امنیت

طالبانو په سمنګان او تخار کې لسګونه روغتیایي مرکزونه بند کړل

د هدایت الله له خوا

سیمه ییز چارواکي او اوسېدونکی وایي، طالبانو په سمنګان او تخار صوبو کې ۵۲ روغتیایي مرکزونه بند کړي دي، چې په پايله کې یې لسګونو زره اوسېدونکي روغتیایي خدمتونو ته له لاسرسۍ څخه محرومه کړي دي. [ اسماعیل سادات/ سلام ټایمز]

کندوز -- سیمه ییز چارواکي او اوسېدونکي وایي، طالبانو په سمنګان او تخار صوبو کې ۵۲ روغتیایي مرکزونه بند کړي دي، چې په پايله کې یې لسګونو زره افغانان روغتیایي خدمتونو ته له لاسرسۍ څخه محرومه کړي دي.

د عامې روغتیا ډايريکټر ډاکټر عبدالخیل مصدق د مارچ په ۱۳ مه وویل، په سمنګان کې د نومبر د ۹ مې نيټې راهیسې ۲۶ مرکزونه بند شوي دي.

هغه وویل، چې بند شوي کلېنیکونه د دره صوف بالا، دره صوف پایان، رويې دو آب، حضرت سلطان، فیروز نخچیر او خرم و سرباغ په ضلعو کې موقعيت لري.

مصدق وویل، طالبانو په دې توګه د سمنګان د ۶۰۰۰۰۰ خلکو تقریباً نیمه برخه له روغتیایي خدماتو څخه محرومه کړې ده.

چارواکو وويل، د قربانیانو خپلوان د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر په ۱۳ مه د تخار صوبې په تالوقانو کې د چاودنې وروسته د هسپتال مخې ته ولاړ دي. د اکتوبر په ۱۳ مه یو موټر سایکل چې چاودیدونکي توکې په کې ځای پر ځای شوې وې د افغان ټاکنو د یو اميدوار د پلویانو په منځ کې وچاودیدو چې په پایله کې یې لږ تر لږه ۱۲ تنه ووژل. [نصیر صادق/ ای اېف پي]

چارواکو وويل، د قربانیانو خپلوان د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر په ۱۳ مه د تخار صوبې په تالوقانو کې د چاودنې وروسته د هسپتال مخې ته ولاړ دي. د اکتوبر په ۱۳ مه یو موټر سایکل چې چاودیدونکي توکې په کې ځای پر ځای شوې وې د افغان ټاکنو د یو اميدوار د پلویانو په منځ کې وچاودیدو چې په پایله کې یې لږ تر لږه ۱۲ تنه ووژل. [نصیر صادق/ ای اېف پي]

یو افغان سړي په یو بې نيټې عکس کې ماشوم په لاس کې نيولی دی. طالبانو په سمنګان او تخار صوبو کې هغه ۵۲ کلېنیکونه په زور بند کړل کوم چې د افغانستان يوې موسسې اهېډ چلول. [آهيډ]

یو افغان سړي په یو بې نيټې عکس کې ماشوم په لاس کې نيولی دی. طالبانو په سمنګان او تخار صوبو کې هغه ۵۲ کلېنیکونه په زور بند کړل کوم چې د افغانستان يوې موسسې اهېډ چلول. [آهيډ]

د سمنګان په لرې پرتو سیمو کې د کلېنیکونو د بندولو له کبله ناروغان په دې مجبوره شوي چې د صوبې په مرکزي ښار اېبک او نورو ضلعو کې مرکزونو ته د علاج لپاره سفر وکړي.

هغه وویل، "په شخړه کې ښکيلو هیڅ يوه ډله حق نه لري چې د روغتیایي خدمتونو د چمتو کولو مخه ونيسي."خو د ټولو قانوني نورمونو او د بشري حقونو د اصولو خلاف، طالبانو دا ټول کلېنیکونه په خپل واک لاندې سیمو کې بند کړي دي."

طالبانو د پیسو غوښتنه کوي

سید اسدالله فیاض، چې د روغتیا، ښوونې او روزنې او پراختیا لپاره د مرستې د موسسې (اهېډ) ډايريکټر جنرل او بنسټ ایښودونکی دی، وویل چې د هغه موسسه د صحتمندۍ پروژې له لارې په سمنګان او تخار کې روغتیايي خدمتونه چمتو کوي، خو طالبانو د هغې په لسګونه روغتیايي مرکزونه بند کړي دي.

هغه وويل، "له بده مرغه، په سمنګان کې ۲۶ او په تخار کې ۲۶ نور مرکزونه بند شوي دي."

فیاض وویل، طالبانو په دې کلېنیکونو کې کارکوونکو ته ويلي چې تر څو دوی دې ډلې ته د عشر او زکات پیسې نه وي ورکړي، روغتیایي مرکزونو ته به د فعالیت لپاره اجازه ورنه کړل شي.

هغه وویل، "ډاکټران ناروغانو ته وړیا روغتیایي خدمات وړاندې کوي او طالبان باید روغتیایي پاملرنې ته د لاسرسي له حق څخه دوی محرومه نه کړي."

