امنیت

طالبان غلو د افغانستان د کروندګرو څخه نیمه کلنۍ بهته اخيستل پیل کړل

د عمر لخوا

د افغانستان په لویدیځ کې چارواکي او بزګران وايي چې وسله والو طالبانو د کرنې موسم له پیل سره سږکال بیا له بزګرانو څخه د پیسو اخيستل پیل کړي دي. [عمر/ سلام ټایمز]

هرات -- د افغانستان په لویدیځ کې چارواکي او بزګران وايي چې طالبانو د کښت د موسم له پیل سره سږکال بیا له بزګرانو څخه د پیسو اخيستل پیل کړي دي.

د هرات د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ د رياست ډپتي ډايريکټر بشير احمد احمدي وويل، "طالبان په کال کې دوه ځله د بزګرانو څخه پيسې اخلي، لومړی د کښت کولو په موسم کې او دويم د فصل د ريبلو په موسم کې."

هغه وویل چې سږکال د کښت کولو موسم په پیل سره، طالبانو د مخکې نه ډیرې پیسې راټولې کړې دي.

احمدي وویل، "کروندګرو د کرنې صوبایي ادارې ته د طالبانو لخوا د بهتې اخيستلو په اړه څو ځله شکایت کړی او ویلي یې دي چې وسله والو دوی ته ګواښ کړی چې که دوی ته پیسې ورنکړي نو دوی به ووژني."

د هرات يو بزګر په دې تصوير کې ښکاري چې د سپتمبر په ۲مه په ګذره ضلعه کې په خپله ځمکه کې کار کوي. [عمر/ سلام ټایمز]

د هرات يو بزګر په دې تصوير کې ښکاري چې د سپتمبر په ۲مه په ګذره ضلعه کې په خپله ځمکه کې کار کوي. [عمر/ سلام ټایمز]

په دې عکس کې چې د ۲۰۱۸ کال د جولای په لومړۍ نيټه اخيستل شوی، افغان بزګران د هرات صوبې په انجیل ضلعه کې د تازه غنمو کټايي کوي. طالبانو سږکال د کښت د موسم په پیل سره د بزګرانو څخه پيسې اخيستل پیل کړل. [هوشنګ هاشمي/ ای اېف پي]

په دې عکس کې چې د ۲۰۱۸ کال د جولای په لومړۍ نيټه اخيستل شوی، افغان بزګران د هرات صوبې په انجیل ضلعه کې د تازه غنمو کټايي کوي. طالبانو سږکال د کښت د موسم په پیل سره د بزګرانو څخه پيسې اخيستل پیل کړل. [هوشنګ هاشمي/ ای اېف پي]

د هرات د صوبايي شورا د دفاعي کمیټۍ مشر غلام حبیب هاشمي وویل، طالبانو د هرات صوبې په څو ضلعو کې په کروندګرو د مالیې رژیم نافذ کړی دی.

د هاشمي په وینا، که چیرې يو کروندګر په دې کې پاتې راشي، نو دوی به د جریمې غوښتنه وکړي، چې د اصلي مالیې مقدار څخه څو چنده زیاته وي.

هغه وویل، "طالبان په دغه پيسو سره وسلې او نورې چاودیدونکي توکي اخلي او د ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو په وژلو کې ترې کار اخلي."

د فراه د صوبايي شورا چيرمين داد الله قانع وویل، طالبان هر کال د هر کوهي او د ځمکې د هر جریب (۰.۲ ايکړه) په سر د کروندګرو څخه په کال کې ۳۰۰۰ افغانۍ (۳۹ آمريکايي ډالره) اخلي.

هغه زیاته کړه چې دوی بزګران هم په دې صوبه کې د کوکنارو په کښت مجبوروي.

قانع وویل، "پداسې حال کې چې بزګران او نور ځایي وګړي د زياتې بیوزلۍ سره مخ دي او د کروندۍ له لارې د ګټې وټې په ترلاسه کولو کې له ستونزو سره مخ دي، طالبان لاهم په بې رحمانه ډول له هغوی څخه پیسو اخيستلو ته دوام ورکوي."

"موږ ګڼ شمیر بزګران لیدلي چې خپل کلي يې پریښودلي دي او د فراه ښار ته تښتیدلي ځکه چې دوی د طالبانو بهته او ظلم نه شي برداشت کولی."

