تجزيه

د ایران د توغندیو پروګرام: د ناکامۍ او بدو پیښو يو اوږد تاریخ

د پاکستان فارورډ له خوا

د ګرځنده توغندیو د توغولو یوه ډله د جنورۍ په ۱۵ مه په ایران کې د پوځي مشق په دوران کې ډزې کوي. [آی آر جي سي]

د ګرځنده توغندیو د توغولو یوه ډله د جنورۍ په ۱۵ مه په ایران کې د پوځي مشق په دوران کې ډزې کوي. [آی آر جي سي]

د ناکامه سټلایټ له توغولو څخه د اوکراین د نړیوال هوايي شرکت ۷۵۲ پرواز د مرګونې ويشتلو پورې، د ايران اسلامي انقلاب ساتونکو قول (آی آر جي سي) د توغندیو ناکامیو او ستونزو اوږد تاریخ لري.

د توغندیو حفاظتي پروتوکول ته ناکافي پاملرنې، خراب شوي تجهیزاتو او زړې ټیکنالوژۍ د ناکامۍ په دې ریکارډ کې مرسته کړې ده.

د ایران ریکارډ، په ځانګړي توګه په تیره لسیزه کې، د بالیسټیک توغندیو ټیکنالوژۍ په اړه خونديتوب، مناسب استعمال او روزنې په اړه غیر ذمه دارانه چلند ښیي.

د ایران د سمندري ځواکونو د يو ريټايرډ شنونکي په وينا، د ایران زياتره ټیکنالوژي نقلي ده او یا له روس، چین یا شمالي کوریا څخه پیرودل شوي ده.

د شهاب ۳ ځمکې څخه ځمکې توغندی د ۲۰۱۹ کال د سپتمبر په ۲۶ مه د دفاعي هفتې په جریان کې د ایران د پوځ او آی آر جي سي لخوا په سړک باندې په يو نمايش کې ښودل شوی دی. [ايس ټي آر/ای اېف پي]

د شهاب ۳ ځمکې څخه ځمکې توغندی د ۲۰۱۹ کال د سپتمبر په ۲۶ مه د دفاعي هفتې په جریان کې د ایران د پوځ او آی آر جي سي لخوا په سړک باندې په يو نمايش کې ښودل شوی دی. [ايس ټي آر/ای اېف پي]

د ایران بيرغونه په هوا کې ړقيږي، په داسې حال کې چې د ايران له خوا جوړ شوی سافر قسم راکټ داسې جوړ شوی چې په مدار کې د اچولو لپاره يو سيټلايټ وړي چې د ۲۰۰۹ کال د فبرورۍ په ۲ مه د دغه اسلامي جمهوريت په يو نامعلومه ځای کې په لانچ پیډ کې پروت دی. [ايس ټي آر/ای اېف پي]

د ایران بيرغونه په هوا کې ړقيږي، په داسې حال کې چې د ايران له خوا جوړ شوی سافر قسم راکټ داسې جوړ شوی چې په مدار کې د اچولو لپاره يو سيټلايټ وړي چې د ۲۰۰۹ کال د فبرورۍ په ۲ مه د دغه اسلامي جمهوريت په يو نامعلومه ځای کې په لانچ پیډ کې پروت دی. [ايس ټي آر/ای اېف پي]

دغه شنونکي، چې نوم د نه ښودلو غوښتنه يې وکړه، وویل، "دا هیوادونه د امنیت د تضمین لپاره کافي روزنه یا ملاتړ نه چمتو کوي."

د متحده ایالاتو بندیزونو په پايله کې د ايران کمپاين ډير ورو کړی چې يو ايټمي ځواک جوړ شي او د دې توغندیو پروګرام یې له ستونزو سره مخ کړی، خو بیا هم دغه رژیم په ملیونونو پيسې د توغندیو په ټکنالوژۍ لګوي.

یوازې د دوشنبې په ورځ (د فبرورۍ په لومړۍ نيټه)، د مثال په توګه، د ایران د دفاع وزارت وویل چې دوی د نوي سيټلايټ ووړونکي تجربه وکړه او ادعا یې وکړه چې دا ۲۲۰ کلو ګرامه پورې بار وړلی شي.

