امنیت

البغدادي ته یو ډیر نږې او باوري کس په استانبول کې ونیول شو

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

یو سړی د ۱۳۹۶ د غبرګولي په ۱ په استانبول کې له باسفورس پله سره نږدې له رینا نایټ کلب څخه چې د استانبول مقاماتو ویجاړ کړ، له ویجاړیو څخه تېرېږي. دغه نایټ کلب د نوي کال په مناسبت شوي یوه برید کې په نښه شو چې وروسته یې مسؤلیت داعش پر غاړه واخیست او ۳۹ کسان په کې ووژل شول. [یاسین اکګل/ای اېف پي]

یو سړی د ۱۳۹۶ د غبرګولي په ۱ په استانبول کې له باسفورس پله سره نږدې له رینا نایټ کلب څخه چې د استانبول مقاماتو ویجاړ کړ، له ویجاړیو څخه تېرېږي. دغه نایټ کلب د نوي کال په مناسبت شوي یوه برید کې په نښه شو چې وروسته یې مسؤلیت داعش پر غاړه واخیست او ۳۹ کسان په کې ووژل شول. [یاسین اکګل/ای اېف پي]

انقره -- ځایي رسنیو د یکشنبې په ورځ /د غوایي ۱۲مه/ راپور ورکړ چې د داعش یو جګپوړی شخص چې وژل شوي مشر ابوبکر البغدادي ته ډیر نږدي بلل کېده د پولیسو له خوا په استانبول کې نیول شوی دی.

افسرانو د ترکیې استخباراتي جاسوسانو سره د یوه ګډ برید په ترڅ کې، د بسیم په شفري نامه افغان تبعه د ښار د اسیايي برخې په اتاسېر ناحیه کې ونیو.

البغدادي په ۱۳۹۸ کې د متحده ایالاتو د ځانګړیو ځواکونو په یوه برید کې چې د کردي جنګیالیو په مرسته یې د سوریې په شمال لوېدیځ ولایت ادلیب کې ترسره کړ، ووژل شو.‌

ترکي رسنیو راپور ورکړ چې نیول شوي سړي له البغدادي سره مرسته کړې وه ترڅو په ادلیب کې پټ شي.

د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ له خوا خپور شوی یو عکس هغه تعمیر ښیي چې د داعش مشر ابوبکر البغدادي په کې پټ وو او څو شېبې وروسته د متحده ایالاتو ځانګړیو ځواکونو دغه ترهګر مشر د ۱۳۹۸ د لړم په ۴مه وواژه.

د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ له خوا خپور شوی یو عکس هغه تعمیر ښیي چې د داعش مشر ابوبکر البغدادي په کې پټ وو او څو شېبې وروسته د متحده ایالاتو ځانګړیو ځواکونو دغه ترهګر مشر د ۱۳۹۸ د لړم په ۴مه وواژه.

اېن ټي وي تلوېزین راپور ورکړ چې تورن کس په ښکاره د یادې افراطي ډلې د تش په نامه نظامي څانګې مسؤل وو.

یاد چینل وویل، هغه په یوه جعلي پاسپورټ او تذکره باندې استانبول ته راغلی وو، په داسې حال کې چې ډي اېچ ای خبري اژانس وویل چې هغه د غوایي په ۸مه ونیول شو.‌

په افغانستان کې روزل شوی

ترکیې د داعش د هغو افراطیانو پر ضد چې په دغه هېواد کې یې، د ۲۰۱۶-۲۰۱۷ نوي میلادي کال په مناسبت په استانبول کې په یوه نایټ کلب باندې د پراخو ډزو په ګډون، مرګوني بریدونه ترسره کړي وو، مبارزه سخته کړې ده.

پولیسو له ۱۷ ورځو اوږدې پلټنې څخه وروسته، یو ۳۴ کلن ازبک وګړی عبدالقادر مشاریپوف چې د ډله ییزې وژنې په ترسره کولو او د ۳۹ کسانو په وژلو یې اعتراف وکړ، ونیو.

په هغه وخت کې، د استانبول والي واسپ ساهین وویل چې د تورن کس د ګوتو نښې د بریدګر د ګوتو له نښو سره سر خوري او دا یې تایید کړه چې هغه یو ازبک وګړی ده چې په افغانستان کې یې روزنه ترلاسه کړې وه.‌

له هغه سره یو عراقی سړی او درې ښځې ونیول شوې چې یوه یې مصرۍ او دوه نورې د افریقایي دولتونو وې.

ساهین وویل، «دا روښانه ده چې برید د داعش په استازیتوب ترسره شوی وو،» او زیاته یې کړه چې پاتې څلورو مشکوکو کسانو احتمالا له یادې ډلې سره اړیکه لرله.‌

له هغه وخت راهیسې، پولیس د هېواد په بېلابېلو برخو کې د داعش په مشکوکو غړو باندې په منظمه توګه چاپې اچوي او هغوی نیسې.

دوه کاله مخکې، د ۱۳۹۸ د غوایي په میاشت کې په کابل کې یوه جګپوړي امریکایي چارواکي خبرداری ورکړ چې د داعش هغو جنګیالیو چې په سوریه او عراق کې یې خونړی کمپاین ترسره کړ افغانستان ته مخه کړې ترڅو د نورو بریدونو د پلانولو په برخه کې مرسته وکړي.‌

هغه وخت په کابل کې یوه جګپوړي امریکایي استخباراتي چارواکي ای اېف پي ته وویل، «موږ پوهېږو چې ځینې یې وار له مخه دلته راستانه شوي او هڅه کوي چې هغه پوهه، مهارتونه او تجربه چې هلته یې زده کړي دي، را انتقال کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500