بزګرانو ته د مرګ ګواښ ورکول

کروندګرو سلام ټایمز ته تایید کړې چې طالبان دوی ګواښوي او د زکات په بهانه د هغوی نه پیسې اخلي.

شمس الدين، چې د بادغیس صوبې د اب کماري ضلعې یو کروندګر دی او يو نوم لري، وويل چې طالبان په کال کې دوه ځلې کلي ته راځي او د هر بزګر نه "پيسې اخلي".

شمس الدین، چې د ماليې د هغې ورته شرحې حواله ورکړه چې د فراه صوبې قانع يې حواله ورکړې وه، وويل، د طالبانو د غير قانونې مالیې له مخې، کروندګر باید په کال کې په یو جریبه ځمکه کې د غنمو کرلو لپاره یا د باغ د ملکيت لپاره ۳۰۰۰ افغانۍ (۳۹ آمريکايي ډالره) ورکړي.

هغه وویل، که هر څوک له پيسو ورکولو څخه انکار وکړي، نو هغوی د جرمانو، وهلو ټکولو او قيد په ګډون د سختې جرمانې سره مخ کيږي.

شمس الدین وویل چې طالبان تش په نامه بهته اخيستل د خپل اسلامي امارت مشروع حق ګڼي او حتی دوی هغه کسانو ته د مرګ تهدید ورکوي کوم چې يې اطاعت نه کوي.

د غور صوبې د شاهرک ضلعې یو بزګر شمس الحق وویل، "طالبان موږ ته وايي چې موږ د اسلامي اصولو پر بنسټ زکات ورکړو." "هغوی زکات ورکول لازمي کار ګرځولی دی او هغوی مونږ مجبوره کوي چې د هغوی اطاعت وکړو."

هغه زیاته کړه کروندګر د هغه څه څخه چې دوی يې کري خورا لږ عاید ترلاسه کوي. "موږ طالبانو ته د پیسو ورکولو لپاره د قرض کولو پرته بله چاره نه لرو."

د غور د صوبايي شورا غړي محمد مهداوي وویل، "که څه هم د وچکالۍ اغیزې [سږکال] یو لوی ګواښ دی او کيدی شي د کروندګرو حاصلات کم کړي، خو طالبانو د مخکې نه د غور صوبې په ځینو ضلعو کې له دوی څخه ډيرې پیسې راټولې کړي دي."

په اسلام کې بهته اخيستل منع دي

دیني عالمان وايي، چې په اسلام کې بهته اخيستل په کلکه منع دي او دا یوه لویه ګناه ګڼل کيږي.

د بادغیس صوبې د مرکزي ښار په قلعه نو ښار کې دیني عالم مولوي جهان شاه وویل، "بهته اخېستل په اسلام کې هیڅ ځای نه لري."

هغه وويل۔ "له چا څخه د هغوی د مرضۍ خلاف پيسې اخيستل يو غير اسلامي او غير انساني عمل دی." هغه زياته کړه چې د طالبانو له خوا د زکات په نوم د پيسو اخيستل يو نامناسب او نه بخښونکی چلند دی.

هغه زیاته کړه، "د اسلامي اصولو پر اساس، یوازې مشروع حکومتونه حق لري چې د زکات یا مالیې په شکل کې پیسې راټولې کړي." "طالبان حکومت نه دی بلکې یوه یاغي ډله ده چې هیڅ قانوني حيثيت نه لري."

د قلعه نو ښار یو بل دیني عالم مولوي رافي مطیع هم ورته نظر لري.

مطیع وویل، "په اسلام کې، د خلکو ... ژوند او شتمني باید خوندي وي.د " بهتې اخيستلو "اجازه نشته او هغه کسان چې دا کار کوي الله به ورته سخته سزا ورکړي."

هغه وویل، "طالبان کروندګرو ته د پیسو ورکولو لپاره ګواښ کوي، او دا د مسلمانانو د محرميت او ملکیت څخه ښکاره سرغړونه ده." هغه له طالبانو څخه وغوښتل چې بخښنه وغواړي او هغه پیسې بزګرانو ته بيرته ورکړي کومې چې دوی د هغوی نه اخېستې وې.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500