زغم

د داعش د 'خلافت' لاندې د ناوړه کلونو وروسته اوکراینۍ ښځه د نوي پیل هيله لري

د ای اېف پي له خوا

علیم عباسووا د کییف نه بهر د کوزین په کلي کې د سناتوریم نه د وتلو څخه يو څو منټه مخکې له ای اېف پي سره خبرې کوي، چیرې چې هغه د جنورۍ په ۱۶ مه د کرمینچک ښار ته د سفر کولو نه مخکې قرطين شوې ده. [ګنيا ساويلوف/ای اېف پي]

علیم عباسووا د کییف نه بهر د کوزین په کلي کې د سناتوریم نه د وتلو څخه يو څو منټه مخکې له ای اېف پي سره خبرې کوي، چیرې چې هغه د جنورۍ په ۱۶ مه د کرمینچک ښار ته د سفر کولو نه مخکې قرطين شوې ده. [ګنيا ساويلوف/ای اېف پي]

کوزین، اوکراین -- شپږ کاله وروسته له هغې چې هغې د خپل میړه د تعقیب کولو لپاره او په سوریه کې د داعش لاندې د وقار ژوند د ژمنې لپاره اوکراين پريښودو، عليم عباسووا کور ته راستنه شوه، چې د نوي پیل لپاره هيله لري.

د عباسووا سفر د کریمیا ټاپووزمې، چې د روسیې لخوا يو ځای شوی دی، څخه پيل شو او تش په نامه "خلافت" ته ورسیده، او بیا وروسته، د ډلې له ماتې وروسته، هغه کيمپونو ته ورسيده چې د داعش د کورونيو غړي او خواخوږي يې لرل، چې کرد چارواکو یې څارنه کوله.

د نوي کال په ورځ د هغې د بیرته راستنیدو وروسته، د پنځو ماشونو مور، چې ۳۷ کاله عمر لري، وویل، "تاسو پوهیږئ چې دوی څه وايي: موږ ټول غلطي کوو." "چې څه پیښ شوي اوس زموږ ترشا دي، د الله شکر دی."

په مرکزي اوکراین کې د شوروي زمانې په سپا (د غسل کولو ځای) کې چیرې چې هغه قرطين شوې وه او د راتلونکي لپاره پلانونه جوړوي، عباسوسووا وویل، "اوس زه یوازې د غوره مستقبل هيله کوم."

يو سړی په سوريه کې د جنورۍ په ۱۹ مه د سوريې په شمال کې د الهول کيمپ څخه د هغه کسانو د خوشې کيدو پر مهال د ښځو او ماشومانو سره د سوریې کرد کورني امنیت خدماتو (اسایش) يو غړی یو ماشوم مخې ته لاريو طرف ته وړي په کومو چې ګمان کيږي د داعش جنګياليو سره تړاو لري. [ډيليل سليمان/ای اېف پي]

يو سړی په سوريه کې د جنورۍ په ۱۹ مه د سوريې په شمال کې د الهول کيمپ څخه د هغه کسانو د خوشې کيدو پر مهال د ښځو او ماشومانو سره د سوریې کرد کورني امنیت خدماتو (اسایش) يو غړی یو ماشوم مخې ته لاريو طرف ته وړي په کومو چې ګمان کيږي د داعش جنګياليو سره تړاو لري. [ډيليل سليمان/ای اېف پي]

صدر ولوډیمیر زیلینسکي تیره میاشت په ښکاره ډول عباسووا او بل راستون شوي کس ته کور ته په راتللو هرکلی وکړو.

هغه وويل، "اوکراین به تل خپل ټول وګړي کورته راوړي، پرته له دې چې دوی څوک دي او دوی په کوم ځای کې له ستونزو سره مخ شول."

داعش یو "جال" دی

شوروي هیواد د کریمیا د سلګونو زرو تاتارانو، چې یو مسلمان اقلیت دی، ځای دی چې اکثریت یې په کریمیا کې ژوند کوي، چې په ۲۰۱۴ کال کې يې د روسیې لخوا د دغه ټاپو د قبضه کيدو مخالفت وکړو او د سیاسي ظلم د ويرې له کبله وتښتيدل.

عباسووا وویل چې هغه او د هغې میړه د هغه د یوې ملګري لخوا د داعش تر کنټرول لاندې سیمې ته راوستل شول او ژمنه يې ورسره وکړه چې هغه به په تش په نامه "خلافت" کې د بوټونو سمولو خپل کار ته دوام ورکړي.

