روغتیا

د کورونا ويروس ناروغۍ په اړه د چین 'بریا' د وبا د نويو کېسونو او لاک ډاونونو له خوا ګډه وډه شوه

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي له خوا

یو سړی د جنورۍ په ۱۵ مه د کورونا ویروس خپریدو پرمهال په ووهان کې د جوړ شوي هسپتال تصوير ته ګوري چې په ووهان کې په یو نمايش کې ښودل شوی چې موخه يې د ویروس سره په مبارزه کې د چین بریا ښودل دي. [نیکولاس اسفوري/ای اېف پي]

یو سړی د جنورۍ په ۱۵ مه د کورونا ویروس خپریدو پرمهال په ووهان کې د جوړ شوي هسپتال تصوير ته ګوري چې په ووهان کې په یو نمايش کې ښودل شوی چې موخه يې د ویروس سره په مبارزه کې د چین بریا ښودل دي. [نیکولاس اسفوري/ای اېف پي]

ووهان، چین -- په داسې حال کې چې ووهان د کورونا ويروس ناروغۍ وروسته د ۷۶ ورځو له لاکډاون له پیل راهیسې د یو کال د لمانځلو لپاره تیاری کوي، بیجینګ لیواله دی چې په ويروس باندې د کنټرول ترلاسه کولو لپاره د هيواد د بريا کیسه وړاندې کړي.

د ووهان د سمندري خوراک بدنام بازار اوس هم د خنډونو په منځ کې دی -- چې هغه وضعيت رايادوي چې یوځل دا ښار د کورونا ویروس د ناروغۍ مرکز و چې له دوو ملیونو څخه ډیر خلک یې وژلي او نړیوال اقتصاد یې ځپلی دی.

دغه ښار، چیرې چې د کورونا ويروس ناروغي په لومړي ځل د ۲۰۱۹ کال په وروستیو کې موندل شوې وه، د شنبې په ورځ (د جنورۍ په ۲۳ مه) له هغه وخت راهيسې يو کال لمانځي کله چې د وبا د له منځه وړلو لپاره په دې کې لاکډاون نافذ کړی شو.

په داسې حال کې چې د دغه ویروس له امله د چین د مړینې رسمي شمیره تر ۵۰۰۰ پورې ده، بیجینګ د لويې بریا په وضعيت کې دی چې خپل دا داستان وړاندې کړي چې څنګه دې د کورونا ويروس ناروغۍ واکسين جوړ کړل او خپل اقتصاد یې بیا پیل کړو.

پيرودونکي د جنورۍ په ۱۹ مه د هوبې صوبې په ووهان کې يو مارکيټ ته څېرمه په سړک روان دي. [هيکټر ريټمال/ای اېف پي]

پيرودونکي د جنورۍ په ۱۹ مه د هوبې صوبې په ووهان کې يو مارکيټ ته څېرمه په سړک روان دي. [هيکټر ريټمال/ای اېف پي]

لیدونکي د جنورۍ په ۱۵ مه په يو کنوینشن مرکز کې د کورونا ویروس پروړاندې د چین د مبارزې په اړه یو نمايش ته ګوري چې مخکې په ووهان کې د ناروغانو لپاره د عارضي هسپتال په توګه کارول شوی و. [نیکولاس اسفوري/ای اېف پي]

لیدونکي د جنورۍ په ۱۵ مه په يو کنوینشن مرکز کې د کورونا ویروس پروړاندې د چین د مبارزې په اړه یو نمايش ته ګوري چې مخکې په ووهان کې د ناروغانو لپاره د عارضي هسپتال په توګه کارول شوی و. [نیکولاس اسفوري/ای اېف پي]

پياده مسافر د جنورۍ په ۱۹ مه په ووهان کې يو مارکيټ ته څېرمه په سړک باندې روان دي. [هيکټر ريټمال/ای اېف پي]

پياده مسافر د جنورۍ په ۱۹ مه په ووهان کې يو مارکيټ ته څېرمه په سړک باندې روان دي. [هيکټر ريټمال/ای اېف پي]

چین په دې هفته کې په ۲۰۲۰ کال کې په جي ډي پي کې ۲.۳٪ وده وښودله -- چې په لسیزو کې تر ټولو کمه وده ده خو لاهم یوازینی لوی اقتصاد دی چې د وبا په جریان کې يې مثبت ارقام ښودلي دي.

