تروريزم

په الهول کېمپ کې وژنې او ناوړه چلند په داسې حال کې زيات شوی چې د داعش سخت دريځي وهل ټکول کوي

د ولید ابوالخیر له خوا

د سوریې په الحسکه صوبه کې په الهول کېمپ کې خیمې ته اور لګيدلی دی، چیرې چې ورته بریدونه د ښځو خلاف د انتقام لپاره شوي دي چې د داعش د ښځو د فرمانونو څخه انکار کوي. [د فرات سترګه]

د سوریې په الحسکه صوبه کې په الهول کېمپ کې خیمې ته اور لګيدلی دی، چیرې چې ورته بریدونه د ښځو خلاف د انتقام لپاره شوي دي چې د داعش د ښځو د فرمانونو څخه انکار کوي. [د فرات سترګه]

الحسکه -- سیمه ییز چارواکي وایي، په روان کال کې د داعش د عاملانو له خوا د سوریې په شمال لویدیځ الحسکه صوبه کې په الهول کېمپ کې دننه د وژنو او جرمونو په شمېر کې سخت زیاتوالی راغلی دی.

د کېمپ چارواکي جابر شیخ مصطفی د چهارشنبې په ورځ (د مارچ په ۳ مه) وویل، د جنورۍ له پیل راهیسې په دغه کېمپ کې لږ تر لږه ۳۱ کسان وژل شوي دي.

هغه ای اېف پي ته وویل، وژل شوي شپږ کسان د يو تيره څيز په واسطه وژل شوي وو، "په داسې حال کې چې نور په ډزو وژل شوي ول". "موږ باور لرو چې د دې وژنو ترشا د داعش خفيه عاملين دي."

د آسايش د امنیتي څانګې یو چارواکي عدنان آزادي المشارق ته وویل، "په الهول کېمپ کې د داعش کورنۍ په منظم ډول په خپلو اعمالو سره په کېمپ کې ترهګري خپروي."

یوه ښځه چې د مارچ په ۳ مه په الهول کېمپ کې په داسې حال کې ښودل شوې چې د جامو د هغو سختو اصولو سره سم يې نقاب اغوستی او دستانې يې اچولي دي کوم چې د حسبه ('مذهبي پوليس') له خوا پخپله پلي شوي دي. [دليل سلیمان /ای اېف پي]

یوه ښځه چې د مارچ په ۳ مه په الهول کېمپ کې په داسې حال کې ښودل شوې چې د جامو د هغو سختو اصولو سره سم يې نقاب اغوستی او دستانې يې اچولي دي کوم چې د حسبه ('مذهبي پوليس') له خوا پخپله پلي شوي دي. [دليل سلیمان /ای اېف پي]

یوه ښځه او یو ماشوم د مارچ په ۳ مه د سوریې په شمال ختیځ الحسکه صوبه کې په الهول کېمپ کې د خیمو تر مینځ ګرځي، چې د داعش جنګیالیو خپلوان لري. [دليل سلیمان/ای اېف پي]

یوه ښځه او یو ماشوم د مارچ په ۳ مه د سوریې په شمال ختیځ الحسکه صوبه کې په الهول کېمپ کې د خیمو تر مینځ ګرځي، چې د داعش جنګیالیو خپلوان لري. [دليل سلیمان/ای اېف پي]

آسايش، چې د سوریې د جمهوري ځواکونو (اېس ډي اېف) سره تړاو لري، د کردانو تر کنټرول لاندې د شمالي سوریې په سیمو کې د داخلي امنیت مسؤلیت لري.

آزادي وویل چې دا جرمونه اکثر د هغو کسانو په وړاندې ترسره کیږي چې په کېمپ کې دننه د داعش او حسبه ("مذهبي پولیس") د هغه يونټ د امرونو څخه سرغړونه کوي کوم چې د سخت دریځو میرمنو لخوا جوړ شوې دي.

په دې کې "وژنې، فزیکي ناوړه چلند، ګواښونه او د خیمو سوځول" شامل دي.

هغه وويل، "دا کړنې هر هغه څوک په نښه کوي کوم چې په کېمپ کې دننه د ډلې او د هغې د میرمنو د لارښوونو سرغړونه کوي، او هر څوک چې له دوی سره همکاري نه کوي، که دا د پیسو په ورکولو سره وي، د تېښتې په هڅو کې مرسته کول وي، یا معلومات خپرول وي."

آزادي وویل، د داعش یو پخوانی فعال د فبرورۍ په نیمایۍ کې ووژل شو، چې "د دې ډلې هوډ څرګندوي چې د اعتراض کونکو د کنټرولولو لپاره د خپلو هڅو په برخه کې د ظلم او جرم د وسیلې په توګه په کارولو باندې ټينګار وکړي."