او په داسې حال کې چې رژیم په ملیونونو پيسې په وسلو او پراکسي جنګونو لګوي، ایرانیان ورځ په ورځ د حکومت او د خرابيدونکي اقتصادي بحران په هکله د بې اطمينانۍ څرګندونه کوي.

د خلايي پروګرام ناکامي

د ایران خلايي پروګرام، چې راکټونه د خلايي لانچ کولو وسيلو (اېس اېل ويز) په توګه کاروي، په وروستیو کلونو کې په پرله پسې ډول له ناکاميو سره مخ شوی دی، چې په دې کې د ۲۰۱۹ کال د اګست په ۲۹ مه د تيارۍ په دوران کې د سافر اېس اېل وي چاودنه شامله ده.

په ۲۰۲۰ کال کې مدار ته د سيټلايټ ليږلو لپاره د ايران هڅو دوام ولرو او ناکامه شو. د تیرې فبرورۍ په مياشت کې ناکامه توغول په پرله پسې څلورم ځل دی چې ایران له ۲۰۱۷ کال راهیسې توان نه لري چې په بریالیتوب سره خلا ته سيټلايټ وليږي.

ایران وویل چې دوی د فبرورۍ په ۹ مه سيټيلايټ په بریالیتوب سره لانچ کړی و، خو په مدار کې په پر ځای کولو کې ناکامه شو، چې دا د دې د خلايي پروګرام لپاره يو ګوزار و، خو متحده ایالات وايي چې دا د توغندیو د پراختیا لپاره یوه بهانه ده.

آی آر جي سي وروسته د اپرېل په ۲۲ مه ادعا وکړه چې دوی نور ۱ سيټلايټ مدار ته لیږلی دی. خو د جنرل جی ریمونډ په وینا، چې د متحده ایالاتو د خلا د کمانډ (سپېس کام) مشري کوي، دغه تش په نامه "سيټلايټ" په حقیقت کې "راغورځيدونکی ویب کېم" دی.

هغه د اپرېل په ۲۵ مه وويل، "سپېس کام په دوامداره د دوو شیانو تعقیب کوي ... چې د ایران د خلا د لانچ سره تړاو لري، چې نور ۱ سيټلايټ د 3U CubeSat په توګه بيانوي."

وژونکې کورنۍ تېروتنې

آی آر جي سي په یو شمیر ناکامه انتقامي بريدونو کې هم ښکيل دی.

د ۲۰۱۷ کال د جون په ۷ مه، پنځه د داعش وسله والو په تهران کې د ایران د پارلمان (مجلس) پر ودانۍ او روح الله خمیني، چې د اسلامي جمهوریت باني دی، په مزار باندې برید وکړو. په دغه برید کې ۱۷ ملکي وګړي مړه شول او ۴۳ نور ژوبل شول.

په ځواب کې، آی آر جي سي "ليلة القدر عملیات" پيل کړل، چې په توغندیو سره یې د سوریې په ختیځ صوبه دیر ایزور کې د داعش ځايونه په نښه کړل.

په دغه عملیاتو کې په شپږو توغندیو کې لږ تر لږه څلورو خپل هدف خطا کړو.

د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په ۸ مه، د آی آر جي سي يو آپریټر د اوکراین د نړیوال هوایي شرکت ۷۵۲ الوتکه، چې کيف ته روانه وه، ونه پيژنده، لږ وروسته له هغې کله چې دا د تهران له امام خمیني نړیوال هوایي ډګر څخه پاسيده، چې دا يوه داسې ناکامي وه چې په دغه الوتکه کې ټول ۱۷۶ ملکي وګړي مړه شول.

دغه آپريټر الوتکه په دريو توغندیو وویشتله وروسته له هغه چې د مخابراتو خرابیدو هغه د دې نه منع کړو چې د آی آر جي سي له کمانډ سره يې د هدف تایید کړی وې. ایراني چارواکو درې ورځې وروسته تاييد کړه چې دغه الوتکه په دوو توغنديو ویشتل شوې وه.