لکه څنګه چې رسمي معلومات خپاره شول، دولتي رسنیو د چین د اقتصاد "پياوړتيا او ځواک" وستايلو، خو د تفصيلاتو په اړه چوپه خوله پاتې شوی دی.

د وبا څخه د ګټې ترلاسه کولو لپاره، چين يوه لويه هڅه پيل کړه چې د شخصي حفاظتي تجهیزاتو کمی پوره کړي. د ۷۳۰۰۰ نه زيات شرکتونه د ۲۰۲۰ کال په لومړۍ نیمایۍ کې د ماسک جوړونکو په توګه رجسټر شول -- چې په دې کې د اپرېل په میاشت کې يوازې ۳۶۰۰۰ نوي شرکتونه شامل دي -- په داسې حال کې چې نرخونه او غوښتنه لوړه شوه.

نیویارک ټایمز د تیرې جولایې په مياشت کې راپور ورکړو، د دې هڅې د برخې په توګه، چینايي چارواکي د شنجيانګ په سیمه کې مسلمان اقلیتونه په دې مجبوروي چې په فيکټريو کې کار وکړي. د جون تر ۳۰ مې نيټې پورې، دغه راپور وويل چې د شخصي حفاظتي آلاتو ۵۱ فيکټرۍ په شنجيانګ کې کار کوي.

نوي لاکډاونونه

خو د ویروس په اړه د چین "بریا" په داسې حال کې ښودل کيږي چې په نويو کيسونو کې زیاتوالی راغلی او د لاکډاونونو يوه بله څپه رامينځته شوې ده.

تقريباََ ۱.۶ ملیونه اوسیدونکي د چهارشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۲۰ مه) له بیجینګ څخه د وتلو څخه منع شول وروسته له هغې چې د کورونا ويروس ناروغۍ نوي کېسونه راپورته شول، چې په دې کې هغه دوه کېسونه شامل دي چې د ويروس د نوي قسم سره تړاو لري کوم چې په لومړي ځل په انګلستان کې موندل شوی دی.

د پنجشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۲۱ مه)، چارواکو په شانګهای کې د استوګنې يوه سيمه وروسته له هغې خالي کړه کله چې چینايي چارواکو د کورونا ويروس لږ تر لږه درې نوي کېسونه وموندل.

چارواکو دا ونه ویل چې څومره اوسیدونکي دوی له سیمې څخه اوباسي، خو د پیښې په هکله د ای اېف پي یو خبریال وویل چې بسونه ولاړ وو او يو هوټل ته د مسافرو د منتقل کيدو نه مخکې په هغې د مکروبو ضد سپرې کيږي.

په ورته وخت کې، تعمیراتي کارکونکي شپه ورځ کار کوي چې د شوجیاجونګ ښار کې د قرنطین لوی تاسیسات جوړ کړي، چیرې چې په وروستیو هفتو کې د سلګونو نويو کېسونو وروسته ۱۱ ملیونه اوسیدونکي په سخت لاکډاون کې ساتل شوي وو.

د دولتي رسنیو تیره هفته راپور ورکړو چې د هوبي صوبې په کلیو کې تقريباََ ۲۰۰۰۰ اوسیدونکي په مرکزي تاسیساتو کې قرنطین شوي دي.

په ورته وخت کې، چارواکو د دوشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۱۸ مه) په جيلین صوبه کې تقريباََ درې ملیونه خلک وروسته له هغې په لاکډاون کې واچول کله چې دوی په يو مسافر پلورنکي، چې هلته کې يې سفر کړې و، باندې د ۱۰۰ څخه د ډیرو کېسونو پړه واچوله.

دغه کېسونو د راتلونکي قمري نوي کال د رخصتۍ نه مخکې د کېسونو د احتمالي څپې لپاره چین خورا چمتو کړی دی.

چارواکو خبریالانو ته وویل چې دوی تمه لري چې ۴۰ ملیونه چینایان به هره ورځ د ملي جشن په جريان کې سفر وکړي.

