روغتیا

۴۰۰۰۰۰ 'اضافي مرګونه' د روسيې د کورونا ويروس ناروغۍ لوی پوښښ ته اشاره کوي

د پاکستان فارورډ له خوا

یو طبي کارکوونکی چې شخصي حفاظتي آلات یې اغوستي دي د ۲۰۲۰ کال د نومبر په ۱۶ مه د ماسکو په څنډه کې د کومونارکا په روغتون کې د کورونا ويروس ناروغۍ په دوران کې د بېړنۍ خونې څخه ووځي. [نټالیا کولیسنیکووا/ای اېف پي]

یو طبي کارکوونکی چې شخصي حفاظتي آلات یې اغوستي دي د ۲۰۲۰ کال د نومبر په ۱۶ مه د ماسکو په څنډه کې د کومونارکا په روغتون کې د کورونا ويروس ناروغۍ په دوران کې د بېړنۍ خونې څخه ووځي. [نټالیا کولیسنیکووا/ای اېف پي]

سمارا، روسیه -- د نيويارک ټايمز څيړنې ښيي چې پروس کال په روسیه کې مرګونه په تير کال کې د نورمال په پرتله ۲۸٪ زيات وو، چې د صدر ولادیمیر پوتین هغه ادعاګانې ردوي چې هیواد یې د نورو هيوادونو په پرتله د کورونا ویروس سره ښه مبارزه کړې ده.

د حکومتي ارقامو له مخې، په روسیه کې د ۲۰۲۰ کال د اپرېل او دسمبر تر مینځ د کورونا ويروس ناروغۍ له کبله ۵۷۰۰۲ مرګونه شوي وو.

نیویارک ټایمز د اپرېل په ۱۰ مه راپور ورکړو، که څه هم، په تير وختونو کې د مرګونو د ارقامو تجزيه ښیي چې تیر کال د وبا په وخت کې د معمول په پرتله ۳۶۲۳۰۲ زیات مرګونه شوي وو. .

د روسیې د رسمي احصایې ادارې روسستات، چې د ټولو لاملونو له کبله مرګونه شماري، له مخې، په دې کال کې د جنورۍ او فبرورۍ ارقام "ډیر مرګونه" ښیي، چې د وبا له پيل راهيسې دا شميره د ۴۰۰۰۰۰ څخه ډیره ده.

یو سړی چې د کورونا ويروس ناروغۍ څخه د ځان ساتنې لپاره يې ماسک اچولی دی د مارچ په ۸ مه په ماسکو کې روان دی. [یوري کدوبنوف/ای اېف پي]

یو سړی چې د کورونا ويروس ناروغۍ څخه د ځان ساتنې لپاره يې ماسک اچولی دی د مارچ په ۸ مه په ماسکو کې روان دی. [یوري کدوبنوف/ای اېف پي]

د روسیې کورونا ويروس ناروغۍ د واکسین لپاره تبلیغاتي ویډیو ښیي چې سپوتنیک وي د سپوږمکۍ په توګه ښودل شوی چې ناروغي له مینځه وړي، په داسې حال کې چې دا په کورونا ویروس د اخته نړۍ چار چاپيره ګرځي. [د روسیې د مستقیمې پانګوونې فنډ]

د روسیې کورونا ويروس ناروغۍ د واکسین لپاره تبلیغاتي ویډیو ښیي چې سپوتنیک وي د سپوږمکۍ په توګه ښودل شوی چې ناروغي له مینځه وړي، په داسې حال کې چې دا په کورونا ویروس د اخته نړۍ چار چاپيره ګرځي. [د روسیې د مستقیمې پانګوونې فنډ]

په دې "اضافي مرګونو" کې د کورونا ويروس ناروغۍ او نورو لاملونو له کبله مرګونه شامل دي، خو دا په ګوته کوي چې د وبا په اړه د کرملین په ډیرو معلومات باور نشي کيدې.

په ماسکو کې يو خپلواک ډيموګرافر الیکسي راکشا وویل، "د کورونا ویروس د مرګونو په صورت کې د بدتره پرمختللي هیواد موندل ګران دي." "حکومت د دې حقایقو د ښکاره کولو د مخنيوي لپاره ټول هغه څه کوي چې کولی يې شي.

د خلکو د ژوند په اړه پروپيګنډه

کرملین په تير کال کې د ویروس سره د مبارزې په پرتله د وبا د عامه اړیکو اړخونو په ګټلو باندې ډیر تمرکز کړی دی -- په داسې حال کې چې د روسيې له خوا د جوړ شوي سپوتنيک وي واکسيونو په اړه پراخه پروپيګنډه کوي.

