تکنالوژي

د بیجنګ سانسورونو د 'اصلي انټرنیټ' له یوې ښې هفتې وروسته کلب هاؤس بند کړو

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي له خوا

خلک خپل موبايل فونونه د ۲۰۲۰ کال د دسمبر په ۱۹ مه په بیجینګ کې په یوې سبوی کې کاروي. [نویل سیلیس/ای اېف پي]

خلک خپل موبايل فونونه د ۲۰۲۰ کال د دسمبر په ۱۹ مه په بیجینګ کې په یوې سبوی کې کاروي. [نویل سیلیس/ای اېف پي]

بیجینګ -- تقريباََ د یوې هفتې لپاره، د مېن لېنډ چینایان او د چینایي ژبې نورو کاروونکو "اصلي" انټرنیټ ته نادره او دوامداره لاسرسی لرله، او بیا وروسته سانسورونه راپورته شول.

د چین په شنجيانګ سیمه کې د مسلمانانو سره ظلم، په تیانن مین چوک کې عمليات او نور ممنوعه موضوعات -- د کلب هاؤس په آزاد او غير فلټر شوي چيټ رومونو کې هیڅ يو شی محدود نه و. کلب هاوس یو ځانګړی او د بلنې پربنسټ يوازې يو آډیو اېپ و.

دې په سیاست او ټولنه کې د ممنوع شيانو په هکله د خبرو اترو لپاره يو ځانګړی ځای وړاندې کوو، په داسې حال کې چې په چین کې د کمونېست ګوند له خوا غږونه په عمومي توګه غلي کيږي.

بیا د دوشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۸ مه) ناوخته، چینايي کاروونکو ته یو خطا پیغام څرګند شو چې د وي پي اېن نه بغير د خوندي کنيکشن لپاره لاګ آن شول، چې دا د خبردارۍ هغه نښه ده چې حکومت يې سنسور کوي.

د اویغور دوه قومي میرمنې د شنجيانګ په اورومچي کې هغو نيم پوځي پوليسو ته نژدې تيريږي کوم چې د لوی بازار نه بهر د ساتنې لپاره ولاړ دي. نږدې د یوې هفتې لپاره، د چينايي ژبې خلکو د کلب هاوس اېپ له لارې توان لرلو چې د چین "د بیا زده کړې" په کېمپونو کې د وحشتناکو سرغړونو په اړه خبرې واوري -- چې په دې کې د بجلۍ شاک، د خوراک نه محرومه ساتل، وهل ټکول، ډله ییز جنسي تیري او په جبري توګه شنډول شامل دي. [پیټر پارکس/ای اېف پي]

د اویغور دوه قومي میرمنې د شنجيانګ په اورومچي کې هغو نيم پوځي پوليسو ته نژدې تيريږي کوم چې د لوی بازار نه بهر د ساتنې لپاره ولاړ دي. نږدې د یوې هفتې لپاره، د چينايي ژبې خلکو د کلب هاوس اېپ له لارې توان لرلو چې د چین "د بیا زده کړې" په کېمپونو کې د وحشتناکو سرغړونو په اړه خبرې واوري -- چې په دې کې د بجلۍ شاک، د خوراک نه محرومه ساتل، وهل ټکول، ډله ییز جنسي تیري او په جبري توګه شنډول شامل دي. [پیټر پارکس/ای اېف پي]

د کلب هاوس اېپ کارونکو د تایوان په اړه بحثونو ته هم لاس رسی لرلو. دلته، احتجاج کونکي د اکتوبر په مياشت کې په ټایپي کې د هانګ کانګ د فعالینو سره د ملاتړ لپاره د احتجاج په پای کې د چین جهنډا سوځوي. [کرس سټورز/ای اېف پي]

د کلب هاوس اېپ کارونکو د تایوان په اړه بحثونو ته هم لاس رسی لرلو. دلته، احتجاج کونکي د اکتوبر په مياشت کې په ټایپي کې د هانګ کانګ د فعالینو سره د ملاتړ لپاره د احتجاج په پای کې د چین جهنډا سوځوي. [کرس سټورز/ای اېف پي]

د هانکانګ په چینایي يونيورسټۍ کې د مخابراتو پروفیسر لوکمان سويي وویل، "[د چین د صدر ژي جینپینګ] تر مشرۍ لاندې دا بندیز د وخت خبرہ وه."

ايميلي فرينکيل، چې په فاريس ايسټ کريټيل يونيورسټۍ کې اسوسييټ پروفيسر دی او په چین کې د سیاسي ګډون او استازيتوب په اړه څیړنه کوي، وويل، د آزادو آنلاین خبرو اترو لپاره ځای له ۲۰۱۳ کال راهيسې "خورا کم شوی" دی، هغه کال کله چې ژي جینپینګ صدر شو.

