روغتیا

د چین د کووېډ-۱۹ ناروغۍ لپاره 'نړیواله عامه خير ښيګړه' حالت له بد څخه بدتره کوي؟

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

طبي اشخاص د جون په ۲۹ مه د بوګر په هسپتال کې په يوې خیمه کې دننه د کووېډ-۱۹د ناروغانو پاملرنه کوي، په داسې حال کې چې په انډونیزیا کې دغه ناروغۍ ډیریږي. [ادیتیا اجي ای اېف پي]

طبي اشخاص د جون په ۲۹ مه د بوګر په هسپتال کې په يوې خیمه کې دننه د کووېډ-۱۹د ناروغانو پاملرنه کوي، په داسې حال کې چې په انډونیزیا کې دغه ناروغۍ ډیریږي. [ادیتیا اجي ای اېف پي]

بيجينګ -- د چین له خوا کوويډ-۱۹ ته "ماتې ورکول" د دوشنبې په ورځ (د جون په ۲۸ مه) ناوخته د بیجینګ په برډ نسټ سټيډيم کې د کمونسټ پارټۍ په تاریخي او زړه پورې جشن کې يوه مهمه برخه وه.

په دغه زړه پورې نندارتون کې د کمونیسټ تاریخ د کوریوګرافۍ په شکل کې وړاندې شو، د ماو زیانګ څخه د صدر شي ژینپینګ پورې د کلیدي مشرانو لپاره په کې لوی سکرینونه او ۱۰۰ تمبلونه موجود ول، او همدارانګه د هغو چینایي خلابازو یوې ډلې په کې هرکلی هم وړاندې کړو کوم چې اوس په خلا کې دي.

که څه هم، په دې نندارتون کې د چین د اوسني تاریخ ناکراره فصلونه موجود نه ول: لکه قحط، د کلتوري انقلاب خاتمه، په تینانمېن چوک کې د زده کونکو پروړاندې مبارزه، په هانګ کانګ کې د جمهوريت پلوه بغاوت، او په شنجيانګ سيمه کې د يو مليون څخه د زياتو اويغورانو او نورو مسلمانانو خپلسری توقیف او د بشري حقونو څخه سرغړونه.

پرځای یې، اداکارانو په بریالیتوب سره په هوا کې لاسونه پورته کړل، ګډا یې وکړه او د پارټۍ لاسته راوړنې یې د اداکارۍ په شکل کې بيان کړې.

د بحرېن خلک د دسمبر په ۲۴ مه په مرکزي ښار ماناما کې د بحرېن نړیوال نندارتون او کنوانسیون په مرکز کې د خپل کوېډ-۱۹ واکسین سندونه نندارې ته وړاندې کوي. [مازین مهدي/ای اېف پي]

د بحرېن خلک د دسمبر په ۲۴ مه په مرکزي ښار ماناما کې د بحرېن نړیوال نندارتون او کنوانسیون په مرکز کې د خپل کوېډ-۱۹ واکسین سندونه نندارې ته وړاندې کوي. [مازین مهدي/ای اېف پي]

د نندارتون يوه ځانګړې برخه د چین له خوا د کووېډ-۱۹ وبا سره د مبارزې لپاره ځانګړې شوې وه، په داسې حال کې چې اداکارانو شخصي حفاظتي تجهیزات (پي پي اي) اغوستې وو او سرتیرو ماسکونه اچولې ول.

'نړیواله عامه خير ښيګړه'

شي جينپنګ په احتیاط سره دا ناروغي، چې د چین په مرکزي ښار ووهان کې راپورته شوې وه، د خپلې پارټۍ لپاره او د هغه تر څارنې لاندې د چینایي زغم لپاره د بریا په توګه وړاندې کړې ده.

د وبا د خپریدو راهیسې، چینایان په داسې پروپاګنډې او دولتي کړنلارو کې بوخت دي چې معلومات په کلکه کنټرولوي، په ځانګړي ډول په انټرنیټ، او همدغه راز په چټکۍ سره د نظر د اختلاف مخنيوی کوي.

چینایي سفارتکارانو هڅه کړې چې له چینه بهر داستان بدل کړي او د ویروس د سرچينې، د غربي جوړ شويو واکسینونو د اغیزمنتوب په اړه غلط معلومات خپاره کړي او چینایي واکسينونو ته د غوره بدیل په توګه وده ورکړي.

چین تیر کال د واکسینو د سفارتکارۍ کمپاین پیل کړو، په داسې حال کې چې شي جينپينګ ژمنه وکړه چې يو داسې واکسين چمتو کړي چې په اسانۍ سره به ذخيره کيدی شي او په نړۍ کې به په ملیونونو ترلاسه کونکو ته، په ځانګړي توګه بې وزلو هیوادونو ته، ولیږدول شي.