منتقدین وايي چې د کورونا ويروس د مړینې کچې راټیټیدل د ویروس د خطراتو او د واکسین کولو د اهمیت په اړه خلک په تیاره کې ساتلی دی.

دې د کرملین له خوا په خپاره شويو معلوماتو باندې د خلکو باور کم کړی، چې په دې کې د سپوتنیک وي په مؤثریت باندې باور کميدل شامل دي.

"خلک په دغه حقيقي وضعيت نه پوهیدل. او که چيرې تاسو په دغه حقیقي وضعیت نه پوهيږئ، نو تاسو ویره نلرئ." اولګا کاګریلټسکایا، چې د هغه پلار، چې پیرامیډیک دی، د سمارا په کورونا ویروس وارډ کې په هسپتال کې له داخليدو وروسته مړ شو. سمارا د روسیې په سویل لویدیځ کې نسبتاََ بډايه ښار دی.

د هغه د مرګ رسمي لامل "د ویروس نامعلومه نیومونیا" وه.

کاګریلټسکایا، چې د دغه پوښښ له کبله غوسه وه، د هغه د مرګ لامل په کورونا ويروس ناروغۍ کې په بدلولو کې کاميابه شوه کله چې د هغې غوسه په ټولنیزو رسنیو خپره شوه او د سمارا ګورنر په دې کې مداخله وکړه.

سمارا تیرکال یوازې د کورونا ویروس رسمي ۶۰۶ مرګونه راپور کړې ول، خو په ۲۰۲۰ کال کې یې ۱۰۵۹۶ اضافي مرګونه راپور کړې ول -- چې په تیر کال کې د مرګونو د کچې په پرتله ۲۵٪ زياتوالی دی.

لاهم چارواکي ټینګار کوي چې شمیرې سمې دي.

د سمارا د روغتیا وزیر آرمین بینیان وویل، "خپاره شوي شمیرې د باور وړ دي."

که څه هم، هغه ومنله چې د هغه په سیمه کې اضافي مرګونه په یو ډول د وبا سره تړاو لري. د کورونا ويروس ناروغۍ په ناروغ کې د زړه حمله، د مثال په توګه، به په رسمي شمیره کې ونه شمیرل شي.

'تاسو په هیچا باور نشۍ کولی'

دغه جعلې شمیرو او د ویروس د خطراتو په اړه د حکومت په قصدي ډول غلطو معلوماتو د وبا په هکله د کرملین په پیغام باندې د روسيانو بې باوري ډيره زياته کړې ده.

په تیر اکتوبر کې د خپلواک لیواډا مرکز لخوا ترسره شوې سروې وموندل چې روسیان باید د کورونا ویروس کېسونو په اړه د حکومت په شمير باندې باور ونه لري.

۶۱٪ هغو کسانو کې چې د کرملین په معلوماتو باور نلري، ۲۸٪ کسان وایي چې دا شمیرې ډیرې لوړې دي او ۳۳٪ وايي چې دا شمیرې ډیرې ټیټې دي.

حتی د سپوتنیک وي د مارکيټنګ لپاره د کرملين د پراخه تبلیغاتي کمپاین سره -- چې په مرکزي آسیا، لاتیني امریکا، افریقا او حتی په ځینو اروپایي هیوادونو کې د واکسین د رارسیدو په اړه جشن کوي -- يوې تازه نظرپوښتنې په دغه واکسین باندې ژوره او مخ په زیاتیدونکي بې باوري وښودله.

د اګست په میاشت کې، کله چې پوتین په ډیرې لیوالتیا سره اعلان وکړو چې روسیه لومړی هيواد و چې د کورونا ويروس ناروغۍ واکسین یې جوړ کړی و -- مخکې له دې چې کلینیکي ازموینې پای ته ورسوي -- ۳۸٪ روسيانو وویل چې دوی به واکسین وکړي او ۵۴٪ کسانو وويل چې دوی به یې ونه کړي.

درې میاشتې وروسته، د دې پرځای چې په سپوتنیک وي باندې يې باور زیات شوی وای، د لیواډا مرکز نظرپوښتنې د دې خلاف حالات په ډاګه کړل: ۳۶٪ کسانو وويل چې دوی به واکسين وکړي او ۵۹٪ کسانو وویل چې دوی به یې ونه کړي.

په فبرورۍ په مياشت کې، ۶۲٪ کسانو وویل چې دوی د واکسین کولو پلان نه لري.

تازه نظرپوښتنې دا هم په ډاګه کړه چې له نیمایي څخه زیاتو روسیانو -- ۵۸٪ -- په کورونا ويروس ناروغۍ له اخته کيدو څخه نه ويريږي، چې د تیر کال په پرتله ترټولو لوړه کچه ده.

