امنیت

افغان چارواکي وايي، ایران طالبانو ته پرمختللې وسلې ورکوي

د علي راپور

په عکس کې چې د سلواغې په ۲۹مه اخیستل شوی، د افغان حکومت یوه عراده هاموی د هرات - اسلام کلا په لویه لاره لیدل کیږي چې د طالبانو له خوا اېښودل شوي د سړک د غاړې بم ویجاړ کړی دی. [علي/سلام ټایمز]

په عکس کې چې د سلواغې په ۲۹مه اخیستل شوی، د افغان حکومت یوه عراده هاموی د هرات - اسلام کلا په لویه لاره لیدل کیږي چې د طالبانو له خوا اېښودل شوي د سړک د غاړې بم ویجاړ کړی دی. [علي/سلام ټایمز]

کابل -- پوځي سرچینې وایي، د ایران رژیم طالبانو ته د شپې لیدونکو وسایلو، مرګونو بمونو او درنو وسلو په ګډون پرمختللې وسلې ورکوي.‌

ګڼ شمېر پوځي چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط د تېرې میاشتې داسې استخباراتي او امنیتي راپورونه شریک کړل چې ښيي چې د ایران د اسلامي انقلاب ګارډ یا سپاه پاسداران د افغانستان په لوېدیځه سیمه کې د طالبانو لارښوونه کوي.

په یوه امنیتي راپور کې راغلي چې، د مولوي محمد انور په نامه د طالبانو یوه قوماندان چې ویل کیږي د سپاه پاسداران د قدس ځواک په همکارۍ فعالیت کوي، د غوایي په ۱۰مه له ایران څخه د فراه ولایت بالابلوک ولسوالۍ ته د زهري ګازو درې بالونونه راقاچاق کړل.

په راپور کې راغلي، طالبانو پلان درلود چې لومړی په دغې ولسوالۍ کې د یادو بالوني بمونو په وسیله د افغان ملي اردو سرتیري مسموم کړي او بیا په یوه پوځي اډه باندې برید وکړي،‌ لاکن امنیتي ځواکونو د هغوی دا پلان شنډ‌ کړ.

یو سړی په هرات کې د کب په ۲۳مه د طالبانو د یوه موټربمي برید له ترسره کېدلو څخه وروسته د خپل کور کنډوالو ته ګوري. [علي/سلام ټایمز]

یو سړی په هرات کې د کب په ۲۳مه د طالبانو د یوه موټربمي برید له ترسره کېدلو څخه وروسته د خپل کور کنډوالو ته ګوري. [علي/سلام ټایمز]

د غوایي په میاشت کې په یوه بل راپور کې راغلي وو چې، د غوایي په ۱۰مه د سپاه پاسداران ۲۵ غړي، د ایران د خراسان او زاهدان ولایتونو اوسېدونکي، د هرات ولایت شینډنډ ولسوالۍ ته داخل شول.

راپور وایي، هغوی د شپې لیدونکیو وسیلو او وسایلو باندې سمبال وو او په هرات ولایت کې د طالبانو د سرې قطعې د یوه قوماندان ملا نجیب د ملاتړ په سلسله کې د جنګ لپاره هېواد ته راننوتل.‌

په دغه راپور کې راغلي چې د سپاه پاسداران د قدس ځواک په وروستیو کې په شینډنډ، ادرسکن، پشت کوه، چشت شریف، اوبه، پشتون زرغون، او غوریان ولسوالیو کې د طالبانو د لویو بریدونو لارښوونه کوله، او زیاتوي چې د سپاه پاسداران د قدس ځواک په لسګونو غړي د افغانستان پولې سره نږدې د ایران په بیرجند ښار کې ځای پرځای شوي دي.

په راپور کې یادونه شوې چې، سپاه پاسداران چمتو دی چې هرات او فراه ولایتونو ته ننوځي او د طالبانو مرسته وکړي.

ایراني چاودېدونکي توکي

په هرات ولایت کې یوه جګپوړي حکومتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، دغه راز طالبان په چاودېدونکو توکو بار موټر له ایران څخه هرات ولایت ته را اړوي.