هغه دا د "نړیواله عامه خير ښيګړې" په نوم ياد کړو، یوه داسې جمله چې د نورو پارټو مشرانو بار بار استعمال کړې ده.

هغه هیوادونو ته د واکسینونو رسد چې د ډیر قیمتي واکسینونو ترلاسه کولو توان نه لري یا هغه چې زیات واکسین ورته پکار دي د بیجینګ د تاریخ د بدلولو د هڅې یو مهم عنصر دی..

له ۹۰ څخه ډیر هیوادونه د چین د کووېډ-۱۹ واکسینونه کاروي، خو شنونکي وايي چې په ځینو ځایونو کې د ناروغۍ زياتوالی باید د احتیاطي خبرداۍ په توګه کار وکړي.

د چینايي واکسینونو په دوران کې د وبا خپريدل

د چین د واکسینو د سفارتکارۍ هڅې یوازې د هغه محصول د کیفیت په څير دومره اغیزمنې دي څومره چې یې دا وړاندې کوي، او شواهد ښيي چې کيفيت یې ښه نه دی.

د اپرېل په مياشت کې، سیمه ایزو رسنیو راپور ورکړو، د ناروغیو کنټرول او مخنیوي لپاره د چینایي مرکز مشر ګاو فو ومنله چې دغه اداره "په دې کار کوي چې څنګه دا ستونزه حل کړي چې د موجوده واکسینو اغیزمنتوب لوړ نه دی."

د بي بي سي د راپور له مخې هغه وویل چې موجوده واکسینونه، د بايوټيک سینووک او سینوفارم د خوراکونو په ګډون "د ساتنې خورا لوړه کچه نه لري."

نیویارک ټایمز د جون په ۲۲ مه راپور ورکړو، د څو هیوادونو د معلوماتو ارزونه چې د چین له خوا په جوړ شويو واکسینونو باندې يې باور لرلو دا اندیښنې تاییدوي.

د معلوماتو د راټولولو د یوې پروژې اور ورلډ اېڼ ډېټا له مخې، د مثال په توګه، په سی شل، چیلي، بحرېن او منګولیا کې، له ۵۰ څخه تر ۶۸٪ نفوسو ته په بشپړ ډول واکيسن ورکړل شوي دي.

د ورځپاڼې د څیړنې له مخې، خو دا څلور هيوادونه په هغو لوړو ۱۰ هيوادونو کې دي چيرته چې د جون د مياشتې په نیمایي کې د کووېډ-۱۹ خورا خرابې پیښې رامينځته شوې وې، او دغه څلور واړو هيوادونو په هغو واکسينونو باندې تکيه کړې وه کوم چې د سينوفارم او سینووک لخوا جوړ شوي ول.

جين دونګيان، چې په هانګ کانګ يونيورسټۍ کې ویرولوژیست دی، وويل، "که چیرې واکسینونه د کافي حده پورې ښه وي، نو موږ باید دا حالات ونه وينو." "چینایان د دې د حل مسؤلیت په غاړه لري."

د سینوفارم واکسینو، چې د بایولوژیک محصولاتو بیجینګ انسټیټیوټ له خوا جوړ شوي ول، د اغیزمنتیا کچه ۷۸.۱٪ ده، په داسې حال کې د سینووک واکسينو کچه ۵۱٪ ده.

د دې په پرتله، د امریکې او جرمني د فایزر- بایون ټیک او د متحده ایالاتو لخوا جوړ شوي موډرنا واکسین په ترتیب سره ۹۵٪ او ۹۴٪ اغیزمنتوب لري.

د خفګان وړ معلومات

د نیویارک ټایمز راپور ورکړو، هیڅ واکسین په بشپړ ډول د انتقال مخه نه نیسي، خو د چینایي واکسينو نسبتاً ټیټه کچه په دې وروستيو کې د وبا د خپريدو د احتمالي علت په توګه پیژندل شوې ده.

د نیکولای پیټرووسکي له مخې، چې د آسټرالیا په اډلایډ کې د درملو او عامې روغتيا په فلندرز يونيورسټي کالج کې پروفيسر دی، د ټولو شواهدو سره، دا مناسبه خبره ده چې فرض کړو چې سینوفارم واکسین د انتقال په مخنیوي باندې لږ اغیز لري.

هغه ورځپاڼې ته وويل، د چینایي واکسينو لوی خطر دا دی چې د واکسین اخیستونکي کيدې شي لږ یا هیڅ نښې نښانې ونه لري او لاهم نورو ته ویروس منتقل کړي.

