امنیت

چارواکو تاییدوي چې طالبان په افغانستان کې د جنګ په لومړیو کرښو کې له ماشومانو څخه استفاده کوي

د محمد قاسم راپور

ماشومان د کب په ۲۸مه د هرات په لمنو کې د لوبو په توپک لوبې کوي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

ماشومان د کب په ۲۸مه د هرات په لمنو کې د لوبو په توپک لوبې کوي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

کندوز -- ځایي مقامات او د مدني ټولنې فعالان وایي، طالبان په افغانستان کې د جنګ په لومړیو کرښو کې له ماشومانو څخه استفاده کوي او په دې توګه هغوی له خپلو اساسي حقونو څخه محروموي او له معصومیت څخه یې ناوړه استفاده کوي.‌

د تخار د والي ویاند حامد مبارز وویل، طالبان مدني یا اسلامي ارزښتونو ته ژمن نه دي، او له هرې ممکنې وسیلې څخه په استفادې سره خپلې ناروا غوښتنې ترسره کوي.‌

هغه وویل، طالبان د نورو جنایتونو او بشري حقونو ته په نه پاملرنې سربېره، له ماشومانو څخه د جنګ د یوې وسیلې په توګه د کار اخیستلو تاریخ لري.‌

مبارز وویل، «له بده مرغه چې د غوایي په میاشت کې په نمک آب، خواجه غار، بهارک او چاه آب ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو له خوا د ترسره شویو وروستیو عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو په لیکو کې ماشومان او تنکي ځوانان لیدل شوي دي.»

په دې عکس کې چې د وري په ۳مه خپور شو، طالب جنګیالي په یوه نامعلوم ځای کې په یوه نظامي تمرین کې برخه اخلي. [طالبان]

په دې عکس کې چې د وري په ۳مه خپور شو، طالب جنګیالي په یوه نامعلوم ځای کې په یوه نظامي تمرین کې برخه اخلي. [طالبان]

هغه زیاته کړه، «د طالب جنګیالیو د هغه پنځه کسیز ګروپ، چې د ۱۳۹۹ د وږي په ۱۳مه په تخار ولایت کې د سولې پروسې سره یوځای شو، دوه غړي ماشومان ول.»

د تخار د امنیه قوماندانۍ ویاند سمونیار عبدالخلیل اسیر وویل، طالبان د جنګ د اصولو یا په جنګ کې د بشري حقونو د خوندي کولو هېڅ پروا نه کوي. هغوی له سړیو، ښځو او ماشومانو څخه د انساني سپرونو په توګه کار اخلي.

هغه وویل، په ښوونځیو،‌ جوماتونو او نورو عامه ځایونو کې د سنګرونو په جوړولو سره، طالبان د ټولنې او په ځانګړې توګه د کلیوالو ژوند خرابوي.‌

هغه وویل، «په دې کې شک نشته چې طالبان له تنکیو ځوانانو او ځوانانو څخه د خپلو نظامي هدفونو د ترسره کولو لپاره کار اخلي. هغوی د خپل کنټرول لاندې سیمو کې په جوماتونو کې د بلنې له لارې ماشومان او ځوانان استخداموي.»

هغه وویل، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه «پوره چمتو دي چې طالبان وځپي. زه خلکو ته ډاډ ورکوم چې طالبان نشي کولی د هغوی امن زیانمن کړي.»

د ماشومانو له معصومیت څخه استفاده

په تخار کې یوه دیني عالم مولوي نجیب الله فروتن وویل، د جګړې په ډګرونو کې له کوچنیو ماشومانو څخه په استفادې سربېره، طالبان له هغوی څخه جنسي ناوړه استفاده هم کوي.‌

هغه وویل، «طلبان له دغو بې ګناه ماشومانو څخه ناوړه استفاده کوي. دا د اسلام د مقدس دین خلاف کار دی.»

