امنیت

د لنډمهاله اوربند په ختمیدو سره طالبانو ته درانه تلفات وراوښتي دي

د سلیمان له خوا

د افغان ملي پوځ کمانډو د مارچ د مياشتې په ۱۶مه د هرات صوبې په ګذارا ضلعه کې په یوې پوځي اډه کې د پوځي عملیاتو وروسته د طالب جنګیالیو لاشونه وړي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

د افغان ملي پوځ کمانډو د مارچ د مياشتې په ۱۶مه د هرات صوبې په ګذارا ضلعه کې په یوې پوځي اډه کې د پوځي عملیاتو وروسته د طالب جنګیالیو لاشونه وړي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

کابل -- طالبانو ته درانه تلفات وراوښتي دي او د کابل په څنډه کې يې يوه ضلعه له لاسه ورکړې، ځکه چې د یکشنبې په ورځ (د مۍ په ۱۶مه) د لوی اختر د لمانځلو په خاطر د درې ورځني اوربند نه وروسته جګړه بیا پیل شوه. .

د هلمند د صوبايي شورا چيرمين عطاء الله افغان وویل چې دغه نښتې د یکشنبې په سهار هغه مهال پیل شوې کله چې طالبانو د هلمند صوبې مرکزي ښار لښکرګاه په څنډو کې په امنیتي پوسټونو برید وکړو.

په سويل کې د افغان ملي پوح ویاند تایید کړه چې جګړه پيل شوه ځکه چې د شنبې په ورځ ناوخته لنډمهاله اوربند پای ته ورسیدو، په داسې حال کې چې د هلمند د ګورنر دفتر وویل چې افغان ځواکونو ۲۱ طالب جنګیالي وژلي دي.

همدارنګه د یکشنبې په ورځ، د افغانستان د ملي دفاع او امنیت ځواکونو (ای اين ډي ايس اېف) د میدان په وردګ صوبه کې د طالبانو د نیولو لپاره عملیات پیل کړل.

د می د میاشتې په ۵ مه د هلمند صوبې مرکزي ښار لشکرګاه ته نژدې د بوشران په سیمه کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمینځ د نښتې پرمهال افغان امنیتي ځواکونه یو زغره وال ګاډي ته نږدې ولاړ دي. [صفت الله زاهدي/ای اېف پي]

د می د میاشتې په ۵ مه د هلمند صوبې مرکزي ښار لشکرګاه ته نژدې د بوشران په سیمه کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمینځ د نښتې پرمهال افغان امنیتي ځواکونه یو زغره وال ګاډي ته نږدې ولاړ دي. [صفت الله زاهدي/ای اېف پي]

د نرخ ضلعه، چې له کابل څخه شاوخوا ۴۰ کیلومتره لرې د طالبانو مرکز دی، له ډیرې مودې راهیسې مرکزي ښار ته د یاغیانو د تګ راتګ لپاره يوه دروازه او د مرګوني بریدونو پيلولو لپاره يو مرکز پاتې شوې دی.

د دفاع وزارت وياند روح الله احمدزۍ وویل، "نن ورځ زموږ ځواکونه په دغه ضلعه کې د یوې ستراتیژیکې سیمې په بیرته نيولو کې کامياب شول."

د افغانستان د ملي دفاع او امنیت ځواکونه رهبري کوي

د افغانستان د ملي دفاع او امنيت ځواکونو په دوامداره توګه د متحده ایالاتو څخه حیاتي ملاتړ ترلاسه کړی دی حتی په داسې حال کې چې د متحده ایالاتو او ناتو ځواکونه د افغانستان څخه ووځي او کلیدي اډې هغوی ته سپاري..

د دفاع وزارت ویاند فواد امان وویل، دوی د یو کال راهيسې د پوځي عملیاتو پلان جوړولو او ترسره کولو کې پرمختګ کړی او په خپلواکه توګه له طالبانو سره جنګيدلی شي.

هغه وویل، په دې وروستیو هفتو کې، طالبان د هلمند، کندهار، بغلان، هرات، فراه او غزنی صوبو د نیولو لپاره هڅې کړې دي.

هغه وویل، نه یوازې دوی د يو لوی ښار یا صوبې په نیولو کې ناکامه شوي، بلکې دوی درانه تلفات هم ترلاسه کړي دي، ځکه چې د افغانستان د ملي دفاع او امنیت ځواکونو له ۱۰۰۰ څخه ډیر جنګیالي، کمانډران او کلیدي غړي وژلي دي.

