تروريزم

په عکسونو کې: د طالبانو له خوا د بامیانو بودا تباهي د خلکو یاده ده

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي له خوا

ځايي اوسيدونکي او فعالين د مارچ په ۹ مه د ۲۰ مې کلیزې په يادو مراسمو کې د څراغونو سره د يو ګړنګ په لمن کې ولاړ دي چيرې چې سلسال بواد یوځل ولاړ و. طالبانو د ۲۰۰۱ کال په مارچ کې د بامیان بودایان ويجاړ کړې ول. [وکیل کوهسار/ ای اېف پي]

یوه ښځه د مجسمې د خالي ځای سره نږدې د مارچ په ۹ مه په مراسمو کې، چې د طالبانو لخوا د بودا د ويجاړيدو ۲۰ مه کليزه پکې لمانځل کيږي، يو عکس اخلي چیرې چې د شاهماما بودا -- چې په دغه دوو مجسمو کې کوچنۍ مجسمه وه -- یوځل ولاړه وه. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

ليدونکي د مارچ په ۴ مه د هغې خالې ځای څخه راکوزيږي چیرې چې یوځل د بامیانو بودایان د پام وړ لويو مجسمو احساس ورکولو، چې طالبانو په کمر کې د چاوديدونکو توکو په واسطه ويجاړې کړې. [وکیل کوهسار/ ای اېف پي]

د خپلو لارو د روښانه کولو لپاره له څراغونو سره، ځایي اوسیدونکي او فعالين د مارچ په ۹ مه په مراسمو کې، چې د سلسال بودا د ويجاړيدو ۲۰ مه کليزه پکې لمانځل کيږي، د هغه ځای لمن ته ورځي چیرې چې د سلسال بودا یوځل ولاړ و. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

يو نڅاګر د مارچ په ۹ مه په مراسمو کې، چې د سلسال بودا د ويجاړيدو ۲۰ مه کليزه پکې لمانځل کيږي، هغه ځای ته نژدې ګډا کوي چیرې چې د باميانو بودايان یوځل ولاړ وو. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

یو پولیس طاقچې ته نږدې چمتو ولاړ دی چیرې چې د سلسال مجسمه -- چې د بامیانو په دواړو بودايانو کې لویه ده -- ولاړه ده، مخکې له هغې چې ۲۰ کاله مخکې طالبانو دا ویجاړ کړې وه. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د مارچ په ۵ مه اخیستل شوی عکس د هغه ځای عمومي منظر ښیي چیرې چې د بامیانو مشهور بودايان یوځل د هندوکش غرونو په زړه کې ولاړ وو. [وکیل کوهسار/ ای اېف پي]

یوه هزاره ښځه د مارچ په ۳ مه د بامیانو بودا په ځای کې په یوه لاره کې خپل تلیفون ګوري. د لویو مجسمو سربیره، پدې ځای کې د پخوانیو غارونو، خانقاهونو او زیارتونو شبکه شامله ده. [وکیل کوهسار/ ای اېف پي]

د بامیانو يو اوسیدونکی غلام سخي د مارچ په ۳ مه د خپل تلیفون په واسطه هغه ځای ته نږدې خبرې کوي چیرې چې یوځل د بودا مجسمې ولاړې وې. شل کاله مخکې، طالبانو هغه له یو مارکیټ څخه وتښتوو او دې ته یې اړ کړو چې په دغه ځای کې د چاودیدونکو توکو په ځای پر ځای کولو کې مرسته وکړي. سخي وویل هغه اوس هم د هغه کار له امله خفه دی چې هغه يې په ترسره کولو باندې مجبوره شوی و. هغه وويل، 'دا داسې ياد نه دی چې تاسو به یې هير کړئ. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

بامیان -- دوه عشرې وروسته له هغې چې طالبانو د بامیانو نامتو بودایان په سختو مرکزي لوړو سیمو کې د خالې ځای څخه د چاوديدونکو توکو په واسطه ويجاړې کړې، چيرې چې دوی د پیړیو راهیسې ولاړې وې، خو په دوی کې یوه بودا په مجازي توګه بحال شوې ده.

