ایران به ډيرې ستونزمنې پریکړې وکړي که چېرې دا غواړي چې د ۲۰۱۵ کال د هغه اټومي موافقې په رڼا کې نوې موافقه ترلاسه کړي چې دا يې سرغړونه کوي.
د ملګرو ملتونو سيکريټري جنرل انتونیو ګوټیرس د پنجشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۲۸ مه) له متحده ایالاتو او ایران څخه وغوښتل چې په دغه تړون باندې کار وکړي، چې شرایط یې ایران په وروستیو میاشتو کې څو ځله مات کړې دي.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو نوي وزیر انتوني بلینکن د چهارشنبې په ورځ وویل چې صدر جو بایډن غواړي چې دې معاملې ته بیرته راشي، خو په متحده ایالاتو باندې یې د ایران فشارونه رد کړل چې لومړی دا ګام پورته کړي.
بلینکن وویل، "ایران په ګڼ شمیر محاذونو کې ډير څه نه مني. "او دا به څه وخت واخلي، که چیرې دا غواړي چې بيرته اطاعت وکړي او مونږ به وخت واخلو چې دا ارزونه وکړو چې ایا دا خپل مسؤلیتونه پوره کوي او که نه."
"موږ به دا ووايو چې مونږ لا دغه ځای ته نه يو رسيدلي."
ایران د پنجشنبې په ورځ د متحده ایالاتو دا غوښتنه رد کړه چې بشپړ اطاعت ته راستون شي.
متحده ایالات یوازینی هیواد نه دی چې ټینګار کوي چې ایران باید د اټومي موافقې سره موافقت وکړي، چې د عمل ګډ جامع پلان (جی سي پي او ای) په نوم پیژندل کیږي، چې په دغه تړون کې د متحده ایالاتو بیرته شامليدل او د بندیزونو لرې کيدل ويني.
د فرانس د صدر دفتر د جنورۍ په ۲۵ مه وویل که چیرې تهران په خبرو اترو کې جدي وي چې دې تړون ته بیرته راوګرځي، نو دا باید د نورو ګواښونو ورکولو نه ډډه وکړي.
د فرانس د صدر د دفتر يو چارواکي وويل، "که دوی په خبرو اترو کې جدي وي او غواړي چې د عمل په ګډ جامع پلان کې د ټولو برخه اخیستونکو څخه نوې ژمنه ترلاسه کړي، نو لومړی دوی باید له نورو ګواښونو څخه ډډه وکړي او دوهم دوی باید د هغه څه احترام وکړي چې دوی یې د ژمنو په لحاظ سره احترام نه کوي."
د عمل ګډ جامع پلان په ۲۰۱۵ کال کې د ایران، امریکې، چین، روس، بریتانیې، فرانس او جرمني تر منځ جوړ شوی و. دې د تهران په اټومي فعاليتونو د ودرولو په بدل کې د بندیزونو کمولو وړاندیز وکړو او دا تضمین ورکوي چې دا به اټومي بم ونه غواړي.
واشنګټن، د پاریس او برلین سره په ګډه، له تهران سره په پراخه توګه د خبرو کولو هیله څرګنده کړې ده، په ځانګړي توګه د دې د توغندیز پروګرام او سیمه ایز نفوذ په اړه.
د ایران د کړنو په اړه اندیښنه
د اټومي موافقې د یوې برخې په توګه، ایران موافقه وکړه چې د ۱۵ کالو لپاره د "پلوټونیم یا د یورانیم فلزاتو یا د دې په اېلويې د تولید یا ترلاسه کولو" باندې بندیز ولګوي.
خو د جنورۍ په ۱۳ مه، د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې (آی ای اي ای) وویل چې ایران خبرداری ورکړی چې هغه د یورانیم فلزي تولید په اړه څیړنې پرمخ وړي، چې موخه یې په تهران کې د څیړنیز ریکتور لپاره پرمختللی خشاک چمتو کړي.
اروپايي قدرتونو د ایران د پلانونو په اړه ژوره اندیښنه څرګنده کړه او خبرداری یې ورکړو چې تهران د دې عنصر لپاره "معتبر ملکي استعمال" نه لري.
د انګلستان، فرانس او جرمني د بهرنیو چارو وزیرانو د جنورۍ په ۱۶ مه په یوې ګډه اعلامیه کې وویل، "د یورانیم د فلز تولید په احتمالي توګه جدي پوځي پايلې لري."
وزیرانو وویل، "موږ له ایران څخه په کلکه غواړو چې دا فعالیت ودروي، او د عمل ګډ جامع پلان د ژمنو بې له ځنډه پرته اطاعت وکړي که چیرې دا د معاملې د ساتنې په برخه کې جدي وي."
ايران د جنورۍ په ۴ مه هم اعلان وکړو چې دې د ځمکې لاندې فورډو تاسیساتو کې د ۲۰٪ خالصوالې پورې د يورانيم بډايه کولو پروسه پیل کړې ده، چې د هغه حد څخه زياته ده کوم چې په ۲۰۱۵ کال کې په تړون کې ټاکل شوی و.