دغه چارواکي وویل، په وروستیو میاشتو کې طالبانو د کوهسان، ګلران، غوریان او زنده جان په ګډون په یو شمېر ولسوالیو کې چې له ایران سره په پوله پرتې دي، د امنیتي ځواکونو د په نښه کولو لپاره څو موټر بمي بریدونه ترسره کړل.‌

هغه وویل، «دغه بمونه د پولې پورې غاړه ایراني اړخ کې چمتو کړای شوي وو،» او زیاته یې کړه چې په هرات کې د طالبانو له خوا کارول شوي اکثر چاودېدونکي مواد له ایران څخه راغلي وو.‌

په ولسي جرګه کې د فراه ولایت یوه استازي عبدالستار حسیني د استخباراتي راپورونو په استناد وویل چې د روژې په میاشت کې له ایران څخه له ۲۰۰۰ میلو څخه ډېرې بېلابېل ډول وسلې په قاچاقي توګه د دهنه ذوالفقار او آب چرمي سیمو له لارې هرات ولایت ته راوړل شوې.‌

هغه وویل، له دغو وسلو څخه یو شمېر په هرات ولایت کې د طالب اورپکو لاسونو ته ورغلې او نورې فراه، بادغیس، فاریاب او بغلان ولایتونو ته ورسېدلې.‌

هغه زیاته کړه چې دغه وسلې ډېرې پرمختللې دي او په مشهد کې له یوې فابریکې څخه راځي.

هغه وویل، «په لوېدیځ زون کې د ملا حیدر، ملا داود او ملا نورمحمد شهاب په ګډون مشهور طالب قوماندانان د ایراني رژیم له خوا حمایه کیږي.»

نوموړي وویل، «دغه راز، د ایران رژیم داسې کوچنۍ بې پیلوټه الوتکې چې چاودیدونکي توکي انتقالوي هم طالبانو ته ورکوي.»

حسیني وویل، د سپاه پاسداران قدس ځواک طالبانو ته یو شمېر راکټونه ورکړل چې هغوی په بالا بلوک ولسوالۍ کې د یوه پوځي بېس په ګډون په فراه کې په امنیتي ځواکونو باندې د برید کولو لپاره وکارول.

حسیني وویل، طالبانو ته د راکټونو او چاودېدونکیو توکو په ورکولو سره، د ایران رژیم غواړي چې کمال خان او سلما بندونه په نښه کړي او په هرات کې د پاشدان بند او په فراه کې د بخش اباد بند رغول ټکني کړي.

د سپاه پاسداران بې ثباتي

کتونکي او عام خلک تاییدوي چې، سپاه پاسداران طالبانو ته پیسې او وسلې ورکوي ترڅو په لوېدیځه سیمه کې د ایراني رژیم ګټې خوندي کړي.‌

د فراه د ولایتي شورا رییس داد الله قانع وویل، طالبان د افغانستان په لوېدیځه سیمه کې له ایراني رژیم څخه ملاتړ ترلاسه کوي، او زیاته یې کړه چې په لوېدیځ زون کې د طالبانو اکثر قوماندانان په ایران کې کورونه لري.‌

قانع وویل، «د ایران سپاه پاسداران په لوېدیځ زون کې په لومړیو کرښو کې فعال رول لوبوي، او طالبانو ته یې پوځي تجهیزات ورکړي دي. داسې روښانه شواهد شته چې ښیي ډېر طالب قوماندانان له ایراني رژیم څخه پیسې او وسلې ترلاسه کوي.»

د غور ولایت په مرکز فیروزکوه کې د مدني ټولنې یوه فعال حسن حکیمي وویل، د ایران لاسوهنې د افغانستان د امنیت او ثبات لپاره، په ځانګړې توګه په لوېدیځ زون کې ننګونې رامنځته کړي دي.‌

هغه زیاته کړه چې، «د ایران رژیم د طالبانو په ترورستي ګروپ کې خپلو په زړه پورې متحدینو ته کلک ملاتړ برابروي ترڅو خپل سیاسي،‌ اقتصادي او استخباراتي هدفونه تر لاسه کړي.»

حکیمي وویل، ایران تل د افغانستان په هکله دوه مخی سیاست لري.

هغه وویل، «د ایران رژیم خپل ځان د افغانستان دوست بولي،‌ په داسې حال کې چې هغوی د طالبانو د جنګي ماشین ملاتړ ته دوام ورکوي، او هغوی ته داسې امکانات برابروي چې هره ورځ په سلګونو بې ګناه افغانان ووژني.»

حکیمي وویل، سپاه پاسداران په ټولو ځانمرګو بریدونو، مرګونو چاودنو او موټر بمي بریدونو کې چې طالبان یې د لوېدیځ زون په بېلابېلو برخو کې ترسره کوي، فعال رول لري.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500