هغه وویل، "طالبان نشي کولی چې د افغانستان د ملي دفاع او امنیت ځواکونو ته ماته ورکړي او په بشپړ ډول پوځي ځواک نشي ترلاسه کولی." هغه زیاته کړه چې څومره طالبان خپل بریدونه زیاتوي، دومره به دوی ډير جنګیالان له لاسه ورکړي.

امان وویل، "طالبان باید د سولې لپاره د روان فرصت نه استفاده وکړي، که نه نو دوی به ختم شي."

د دواړو خواو چارواکو وویل، د افغان حکومت او طالب ډلو مذاکره کونکو د جمعې په ورځ وليدل چې د سولې په اړه ځنډول شوي خبرې اترې بيرته پيل کړي.

د طالبانو پلانونه شنډ شول

د کورنیو چارو وزارت وياند طارق آریان په زابل، بدخشان، کندهار، غزني، هلمند، لوګر، هرات، کنړ، پکتیا، بلخ، تخار، جوزجان او نيمروز کې د نښتو په حواله وویل چې "په تیره میاشت کې په زرګونو طالب جنګیالي وژل شوي یا ژوبل شوي دي."

آریان وویل، په وژل شویو کسانو کې د طالبانو مهم کمانډران مسلم منصور او ملا داود شامل ول.

د پوځي چارو کارپوه عزیز ستانکزۍ وویل، "که څه هم طالبان د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره خپله ټوله جنګي وړتیا استعمالوي، خو د افغانستان د ملي دفاع او امنیت ځواکونه لا هم په لومړيو لیکو کې غلبه لري."

هغه زیاته کړه، د طالبانو په ځپلو سره، د افغانستان د ملي دفاع او امنیت ځواکونو دا ثابته کړې چې دوی له طالبانو سره د جګړې او هغوی ته د ماتې ورکولو وړتيا لري.

د کابل د پوځي چارو کارپوه زلمی افغانیار وويل، طالبانو په وروستیو ورځو کې د هغو سیمه ییزو استخباراتي شبکو په لاس خپل بریدونه ګړندي کړي چې د دوی ملاتړ کوي.

هغه وويل، د صوبو او لویو ښارونو د نیولو لپاره د دوی هڅې يوه وسيله ده چې نړیوالې ټولنې ته وښیې چې دوی په زور سره ځواک ترلاسه کولی شي.

هغه زياته کړه، خو د طالبانو اندازه غلط ثابته شوه.

په ملکي وګړو بریدونه

د کابل په دشت برچي کې د يونيورسټۍ زده کونکي سید محسن وویل، د جګړې په ډګرونو کې د دوی له ماتې وروسته، طالبان د ملکي وګړو څخه د غچ اخيستلو هڅه کوي.

هغه په خپله سيمه کې د مې په ۸ مه د سید الشهدا سکول څخه بهر د برید په پایله کې د درجنونو د سکول جينکو د وژلو پړه پر طالبانو اچولې ده. یو موټر بم د دغه سکول مخې ته وچاودیدو، او کله چې زده کونکي ووتلې، نو دوه نور وسایل وچاودیدل.

دغه چاودنې، چې په داسې حال کې وشوې کله چې اوسیدونکو د لوی اختر څخه مخکې سودا کوله، د کابل په لویدیځ کې د شیعه هزاره ګانو په سیمه کې د ۵۰ څخه ډیر کسان چې زياتره پکې ښځینه زده کونکي وو ووژل او د ۱۰۰ څخه ډیر یې ژوبل کړل.

محسن وویل، طالبانو په لوګر صوبه کې هم لسګونه زده کونکي وژلي یا ژوبل کړي دي.

د سیاسي چارو کارپوه سلیم پيګر وویل، طالبانو د قدرت د ترلاسه کولو لپاره هره پوځي هربه کارولی ده، خو د ۲۰ کالو د جګړې وروسته، دوی باید پوه شي چې جګړه د حل لاره نه ده.

پيګير وويل، "د طالبانو سیاسي او پوځي مشران باید پوه شي چې دوی د جګړې په ډګرونو کې ناکامه شوي دي، نو د دوی لپاره به غوره وي چې د خبرو او سولې له لارې خپلې موخې تعقیب کړي."

د بدخشان د ولسي جرګې غړي مولوي ذبیح الله عاطف وويل، اوس د سولې لپاره یو تاریخي فرصت شتون لري او له وسله والو طالبانو څخه یې وغوښتل چې دغه فرصت له لاسه ورنکړي.

عتيق وویل، "طالبانو له تیرو ۲۰ کالو راهیسې جګړه کړې خو هیڅ يې ندي ترلاه کړي." "دوی بله لاره نه لري پرته له دې چې په روانو خبرو اترو کې برخه واخلي او له حکومت سره د سولې د حل په اړه خبرې اترې وکړ."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500