ديپلوماسي

د ملګرو ملتونو د اټومي څارنې اداره د ایران د نا اعلان شويو مرکزونو په اړه 'اندیښنه' لري

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

د اټومي انرژۍ نړيوالې ادارې مرکزي دفتر دلته د مۍ په ۲۳ مه په ويانا کې ښودل شوی دی. د اټومي انرژۍ نړيوالې ادارې د مۍ په ۳۱ مه اندیښنه څرګنده کړه چې ایران د احتمالي نا اعلان شوي اټومي فعالیت په اړه پوښتنې نه دي روښانه کړي، او زیاته یې کړه چې د یورانیم بډایه شوي ذخيره د ټاکل شوي حد څخه ۱۶ چنده زياته وه. [الیکس هالډا/ای اېف پي]

د اټومي انرژۍ نړيوالې ادارې مرکزي دفتر دلته د مۍ په ۲۳ مه په ويانا کې ښودل شوی دی. د اټومي انرژۍ نړيوالې ادارې د مۍ په ۳۱ مه اندیښنه څرګنده کړه چې ایران د احتمالي نا اعلان شوي اټومي فعالیت په اړه پوښتنې نه دي روښانه کړي، او زیاته یې کړه چې د یورانیم بډایه شوي ذخيره د ټاکل شوي حد څخه ۱۶ چنده زياته وه. [الیکس هالډا/ای اېف پي]

ويانا -- د ملګرو ملتونو د اټومي څارنې ادارې د دې هفتې په سر کې اندیښنه څرګنده کړه چې ایران د احتمالي نا اعلان شوي اټومي فعالیت په اړه پوښتنې نه دي روښانه کړي، او زیاته یې کړه چې د یورانیم بډایه شوي ذخيره د ټاکل شوي حد څخه ۱۶ چنده زياته وه.

د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې (آی ای اي ای) لخوا د دوشنبې په ورځ (د می په ۳۱ مه) خپاره شوي دوه راپورونه هغه بنيادي راپورونه دي کوم چې وروسته له هغې خپاره شول کله چې ایران د فبرورۍ په مياشت کې د ادارې ځینې تحقيقات وځنډول.

تیره هفته د اټومي انرژۍ نړيوالې ادارې (آی ای اي ای) وویل چې دې له ایران سره موقتي تړون د جون تر ۲۴ مې نيټې پورې غزولې دی، چې په پايله کې يې ډیرو تفتیشونو ته دوام ورکړی دی.

په دغه راپور کې ویل شوي چې د اټومي انرژۍ نړيوالې ادارې ډايريکټر جنرل رافیل ګروسي "اندیښنه لرله چې د ادارې او ایران ترمینځ تخنیکي خبرو اترو متوقعې پایلې نه دي ترلاسه کړي." هغه د خبرو پر مهال د هغو مرکزونو په اړه خبرو اترو ته اشاره وکړه چیرې چې کيدی شي نا اعلان شوی اټومي فعالیت ترسره شوی وي.

د اپرېل په میاشت کې، ایران وویل چې یوه "کوچنۍ چاودنه" د هغې په نتانز اټومي مرکز کې شوې ده، چې دلته په هوایي منظر کې ښودل شوی دی، چې دا يو داسی عمل و چې تهران د "سبوتاژ" په توګه وګڼلو. [eghtesadnews.com]

د اپرېل په میاشت کې، ایران وویل چې یوه "کوچنۍ چاودنه" د هغې په نتانز اټومي مرکز کې شوې ده، چې دلته په هوایي منظر کې ښودل شوی دی، چې دا يو داسی عمل و چې تهران د "سبوتاژ" په توګه وګڼلو. [eghtesadnews.com]

دا پايله مخې ته راغله سره له دې چې د اټومي انرژۍ نړيوالې ادارې د اپرېل په مياشت کې "فعالې او متمرکزې هڅې" وکړې چې د دغه مرکزونو په هکله په خبرو اترو کې ځنډ مات کړي.

د اټومي انرژۍ نړيواله اداره وايي چې د دې د تفتیش پایلو "دا څرګنده کړې چې اټومي مواد او/یا د اټومي موادو لخوا ککړ شوي تجهیزات په دریو نا اعلان شويو مرکزونو کې شتون لري"، چې ډیر فعاليتونه په کې د ۲۰۰۰ عشرې د پیل سره تړاو لري.

دغه ادارې دا هم وویل چې ایران د څلورم مرکز په اړه پوښتنو ته ځوابونه نه دي ورکړی چیرې چې طبیعي یورانیم کيدی شي د فلزي ډیسک په شکل کې د ۲۰۰۲ او ۲۰۰۳ ترمینځ موجود وي.

په یو بل راپور کې، د اټومي انرژۍ نړيوالې ادارې وویل چې د ایران د بډایه شويو یورانیمو ذخیره د هغه حد څخه ۱۶چنده زياته ده کوم چې د نړۍ قدرتونو د ۲۰۱۵ کال په تړون کې ټاکلی و.

دغه راپور اټکل کوي چې دغه ذخيره ۳۲۴۱ کیلو ګرامه ده، خو ویلي یې دي چې دا د ټولټال مقدار د تاییدولو توان نه لري.

د ۲۰۱۵ کال په تړون کې ټاکل شوی حد په یو ځانګړي ځای کې ۳۰۰ کیلو ګرامه یورانیم و، چې دا د ۲۰۲.۸ کیلو ګرامه یورانیم مساوي و.

'يوه جدي اندیښنه'

نړېوالو قدرتونو د اپرېل په میاشت کې د ایران د دې اعلان په اړه "ژوره اندیښنه" څرګنده کړه چې دا به د یورانیمو بډایه کول د ۶۰٪ پورې زيات کړي.

دا اقدام به ایران د پوځي استعمال لپاره د ۹۰٪ پاکوالي حد ته نږدې کړي او د اټومي بم جوړولو لپاره به د دې احتمالي "اړين وخت" لنډ کړي.

انګلستان، فرانس او جرمني په هغه وخت کې وویل چې دا اعلان "په ځانګړي توګه د افسوس وړ" دی، په داسې وخت کې چې په ویانا کې خبرې اترې، د متحده ایالاتو په ګډون، پيل شوي چې د ۲۰۱۵ کال اټومي تړون، چې د ګډ عمل جامع پلان (جی سي پي او ای) په نامه پیژندل کیږي، بيرته راژوندی کړي.

د دوشنبې د ورځې په راپور کې، د اټومي انرژۍ نړيوالې ادارې اټکل وکړ چې د ایران د یورانیمو د ذخیرې ۶۲.۸ کیلوګرامه ۲۰٪ پورې بډایه شوې و او ۲.۴ کیلو ګرامه يې د ۶۰٪ پورې بډایه شوی و.

نتانز په هغو بنيادي مرکزونو کې دی چیرې چې ایران د ۲۰۱۵ کال د اټومي تړون شرایط په فعاله توګه ماتوي او يورانيم، د موافقه شوې حد په پرتله، د پاکوالي په لوړه کچه بډایه او ذخيره کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500