امنیت

طالبانو تقريباََ نیم ملیونه افغان ماشومان د پوليو واکسینو څخه محرومه کړي دي

د عمر له خوا

سیمه ایز چارواکي وايي، طالبانو د افغانستان په لویدیځ کې ګڼو ضلعو ته د پولیو واکسین ورکونکي د ننوتلو نه منع کړي دي او تقريباََ ۵۰۰۰۰۰ ماشومان یې د ژوند ژغورنې له څاڅکو څخه محرومه کړي دي. [عمر/ سلام ټایمز]

هرات -- سیمه ایز چارواکي وايي، طالبانو د افغانستان په لویدیځ کې ګڼو ضلعو ته د پولیو واکسین ورکونکي د ننوتلو نه منع کړي دي او تقريباََ ۵۰۰۰۰۰ ماشومان یې د ژوند ژغورنې له څاڅکو څخه محرومه کړي دي.

روغتیایي کارکونکو د پولیو واکسین ورکولو د سپرلي کمپاین دوهم پړاو د جون له ۱۳ څخه تر ۱۷ مې نیټې پورې په هرات، فراه، غور او بادغیس صوبو کې ترسره کړو.

عبدل واحد رحماني، چې په لويديځ سيمه کې د پوليو کمپاين مشر دی، د هرات په ښار کې د سپرلي کمپاین د پیل په مراسمو کې خبریالانو ته وویل، د پنځو کالو نه کم عمرلرونکي زيات نه زيات ۱.۱ مليونه ماشومان، چې په لویدیځ سيمه کې ژوند کوي، د پوليو واکسینو ته اړتيا لري.

هغه وویل، د ناامنۍ او د طالبانو له خوا په ډيرو ضلعو کې کور په کور د واکسینو د کمپاین څخه د انکار له امله، د ۴۰٪ څخه ډیر ماشومان د پوليو واکسین د ترلاسه کولو څخه محرومه شوي دي.

یو افغان روغتیایي کارکوونکی د جون په ۱۳ مه په هرات ښار کې د واکسین د کمپاین پرمهال ماشوم ته د پوليو واکسین ورکوي. پوليو، چې یوځل يوه نړیواله وبا وه، اوس یوازې په دریو هیوادونو کې شتون لري: افغانستان، پاکستان او نايجيريا [عمر/سلام ټايمز]

یو افغان روغتیایي کارکوونکی د جون په ۱۳ مه په هرات ښار کې د واکسین د کمپاین پرمهال ماشوم ته د پوليو واکسین ورکوي. پوليو، چې یوځل يوه نړیواله وبا وه، اوس یوازې په دریو هیوادونو کې شتون لري: افغانستان، پاکستان او نايجيريا [عمر/سلام ټايمز]

هغه وویل، "موږ اټکل کوو چې د ۴۲۰۰۰۰ څخه تر ۴۳۰۰۰۰۰ پورې د پنځو کالو نه کم عمر لرونکي ماشومان د کمپاین په دې وروستي پړاو کې د واکسین له ترلاسه کولو څخه محرومه شوي دي."

رحماني وویل، د ټولې لویدیځې سیمې لپاره د واکسینو او نورو تاسیساتو کافي مقدار موجود وو؛ که څه هم، طالبان ترټولو لوی خنډ و، چې واکسین کوونکو ته يې د کمپاين د ترسره کولو اجازه نه ورکوله.

د هرات ډپټي ګورنر نور احمد حیدري وویل چې په ګڼو ضلعو کې د پوليو واکسین ورکولو د مخنیوي سره، طالبان د افغانستان د نوي نسل پروړاندې خپله دښمني ښیي.

هغه وويل، "طالبان په ټولو سیمو کې د افغانانو سره دښمني لري."

حیدري څرګنده کړه چې له یوې خوا، دوی ملکي وګړي وژني او پلونه او عام سړکونه ویجاړوي چې د خلکو ورځنی ژوند ګډوډ کړي، او له بلې خوا، دوی طبي پاملرنې ته د لاسري د مخنيوي په واسطه د نوي نسل ماشومان د ښه ژوند لرلو څخه منع کوي.

هغه وويل، "ځايي قومي مشرانو او دیني عالمانو په طالبانو غږ کړی چې په لرې کلیو او ضلعو کې د پوليو واکسین ورکولو اجازه ورکړي او همکاري په کې وکړي، که څه هم، [طالبانو] د خپلې ناپوهۍ او دښمنۍ له امله د قومي مشرانو غوښتنې له پامه غورځولي دي."

د ماشومانو راتلونکی په خطر کې دی

رحماني وویل، کله چې یو ماشوم د پوليو په ناروغۍ اخته شي، نو په سلګونو نور ماشومان د دې ناروغۍ خطر لري. هغه زياته کړه چې د ویروس نښې نښانې وروسته په ډیرو ماشومانو کې راښکاره شوې، نو دا خبره ډیر احتمال شتون لري چې په لویدیځ سيمه کې به په سلګونو ماشومان په راتلونکي وخت کې په فالج اخته شي.

د هرات ولایت د روغتیا ریاست مرستیال محمد آصف کبیر وویل، په لوېدیځ زون کې د پولیو وایرس د موجودیت او خپرېدا په پام کې نیولو سره، کېدی شي چې د پولیو واکسیناسیون پر وړاندې د طالبانو د مخالفت عواقب ناورین رامنځته کړي.

کبیر وویل، "موږ د هغه ماشومانو د راتلونکي په اړه ډير اندیښمن یو کوم چې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې ژوند کوي." "طالبان د ماشومانو ژوند او روغتیا ته هیڅ پاملرنه نه کوي او حتی د پولیو واکسین 'حرام' ګڼي."

هغه وویل، "که موږ سمدلاسه په لویدیځ کې ماشومانو ته واکسین ور نکړو، نو په سلګونو ماشومان به د تل لپاره مفلوج شي او طالبان د دې انساني تباهۍ مسؤليت پر غاړه لري."

هغه وویل، د وګړو روغتیا او خیر ښیګړه د سیاسي یا پوځي مسلو سره هیڅ تړاو نه لري، او د نړیوال قانون او بشري ارزښتونو سره سم، طالبان حق نه لري چې ماشومان د واکسین ترلاسه کولو نه منع کړي.

"تاسو به د دې څخه څه ترلاسه کړئ؟" د هرات ښار اوسیدونکي عبد الواسع عزیزي له طالبانو څخه پوښتنه وکړه. "که چیرې دې بې ګناه ماشومانو ته د ویروس په وړاندې واکسين ورنه کړې شول، نو دوی به په فالج اخته شي او پاتې ژوند به یې په ټولنه د اوږو بار شي."

د هرات د صوبايي شورا غړي جهان تاب طاهري وویل، طالبان باید پوهه شي چې د دوی ماشومان هم د پوليو واکسینو ته اړتیا لري او له همدې امله دوی باید هغوی د واکسین ترلاسه کولو نه منع نه کړي.

طاهري وویل، د پولیو واکسینو ته د اجازې ورکولو څخه د طالبانو دوامداره او غیر مشروع انکار د افغانستان د نوي نسل لپاره يوه لويه صدمه ده.

"زموږ ماشومان د واکسین ترلاسه کولو نه منع کول یو نه بخښونکی جرم دی."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500