د روسیی فدراسیون میډیکس شبکې نظر پوښتنې، چې د دسمبر په ۵ مه د وي ټايمز لخوا خپره شوې وه، له مخې، روسي طب پوهان هم په سپوتنیک وي باور نه لري، او له ۵۰٪ څخه ډیرو ویلي چې دوی د کورونا ویروس په وړاندې د واکسین کولو لپاره هیڅ پلان نلري.

له ۲۱٪ څخه زیاتو ځواب ویونکو وویل چې دوی غوره ګڼي چې د روسیې له خوا د جوړ شويو واکسينو په ځای بهرني جوړ شوي واکسین ترلاسه کړي.

د سمارا، انا پوګوزیوا وویل چې هغه نه پوهیږي چې د ناروغۍ په اړه په څه باور وکړي.

د هغې مور، چې د ښځو د ناروغيو ډاکټره ده، د نومبر په میاشت کې وروسته له هغې مړه شوه کله چې هغه په هسپتال کې د کرونا ویروس ناورغۍ معلومولو لپاره د سي ټي سکین لپاره په هسپتال کې داخله شوه. د ډیرو نورو په څیر، د هغې د مرګ سند د کورونا ویروس په اړه هیڅ ونه ویل.

پوګوزیوا غوښتنه کوي چې د هغې د مور د مرګ لامل بدل شي.

خو سره له دې چې هغې د ویروس تباهي د نږدې نه ليدلې وه، پوګوزيوا وویل چې هغه به واکسین ونه کړي.

هغې نیویارک ټایمز ته وویل، "څوک پوهیږي چې دوی په دې کې څه ګډ کړي دي؟" "تاسو په هیچا باور نشۍ کولی، په ځانګړي ډول کله چې داسې وضعيت وي."

د کرملین شهرت مخ په کمېدو دی

د هغه راپور په وینا چې د فبرورۍ په ۱۷ مه د استونیا د بهرني استخباراتو خدمت لخوا خپور شوی دی، په داسې صورت کې چې روسيه د حقایقو نه ويريږي، دا د کورونا ویروس وبا له کبله د جغرافيايي او سياسي ودې تمه لري.

دغه راپور وويل، "کرملین په دې باور لري چې دا ناروغي به دوو رجحانونو ته وده ورکړي چې روسیه پخپله د دې لپاره کار کوي: په بین المللي اړیکو کې تنوع ته راوستل او په نړیواله کچه د لویدیځ اغیز کمولو ته وده."

پوتین تمه لري "چې نړیواله ناروغي به لویدیځ په دې اړ کړي چې په کورني سیاست او اقتصادي ستونزو تمرکز وکړي، سياسي او افراطي غورځنګونه رامينځته کړي، او په پای کې به د غربي ټولنو د ارزښتونو پر اساس او اداري یووالي ته زيان ورسوي."

دغه راپور زياته کړه، "روسیه چمتو ده چې دې رجحاناتو ته لمن ووهي."

د دې اور د زياتولو لپاره، کرملین د سپوتنیک وي واکسین ته د ودې ورکولو لپاره پراخه تبلیغاتي کمپاین پيل کړی دی، چې په ورته وخت کې دا د لویدیځ واکسینونو پروړاندې کمپايونه ترسره کوي.

د کرملین د غلطو معلوماتو کمپاینونه زياتره هغه کسان په نښه کوي کوم چې له روسیې څخه بهر دي، پداسې حال کې چې په کور کې مخ په ډیریدونکی غربت، پراخه کرپشن، خورا نابرابري او سیاسي فشار د پوتین د ليډرشپ په هکله بې اطميناني زياتوي.

د استونیا د بهرني استخباراتو خدمت وویل، د روسیې رژیم د خپلو سیاسي، اقتصادي او پوځي ګټو په کارولو سره هڅه کوي چې خپل کوچني ګاونډیان بې ثباته کړي، چې ډیر پکې د پخواني شوروي دولتونه دي، او د یورو - اتلانتیک سازمانونو سره د دوی د ادغام مخه ونیسي.

جغرافيايي او سياسي لوبې په بیلاروس، د کريميا په سيمو او د اوکراین په ډونباس -- چیرې چې روسیه ځواکونه ځای پر ځای کوي، ابخازیا او د جورجیا سویلي اوسیتیا، د اذربایجان او ارمنیا ترمنځ په ناګورنو کارابخ شخړه کې، او په قرغزستان کې د تیر کال په سیاسي ناکراریو کې لیدل کیدی شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500