امنیت

نړیوال طاقتونه له طالبانو څخه غوښتنه کوي چې د پسرلي بریدونه پیل نه کړي

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي له خوا

د طالبانو شریک موسس ملا عبدالغني برادر (په منځ کې) او د طالبانو د پلاوي نور غړي د مارچ په ۱۸ مه په ماسکو کې د افغانستان په هکله په نړیوال کنفرانس کې ګډون کوي. [الېګزنډر زیملي اېنچینکو /پول/ ای اېف پي]

د طالبانو شریک موسس ملا عبدالغني برادر (په منځ کې) او د طالبانو د پلاوي نور غړي د مارچ په ۱۸ مه په ماسکو کې د افغانستان په هکله په نړیوال کنفرانس کې ګډون کوي. [الېګزنډر زیملي اېنچینکو /پول/ ای اېف پي]

ماسکو -- د پنچشنبې په ورځ (مارچ ۱۸ مه) په ماسکو کې منځګړو له طالبانو څخه غوښتنه وکړه چې خپل د پسرلي بریدونه پیل نه کړي، په داسې حال کې چې د سولې د تړون لپاره نړیوالې هلې ځلې مخ پر زیاتیدو دي.

متحده ایالات، چین، پاکستان او روسیې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه وکړه او له اړوندو ډلو څخه یې وغوښتل چې د وژنو څخه ډډه وکړي څو "د سیاسي او دپلوماتیکي روغې جوړې لپاره مناسب چاپیریال برابر کړي".

د شریکې په یو بیان کې هغوی وویل، "موږ په افغانستان کې د جګړې ټولو ډلو څخه غوښتنه کوو چې په دې هیواد کې د تاوتریخوالي په کچه کې کمی راولي او دغه شان له طالبانو څخه غوښتنه کوو چې خپل د پسرلي او اوړي د بریدونو کمپېن نه اعلاموي".

نړیوال منځګړو وویل، "څومره ژر چې ممکن وي باید دواړه خواوې یوې معاهدې ته ورسي" داسې یوه معاهده چې په افغانستان کې د څلورو لیسزو دې جګړې ته د پای ټکی کیږدي".

د نړیوالو هلو ځلو سره د مرستې څرګندولو لپاره، عبدالله عبدالله، چې د افغانستان د ملي روغې جوړې د شورا مشر دی، وویل چې کابل غواړي ترڅو دغه خبرې اترې ګړندۍ کړي.

هغه "له دواړه خواو څخه غوښتنه وکړه چې په یو مختلف چاپیریال کې خبرې اترې او مذاکرات پیل کړي".

د دوشنبې په ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وویل، په دوحه، قطر کې د میاشتو راهیسې روان مذاکرات، او په ماسکو کې دا اوسنۍ غونډه او د اپرېل په میاشت کې په ترکیه کې د سولې ټاکل شوی کنفرانس "په دوحه کې د افغانستان د سولې د خبرو اترو لپاره لازمي دي خو ولې د دې بدیل نه دي".

د دې وروستۍ غونډې په هکله څارونکي د روسیې په نیتونو شک لري ځکه چې ماسکو په ښکاره دا ادعا کوي چې په افغانستان کې د سولې خبرې اترې حمایه کوي، خو ولې د کرملین صحیح نیتونه ښکاره نه دي.

د طالبانو روسیې ته مخکیني سفرونو څه ګټه نه ده ورکړې، بې له دې چې د طالبانو مشرانو ته د عکسونو فرصت په لاس وراغی.

روان تاوتریخوالی

په عېن حال کې، په افغانستان کې غټ ښارونه د خونړي کمپېن په ګرفت کې دي او په سیاستوالانو، مدني کارکوونکو، تعلیمي ادارو، فعالینو او ژورنالستانو باندې بریدونه دوام مومي.

ولسمشر اشرف غني د پنجشنبې په ورځ وویل، په بې ثباته وردګ ولایت کې راغورځول شوی عسکري هیلي کاپټر وشیتل شوی ده او د الوتکې څلور غړي او د امنیتي ځواکونو پنځه غړي په کې ووژل شو.

هغه دا څرګنده نه کړه چې د دې برید تر شا څوک و خو خبرداری یې ورکړو چې "د دې پیښې مرتکبینو ته به سخته سزا ورکړل شي".

دا پیښه په داسې حال کې رامنځته شوه چې افغان حکومت په ټول هیواد کې د طالبانو د زیاتیدونکي تاوتریخوالي سره د مبارزې په حالت کې دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500