خو د تیر کال مرګونې پیښه، چې د هغې لپاره نه څوک محاسبه شوي او یا حتی پیژندل شوي، په دې وروستیو کې لومړۍ پيښه نه وه چې د هدف د ويشتلو لپاره د آی آر جي سي لخوا د توغنديو کارول غلط ثابت شوي وي -- او زیات تلفات یې رامينځته کړل.

په یوې بله پیښه کې، د ایران سمندري ځواکونو د می په ۱۱ مه د عمان په خلیج کې د ژوندي روزنې مشق په دوران کې د کونارک ملاتړ کښتۍ وویشتله.

د عملې نوولس کسان ووژل شول او ۱۵ نور ژوبل شول.

د ایراني چارواکو له مخې، دا پیښه د ایران سویلي ساحل څخه لرې بندر جسک ته څیرمه وشوه. دغه چارواکو وويل چې دغه کښتۍ هغه وخت تر برید لاندې راغله کله چې دې د مشق هدف خپل ځای ته رسولو او د ځان او هدف تر منځ يې کافي فاصله پرې نه ښوده.

د ايرانيانو لپاره زيان

د آپريټر او تجهیزاتو ناکامي دوام لري، په داسې حال کې چې یوازې په ۲۰۱۷ کال کې، د ایران قانون جوړوونکو د ایران د توغندیو ظرفیتونو لوړولو لپاره ۵۲۰ ملیونه ډالره مختص کړل -- چې دا يو داسې اقدام دی چې موخه يې د متحده ایالاتو د بندیزونو په وړاندې د مزاحمت څرګندونه ده.

د تېر جون په میاشت کې د خجیر توغندیو په ځای کې، چې د ایران د وسلو ترټولو لویه او پيچيده ډپو دی، یوې چاودنې د تهران ختیځ سیمه ولړزوله.

د آی آر جي سي چارواکو ادعا وکړه چې چاودنه د ناپیژندل شوي ګيس د لیک کیدو له کبله شوې وه، خو دغه چاودنه په عین وخت کې په هغو دریو لویو چاودنو کې یوه وه، چې په دې کې د جولای په ۲ مه د اصفهان په صوبه کې د نټانز سنټريفیوج توليد کولو په مرکز کې يوه چاودنه شامله ده.

د جون او اکتوبر په میاشتو کې لږ تر لږه ۱۰ نورې لویې پیښې رامينځته شوي وې، چې په دې کې په پیټرو کیمیکل تاسیساتو او د بجلۍ په پلانټونو کې اورونه او چاودنې شاملي دي.

حتی لکه څنګه چې آی آر جي سي د خپل توغندیو په ډیر شمیر ویاړ کوي، چې موخه يې د ايران د دښمنانو مخنیوي کول دي، دا د خپل توغندي پروګرام د خوندي ساتلو لپاره په مناسبو اقداماتو پورته کولو کې پاتې راغلی دی.

د آی آر جي سي چارواکي په دوامداره توګه په خپلو ناکامو پرده اچوي او په يو څو کاميابو وياړ کوي. هغه څه چې ایراني چارواکي یې په یادولو کې پاتې راغلي هغه خورا لوی لګښت دی چې د ایران د توغندیو پروګرام، چې په ناوړه توګه سمبال شوی، پر خپلو خلکو کيښودی دی.

د دسمبر په ۲ مه، د ایران حکومت پارلمان ته د راتلونکي مالي کال لپاره تقريباََ د ۳۳.۷ ملیارده ډالرو دولتي بودیجې مسوده وړاندې کړه چې د مارچ په ۲۱ مه پیل کیږي.

د دغه بودیجې ارزښت ۸۴۱۳ ټریلیونونو ريالونه دی -- چې د تیر کال د ارقامو په پرتله ۷۴٪ لوړ دی خو د ایراني اسعارو په چټکۍ سره د کمیدو له امله په اسعارو کې تقريباََ ۵ ملیارده آمريکايي ډالره کمی راغلی دی.

ملي پيسه، ریال په پراخه کچه خپل قيمت غورځوي، چې له ۲۰۱۵ کال راهیسې د متحده ایالاتو ډالر پروړاندې په دې کې ۵۰۰٪ کمی راغلی دی، په داسې حال کې چې له ۲۰۱۸ کال راهیسې یوازې په دې کې ۳۲۰٪ کمی راغلی دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500