امنیت

په هرات کې نیول شوې د طالبانو ډله د ایران سپاه پاسداران پورې تړاو لري

د علي راپور

د افغانستان د ملي امنیت ریاست د غبرګولي په ۱۲مه د طالبانو یو ۷ کسیز ګروپ په هرات ولایت کې ونیو. افغان چارواکو وویل چې دغه ګروپ د ایراني رژیم له خوا مرسته تر لاسه کوله ترڅو د افغانستان په لوېدیځه برخه کې بریدونه ترسره کړي. [علي/سلام ټایمز]

هرات -- چارواکي وایي، د ملي امنیت ریاست منسوبینو د غبرګولي په ۱۲مه په هرات ښار کې د طالبانو یوه ۷ کسیزه ډله چې د ایران رژیم له خوا یې ملاتړ کېده، ونیوله.

د هرات والي سید وحید قتالي د غبرګولي په ۱۳مه وویل، دغې ډلې په هرات ښار کې له لسو څخه ډېرو ترورستي بریدونو کې لاس درلود.

قتالي وویل، «دا ترهګر د ګذرې ولسوالۍ لپاره د طالبانو د تش په نامه ولسوال ملا شېرمحمد او د شینډنډ ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نظامي مشر ملا کریم شینډنډي له خوا هرات ښار ته لېږل شوي ول ترڅو خلک ووژني او موټربمي بریدونه ترسره کړي.»

قتالي د کوم هیواد د نوم له اخیستو پرته وویل، نیول شوي مشکوک ترهګر د ګاونډیو هېوادونو اجیران ول.

د هرات چارواکي د طالبانو د یوې ډلې نیول شوي غړي چې ویل کیږي د ایران د رژیم له خوا حمایه کیږي د غبرګولي په ۱۳مه په هرات ښار کې رسنیو ته وړاندې کوي. [عمر/سلام ټایمز]

د هرات چارواکي د طالبانو د یوې ډلې نیول شوي غړي چې ویل کیږي د ایران د رژیم له خوا حمایه کیږي د غبرګولي په ۱۳مه په هرات ښار کې رسنیو ته وړاندې کوي. [عمر/سلام ټایمز]

قتالي وویل، طالبان داسې عناصر او اجیران دي چې د ګاونډیو هېوادونو او د سیمې د استخباراتي ادارو لپاره کار کوي، او داسې خلک وژني چې هغوی غواړي د افغانستان خدمت وکړي.

د هرات یوه جګپوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط سلام ټایمز ته وویل چې د طالبانو دغې ډلې د ایران رژیم څخه ملاتړ ترلاسه کاوه.

هغه وویل، «د دغو ترهګرو قوماندان د ایران په مشهد ښار کې اوسېږي او سپاه پاسداران د دې لپاره ټاکلی ترڅو د امنیتي ځواکونو په غړو او مشهورو افرادو باندې بریدونه وکړي او ویې وژني او د هرات ښار او ولسوالیو کې بمونه وچوي.»

د ایران عسکر

هرات ولایت له ایران سره یوه اوږده پوله لري او طالبان په ناقانونه لارو د دواړو هېوادونو تر منځ تګ راتګ کوي.‌

د ولسي جرګې یوه هیئت چې د مرغومي په میاشت کې یې د هرات د امنیت ارزونه وکړه، وموندله چې د ایران رژیم په هرات کې ۲۶ ترهګرو ګروپونو ته نظامي مرستې برابروي.

په راپور کې راغلي چې، د تهران له خوا ملاتړ کېدونکي ترهګر په هرات کې په وژنو، په امنیتي ځواکونو باندې بریدونو، د امنیتي پوستو نیولو، اختطاف او نورو ترهګریزو فعالیتونو کې ښکېل ول.

په هرات ښار کې د پوځي چارو یوه شنونکي متقاعد جنرال محمد فیصل الکوزي وویل، طالبان د افغانستان په لوېدیځه سیمه او په خاصه توګه په هرات کې د ایراني رژیم د عسکرو په توګه کار کوي.

