تروريزم

په کویټه کې په يو لکژري هوټل کې چاودنه د چین په اړه پوښتنې راپورته کوي

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي له خوا

امنیتي پرسونل او رضاکاران د اپرېل په ۲۱مه په کویټه کې د سرینا هوټل په پارکينګ کې د چاودنې ځای ته راورسیدل. تحریک طالبان پاکستان د برید پړه په غاړه واخیسته، چې لږ تر لږه ۵ کسان پکې ووژل شول او ګڼ شمیر نور ژوبل شول. [بنارس خان/ای اېف پي]

امنیتي پرسونل او رضاکاران د اپرېل په ۲۱مه په کویټه کې د سرینا هوټل په پارکينګ کې د چاودنې ځای ته راورسیدل. تحریک طالبان پاکستان د برید پړه په غاړه واخیسته، چې لږ تر لږه ۵ کسان پکې ووژل شول او ګڼ شمیر نور ژوبل شول. [بنارس خان/ای اېف پي]

کویټه -- تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د بلوچستان صوبې په کویټه په هغه لکژري هوټل کې د مرګوني بمي برید مسؤلیت په غاړه واخیستو چيرې چې د چين سفير موجود و، په داسې حال کې چې چارواکو د پنجشنبې په ورځ (د اپرېل په ۲۲مه) د مړیو شمیر پنځه وښودلو.

پولیسو او د کورنیو چارو وزارت وویل چې بریدګر د چهار شنبې په ماښام چاوديدونکو توکو ته چاودنه په داسې حال کې ورکړه کله چې هغه د سرینا هوټل -- چې د پنځو ستورو مشهورو هوټلونو د کړۍ يوه برخه ده چې سفارتکاران او داخلي ادارې پکې حضور لري -- په کار پارکينګ کې په يو ګاډي کې دننه و.

پولیسو وويل چې د چهارشنبې په ورځ په چاودنه کې په وژل شويو کسانو کې امنیتي پرسونل او د هوټل کارمندان هم شامل ول.

طالبانو وویل چې د پاکستان امنیتي پرسونل د برید هدف و، خو ډیر یې نه مني.

د يو قرباني خپلوان د اپرېل په ۲۲مه په کویټه کې په هغه لکژري هوټل کې د ځان وژونکي بمي چاودنې د وژل شوي قرباني قبر ته دعا کوي چيرې چې د چين سفير موجود و. [بنارس خان/ای اېف پي]

د يو قرباني خپلوان د اپرېل په ۲۲مه په کویټه کې په هغه لکژري هوټل کې د ځان وژونکي بمي چاودنې د وژل شوي قرباني قبر ته دعا کوي چيرې چې د چين سفير موجود و. [بنارس خان/ای اېف پي]

القاعدې د خپلو رسنیو التهابات له لارې د اپرېل په ۲۱مه په کویټه کې په سرینا هوټل باندې د برید له کبله د پاکستاني طالبانو ستاینه وکړه. [فايل]

القاعدې د خپلو رسنیو التهابات له لارې د اپرېل په ۲۱مه په کویټه کې په سرینا هوټل باندې د برید له کبله د پاکستاني طالبانو ستاینه وکړه. [فايل]

پاکستان په بلوچستان کې د ګڼ شمیر یاغیانو سره په جګړه بوخت دی چې اسلامي، بېلتون غوښتونکو او فرقه بيزو ډلو پيل کړې ده چې ځينې پکې په سيمه کې د چینایانو د شتون په اړه غوسه لري.

په بیجینګ کې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وين بین وویل، چینایي وفد په دغه وخت موجود نه و کله چې چاودنه وشوه.

په پاکستان کې د چین په سفارت خانه کې د کرنې کميشنر ګو وين ليانګ چینايي ورځپاڼې ګلوبل ټایمز ته وويل چې بم د هغوی د بيرته راتلو څخه لس منټه مخکې وچاودیدو.

په هوټل کې یو ساتونکي خدا بخش وویل، "زه په پارکينګ کې روان وم کله چې ما ناڅاپي لوی آواز واوریدو او زما د پښو لاندې ځمکه ولړزيده."

هغه ای اېف پي ته وویل، "مخکې لدې چې زه بې هوشه شوم، هر کس د خپل ژوند بچ کولو لپاره منډه وهله."