ویلیم شېفنر، چې د متحده ایالاتو د ټینیسي په نېشویل کې په وانډربیلټ يونيورسټۍ کې د ساري ناروغیو د ملي ادارې ميډيکل ډايريکټر دی، وويل، د چینايي واکسينو د اغيزمنتيا کچه کيدې شي دومره ټیټه وي چې "څه نه څه انتقال ته به دوام ورکړي، او په لوړه کچه په واکسین شويو وګړو کې به خورا زياته ناروغي رامینځته کړي، که څه هم دا خلک په لویه کچه له هسپتال څخه لرې ساتي."

خو وروستي معلومات د خفګان وړ دي.

د اندونیزیا د طبي اتحادیې د خطر د کمولو ډلې په وینا، د مثال په توګه، په انډونیزیا کې د ۳۵۰ څخه ډیر ډاکټران او روغتیایي کارکونکي په دې وروستیو کې په کووېډ-۱۹ اخته شوي دي، که څه هم دوی په بشپړ ډول د سینوویک واکسین ترلاسه کړې ول.

د فبرورۍ او د ۷ جون ترمنځ، په ټول هیواد کې ۶۱ ډاکټران د ناروغۍ له کبله مړه شوي ول. د دغه اتحادیې له مخې، په دغه کسانو کې لسو کسانو د چين جوړ شوي واکسین ترلاسه کړې ول.

دې شمیرو د سینګاپور د طبي خدماتو ډايريکټر کینیت مېک مجبوره کړو او د واکسینونو په کیفیت کې يې توپیر په ګوته کړو.

هغه د جون په ۱۸ مه په یو نيوز کانفرنس کې وويل، "دا د فایزر ستونزه نه ده." "دا په حقيقت کې د سینوویک واکسین سره تړلې ستونزه ده."

په بل ځای کې، د چینایي واکسینو ترلاسه کولو سربیره، د دغه واکسینو له کبله د کسانو د ناروغه کيدو په اړه پراخه راپورونه شتون لري.

بحرېن او متحده عرب امارات لومړني دوه هیوادونه وو چې د سینوفارم واکيسن يې تصویب کړل، حتی د وروستي پړاو کلینیکي ازموینې د معلوماتو د خپريدو څخه مخکې.

د معلوماتو د راټولولو د پروژې اور ورلډ اېڼ ډېټا له مخې، بحرېن وویل چې د خپلو واکسینو پروګرام د ودرولو سره به "خلک عادي ژوند ته راستانه شي"، خو د مۍ په ۲۹ مه په هیواد کې په هر يو ملیون خلکو کې د کووېډ-۱۹ نوي ۱۹۲۳ کېسونه هره ورځ ثبت شول.

په داسې حال کې چې په بحرین او متحده اماراتو کې چارواکو د واکسین ورکولو د خپلو پروګرامونو دفاع کړې ده، دوی د -- دریم خوراک – اضافي واکسين هم ورکوي چې د فایزر واکسین په کې شامل دي.

یو ښکاره خبرداری

د بیجینګ له خوا د کووېډ-۱۹ ناروغۍ لپاره د خرابو ټیسټ کیټونو، وینټیلېټرو او "جعلي" ماسکونو او نورو شخصي حفاظتي تجهیزاتو صادرول يو بل خبرداری دی.

په تير کال کې کله چې وبا خپل عروج ته رسيدلې وه، پاکستاني هسپتالونو په چین کې جوړ شوي شخصي حفاظتي آلات د هغه روغتیايي کارکونکو د ناروغه کيدو او د مرګونو له لړۍ وروسته رد کړل کومو چې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ د ناروغانو علاج کولو.

پاکستاني چارواکو هم وموندله چې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ د تشخيص لپاره د چين د ټیسټ کيټونو غلطې پایلې ورکولې.

د تير جون په مياشت کې، د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت د چینایي شرکت پر وړاندې يوه مقدمه درج کړه چې تقريباََ نیم ملیونه جعلي او غیر معياري اېن ۹۵ ماسکونو يې خرڅ کړي ول، په داسې حال کې چې د کووېډ-۱۹ وبا په نړۍ کې خپره شوه.

لکه څنګه چې په تیره ګرمۍ کې په پاکستان کې د کورونا ویروس له کبله مرګونه ډیر شول، نو د سلګونو ناروغانو مرګونه په چین کې جوړ شويو خرابو وینټیلېټرو ته منسوب شول.

په عېن حال کې، د تير اګست په مياشت کې، کله چې د پاکستان تنظیمونکو د هغه واکسينو د ټیسټ کولو د وروستي پړاو منظوري ورکړه کوم چې د کین سینو بایو او د چین د بايو ټیکنالوژۍ انستیتیوت لخوا جوړيږي، نو روغتیایي کارکونکو د دې په اړه خبرداری ورکړو.

هغوی وويل، چین دا تاریخ لري چې د وبا په حالت کې د خونديتوب پرځای خپلو ګټو ته لومړيتوب ورکوي او د چین جوړ شوي واکسین د دې نه مختلف نه دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500