هغه وویل، طالبان د ایراني رژیم لپاره د ډېرو ارزانو عسکرو په توګه کار کوي او په افغانستان کې د تهران هدفونه پرمخ وړي.

هغه زیاته کړه، په لوېدیځ زون کې د طالبانو ټول بریدونه له پولې پورې غاړه خراسان او د ایران په نورو ولایتونو کې پلان کیږي.

الکوزي وویل، «ایران په افغانستان کې اوږد مهاله هدفونه لري.»

هغه د ایران له خوا د افغان اجیرو جنګیالیو څخه د جوړې شوې یوې ملېشې په یادولو سره، وویل، «هغوی غواړي چې له طالبانو، فاطمیون لوا او نورو ترهګرو ډلو څخه په استفادې سره په دې هېواد کې خپل حضور وساتي.»

هغه زیاته کړه، ایران هڅه کوي چې د نا امنۍ او وژنو په زیاتولو سره وېره خپره کړي او د افغان ولس او حکومت تر منځ فاصله رامنځته کړي.‌

جنګ او ورانی

د هرات پوهنتون یوه محصل فیصل جمشېدي وویل، د ایران په څېر ګاونډي هېوادونه په افغانستان کې د جنګ او وراني اصلي عاملین دي.

هغه وویل، «ایران هېڅکله هم په افغانستان کې سوله او پرمختګ نه غواړي. څومره چې په دې هېواد کې جنګ اوږدېږي، هومره به ایران او نور هېوادونه په خلاص مټ لاسوهنه کوي.»

جمشېدي وویل، «د ایران د حکومت له غټو هدفونو څخه یو دا دی چې له طالبانو څخه په هېواد کې د اوبو لګولو او اوبیزې برېښنا د بندونو د رغونې په مخنیوی کې کار واخلي. له دې امله، هغوی طالبانو ته پیسې او وسلې ورکوي ترڅو د بېخبنا د پروژو او د بندونو د رغونې مخه ونیسي.»

هغه زیاته کړه، د ایران حکومت د هغو ترهګرو ملاتړ کوي چې هره ورځ بې ګناه افغانان وژني.‌

په هرات ښار کې د ولي محمد حسیني په نامه یوه دوکاندار وویل، د ایران له خوا ملاتړ کېدونکي جاسوسان او ترهګر د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې فعال دي او د جذام مرض په څېر د حکومت او ملي امنیت ریښې خوري.

هغه وویل، «له دې سره سره چې ایران تل ادعا کوي چې د افغانستان دوست دی، لاکن په حقیقت کې هغه یو ورانکاری دښمن دی.»

هغه وویل،ایران داسې یو هېواد دی چې ترهګر پالي او د افغانستان په ګډون په سیمه کې په ډېرو هېوادونو کې د شخړو تر شا لاس لري.‌

نوموړي وویل، «ایران هېڅکله هم د افغانستان یو ښه دوست نه وو او تل یې هڅه کړې ده چې زموږ هېواد کمزوری کړي.»

حسیني وویل، طالبان د ایران او د ګاونډ او سیمې د نورو هېوادونو د غلامۍ په قبلولو سره هره ورځ د بې ګناه افغانانو وینې تویوي.‌

په هرات ښار کې د مدني ټولنې یوه فعال آرش بشریار وویل، سپاه پاسداران یو ترهګر سازمان دی چې په شخړو او وژنو کې غټ نوم لري.‌

هغه وویل، «فاطمیون لوا چې د سپاه پاسداران له خوا د سوریې، یمن او افغانستان د اوسېدونکیو د وژلو لپاره چمتو شوې ده، له طالبانو څخه ډېره خطرناکه ده.»

بشریار وویل، «که د دغه ترهګر ګروپ فعالیتونه ونه درول شي،‌ په نږدې راتلونکي کې به یې د ترهګرو ظلم د طالبانو له ظلم څخه زیات شي.»

هغه زیاته کړه، د ایران حکومت له څو کالونو راهیسې په جنګ او د افغانستان په ویجاړتیا کې ښکېل دی، او په وروستیو کالونو کې یې له طالبانو او نورو ترهګرو ګروپونو څخه خپل ملاتړ زیات کړی دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500