ديپلوماسي

د ایران رژیم د 'نويو' طالبانو د انځور د بدلولو هڅه کوي

د پاکستان فارورډ له خوا

د طالبانو د خبرو اترو د ډلې غړي د فبرورۍ په مياشت کې په تهران کې په يو خبري کانفرنس کې لیدل کیږي. [فارس نیوز]

د طالبانو د خبرو اترو د ډلې غړي د فبرورۍ په مياشت کې په تهران کې په يو خبري کانفرنس کې لیدل کیږي. [فارس نیوز]

د څو مياشتو راهيسې، په تهران کې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د چهارشنبې په ورځ (د جولای په ۷ مه) د غونډې پر مهال، د ایران رژیم د طالبانو د انځور د بدلولو هڅه کوي.

دغه غونډې مثبتې پایلې لرلې. دواړو خواو موافقه وکړه چې "جګړه د حل لاره نه ده" او په مختلفو مسلو باندې د بحث لپاره به بيرته ناسته وکړي.

که څه هم د طالبانو پلاوي د سولې د امکاناتو په اړه خبرې وکړې، خو په اصل کې حقايق مختلف دي.

په تهران کې د غونډې په همدغه ورځ، طالب جنګیالیو هڅه وکړه چې د صوبې مرکز ونیسي، چې دا لومړی ځل دی چې دغه وسله والې ډلې په تیر کال کې د سولې تړون لاسلیک کولو وروسته دا کار کړی دی.

د یو څو هفتو او میاشتو راهیسې، طالبان په ټول افغانستان کې په دوامداره توګه بریدونه کوي، چې په لسګونو زره ملکي خلک یې بې ځایه کړي، کورونه یې سوځولي، او کاروبارونه یې لوټ کړي دي.

تهران، چې په دې وروستیو کلونو کې طالبانو ته نږدې شوی او د وسلو، استخباراتو او روزنې سره د دوی ملاتړ کوي، هڅه کوي چې د وسله والې ډلې د تاوتریخوالي انځور بدل کړي.

په وروستۍ بېلګه کې، د جون په ۲۵ مه په کیهان کې یوه مجله چې دریځونه يې د ایران له ستر رهبر علي خامنه اي سره يو شان دي، استدلال کوي چې طالبان نور د "خلکو سرونه نه پرې کوي او "دا یو لامل دی چې دا وسله واله ډله هغه ډله نه ده چې مخکې مونږ پيژندله."

حسین شرعیتمداري، چې د کیهان ورځپاڼې مشر مدير او خپرونکی دی، د خامنه اي نږدې ملګری دی.

دغه اداریې "د طالبانو په تاکتیک او چلند کې په بدلون" باندې تمرکز وکړو، او ادعا يې وکره چې دوی "نور د شیعه ګانو پرضد جرمونه نه کوي"، او "حتی د افغانستان له شیعه ګانو سره په ټکر کې نه دي".

دا ډول نظر به د هغه هزاره ګانو لپاره د حیرانتیا خبره وي کومو چې د اوږدې مودې راهیسې د طالبانو په لاس ځورول شوي او -- د وسلو او تعلیم سره -- مبارزه کوي چې هغه لاسته راوړنې خوندي کړي کومې چې دوی په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو له نسکورېدو وروسته ترلاسه کړې وې.

افغانان به د طالبانو لخوا ترسره شويو جرمونو ته هم ګوته ونيسي، لکه په هرات کې د یوې ځوانې ښځې په ښکاره توګه په کوړو وهل، د دې ډلې له خوا په غور کې د یوې ځوانې جوړې وژل، او په جوزجان کې د یوې ۱۶ کلنې جينۍ سره جنسي تیری او وژل، چې دا يو څو وروستي مثالونه دي.

زړه راښکونکی کمپاين

يو څو کاله مخکې، ایراني چارواکو په منظم ډول د طالبانو ظلمونه وغندل او هغوی یې وحشي، غیر انساني او غیر اسلامي وبلل.

خو لکه څنګه چې دا څرګنده شوې چې تهران د دغه افراطي ډلې سره په فعاله توګه د پیسو، وسلو او روزنې سره مرسته کړې ده -- چې موخه يې د افغانستان حکومت، خپلواکي او اقتصادي بریا کمزوري کول دي -- خو په دې ډول بيانونو کې بدلون راغلی دی.

يوازې تیره میاشت، د افغانستان د پوځ سرچینو تایید کړه چې د ایران د اسلامي انقلابي ګارد قول ځواکونو د افغانستان په لویدیځ کې د طالبانو رهبري کوي او پرمختللې وسلې -- د شپې د ليدلو تجهیزاتو، وژونکي بمونو او درنې وسلو په ګډون -- دغه وسله والې ډلې ته چمتو کوي.

همدارنګه د جون په مياشت کې، یو لوړ پوړي چارواکي وویل چې د طالبانو د اوه کسيزې ډلې قوماندان د آی آر جي سي څخه نیغ په نیغه لارښوونه ترلاسه کړه چې د امنیتي ځواکونو پر غړو برید وکړي او هغوی ووژني.

د فبرورۍ په مياشت کې تهران ته د سفر په جریان کې، د طالبانو پلاوي تود هرکلي ترلاسه کړو.

په داسې حال کې چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جاوید ظریف پخپله د طالبانو د استازو هرکلی وکړو، د دوی لپاره نوي تود هرکلي په ایران او افغانستان کې په ډیرو خلکو کې حیرانتیا او خپګان رامينځته کړو.

د طالبانو د نايب مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ دغه پلاوي د ایران د عالي ملي امنیت د شورا سکريټري ظریف او علي شمخاني سره په مختلفو مسلو باندې خبرې وکړې.

تهران دغه لیدنه او خبرې یې د منځګړتوب د هڅو په توګه ظاهرې کړې، او دا يوه هڅه وه چې طالبان افغانستان حکومت ته نږدې کړي او دغه راز د افغانستان سره د ګاونډیتوب چلند ښودل و.

خو حقیقت خورا مختلف و. د نوي زړه راښکونکي کمپاين یوې برخې د دواړو لورو تر منځ د عملي تبادلې سره تړاو لرلو: ایراني چارواکو له افغانستان څخه د اوبو د ترلاسه کولو په بدل کې له طالبانو سره د خپلې مرستې ژمنه وکړه.

داسې ښکاري چې د طالبانو پلوه بیانات د ایران د آی آر جي سي په ځينو رسنيو کې هم شتون لري.

د کیهان د اداريې پرضد د ایران د زياترو رسنیو د نیوکو وروسته، حسام رضاوي، چې د تسنیم نیوز -- چې د آی آر جي سي سره تړاو لري -- د اداريې د بورډ غړی دی، په یوه مرکه کې وویل چې هغه "خبرداری" ورکوي چې "د طالبانو او افغان شیعه ټولنې تر منځ جګړه نشته."

کتونکو دا الفاظ، په ځانګړي توګه "خبرداری"، يوه عجیبه خبره وګڼله او څرګنده يې کړه چې دا د سولې د پیغام د رسولو لپاره يوه ښکاره هڅه وه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500