بشري حقونه

طالبانو د افغانستان په نوې نیول شوې سیمه کې بیا ظلمونه شروع کړي دي

د ای اېف پي له خوا

په دې عکس کې چې د جون په ۳ مه اخیستل شوی، طالب جنګیالي د موټرسایکلونو سره په سړک باندې د غزني صوبې د اندار ضلعې په سیمه ییز بازار کې ولاړ دي. [وکیل کوهسار/ ای اېف پي]

په دې عکس کې چې د جون په ۳ مه اخیستل شوی، طالب جنګیالي د موټرسایکلونو سره په سړک باندې د غزني صوبې د اندار ضلعې په سیمه ییز بازار کې ولاړ دي. [وکیل کوهسار/ ای اېف پي]

کندوز -- څو ورځې وروسته له هغې چې طالبانو د افغانستان په شمال کې یوه لرې پرته ضلعه ونیوله، دوی خپل لومړني امرونه د یو لیک په شکل کې ځایي امام ته صادر کړل.

د کلفګان ضلعې اوسېدونکي صفت الله، چې ۲۵ کاله عمر لري، وویل، "په دغه ليک کې ويل شوي چې ښځې د نارینه ملګري پرته بازار ته نشي تللی، او نارینه به خپلې ږيرې نه خروي."

هغه زیاته کړه چې یاغیانو په سګرټ څکلو باندې هم بنديز ولګوو، او خبرداری یې ورکړو چې هرڅوک چې له دې قواعدو څخه سرغړونه کوي، "په جدي توګه به ورسره قانوني چلند وشي".

طالبان د بهرنیو ځواکونو د وتلو په جریان کې په ټول هیواد کې پرمختګونه کوي -- ضلعې نیسي، د پولې مهمې لارې نیسي او د صوبې د مرکزي ښارونو محاصره کوي.

په ځینو برخو کې دوی بیا د اسلامي قانون سخت تفسير معرفي کوي چې دوی يې تر هغه وخته پورې بدنام کړل کله چې دوی د ۱۱ سپتمبر د بريدونو څخه وروسته د متحده ایالاتو په مشرۍ د غبرګون له خوا ماتې ترلاسه کړو.

تیره میاشت دوی د شیرخان بندر، چې د شمالي ګمرک پوسته ده، قبضه کړه چې دا دغه هیواد د متحده ایالاتو په مالي مرسته په پنج سیند باندې د پل له لارې له تاجکستان سره نښلوي.

ساجدې، چې هغې په هغه وخت کې په يوې ځايي فيکټرۍ کې کار کولو، ای اېف پي ته يې وويل، "د شېر خان بندر د نيولو وروسته، طالبانو ښځو ته امر وکړو چې د خپلو کورونو څخه بهر ګام وانه اخلي".

هغې د تلیفون له لارې ای اېف پي ته وویل، "دلته ډیرې ښځې او ځوانې جينکۍ وې چې په دستکارۍ، خیاطۍ او د بوټانو په جوړولو کې بوخت وې … د طالبانو امر اوس موږ په ویره کې اچولی يو.

طالبانو له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ پورې د قرآن کریم د يو تفسیر له مخې حکومت وکړو خو په دومره ډيره موده کې ډير لږ بدلون راغلی.

ښځو ته امر شوی و چې د کور دننه پاتې شي تر څو چې نارینه خپلوان ورسره نه وي ملګري شوي، جينکۍ له سکولونو څخه منع شوې او هغه کسان سنګسار شول کوم چې د زنا په جرم مجرمان ثابت شوې ول.

سړيو نسبتاً زیاته آزادي لرله خو د حجامت د نه کولو امر ورته شوی و، که چیرې مونځ به یې نه کولو نو هغوی به وهل کيدل، او ورته ویل شوې ول چې یوازې دوديزې جامې اغوندي.

د هیواد ځینې کلیوالي سيمې حتی د طالبانو د نظارت پرته د ورته قواعدو پیروي کوي -- خو یاغیانو هڅه کړې چې دا امرونه په ډیرو پرمختللو مرکزونو کې هم پلي کړي.

'خپلې لوڼې طالبانو ته واده کړئ'

په دې هفته کې په ټولنیزو رسنیو کې طالبانو د یو بیان په خپرولو سره کلیوالو ته امر ورکړو چې خپلې لوڼې او کونډې د دغه غورځنګ سرتیرو ته واده کړي.

په دغه لیک کې، چې د طالبانو د فرهنګي کمیسیون په نوم خپور شوی دی، ويل شوي، "په نیول شویو سیمو کې ټول امامان او ملایان باید طالبانو ته د هغو جينکو او کونډو ليسټ ورکړي کوم چې د ۱۵ کالو نه زيات او د ۴۵ کالو نه کم عمر لري، چې د طالب جنګیالیو سره واده وکړي."

دې کار د هغو امرونو ناوړه يادونه تازه کړل کوم چې د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې د نيکۍ د تبلیغ او د ګناه د مخنیوي لپاره د وزارت لخوا خپاره شوې ول.

د تاجکستان په پوله باندې په یاوان ضلعه کې، طالبانو د قبضې وروسته په ځایي جومات کې اوسیدونکي راټول کړل.

نذیر محمد، چې ۳۲ کاله عمر لري، ای اېف پي ته وویل، "د دوی قوماندانانو موږ ته وویل چې هیڅوک اجازه نه لري چې د شپې له کوره ووځي."

هغه د افغانستان د جهنډې رنګ ته په اشاره سره وویل، "او هیڅ يو سړی -- په ځانګړي توګه ځوانان -- سرې او شنې جامې نشي اغوستې."

د دوی امرونه دلته ختم نه شول.

محمد وویل، "هرڅوک باید پګړۍ په سر کړي، او هیڅ يو سړی حجامت نشي کولی."

"هغه جينکۍ چې له شپږم ټولګي څخه پورته سکولونو ته ځي له ټولګيو څخه منع کړی شوې."

طالبان ټینګار کوي چې دوی به د بشري حقونو ساتنه وکړي -- په ځانګړي توګه د ښځو حقونه -- خو یوازې د "اسلامي ارزښتونو" له مخې، چې په ټوله اسلامي نړۍ کې يې په مختلف ډول تشریح کیږي.

د تاجکستان په پوله د ساجدې لپاره، د طالبانو د حکومت یوازې څو ورځې کافي وې -- او هغه د کندوز ښار سويلې سيمې ته وتښتېده.

هغې وویل، "موږ به هیڅکله توان ونه لرو چې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې کار وکړو." "نو موږ دغه ځای پريښودو."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500