جرم او انصاف

څنګه ایران د فرانس هغه کس په اعدام محکوم کړو چې د ايران مخالفت یې کولو

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي له خوا

په دې زوړ تصوير کې، چې د جون په ۲ مه اخيستل شوی، روح الله زام، چې د اپوزیسیون پخوانی شخصیت و او په فرانس کې يې په جلاوطنۍ کې ژوند کولو، په تهران کې د ایران د انقلاب په محکمه کې د محاکمې پر مهال خبرې کوي. د دسمبر په ۱۲ مه، زام ته په ایران کې پهانسي ورکړل شوه. [علي شیربند/ میزان نیوز/ای اېف پي]

په دې زوړ تصوير کې، چې د جون په ۲ مه اخيستل شوی، روح الله زام، چې د اپوزیسیون پخوانی شخصیت و او په فرانس کې يې په جلاوطنۍ کې ژوند کولو، په تهران کې د ایران د انقلاب په محکمه کې د محاکمې پر مهال خبرې کوي. د دسمبر په ۱۲ مه، زام ته په ایران کې پهانسي ورکړل شوه. [علي شیربند/ میزان نیوز/ای اېف پي]

پاریس -- د ۲۰۱۹ کال په اکتوبر کې، د ایران ناراضه روح الله زام په فرانس کې يو نيوز سایټ چلولو چې ډير پیروان يې لرل، چې د هغه کورنۍ ورسره وه او د جلاوطنۍ په هيواد کې يې د جلاوطنۍ د حيثيت او امنیت څخه ګټه پورته کوله.

خو یوازې یو کال وروسته، د دسمبر په ۱۲ مه، زم په ایران کې پهانسي کړی شو، چې دا يو داسې اعدام و چې په نړیواله کچه يې غندنه وشوه.

څنګه زام په فرانس کې خپل آرام ده ژوند پريښودو او په خپل هيواد کې د ۴۷ کالو په عمر کې د جلاد په لاسو له مرګ سره مخ شو؟ هغه په خپل کار کې د ايران مشران په نښه کړي وو.

د هغه پلار محمد علي زام يو دیني عالم دی چې لاهم په ایران کې میشته دی او په یو وخت کې د ایران په کلتوري ادارو کې يو لوړ پوړی شخصیت و.

نو هغه په ۱۹۷۹ کال کې د هغه اسلامي انقلاب دومره په کلکه ملاتړ کولو چې له امله یې شاه لرې کړی شو، چې د خپل زوی نه يې د دې د بنسټ ایښودونکي روح الله خمیني نوم کيښودو.

په فرانس کې د روح الله زام ملګرو او همکارانو وویل چې هغه يوه غلطي وکړه او په اکتوبر ۲۰۱۹ کال کې عراق ته د سفر کولو په جال کې راګير شو، په داسې حال کې چې هغه د دوی د ګواښ خبرداری رد کړو او د هغه د کردار څخه د ګټې پورته کولو لپاره په يو جال کې ګير شو.

مهتاب ګورباني، چې په پاریس کې يو ایرانې لیکوال او مهاجر دی چې له زام سره يې کار کړی و، وويل، "هغه عراق ته په تګ سره یوه خطرناکه لوبه وکړه او هغه دغه لوبه وبايلله."

"هغه په يو ناوړه نفسياتي لوبه ښکيل کړی شو چې د ايراني رژيم له خوا جوړه شوې وه."

د ایران د رژیم پر خلاف فشار اچول

په داسې حال کې چې روح الله زام تقريباََ د نیمې عشرې راهيسې د فرانس اوسیدونکی پاتې شوی و، هغه په خپل ټلیګرام چینل باندې د دوو ملیونو پورې پیروان ترلاسه کړل، چې خلک یې وهڅول چې د ۲۰۱۷-۲۰۱۸ کال د ژمي په جریان کې احتجاجونه وباسي او ځینې وختونه يې د ایراني مشرتابه په اړه جذباتي تورونه هم خپرول.