د سه شنبې په شپه (د مارچ په ۹ مه) یوه درې اړخیزه مجسمه د بامیانو په وادۍ کې په يو ګړنګ کې اوس د بودا د مجسمې خالي ځای ډک شو چیرې چې نږدې ۵۵ متره لوړه د سلسال مجسمه، چې په دغه دوو مجسمو کې لويه ده، یوځل ولاړه وه.

دې مجازي مجسمه، چې د یاد په ورځ بشپړه شوه او د افغانستان د نه بدلیدونکي کلتوري میراث د تباهۍ شلمه کلیزه لمانځي، لیدونکو ته وړتیا ورکړه چې د هغه څه يو لنډ منظر ترلاسه کړي لکه څنګه چې مخکې و.

طالبانو د ۲۰۰۱ کال د مارچ په مياشت کې د هغه وخت د مشر ملا محمد عمر په امر دغه مجسمې ويجاړې کړې. دغه مجسمې په ۴ مه او ۵ مه پېړۍ کې په یوه کړنګ باندې جوړې شوي وې. دواړه مجسمې په نړۍ کې تر ټولو لوړ ولاړ بودايان ول.

ليدونکي د مارچ په ۹ مه په هغه ځای کې د سلسال مجسمې درې اړخیزه مجسمه ګوري چېرته چې د بامیان بودايان ولاړ ول، مخکې له هغې کله چې طالبانو د ۲۰۰۱ کال د مارچ په میاشت کې دغه بودايان ويجاړ کړل. [وکیل کوهسار/ ای اېف پي]

زهرا حسیني، چې د "بودا سره يوه شپه" د غونډې د تنظیمونکو څخه یوه ده، وویل، "موږ نه غواړو خلک هیر کړي چې کوم وحشتناک جرم دلته ترسره شوی و."

په سلګونو خلکو د لالټين په رڼا کې په دغه ځای کې په يو جلوس کې برخه واخیسته، د ګړنګ لمن ته راټول شول چیرې چې دغه مجسمې د پخوانیو غارونو، خانقاهونو او زیارتونو شبکې ترڅنګ يو ځل ولاړې وې.

کله چې تیاره خپره شوه، نو دغه خالي ځای د مجازي مجسمې نه ډک شو چې یوځل یې د سلسال مجسمه لرله، چې دا د جوړې هغه يوه برخه وه چې د پخوانۍ زمانې په عجوبو کې يوه عجوبه ګڼل کیده.

د بامیانو ۲۳ کلنه اوسيدونکي ګلثوم زهرا چې په دغو مراسمو کې یې برخه اخیستې وه وویل، "دا شېبې هم تاسو ته دا ريادوي چې مونږه څومره لويه خزانه له لاسه ورکړې ده."

د پیړیو زاړه آثار ويجاړ شول

د افغانستان لوی بودايان د پیړیو راهيسې د بامیانو په وداۍ کې ولاړ ول او د طالبانو تر راتلو پورې يې د منګوليانو بريدونه او سخت چاپیریال برداشت کړی و.

طالبان د نړیوالې غوسې سره هغه وخت مخ شول کله چې دوی په خپل لنډ او د ظلم نه ډک واک کې دغه مجسمې تباه کړې، په داسې حال کې چې دوی د افغانستان د اسلامي او تاریخي بډایه کلتوري میراث پروړاندې مبارزې ته دوام ورکړو.

د خپل واورین پس منظر او روښانه شين آسمان سره، بامیان د بهرنيو ليوالو افرادو او د تاریخ د مينه والو لپاره یو مشهور ځای دی چې د هیواد د لرغون پیژندنې میراث د پلټلو لپاره ليوالتيا لري.

د شلمې کلیزې دغه پيښې د طالبانو له خوا د سولې د تړون د نه پوره کولو په هکله هم اندیښنې راپورته کړې.

حسیني د غونډې د ترسره کولو د پریکړې په اړه وویل، "موږ هم غواړو چې د راتلونکي په اړه خپله اندیښنه څرګنده کړو او دا چې زموږ له تاریخي میراث سره به څه کیږي."

هغې وويل، دا اندیښنې شتون لري چې تاریخ به پخپله تکرار شي او دا چې "پاتې آثار به یوځل بیا د افراطي ډلو رحم و کرم ته پاتې شي".

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500