له دې سره سره چې په افغانستان کې بچه بازي -- چې له هلکانو څخه په کې ناوړه استفاده کیږي -- جرم ده، شواهد ښيي چې طالبان تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې دغه کار ته دوام ورکوي.‌

په تخار کې د مدني ټولنې یوه فعال عمادالدین حقجو وویل، طالبان د خپلو شیطاني هدفونو د پوره کولو لپاره له هرو ممکنو لارو څخه کار اخلي، او ملکي خلکو له دغې ډلې څخه فاصله نیولې ده.

هغه وویل، «اوس نړۍ واله ټولنه په دې پوه شوې ده چې طالبان هېڅ انساني او اسلامي قانون ته ژمن نه دي او هر ډول جنایت او ترهګري به ترسره کړي.»

حقجو وویل، «موږ د طالبانو دا ډول اسلام ضد عملونه غندو او په کورنیو باندې غږ کوو چې په خپلو ماشومانو باندې پام وکړي.»

په تخار ولایت کې یوه قومي مشر حاجي ثناءالله وویل، طالبان د افغان کوچنیانو له معصومیت څخه ناوړه استفاده کوي.

هغه وویل، «په داسې حال کې چې هغوی باید په دې وخت کې په زده کړو بوخت وي، طالبان یې غولوي او ګمراه کوي او په نظامي شخړو کې ترې کار اخلي.»

ثناءالله وویل، «طالبان باید له هغوی څخه ناوړه استفاده ونه کړي. که هغوی په ریښتیا مسلمانان وي، هغوی باید نور د جنګ په اور کې د وطن د سوځولو هڅې ودروي.»

له بشري حقونو څخه سرغړونه

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون تایید کړه چې طالبان کوچنیان استخداموي چې جنګ وکړي، چاودېدونکي توکي انتقال او نور تخریبي کارونه ترسره کړي.

په کندوز کې د شمال ختیځ‌ زون لپاره د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون رییس سید حفیظ الله فطرت وویل، «له بده مرغه چې طالبان له ماشومانو، تنکیو ځوانانو او ځوانو سړیو څخه د خپلو نظامي هدفونو د ترسره کولو لپاره کار اخلي. دا د جنګ او بشري حقونو له قوانینو څخه سرغړونه ده.»

هغه وویل، که څه هم چې سرغړونکي حکومت نه بلکې یاغیان دي، «د افغانستان او نړۍ والو قوانینو لاندې، د امنیتی ځواکونو او نورو جنګي ډلو لپاره د ماشومانو استخدام یوه غټه سرغړونه ده.»

نوموړي وویل، د ۱۳۹۹ د وري او د ۱۴۰۰ د وري تر منځ، «په تخار، کندوز او بادغیس ولایتونو کې د ۲۰۰ ماشومانو په ګډون ۶۰۰ کسان د وسله والو نښتو په ترڅ کې وژل شوي یا ټپي شوي دي.»

فطرت وویل، «ماشومان باید یا په ښوونځي کې یا له خپلو میندو او پلرونو سره په کورونو کې وي؛ له هغوی څخه باید ناوړه استفاده ونشي او نه د طالبانو د یاغیتوب په لیکو کې زیان ور ورسیږي.»

په خواجه غار ولسوالۍ کې د افغان محلي پولیسو قوماندان څارمن محمد معصوم اکبري وویل، «اورپکي ملکي خلک مجبوروي ترڅو له خپلو کورونو څخه وځي، هغوی ته وسلې ورکوي او مجبوروي یې چې د هغوی تر څنګ وجنګیږي.»

هغه وویل، «دا یو غیر قانوني او غیر اسلامي عمل دی،» او زیاته یې کړه چې دغه ډول عملونه ډېرې ناوړه پایلې لري.‌

اکبري وویل، د وري په ۷مه افغان ملي پولیسو او محلي پولیسو د بهارک ولسوالۍ په نو اباد کلي کې عملیات ترسره کړل چې د دوه کوچنیانو په ګډون ۸ تنه طالب جنګیالي یې ووژل.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500