د یو نفوذ لرونکي پلار د شتمن ماشوم په توګه، زام په تهران کې ښې اړیکې لرلې چې دغه اړيکې يې وروسته له هغې هم وساتلې کله چې هغه په ۲۰۰۹ کال کې د متنازعه ټاکنو پر ضد د احتجاجونو له کبله د ایران نه مالیزیا، ترکي او بیا فرانس ته لاړو.

مازيار، چې د هغه يو ملګری او ایرانی مهاجر دی، چې په اماد نیوز کې یې کار کولو او غوښتنه یې وکړه چې د هغه بشپړ نوم دې خپور نه کړی شي، وويل، "کله چې د واکمنو خلکو ترمینځ جګړې روانې وې، نو دوی زام ته مخه وکړه."

"هغه په پراخه کچه معلومات وړاندې کړل، هغه سره کرښه نه لرله، هغه نه د صدر او نه هم د ستر مشر احترام کولو، بلکې د هیچا يې احترام نه کولو. هغه حتی په خپل پلار پورې هم خنده کوله."

خو د اماد نیوز او د زام خپل مخ په زیاتیدونکي بنیاد پرستۍ بریالیتوب د دوی زوال ثابت شو ځکه چې ټيليګرام د دې لپاره د هغه اکاونټ بند کړو چې هغه خپل پلويان وهڅول چې د پولیسو په وړاندې د مولوتوف بوتلونه استعمال کړي.

د زام نفوذ په کميدو ښکاريدو. حتی ملګرو پوښتنې پیل کړې چې ایا هغه د ایران رژیم د نسکورولو لپاره خورا ډیر فشار اچولی.

'په جال کې د راګيريدو' لپاره ليوال

حسن فيرشتيان، چې په پاریس کې وکیل دی او د زام مرسته يې کړې وه، وويل، "روح الله ډیر مشهور شو. هغه د رژيم د نسکورولو ملاتړ وکړو او کيدی شي هغه ځان د مشر په توګه ګڼلو".

هغه وویل، "ورو ورو، هغه خپل ملګري له لاسه ورکړل."

ګورباني زیاته کړه، "هغه یوازې او جلا شوی و او په جلاوطنۍ کې د ایران د اپوزیسیون یوې برخې پر هغه باور نه لرلو."

هغه همدا راز مخ په زیاتیدونکي ګواښونه ترلاسه کول، چې فرانسوي پولیس یې په دې مجبوره کړل چې د هغه ساتنه وکړي.

د هغه ملګرو وویل چې دا د زام لپاره ډير خراب وخت و. هغه یو لوی لیوال کس و چې له دې څخه ویریدو چې هغه په میډیا کوم نفوذ جوړ کړی و هغه یې اوس په چټکۍ سره له لاسه ورکولو.

"هغه په داسې حال کې و چیرې چې هغه کولی شول چې خرابې پریکړې وکړي او په جال کې راګير شي."

د ۲۰۱۹ کال د اکتوبر په نیمایي کې، هغه د فرشتیان د پاریس په دفتر کې ښکاره شو او خپل وکیل ته یې وویل چې هغه عراق ته سفر کوي چې د لوړ پوړی شیعه عالم علي ال سیستاني سره مرکه وکړي.

'تاسو به هیڅکله بیرته رانه شئ'

د دې مرکه موخه یو نوی تلویزیون چينل پيلول و چې د هغه کس لخوا یې وړاندیز شوی و کوم چې ادعا کوله چې ایرانی سوداګر دی.

د زام ملګرو په عراق کې د امنیتي نفوذ په پام کې نیولو سره سمدلاسې د خطر په اړه پوهه شو.

فرشتیان وویل، "ما چیغې کړې، ما هغه ته وویل: 'که تاسو لاړشئ، دا اختتام دی، تاسو به هیڅکله بیرته فرانس ته رانه شئ!"

بیا هم زام په عمان او بیا په بله ورځ بغداد ته لاړو.

"هر يو کس، حتی د هغه ساتونکي، هغه ته د تلو په وړاندې مشوره ورکړه، خو هغه ساده ځواب ورکړو چې هغه د انتظار کولو نه ستړی شوی دی." "او هغه لاړو. افسوس."

زام خپلې میرمن ته د امان له هوایي ډګر څخه تلیفون وکړو، خو داسې ښکاري چې هغه وخت ونیول شو کله چې هغه بغداد ته ورسيدو.