یو کمزوری بغاوت

تحریک طالبان پاکستان له کلونو راهیسې د افغانستان په پوله باندې د خپلو اډو څخه د پاکستان په ښاري مرکزونو باندې وژونکي بریدونه کړي دي، چیرې چې دوی د القاعدې په ګډون د نړیوالو وسله والو ډلو ته پناه ورکړې ده.

خو په ۲۰۱۴ کال کې پراخه پوځي عمليات پیل شول چې په پراخه کچه یې د ډلې د کمانډ او کنټرول جوړښت ویجاړ کړو، چې په ډرامايي ډول یې په ټول پاکستان کې د یاغیانو تاوتریخوالی کم کړو.

د پاکستان وزیر اعظم عمران خان ټویټ وکړو، "موږ به دې بلا ته د بیا راڅرګندیدو اجازه ورنه کړو."

"موږ په بشپړه توګه چمتو يو او د ټولو داخلي او بهرنیو ګواښونو څارنه کوو."

القاعدې د خپلو رسنيو التهابات له لارې د چهارشنبې په ورځ په هوټل کې د طالبانو برید وستایلو.

القاعده په پاکستان او افغانستان کې له طالبانو سره د همکارۍ تاریخ لري.

د مارچ په مياشت کې، افغان ځانګړو ځواکونو په پکتیکا صوبه کې د عملیاتو پرمهال د هند په برصغیر کې د القاعدې یو لوړ پوړی غړی د یو طالب کمانډر سره په ډزو ووژلو، چې د دواړو ډلو ترمینځ د اړيکو په اړه لا نور ثبتونه وړاندې کوي.

د چینایانو استحصال او ظلم په پاکستانیانو کې غوسه رامينځته کوي

امنیتي شنونکي او چارواکي خبرداری ورکوي چې په شنجيانګ کې د مسلمانانو سره ناوړه چلند د چین پر ضد احساسات راپارولي چې وسله وال ترې ګټه پورته کوي.

پخوانيو توقیفيانو او ساتونکو د دې کال په لومړيو کې بي بي سي ته وويل، د شنجيانګ په سیمه کې د چین د "بیا زده کړې" په کېمپونو کې د مسلمانو میرمنو سره په منظم ډول زنا کيږي، شکنجه کيږي او په جنسي توګه ورسره ظلم کيږي.

.د آسټرالیا د ستراتیژیکي پالیسۍ انسټیټیوټ د يو تحقيقاتي راپور له مخې، په عين حال کې، چینايي چارواکو زياتره په تيرو دريو کلونو کې تقريباََ ۱۶۰۰۰ جوماتونه په شنجيانګ کې ویجاړ کړي او يا يې زیانمن کړي دي.

په بلوچستان کې، د چین او پاکستان د اقتصادي دهلیز (سي پېک) -- چې د چین د بیلټ او سړک نوښت یوه مهمه برخه ده -- له لارې په سیمه کې د ملیاردونو ډالرو پیسو جريان په خلکو کې خفګان رامينځته کړی دی، په داسې حال کې چې د بلوچستان اوسیدونکي وایي چې دوی ته يې لږه ګټه ورکړې ده ځکه چې ډیرې نوي دندې بهرنیانو ته ورکړل شوي دي.

په ۲۰۱۹ کال کې، وسله والو په یو لکژري هوټل برید وکړو چې د سي پېک -- په ګوادر کې د ژورو اوبو بندر چې د چين لپاره بحيره عرب ته ستراتیژیک لاسرسی چمتو کوي -- د يوې لویې پروژې څارنه يې کوله چې لږ تر لږه اته کسان پکې ووژل شول.

د سمندري بندر پروژه په ځانګړي توګه ځایي خلک د هغه پلان له کبله ناراضه کوي چې د چینایي کارکونکو د ساتنې په نوم دوی له خپل بندر څخه د باړ لګولو په واسطه لرې وساتي.

ځایي خلک د پلان شوي باړ مخالفت کوي ځکه چې دا به د ګوادر ضلعې د ۳۰۰۰۰۰ څخه ډیرو اوسیدونکو تګ راتګ ستونزمن کړي، او همداشان کب نيونکي به بحر ته د معمول لاسرسي ترلاسه کولو څخه منع کړي.

او د تير جون په مياشت کې، بلوچ یاغیانو پاکستان سټاک ایکسچینج په نښه کړو، چې څه حصه يې د چینایي شرکتونو ملکيت دی.

د بلوچستان د آزادۍ پوځ د دغه دواړو چاودنو مسولیت په غاړه واخیستو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

پاکستان د چین "بي" ایالت جوړيږي

ځواب