د پنجشنبې په ورځ، د ایران پارلمان (مجلس) سپيکر محمد باقر قاليباف ادعا وکړه چې ایران په تیره میاشت کې ۱۷ کلوګرامه ۲۰٪ بډايه شوی یورانیم تولید کړي دي -- چې دا د تړون له مخې د دې د ژمنو څخه ترټولو لويه سرغړونه ده.
ایراني مشرانو څه ویلي دي
ایران ویلي دي دا به بشپړ ډول اطاعت وکړي که چيرې بندیزونه لرې شي او دا به د عمل ګډ جامع پلان لاندې د اقتصادي مرستې څخه ګټه پورته کړي.
بیا هم د جنورۍ په ۹ مه په وینا کې، ستر رهبر علي خامنه اي وویل، "موږ ليواله نه يو چې متحده آیالات دې د عمل ګډ جامع پلان کې بيرته شامل شي. زموږ منطقي غوښتنه د بندیزونو لرې کول دي. که بندیزونه لرې کړل شي، نو د عمل ګډ جامع پلان کې د متحده ایالاتو بيرته شامليدل به معنی ولري."
په ورته ورځ، د ایران پارلماني غړي احمد امیرابادي فراهاني وویل چې ایران به د آی ای اي ای پلټونکي وباسي که چيرې د متحده ایالاتو بندیزونه د فبرورۍ د ۲۱ مې نیټې پورې لرې نه کړی شول. دغه آخرنۍ نيټه د سخت دریځه پارلمان لخوا ټاکل شوي ده.
د جنورۍ په ۱۰ مه، قالیباف ورته غوښتنه وکړه او ويې وویل چې ایران به په پام کې ونیسي چې بندیزونه لرې شي کله چې دا د دې توان ولري چې بیا خپل تېل وپلوري او وګړي یې د نړۍ په کچه سوداګري وکړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د متحده ایالاتو په فارن افيرز مجله کې د جنورۍ په ۲۲ مه له متحده ایالاتو څخه وغوښتل چې د بندیزونو لرې کولو لپاره "بنيادي انتخاب" غوره کړي.
ظریف، چې د ۲۰۱۵ کال د اټومي تړون په جوړونوکو کې دی، خبرداری ورکړو چې د اضافي امتیازاتو د ترلاسه کولو لپاره د متحده ایالاتو هر ډول هڅې به په پای کې له ناکامۍ سره مخ شي.
هغه د جنورۍ په ۲۶ مه د روس په مرکزي ښار کې د ایران دریځ څرګند کړو او ويې ويل که چیرې واشنګټن په تهران باندې خپلې جریمې ختمې کړي، نو ایران به د آی ای اي ای پلټونکو په کار کې خنډونه رامينځته نه کړي او د تړون سره سم به خپل مکلفیتونه پوره کړي.
ظریف وویل، "موږ به د دې بشپړ پلي کیدل بيرته پیل کړو."
روس پر ایران رژیم فشار راولي
له اټومي تړون څخه د امریکې د وتلو راهیسې، روس او اروپایي لاسلیکونکو د تړون د ساتلو لپاره د هڅو ملاتړ کړی او ایران ته یې د اټومي بډاینې د پیاوړي کولو په وړاندې خبرداری ورکړی.
د دسمبر په میاشت کې د روس د بهرنیو چارو نايب وزير سرګې ریبکوف پر ایران غږ وکړو چې "د زیات نه زيات مسؤلیت" پر غاړه واخلي، وروسته له هغې چې تهران د پلانونو اعلان وکړو چې د هیواد د اټومي بډایو کولو په مرکزي پلانټ کې پرمختللي سنټرفیوژونه نصب کړي.
ماسکو د متحده ایالاتو د نوې انتظاميې لاندې د دغه تړون د برخلیک په اړه څه لږ غوندې هيله مند دی، په داسې حال کې چې د وسلو د کنټرول مذاکره کونکی میخایل اولیانف د هغې دریځ "د سوداګرۍ په څیر او عملي" ګڼلی دی.
په ورته وخت کې، د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پاليسۍ ستر مشر جوزف بوریل د جنورۍ په ۱۹ مه خبرداری ورکړو چې دا تړون په یو "حساس پړاو" کې دی، ځکه چې د تهران دا هڅې چې د دې تړون څخه سرغړونه وکړي د متحده ایالاتو د بیرته ستنیدو لپاره هڅو ته زيان رسوي.
بورریل د اروپايي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیرانو ته په هغه لیک کې ولیکل چې ای اېف پي ليدلی دی، "مونږ په اټومي برخه او د متحده ایالاتو د بندیزونو په نويو پړاوونو کې ډیر انديښمن پرمختګونه لیدلي دي."
په دغه لیک کې راغلي، "دا زموږ د هڅو په ګډون سفارتي هڅو ته زیان رسوي چې په جی سي پي او ای کې متحده ایالات بیرته شامل شي او ایران په دې مجبوره کړو چې د عمل ګډ جامع پلان په بشپړه توګه پلي کړي."