خو هغې زیاته کړه چې د نورو چینایي ویناوالو لکه د تایوان همکارانو سره په حساسو موضوعاتو د خلاص بحث فرصت "که څه هم خورا خطرناک کار دی، ډیر لږ شتون لري ... خو ډیر خلک لاهم غواړي چې دا موقعه ترلاسه کړي".

د مسلمانو سره د ظلم په اړه خلاص بحثونه

الیکس سو، ۳۰ کلنه، چې په بیجینګ کې د ټیکنالوژۍ د يوې نوې شرکت مدیره ده، وویل چې په کلب هاؤس کې د هغې په لنډ وخت کې، هغه په ځانګړي ډول د خبرو اترو له لارې متاثرہ شوہ چې اويغور مسلمانانو په کې په شنجيانګ کې د امتيازي چلند په اړه خپلې شخصي کیسې بيان کړې.

هغې نیویارک ټایمز ته په یوې تلیفوني مرکه کې وویل، "دا واقعي هغه ډول معلومات دي چې موږ ورته معمولاََ په مېن لېنډ چين کې لاسرسی نه لرو."

د شنبې په ورځ په کلب هائوس کې، د ۱۰۰۰ نه زيات کاروونکي د چین په شنجيانګ سیمه کې د اویغورانو او نورو ترکي ژبو مسلمانانو د ډله ایز قيد له کبله چېټ روم ته ورننوتل.

د حقونو ډلې باور لري چې لږ تر لږه یو ملیون خلک په شنجيانګ کې په کېمپونو کې بندیان دي، خو بیجینګ ویلي دي چې دا د فني زده کړو مرکزونه دي چې موخه يې د اسلامي افراطیت کشش کمول دي.

تازه څرګندونو، چې د چین "د بیا زده کړې" په کېمپونو کې وحشتناکې سرغړونې په ګوته کوي -- چې په دې کې د بجلۍ شاک، د خوراک نه محرومه ساتل، وهل ټکول، ډله ییز جنسي تیري او په جبري توګه شنډول شامل دي -- د چین له بشري حقونو څخه د سرغړونې په اړه د نړیوالې ټولنې اندیښنې زیاتې کړي دي.

د کلب هاوس په چېټ روم کې یو چینایي کس وویل چې هغه ډاډمن نه و چې آیا په شنجيانګ کې د مسلمانانو لپاره "د توقیف کېمپونو" په راپورونو یقین وکړي.

بیا د اویغور يوې ښځې وینيرا عبدګیني خبرې وکړې او ویې ویل چې هغه د دغه کيمپونود وجود په اړه ډاډه ده ځکه چې د هغې خپلوان په هغو کسانو کې دي چې توقیف شوي دي.

وروسته، هغې وویل چې دا د آرام خبره وه چې مونږ دا يوه موقعه لرله چې د هغو چینایي ملګرو سره خبرې وکړو چې اوس هم په شنجيانګ کې د هغې په خپله سیمه کې د سرغړونو په اړه شکونه لري.

هغې نیو یارک ټایمز ته د ټوکيو څخه، چيرې چې اوس هغه ژوند کوي، په يوې تليفوني مرکه کې وويل، "ما د خپلو احساساتو د څرګندولو لپاره ډير چینلونه کارولې دي". "نو ما فکر وکړو چې په داسې حال کې چې زه د خبرو کولو فرصت لرم، نو پکار ده چې يې وکړم ځکه چې ما هیڅکله نه غوښتل چې يو خاموشه کس پاتې شم."

لږ تر لږه درې تنو چې د اویغور په توګه پیژندل شوي د کلب هاؤس په چېټ کې يې شخصي کیسې شریکې کړې او ګڼ شمیر نورو وویل چې دا د هان چینایان وو چې په شنجيانګ کې يې ژوند کړی و.

یوې میرمنې وویل چې د هغې نظر وروسته له هغې بدل شو کله چې هغې په بهر کې د ژوند کولو په جريان کې د شنجيانګ په اړه نور معلومات ترلاسه کړل.

هغې وویل، "ما یوازې د لویو دروغو لاندې ژوند کولو."

'اصلي انټرنیټ' ته لاسرسی

د هفتې په پای کې، د چینایي ژبو بحثونو په رسنيو کې پراخه توجه راجلب کړه، چې په دې کې ټویټر شامل دی، کوم چې په هغه بهرنيو ټولنيزو رسنیو شبکو کې شامل دی چې په چین کې بند شوي دي.

ايسابیل نیو، چې يوه ژورناليسټه ده او دغه بحث يې اوريدلو و، د یکشنبې په ورځ یو ټویټ وکړو، "د مېن لېنډ چین څخه یوه ځوانې ښځې په کلب هاؤس کې وویل: دا زما لومړی ځل دی چې اصلي انټرنیټ کاروم."