په تخار کې د اهېډ صوبايي ډايريکټر عبدل معروف فايق وويل، په تخار کې بند شوي مرکزونه د رستاق، دشت قلعه، ینګي قلعه، خواجه غار، درقد، خواجه بهاوالدین او د دې صوبې په نورو برخو کې موقعیت لري.

هغه تاييد کړه چې طالبان د روغتيايي مرکزونو د پرانيستلو په بدل کې له روغتيايي چارواکو او د اهېډ څخه د پيسو غوښتنه کوي.

د سمنګان د صوبايي شورا ډپټي چيرمين محمد هاشم سروري وویل، "د روغتیایي مرکزونو په بندولو سره، طالبان غواړي چې پر اهېډ فشار راوړي او دوی د پیسو په ورکولو مجبوره کړي."

هغه وویل، "موږ پر طالبانو غږ کوو چې روغتیايي مرکزونه بېرته پرانیزي، ډاکټرانو ته اجازه ورکړي چې د ناروغانو درملنې ته دوام ورکړي او ملکي وګړي د خپلو شخصي ګټو قرباني جوړول بند کړي."

ښځې او ماشومان ځپل کيږي

د لرې پرتو سیمو اوسیدونکي د دوی په سيمو کې د روغتيايي مرکزونو د بندولو لپاره د طالبانو د پریکړې له امله سخت ځپل شوي دي.

د سمنګان د دره صوف پایان ضلعې یو قومي مشر عبدالفهیم صفاري وویل، امیندوارې میرمنې اوس مجبوره شوې چې په هغو ځايي فارمیسیو کې ماشوم وزیږوي چې د زېږون وارډونه نه لري.

صفاري وویل، هغه د بابا نزار د کلي د یوې ۲۷ کلنې ښځې مثال ورکړو چې د زيږون په وخت کې د ضلعې کلېنیک ته منتقل شوې وه. ځکه چې کلینیک بند و، نو هغه د جنورۍ په ۱۳ مه د کلېنیک په انګړ کې د ماشوم د زیږون په دوران کې مړه شوه.

هغه طالبان تورن کړل چې د زرګونو خلکو ژوند يې په خطر کې اچولی او ويې ويل، "په دره صوف پایان کې شپږ کلېنیکونه او یو روغتون له څلورو میاشتو څخه د ډیر وخت لپاره بند پاتې شوې دي، چې په پايله کې يې د ضلعې تقريباََ ۱۲۰۰۰۰ اوسیدونکو لپاره ګڼ شمير ستونزې رامينځته کړي دي."

د سمنګان د حضرت سلطان ضلعې ګورنر محمد هاشم مدقق وویل، ښځې او ماشومان د روغتيايي مرکزونو د بندلو ښکار شوي دي.

هغه وويل، سربیره پردې، هرڅوک د پاملرنې ترلاسه کولو لپاره د ښار مرکزونو ته سفر نه شي کولی.

په سمنګانو کې د ښځو د حقونو فعالې عایشه صدیقي وويل، "طالبان فکر کوي چې که دوی روغتیايي مرکزونه بند کړي، نو ملکي وګړي به ورسره یوځای شي، خو دا کار ناممکنه دی."

د کلېنیکونو د بیا پرانستلو لپاره هڅې

د تخار د پولیسو ویاند عبدالخلیل اسیر وویل، دغه بندول په ښکاره ډول دا په ګوته کوي چې طالبان د عامو خلکو سره په جګړه بوخت شوي دي وروسته له هغې چې دوی د ملي دفاع او امنیتي ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان له لاسه ورکړو.

د تخار د صوبايي شورا غړي محمد اعظم افضالي وویل، "د امنیتي ګواښونو سربیره، د روغتیایي مرکزونو بندولو د ماورې کوکچې ضلعو د اوسیدونکو ژوند په دوزخ بدل کړی دی."

ماورې کوکچه د تاجکستان سره په پوله باندې د خواجه بهاوالدین، ینګي قلعې، دشت قلعې، رستاق، درقد او چاه آب ضلعو يو ګروپ دی.

د سمنګان د عامې روغتیا ډايريکټر مصدق وویل، حکومت هڅه کوي چې دا مسله له طالبانو سره د خبرو له لارې حل کړي.

هغه وویل، "موږ دې پایلې ته رسیدلي یو چې موږ اړتیا لرو دا مسله د خبرو له لارې حل کړو." "زموږ له لورې یو ټیم او د اهېډ کسانو ته دنده سپارل شوې چې د طالبانو د ځواک مرکز دره صوف پایان ته لاړ شي چې له دوی سره خبرې وکړي او دغه مسله حل کړي."

دوی پلان لري چې د نوي کال په لومړۍ میاشت کې، چې د یکشنبې په ورځ (د مارچ په ۲۱ مه) پیل کیږي، له طالبانو سره د خبرو لپاره پلاوی ولیږي.

په سمنګان کې د مدني ټولنې فعال نجیب الله دانش وویل، په عين حال کې، "قومي مشرانو، دیني عالمانو او ځایي خلکو هڅې پیل کړي چې دغه مرکزونه بیا پرانیزي." "موږ هيله لرو چې دوی به ګټه ور وي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500