هغې د خپلې پریکړې په اړه وویل، "زه نه غواړم چې د میړه نه بغير پاتې شم. "ما هغه مهال دوه ماشومان لرل."

د ګڼ شمیر راستنیدونکو او د داعش سره د تړلو بندیانو په اړه خبرې کولو سره، هغې وویل چې هغه ژر په سوریه کې له ژوند څخه نا امیده شوه او د دې ډلې لخوا د اسلام د ظالمانه تفسیر له امله مایوسه شوه.

هغې وویل، د حل لاره نه وه. هغې داعش د "جال" په توګه بيان کړو چېرته چې "ټولې لارې بندې شوي دي".

"که تاسو د تېښتې هڅه وکړئ، دوی کولی شي ستاسو په شا ډزې وکړي."

په څلورو کلونو کې چې هغې او میړه یې په سوریه کې تیر کړي ول، عباسووا وویل چې د وسلو پورته کولو لپاره دوی ته هیڅکله د ډلې د مشرتابه له خوا نه وو ويل شوي.

خو دا ادعا د کرد ځواکونو سره سمون نه خوري چې په ۲۰۱۹ کال کې يې د دوی تسلیمیدل ومنل او میړه او ښځه یې په قيد کې د يو بل نه جدا کړل.

عباسووا، چې د خپلو ماشومانو د ساتلو مسؤولیت يې په غاړه اخیستی و، وویل، "دا وروستی ځل و چې ما خپل میړه ولیدو."

هغې وویل چې هغې شاوخوا دوه کاله د کردانو په کيمپونو، په الهول او روج کې تیر کړل، چیرې چې په ۲۰۱۹ کال کې د داعش له ماتې وروسته د داعش جنګیالیو او خواخوږو په لسګونو زره خپلوان ساتل شوي وو.

'په دوزخ کې وم'

هغې د پراخو خیمو په ښارونو کې ژوند "ډير ستونزمن" بیان کړو -- چیرې چې ملګرو ملتونو په دې وروستیو کې د وژنو په اړه راپور ورکړی و.

په دغه کيمپونو کې د اوکراين لږ تر لږه ۱۰ تنه میرمنې او څه ۳۰ ماشومان دي چې د تاتار ټولنې مشران اوکراین ته د هغوی د ستنېدو لپاره کار کوي.

د ټولنې مشر رفعت چوبرف، چې په ۲۰۱۹ کال کې يې د کورنۍ د غړو د غوښتنو په تعقیب کې د خوشې کیدو هڅې سرته رسولي، د بهرنیو چارو وزارت، سور صلیب او د امریکې سفارتکارانو د مذاکراتو خبره وکړه.

هغه وویل چې "ځانګړي خدمتونه له مخکې نه هم په دې پروسه کې بوخت وو".

هغه څرګنده کړه چې هغه او اوکرایني چارواکو دواړو نه غوښتل چې هغه کسان کور ته بيرته بوځي کومو چې په خپله خوښه سوریې ته سفر کړی و.

چوبرف وویل چې هغه اوکراین ته واپس شوي دواړه ښځو ته ویلي چې خپل ژوند بيرته پیل کړي او "په ژوند کې بوخت شي".

هغه وویل چې دوی ته یې ویلي، "دوی کيدی شي د هغو خلکو نه ډیر بریالي وي کوم چې د دوی په شاوخوا کې دي، ځکه چې دوی هغه څه ولیدل چې ډیرو نه دي لیدلي، دوی په دوزخ کې پاتې شوي وو."

عباسووا یو څو نور انتخابونه لري، ځکه چې هغه ژوند چې هغې شپږ کاله مخکې پریښودی ټول تير شوی دی. هغې وویل چې هغه پلان لري چې په مرکزي اوکراین کې کرمینچک ته لاړه شي، چیرې چې د هغې د میړه کورنۍ او د هغې ماشومان د هغې په انتظار کې دي.

عباسووا وویل چې هغه لږ اميد لري چې خپل میړه به يو ځل بيا ويني، او د هغې تمرکز اوس په خپلو پنځو ماشومانو باندې دی -- درې زامن او لوڼې، چې عمرونه یې د دوو او څوارلسو کالو ترمنځ دي.

عباسووا وویل، "زه غواړم د خپلو ماشومانو پالنه وکړم." "دوی باید وپالل شي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500