د دوشنبې په ورځ، له ۲۰۰۰ څخه ډیر کاروونکي په بل چېټ روم کې راټول شول چې په ۱۹۸۹ کې يې په تیانن مېن چوک کې د احتجاجونو پروړاندې د خونړیو عملياتو په اړه بحث کولو، چې دا په چین کې یوه بله ممنوعه موضوع ده.

یو بل کس چې وګړو او چارواکو ته يې اشاره وکړه ويې ویل چې چاپیریال "د دواړو خواو لپاره خطرناک" و، په داسې حال کې چې يو بل کس دا يوه فرسوده خبره وګڼله چې دا ادعا کوي چې د هغه زده کونکو ذهن سازي شوې وه کومو چې په دغه تحریک کې برخه اخیستي وه."

د هانګ کانګ او تائیوان خلکو هم په هغو موصوعاتو کې برخه واخيسته او یا یې بیاکتنه وکړه چې له چین سره يې تړاو لرلو.

په برلېن کې میشت خبریال میلیسا چان ټویټ وکړو، "زه په کلب هاوس کې د تایوانیانو په چېټ کې یم چیرې چې د چین په هیواد کې — د اویغور او هان چینایانو په ګډون د منديرين ژبې ۴۰۰۰ ويونکي او په بهر کې کسان د هر څه په اړه خبرې کوي."

"له نظارت څخه د ملګرو پورې، چې د بیا زده کړې د کېمپونه څخه خوشې شوي دي، او نورمال خبرو اترو پورې."

هغې د فبرورۍ په ۵ مه ټویټ وکړو، "زه د دې وضاحت نه شم کولی چې دا څنګه محسوسيږي کله چې تاسو د کلب هاؤس په خونو کې پاتې شئ." "دوی د څه حده پورې داسې احساس کوي چې دا د اعتراف کولو خونه وي، او — د خواخوږۍ، څرګندونې، د ګوند یا د جمهوريت په اړه د احساساتو لپاره د خلکو د خواهش لوی احساس شتون لري."

دا د پولې پورې غاړې خبرو اترو لپاره يوه غیر معمولي شیبه وه چې په دې کې د هیواد د "لوی فایر وال" عام محدودیتونه موجود نه ول.

سانسور، مبارزہ ناګزيره وه

که څه هم، د دوشنبې تر شپې پورې، د چینايي ژبې چېټ رومونو په چټکۍ سره د اېپ د بندولو په اړه بحث ته مخه وکړه.

د چینایي ژبې یو کاروونکي د تایوان کړکیچنې مسلې ته په اشارې سره وروسته له هغې افسوس وکړو کله چې دغه اېپ بند کړی شو، "ما ډير کسان وليدل چې د مېن لېنډ او تایيوان د مسلو او د حساسو مسلو په اړه يې خبرې کولې... او فکر یې وکړو چې دا اېپ به د ډېرې مودې لپاره پاتې نه شي."

يو بل کس انديښنه څرګنده کړه، "هغه څه چې د اېپ د بنديز وروسته راپيښ شول هغه د پلیټ فارم د خلکو لیست جوړول دي."

سو، چې د ټیکنالوژۍ مدیر دی، وویل، "دا یوازې د وخت خبره وه."

کله چې د بنديز په اړه پوښتنه وشوه، نو د چین د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکي د سه شنبې په ورځ وويل چې هغه د تفصيلاتو په اړه معلومات نه لري خو زیاته یې کړه: "په داسې حال کې چې د چین انټرنیټ خلاص دی، د چین حکومت دا د قانون او مقرراتو سره سم اداره کوي."

د "کلب هاوس بلنې" لپاره لټون، چې مخکې د ۱۰ څخه تر ۱۰۰ یوآن پورې (د ۱.۵ څخه تر ۱۵ ډالرو پورې) د چین په اي کامرس وېب پاڼو کې پلورل کيدې، اوس په په پايلو کې نه ښکاري. د نیویارک ټایمز له مخې، مخکې له دې چې دغه اېپ بند شو، د یو کوډ لپاره موجوده قیمت تر ۳۰۰ یوآن (۴۶ ډالره) پورې و.

د بندیز راهیسې، چینایی ويناوالو چې اېپ ته بيرته راستانه شوي ول د "لوی فایر وال" د مخنیوي لپاره يې په لارو چارو بحث وکړو، او په حیرانتیا سرہ په یو چېټ روم کې د کمونیست ګوند پلوه مدیر ستاينه په کلکه دوام لري.

خو په پراخه کچه افسوس له دې کبله و چې د بحث لپاره يو قیمتي ځای ختم شو، کوم چې پیل شو خو ودہ یې ونه کړه.

یو کارونکي وویل، "زه دلته راغلی وم ځکه چې دې د بیان سانسور نه لرلو."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500