملکي کسان د کندوز حوزوي روغتون ته راوړل شوي دي. [محمد قاسم/سلام ټایمز]

کندوز -- د تېرو درې اونیو په ترڅ کې د کندوز ولایت په څو ولسوالیو او کندوز ښار باندې د طالبانو له خوا د بریدونو په ترسره کېدلو سره د افغان ملکیانو تلفات ډېر زیات شوي دي.

د کندوز د حوزوي روغتون رییس احسان الله فضلي وویل، د چنګاښ له ۱ څخه تر ۲۱مې پورې شاوخوا ۴۵ تنه وژل شوي او ۶۷۰ تنه ټپي شوي ملکي کسان روغتون ته راوړل شوي دي.

هغه وویل، په تلفاتو کې تر ډېره ماشومان، ښځې او زاړه خلک شامل وو.

فضلي وویل، «ملکي خلکو ته د هاوان ګولیو د لګېدلو، د توپکو د ډزو او د هغوی د کورونو د رالوېدلو په نتیجه کې تلفات ور ورسېدل.»

یو ځوان سړی د چنګاښ په ۱۳مه د کندوز په دوبلوله سیمه کې د طالبانو د یوه هاوان په وسیله له ټپي کېدلو څخه وروسته، د چنګاښ په ۲۱مه د کندوز په حوزوي روغتون کې درملنه ترلاسه کوي. [محمد قاسم]

یو ځوان سړی د چنګاښ په ۱۳مه د کندوز په دوبلوله سیمه کې د طالبانو د یوه هاوان په وسیله له ټپي کېدلو څخه وروسته، د چنګاښ په ۲۱مه د کندوز په حوزوي روغتون کې درملنه ترلاسه کوي. [محمد قاسم]

د کندوز ښار د زر خرید سیمې یو اوسېدونکی سیدالله حق شناس د چنګاښ په ۱۰مه د هغه په کور د طالبانو د یوه هاوان له لګېدلو څخه وروسته په روغتون کې بېرته رغېږي.

د هاوان ګولۍ د هغه زوی وواژه.

حق شناس وویل، «داسې کورنۍ په سختۍ سره موندل کېږي چې یو غړی یې وژل شوی یا ټپي شوی نه وي،» او زیاته یې کړه چې د هغه ډېر ګاونډیان مجبور شول چې د کندوز ښار نسبتا خوندي برخې سر دوره سیمې ته کډه شي.‌

د کندوز ښار د سې درک سیمې یوه اوسېدونکي حشمت الله وویل چې هغه او د هغه ورور د چنګاښ په ۱۲مه د طالبانو د هاوان په ګولۍ چې د هغوی په کور ولګېدله هغه وخت ټپیان شول چې هغوی ویده ول.

هغه وویل، «هره ورځ روغتون ته مړه شوي او ټپي شوي ملکي کسان راوړي،» او زیاته یې کړه چې دغې شخړې د ملکي خلکو ژوند خراب کړی دی.‌

د کندوز ښار د کنډک عنایت سیمې یوه اوسېدونکي غلام حیدر وویل، د طالبانو په بریدونو کې د زیاتوالي له امله، خلکو د ښار په شاوخوا سیمو کې خپل کورونه پریښي دي.‌

هغه وویل، «بالاخره، طالبان له ملکي خلکو څخه څه تمه لري؟ جنګ او ورانی به تر څه وخته پورې روان وي؟»

حیدر په طالبانو باندې ټینګار وکړ چې سمدلاسه خپل تاوتریخوالی ودروي او پرېږدي چې ملکي خلک خپلو کورونو ته ستانه شي.

د کندوز ولایت سرپرست نجیب الله عمرخېل وویل، د تېرې میاشتې په ترڅ کې له ۱۲۰۰۰ څخه ډېرې کورنۍ د کندوز ولایت د مرکز او څو ولسوالیوڅخه بې ځایه شوي دي.‌

هغه وویل، حکومت بې ځایه شویو کورنیو ته د بشري مرستو برابرول پیل کړي دي.‌

هغه د چنګاښ په ۲۵مه وویل، تر اوسه پورې ځایي حکومتي ادارې له غیرحکومتي موسسو سره په همغږۍ کې شاوخوا ۵۰۰۰ کورنیو ته مرستې برابرې کړي دي.‌

چارواکو ۳۰۰۰ نورې کورنۍ هم په راتلونکي کې د مرستو ترلاسه کولو لپاره په نښه کړي دي.‌

د اوربند او د خبرو اترو له لارې د سولې لپاره غږونه

د کندوز ولایت د مدني ټولنې فعالانو او مشرانو د چنګاښ په ۲۰مه په یوه خبري کانفرانس کې د طالبانو د تاوتریخوالي عملونه په سختو ټکو وغندل او د سملاسي اوربند غوښتنه یې وکړه.

په کندوز ولایت کې د یوې مدني ټولنې رییس عنایت الله خلیق وویل، طالبانو ملکي خلکو ته تلفات ور اړولي، په زرګونو کورنۍ یې بې ځایه کړي، فقر یې زیات کړی او د اوسېدونکیو کورونه یې ویجاړ کړي دي.‌

هغه د فقر زیاتېدلو، د خوراکي توکو کمېدلو، او د خلکو بې ځایه کېدلو ته په اشارې وویل، «له بده مرغه چې د ملکي خلکو حالت ډېر د اندېښنې وړ دی.»

په کندوز کې د مدني ټولنې یوه فعال عبدالمعروف راسخ وویل، د ملکي خلکو په نښه کول د جنګ له قوانینو څخه سرغړونه ده.

هغه وویل، بې ځایه شوې کورنۍ د خوراکي توکو او درملو د کموالي په ګډون له سترو ستونزو سره مخامخ دي، او په ټولو جنګي لوریو باندې یې غږ وکړ چې سمدلاسه په اوربند توافق وکړي.

د ښځو د حقونو یوې فعالې ملالۍ سعد وویل، «د جنګ دوام د ملکي خلکو ژوند اخلي.»

هغې وویل، «که د طالبانو هدف دا وي چې قدرت ترلاسه کړي، هغوی باید د مذاکراتو مېز ته کېني او د بې ګناه ملکي خلکو له قصدي وژنې څخه ځانونه وساتي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500