امنیت

افغانان له طالبانو څخه غوښتنه کوي چې د روژې په میاشت کې تاوتریخوالی ودروي

د هدایت الله له خوا

د کندوز ښار تقريباََ ۱۰۰ اوسیدونکي د اپرېل په ۸ مه راټول شوي چې له وسله والو طالبانو څخه غوښتنه وکړي چې د روژې د مبارکې میاشتې احترام وکړي، خپلې وسلې په ځمکه کيږدي او د بې ګناه افغانانو وینه تویېدل ودروي. [محمد قاسم / سلام ټایمز]

کندوز -- په کندز کې تقريباََ ۱۰۰ اوسیدونکي په تيره هفته کې راټول شول چې له وسله والو طالبانو څخه غوښتنه وکړي چې د روژې د مبارکې میاشتې احترام وکړي، خپلې وسلې په ځمکه کيږدي او د بې ګناه افغانانو وینه تویېدل ودروي.

روژه به د سه شنبې په ورځ په افغانستان کې پیل شي.

تیر کال د طالبانو او حکومت تر منځ د سولې خبرو اترو سربیره، په افغانستان کې تاوتریخوالی زيات شوی، په داسې حال کې چې د وژنو څپې د خبریالانو، فعالانو او ملکي کارمندانو په ګډون لوړ پوړي افغانان په نښه کړې دي.

چارواکو د دې وینې تویدو پړه پر طالبانو اچولې ده.

د کندوز له ۱۰۰ څخه ډیر اوسیدونکي، د دیني عالمانو او میرمنو په ګډون، د اپرېل په ۸ مه د کندوز په ښار کې راټول شوي څو له طالبانو څخه وغواړي چې د روژې په مبارکه میاشت کې تاوتریخوالی ودروي. [محمد قاسم/ سلام ټایمز]

د کندوز له ۱۰۰ څخه ډیر اوسیدونکي، د دیني عالمانو او میرمنو په ګډون، د اپرېل په ۸ مه د کندوز په ښار کې راټول شوي څو له طالبانو څخه وغواړي چې د روژې په مبارکه میاشت کې تاوتریخوالی ودروي. [محمد قاسم/ سلام ټایمز]

ميرزا محمد لغماني، چې يو قومي مشر دی او په دغه غونډه کې يې ګډون کړی و، وويل چې د روژې په مياشت کې بايد د اوربند اعلان وشي ځکه بين الافغاني خبرې اترې دوام لري.

هغه زیاته کړه، "دا په مسلمانانو فرض ده چې روژه ونیسي او زموږ خلک روژه نیسي، مونځ کوي او تراویح کوي." "که جګړه روانه وي، نو هیڅ څوک تراوو له نه شي تللې. خلک باید د روژې په میاشت کې په عذاب نشي."

لغماني وویل، "دا ریښتیا ده چې موږ روژه نیسو، خو د جګړې، وژنو او ورور وژنې په شتون کې. نه به زموږ روژه او مونځ خدای ته د منلو وړ وي، او نه به موږ په سوله ایز چاپیریال کې عبادت وکړو."

پروس کال د اوربند لپاره ورته غوښتنو ته هيڅ پام ونه کړی شو او طالبانو د روژې په میاشت کې خپل بریدونه ډیر کړل. سږکال، اوسیدونکو سلام ټایمز ته وویل چې دوی هیله لري چې دا به داسې نه وي.

"ټول افغانان سوله او د جګړې او تاوتریخوالي خاتمه غواړي. د کندوز يونيورسټۍ قانون زده کونکي فاطمې مجیدي وویل چې طالبان باید لږ تر لږه د روژې په مبارکه میاشت کې جګړه ودروي.

مولوي عظيم الله احدي، چې يو ديني عالم دی او په دې غونډه کې يې برخه اخيستې وه، له جګړې ښکېلو غاړو څخه وغوښتل چې د مبارکې مياشتې په احترام کې تاوتريخوالی ودروي.

احدي وویل، "رمضان د خدای د میلمستيا میاشت ده -- موږ باید په سمه توګه د دې میاشتې هرکلی وکړو. اسلام په ټولو میاشتو او خصوصاً د روژې په میاشت کې د بل مسلمان ورور وژنه منع کوي."

هغه زیاته کړه، "طالبان باید له تاوتریخوالي څخه لاس واخلي او خپلې غوښتنې د مسلمانانو د وژلو پر ځای د خبرو اترو له لارې وکړي."

د اوربند غوښتنه

د کندوز ښار اوسیدونکي محمد عارف مرادي وویل، "زه پر طالبانو او نورو افراطي ډلو غږ کوم چې د روژې په میاشت کې تاوتریخوالی او وینه تویول ودروي او د اوربند اعلان وکړي."

هغه وویل، "د سولې مخالفین او د افغانستان دښمنان باید لږ تر لږه تروریستي بريدونه ودروي او افغانانو ته اجازه ورکړي چې د روژې میاشت په سوله کې تیره کړي."

د کندوز د صوبايي شورا چيرمين محمد یوسف ایوبي وویل، "که چیرې جګړې دغه هیواد جوړولی شوای، نو دا به اوس ډیر خوشحاله و، خو دا هیواد به د جګړې او ورور وژنې له لارې پرمختګ ونه کړي."

هغه زیاته کړه، "موږ پر طالبانو غږ کوو چې د پولیسو، پوځ او حکومت سره اوربند ته غاړه کيږدي او جګړې ته دوام ورنکړي."

د کندوز ښار اوسیدونکي محمد اسماعیل کلیوال وویل، "موږ غواړو چې طالبان د دولت سره خپلې ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کړي."

کلیوال وویل، "زموږ مقبرې د شهید شويو امنیتي منسوبینو او ملکي وګړو نه ډکې دي." "موږ په هر کور کې یتیمان او کونډې لرو. په زرهاو کورنۍ هیڅوک نه لري چې د دوی، چې روښانه راتلونکی نه لري، ساتنه وکړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500