وروسته د هغه په سترګو پټۍ وتړل شوه، په موټر کې کېنول شو او په يوې ويډيو کې د ایران پولې ته بوتلل شو چې وروسته د ایران په دولتي تلویزیون کې لیدل شوې وه.

په تېره جولای کې، په دولتي تلویزیون د هغه سره مرکه وشوه، چې دا هغه يوه طریقه ده چې په ایران کې په زندانیانو باندې کارول کيږي چې فعالین یې د شکنجې له لارې د جبري اعتراف په توګه ګڼي.

علي رضواني له هغه سره د "ستاینې پرته" پروګرام کې مرکه وکړه. علي رضواني په رسمي ډول د آی آر آی بي د دولتي خپرونې خبریال دی، خو هغه، د کمپاین کوونکو له مخې، په حقیقت کې د اسلامي انقلاب ساتونکو قول (آی آر جي سي) تفتیش کوونکی دی.

'په غیر معمولي چټکۍ' سره اعدام شو

زام د فرانس او اسرایل په شمول د بهرنیو استخباراتو لپاره د جاسوسۍ، د کرپشن هڅولو په ګډون، په تورونو محکوم شو، چې دا هغه تورونه دي چې هغه او د هغه ملاتړو په کلکه رد کړي دي.

د دسمبر په ۱۲ مه د هغه اعدام څلور ورځې وروسته له هغې ترسره شو کله چې د سترې محکمې د پریکړې تایید په اړه اعلان وشو، چې دا یوه غیر معمولي تادي وی.

د هغه پلار په خپل انسټاګرام اکاونټ باندې ولیکل چې د هغه له اعدام څخه یوه ورځ مخکې هغه ته د خپل زوی سره د لیدو اجازه ورکړل شوه، چې د دې په اړه هغه وویل چې روح الله په تیاره کې ساتل شوی و.

د هغه لور نیاز په ټولنیزو رسنیو کې ولیکل چې د هغې پلار د هغه له اعدام څخه يو څو ګهنټې مخکې -- د انګلستان په +۴۴ نمبر -- په واټس ايپ کال کړی و.

هغې وليکل، "زه پوهه شوم چې دا هغه و، او ترټولو سخته خبره دا وه چې زه پوهیدم او ما د دې په اړه هيڅ نه شو کولی!"

متحده ایالاتو او اروپا د اعدام په اړه غصه څرګنده کړه، په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو د حقونو مشر ميشېل بچلېټ وویل چې "جدي اندیښنې" موجودې دي چې د ایران نه بهر د زام نیول د تښتولو په څير دي.

خو د ایران صدر حسن روحاني وویل چې هغه باور نه لري چې دا وژنه به د ایران او اروپا اړیکې زیانمنې کړي، او دا يادونه یې وکړه چې د اعدام سزا د ایران د قانون یوه برخه ده.

د ایران د مخالفت کونکو لپاره یو پیغام

په فرانس کې د مخالفينو لپاره، دا اعدام یو خبرداری و چې د دوی امنیت يقيني کيدې نه شي حتی که دوی د هيواد څخه بهر هُم وي.

ګورباني وویل، "په دې اعدام سره، دوی غوښتل چې د رژیم پلویانو ته پیغام ورسوي چې بله لاره غوره نه کړي." "او همدارنګه چې د ایران نه بهر مخالفینو ته خپل ځواک وښيي او په هغوی کې ویره واچوي."

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د ایران رژیم د اسلامي انقلاب راهیسې تقريباََ ۳۶۰ کسان د ایران نه بهر وژلي دي.

راپورونه وايي چې دغه وژنې په ۴۰ هیوادونو کې ترسره شوي او په ځانګړی توګه د آی آر جي سي د بهرني ځواک (قدس ځواک)، د اسلامي جمهوریت د استخباراتو وزارت او یا د لبنان حزب الله په شان د پراکسي ډلو لخوا ترسره شوي دي.

تقريباََ ټول قربانیان مخالفين دي او يا د اسلامي جمهوریت د اپوزیسیون غړي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500