هغه وویل، "هغه امنتي ځواکونه چې په کېمپ کې د ګشت او د امنیت د ساتلو دنده لري د دې کړنو د مخنیوي لپاره خپل نظارت او عملیات زياتوي."

آزادي وویل، "خو دا لیدل کیږي چې کله امنیت ټینګ شي، نو له کېمپ څخه د تیښتې هڅې ښکاره کیږي او عاملین او قاچاقبران نیول کیږي، او په کېمپ کې جرمونه زياتيږي."

په وژنو کې زياتوالی

د کردانو د سرې میاشتې چارواکي آزاد دوديکي وویل، برید کونکو "هغه تومانچې وکارولې چې سايلنسرونه يې لرل" او "په تیره وسيلو سره يې په کسانو ګوزارونه وکړل".

هغه زیاته کړه، لسګونه کسان ژوبل شوي او خیمې سوځول شوي. هغه زياته کړه چې د خيمو ګڼ شمیر کسان سوځېدلې دي یا يې لوګې تير شوی دی.

هغه وویل، په الهول کې امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې د کېمپ په ستونزمنو برخو باندې د هدفي چهاپو په وهلو سره دغه بریدونه ودروي، او په دې ترڅ کې دوی په منظم ډول تيره وسیلې او چاوديدونکې توکي په خپل لاس کې اخلي.

د دوديکي په وینا، د آسایش پرسونل، چې په کېمپ کې د امنیت د ساتلو دنده لري، هم تر برید لاندي راغلي، او په دې اړه یې وویل چې دوی په دوامداره توګه له خطر سره مخ دي، ځکه چې دوی د کېمپ له اوسیدونکو سره په مستقیمه او دوامداره توګه په تماس کې دي.

د وروستیو بریدونو لړۍ هغه بشري سازمانونه اندېښمن کړي کوم چې په دې کېمپ کې فعاليت کوي. هغوی د خپلو کارکوونکو د ساتلو لپاره احتیاطي اقدامات پورته کړې دي.

دوديکي وویل، دا کار د دې لامل شوی چې "د ملکي وګړو لپاره د دوی د مرستې او خدماتو کچه، کیفیت او مقدار کم شوی دی." "دا پدې معنی دی چې داعش د لسګونو زرو مهاجرینو د درملو، خوراک او تعلیم څخه د محرومولو مسؤلیت لري."

ای اېف پي راپور ورکړو، بې پولې ډاکټرانو (اېم اېس اېف) د مارچ په ۲ مه اعلان وکړو چې هغه په عارضي توګه په دغه کېمپ کې خپل عملیات ځنډوي وروسته له هغې چې د فبرورۍ په ۲۴ مه د هغې د ځایي ټیم یو غړی په خپله خيمه کې په ډزو ووژل شو.

د اېم اېس اېف د بيړنيو حالاتو مدیر ټرنر وویل، "خلک په ظالمانه شرحه سره وژل کیږي، اکثر په هغو خیمو کې چیرته چې دوی اوسیږي." "دا خوندي چاپیریال نه دی او يقيناََ د ماشومانو لپاره مناسب ځای نه دی. پکار ده چې د دې ناوړه کړنو مخنيوی وشي."

د مايوسۍ يوه نښه

د رسنیو او ټولنیز فعال عمار صالح په وينا، "دا داعش ښځو په دې وروستیو کې د پیسو د ترلاسه کولو لپاره د هغو پیسو لیږدولو [د پیسو لیږد] د نږدې پلټنې په جريان کې نوې طريقې کارولي دي کومې چې کېمپ ته استول کيږي."

هغه وویل چې دوی خپل ماشومان د دې لپاره کاروي چې "د خیمو یا طبي او امنیتي کارمندانو" څخه غلا وکړي -- چې دا يوه زړه طريقه ده چې وروسته له هغې څرګنده شوه کله چې یو ماشوم هغه وخت ونيول شو کله چې هغه د کېمپ د کارکونکي له موټر څخه تلیفون او پیسې پټولې.

هغه وویل چې دا د دغه ډول چلند تاریخ لري. هغه یادونه وکړه کله چې دې د سوریې او عراق پراخه سيمه تر خپل کنټرول لاندې لرله، نو د اعدامونو د زیاتولو او شکنجه کولو له لارې یې د کېمپ چارچاپيره د پوځي محاصرې په سختولو سره خپل غبرګون وښودو.

هغه وويل، دا پیغام د هغو خلکو لپاره دی چې د دې د لارښوونو څخه سرغړونه کوي، "چې د ډلې ښکاره ویره په ګوته کوي چې د کېمپ دننه وضعیت د هغې له لاسه اوځي، او دا د کنټرول او پراخېدو وړتیا له لاسه ورکوي".

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500