امنیت

په افغانستان کې د طالبانو په بريدونو کې په درجنونو قرآنونه سوځول شوي دي

د عمر له خوا

د ځایی اوسیدونکو او چارواکو له مخې، طالبانو د جون په ۱۳ مه د افغانستان په لویدیځ سيمه کې د نیمروز په خاشرود ضلعه باندې د برید وروسته په درجنونو کورونه او دوکانونه ويجاړ کړل او قرآن مجیدونه يې په کې هم وسوځول. [عبدالله عزیزي/ سلام ټایمز]

هرات -- د جون په ۱۳ مه په سلګونو طالب وسله والو د نیمروز صوبې په خاشرود ضلعه باندې برید وکړو او په درجنونو کورونه او دوکانونه یې ويجاړ کړل او قران مجیدونه یې وسوځول، چې وروسته افغان امنیتي ځواکونو بيرته وتمبول.

د نیمروز ګورنر زمریالي احدي وویل، طالبانو د ضلعې په بازار کې تقريباََ ټول دوکانونه او ګڼ شمیر کورنه وسوځول. هغه زياته کړه چې وسله والو د خاشرود په بازار کې په يو دوکان کې په درجنونو قرآن مجیدونه وسوځول.

هغه وویل، طالبان د قران پاک د تقدس احترام نه کوي -- د الله تعالی وينا -- او د دوی عملونه د دوی د تش په نامه جهاد غولونکی طبيعت ښیي.

د نیمروز د مرکزي ښار زرنج اوسیدونکي علی احمد مهاجر وويل، طالبانو د قرآن کریم د احترام کولو پرځای قران کریم سوځولی دی.

د نیمروز صوبې په خاشرود ضلعه کې ويجاړشوي دوکانونه د جون په ۱۴ مه یوه ورځ وروسته له هغې ليدل کيدی شي کله چې وسله والو طالبانو دغه دوکانونو ته اور ولګولو. [عبدالله عزیزي/ سلام ټایمز]

د نیمروز صوبې په خاشرود ضلعه کې ويجاړشوي دوکانونه د جون په ۱۴ مه یوه ورځ وروسته له هغې ليدل کيدی شي کله چې وسله والو طالبانو دغه دوکانونو ته اور ولګولو. [عبدالله عزیزي/ سلام ټایمز]

هغه زیاته کړه چې طالبانو په خاشرود ضلعه کې هرڅه وسوځول او ډیرو کورنیو خپل ملکیتونه له لاسه ورکړي دي.

عبدالستار، چې له تېرو ۲۶ کلونو راهيسې د خاشرود په بازار کې يوه هټۍ لري، وويل چې هغه خپل ټول ملکيت له لاسه ورکړو.

هغه وویل، طالبانو په خاشرود ضلعه کې د ملکي وګړو ګټه وټه تباه کړې ده. هغه زیاته کړه چې اوسیدونکو تقريباََ هرهغه څه له لاسه ورکړل چې دوی لرل.

ستار وویل، "موږ پر حکومت غږ کوو چې زمونږ دوکانونه او کورونه بيرته جوړ کړي."

هغه زیاته کړه، افغانان له طالبانو څخه د بربادۍ او نا امیدۍ نه علاوه بله هیڅ تمه نه لري.

د خاشرود ضلعې یو بل اوسیدونکي ګل احمد وویل، "زما ټول جایداد او اثاثې د طالبانو په برید کې وسوځول شوې، او اوس زه له ۵۰۰۰۰۰ [۶۳۶۹ آمريکايي ډالره] څخه ډیرو افغانيو پورې قرضداری يم او زه نه پوهیږم چې دغه قرض به څنګه بیرته ورکړم."

هغه زیاته کړه چې طالبانو د خاشرود په بازار باندې د برید لپاره راکټونه او بمونه استعمال کړل.

د خلکو په ملکيتونو باندې د طالبانو بریدونه د نیمروز صوبې پورې محدود نه دي.

د جون په ۱۵ مه، طالبانو په فراه صوبه کې د انار درې ضلعې په مرکز باندې د برید وروسته د قوي چاودیدونکي توکو سره د ضلعې په يوې ودانۍ کې چاودنه وکړه.

په ټولنیزو رسنیو کې يوې خپره شوې ويډيو څرګنده کړه چې څرنګه طالبانو دغه ودانۍ ویجاړه کړه، په داسې حال کې چې دوی د "الله اکبر" نعرې وهلې.

د افغان مسلمانانو دښمن

د طالبانو له خوا د قران کريم سوځولو په ټول افغانستان کې د ديني عالمانو تر منځ غصه رامنځته کړې ده.

مولوي عبدل غفور عباسي، چې د غور صوبې په فیروز کوه ښار کې یو دیني عالم دی، وويل چې د قران مجیدونو سوځول یو لوی جرم دی او په هیڅ ډول توجیه کېدی نشي.

هغه وویل، "موږ په نیمروز صوبه کې د طالب وسله والو له خوا د وروستي برید په دوران کې د قران مجیدونو سوځولو په کلکه غندنه کوو." "موږ له طالبانو څخه غواړو چې د دې ډول جرمونو او د اسلامي ارزښتونو څخه د سرغړونې څخه ډډه وکړي."

هغه وویل، هرهغه کس مسلمان نه دی کوم چې د قران پاک د حرمت احترام نه کوي او هغه سوځوي.

د بادغیس صوبې په مرکزي ښار قلعه نو کې یو دیني عالم مولوي عبدالله حسیني وویل، د طالبانو له خوا د قرآن کریم سپکاوی د دوی هغو ادعاګونو ته زيان رسوي چې دوی وفادار مسلمانان دي.

هغه وویل، د قرآن کریم احترام او د دې د لارښوونو تعقيب د ټولو مسلمانانو لپاره لازمي دي، خو طالبانو دغه کار نه دی کړی.

هغه زیاته کړه، "د قران مجیدونو سوځول د منلو وړ نه دي، او طالبان باید پوهه شي چې دوی به د خپل جرم له کبله د سخت انجام سره مخ شي."

د زرنج ښار یو اوسیدونکي محمد ناصر اکبري وویل، طالبان باید پوه شي چې دوی د قران کریم په سوځولو سره د خلکو باور له لاسه ورکړی، په داسې حال کې چې دوی ادعا کوي چې دوی مسلمانان دي او زیاته یې کړه چې دوی نور د افغان ټولنې برخه نشي کيدی.

هغه وويل، حتی غیرمسلمانان د قرآن کرم احترام کوي او دې ته زیان نه رسوي، خو طالبان دا کار په داسې حال کې کوي کله چې دوی هره ورځ په لسګونو زره افغان مسلمانان د "جهاد" په دروغو ادعاوو وژني.

هغه زیاته کړه چې طالبان یوه افراطي ډله ده او باید پوهه شي چې دوی خپله غیر اسلامي او افراطي عقیده په افغانانو نه شي پلي کولی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500