امنیت

د طالبانو له خوا د دیني عالمانو د وژنې موخه د نظر د اختلاف مخه نيول دي

د نجیب الله له خوا

افغانان د روژې د میاشتې د پای په مناسبت د می په ۱۳ مه د کابل په عبدالرحمان جومات کې د کوچني اختر د مونځ په وخت ښودل شوي دي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

افغانان د روژې د میاشتې د پای په مناسبت د می په ۱۳ مه د کابل په عبدالرحمان جومات کې د کوچني اختر د مونځ په وخت ښودل شوي دي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- د افغان د هغه دیني عالمانو د وژنې لپاره د طالبانو کمپاین چې د وسله والو جګړه یې غیر مشروع وګڼله، د روانې هڅې یوه برخه ده چې د ټولنې په هره برخه کې د دوی پروړاندې مخالفت ختم کړي چې طالبان ورته د خپل تش په نامه "جهاد" د مشروع کولو لپاره اړتيا لري.

په وروستي مثال کې، وسله والو يو ديني عالم مولوي سمیع الله راشد د جون په ۱۲ مه په لوګر کې جنازې ته د تګ پر مهال ووژلو.

د لوګر د صوبايي شورا چيرمين حسیب الله ستانکزۍ د جون په ۱۳ مه خبریالانو ته وویل چې طالبانو د راشد ګاډی ودرولو او په هغه یې ډزې وکړې.

له دې مخکې، د جون په ۳ مه، وسله والو کسانو د هرات صوبې په انجيل ضلعه کې د لویدیځې سيمې د عالمانو د شورا ډپټي چيرمين مولوي محمد کبابیاني په ډزو هغه وخت ووژلو کله چې هغه له جومات څخه کور ته روان و.

وسله والو کسانو د مارچ په ۳ مه مولوي فیض محمد فایض، چې د کابل عربي دارالعلوم (اکاډمي) کې ليکچرار و او د کندوز د عالمانو د شورا پخوانی چيرمين و، ووژلو.

د فبرورۍ په ۲ مه، محمد عاطف، چې د جمعیت اصلاح مرکزي شورا چيرمين و، په کابل کې په یوې چاودنه کې ووژل شو.

په داسې حال کې چې دقیق ارقام شتون نلري، په بریدونو کې د وژل شويو عالمانو د شمیر اټکلونه مختلف دي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا د اپرېل په ۹ مه په یو بیان کې وویل چې په تیر کال کې په ۱۴ صوبو کې ۲۸ دیني عالمان د طالبانو لخوا وژل شوي دي.

که څه هم، د افغانستان يو دیني عالم مولوي عبدالسلام عابد د جون په ۴ مه وویل چې په تیرو ۱۸ میاشتو کې ۱۲۰۰ دیني عالمان وژل شوي دي.

د دیني عالم او د صدر محمد اشرف غني سلاکار سالم حسني په وینا، طالبان د مختلف لاملونو له مخې مختلف عالمان په نښه کوي.

هغه وويل، "لومړۍ ډله هغه عالمان دي چې په سیستم او حکومت کې دننه فعالیت کوي. دوی لومړنی هدف دی ځکه چې دوی د حکومت مشروعیت لوړوي."

حسني وويل، "دویمه ډله هغه عالمان دي چې په دولت کې کار نه کوي خو د هغې تر بیرغ لاندې ژوند کوي او د امامانو او پروفیسورانو په توګه کار کوي. "دا اسان هدفونه دی."

هغه زیاته کړه، "دریمه ډله هغه عالمان دي چې نه د طالبانو ملاتړ کوي او نه یې مخالفت کوي." "دوی دغه عالمان هم په نښه کوي چې دوی ويروي او فشار پرې اچوي چې ځان له حکومت څخه لرې وساتي."

دیني عالمان خاموشه کول

افغانان وايي، طالبان هڅه کوي چې د عالمانو په نښه کولو سره د حق او انصاف غږ غلی کړي.

حسني وویل، "په ډیرو مواردو کې کله چې د ملي پوځ یو سرتیری یا ملکي وګړي شهيد کړی شي، عالمان د [طالبانو کړنې] غندي." "دا طالبان په دې مجبوره کوي چې هغه څه ته پاملرنه وکړي کوم چې عالمان وايي.

په کابل کې یو دیني عالم ولۍ الله لبیب وویل، د دیني عالمانو وژل "منع دي ځکه چې دوی پوهه کسان دي او خلکو ته د سمې لارې ښودنه کوي."

هغه وويل، "هغه څوک چې عالمان وژني يا په اسلام يقين نه لري او يا هم دوکه شوي دي او ذهن سازي يې شوې ده."

لبیب وویل، "که تاسو په اسلامي مجلس کې ناست يئ، هیڅ څوک نشي ثابتولی چې په افغانستان کې جګړه یو اسلامي جهاد دی، نو ځکه، هغه څوک چې خپل غږ پورته کوي د دې ډلې د وسله والو له خوا په نښه کیږي."

د هرات صوبي اوسیدونکي مريم محمدي وايي، طالبان هغه عالمان په نښه کوي کوم چې هڅه کوي چې طالب وسله والو ته ووايي چې د خپلو مشرانو له خوا دوکه نشي او ورور وژنې ته د پای ټکی کیږدي.

هغې د جون په ۳ مه د هرات صوبې د عالم وژلو ته په اشارې سره وویل، "د مثال په توګه، کبابياني یو دیني عالم و چې خلک یې تل هڅولی و چې ښه کار وکړي او د دولت ضد عناصر یې وهڅول چې سوله وکړي."

هغې وویل، "هغه په افغانستان کې د جګړې او د ورور وژنې د دوام مخالفت کولو."

محمدي وویل، "زه فکر کوم چې د دولت ضد وسله وال عناصر د دې عمل ترشا دي ځکه چې دوی نه غواړي چې سوله وکړي او نه غواړي چې عالمان د دوی د غیرقانوني جګړې په اړه خبرې وکړي."

په کابل کې د یوې پرايوېټ يونيورسټۍ زده کونکي جلیل نوري وویل، "له بده مرغه طالبان هر هغه دیني عالم په نښه کوي کوم چې د دې ډلې د دروغو جهاد د ردولو جرأت کوي."

هغه د مولوي ایاز نیازي او مولوي عزیزالله مفلح یادونه وکړه، چې تیر کال په کابل کې په جوماتونو کې په چاودنو کې وژل شوي وو.

هغه وویل، دغه دواړه عالمانو "په افغانستان کې روانه جګړه غير مشروع ګڼلې وه او ځانمرګي بریدونه يې غندلې ول". "په پایله کې، اسلام ته د ډير سپکاوي په ښودلو سره، طالبانو هغوی په جوماتونو کې دننه ووژل."

د کابل ښار اوسیدونکي او یو دولتي کارمند ذبيح الله اکبري، چې ۳۵ کاله عمر لري، وویل، "زياتره عالمان په دې پوهیږي چې د طالبانو جګړه غیرقانوني ده، او دوی دا په ۲۰۱۹ کال کې په کابل کې په يوې تاریخي جرګه کې په ښکاره توګه څرګنده کړې وه."

هغه زیاته کړه، "له هغه وخت راهیسې، طالبان د عالمانو فعالیتونه څاري او هر هغه عالم په نښه کوي کوم چې د حق اواز پورته کوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500