د 'ووهان د بې ګناه ثابتولو لپاره هڅې'

په دې هفته کې په ووهان کې د آرام کولو او سفر کولو د آزادۍ منظرونه په نورو هيوادونو کې د لاکډاونو، د مړینې کچې او د تر فشار لاندې د روغتیا خدماتو خلاف خبرہ ده -- دا هغه هیوادونه دي چې د وبا لپاره چمتو نه وو ځکه چینايي چارواکو د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په میاشت کې د شپږو مهمو ورځو لپاره په دې اړه څه نه وو ويلي.

د ووهان د غوښې د خرڅولو مارکیټونه د پلورونکو نه ډک دي، په داسې حال کې چې په پارکونو او بارونو کې مشرانې ګډا کونکي مشق کوي او هټۍ د "ووهان قوي پاتې شه" په نوم شراب خرڅوي.

"د خلکو واکمني، د ژوند واکمني" د ووهان په نمايش کې هغه نښه وښودله، چیرې چې د چین د ویروس کیسه په پراخه کچه بيانيږي.

سیلانیان د وبا په اړه د بريا او د بحران په حالت کې د چين د کمونیسټ ليډرشپ د مهارت ستاينه کوي.

کمرې د کمونیسټ پارټۍ په جهنډو او د پارټۍ په پیغامونو سینګار شوي، په داسې حال کې چې ویډیوګانې د روغتیایي کارکونکو او عارضي هسپتالونو ستاينه کوي کوم چې په يو ریکارډي وخت کې جوړ شوي وو.

صدر شي جینپینګ د لويو تصويرونو په منځ کې په يو هال کې مشري کوي، چې په ښکاره توګه د ویروس پر وړاندې د غبرګون ثبوت دی.

په ووهان کې ډیر کسان د رسمي دريځ په کلکه تعقيب کوي، په ځانګړي توګه د نړیوال روغتیا سازمان د ماهرينو یوې ډلې سره چې د ویروس سرچينې د معلومولو لپاره کار پیلولولو ته ليواله دي.

د وباد د خپريدو په لومړیو هفتو کې د معلوماتو پټولو او په ناوړه توګه د وبا سمبالو له کبله د نړیوال تنقيد سره، چین د میاشتو لپاره د ډبليو ايچ او ټيم د سفر کولو نه منع کړو.

بیجینګ د ټیم ډیر ځنډ شوی سفر د يو فرصت په توګه ومنلو چې خپل دريځ قوي کړي.

يو ۲۰ کلن وانګ چن اوسيدونکي، چې هغه رسمي کيسې بيانوي چې هڅه يې کړې ده چې د ويروس پړه په نورو هیوادونو واچوي، وویل، "اوس وخت دی چې ووهان بې ګناه ثابت کړو."

د شفافیت په اړه پوښتنې

له چین څخه بهر، د ویروس پر وړاندې د بيجينګ د غبرګون په هکله نظر لږ روښانه دی.

د تیر اکتوبر په مياشت کې، د پیو ریسرچ سینټر یوې مطالعې وموندل چې د چين په اړه د لویدیځ نظر د کورونا ويروس ناروغۍ په دوران کې خراب شو او د چین د شفافيت د نشتوالي په اړه پوښتنې بې ځوابه پاتې دي.

د چین رژیم د کورونا ويروس ناروغۍ په غیر مسؤلانه توګه سمبالولو او ورپسې د هغه غلطو کمپاینونو له امله تر تنقيد لاندې راغلی چې هدف یې د ملامتولو مخه نيول او دروغ خپرول و.

دغه هیواد د تنفسي ناروغۍ خبرونه پټ وساتل کله چې تير کال په لومړي ځل دا ناروغي راپورته شوه، او بل ته د انتقالیدو خطرو ته یې اهمیت ور نه کړو.

د سه شنبې په ورځ (د جنورۍ په ۱۹ مه)، د خپلواکو شنونکو یوې ډلې وویل چې د چین رژیم او ډبليو ايچ او دواړو کيدی شې ډير کار کړی وای او د هغه تباهۍ مخه يې نيولې وې کومه چې له دې څخه وروسته رامينځته شوه.

د وبا د چمتووالي او غبرګون لپاره خپلواک پینل وویل، "د لومړیو نښو لپاره احتمال شتون لرلو چې په ګړندۍ توګه پرې کار شوې وې."

په داسې حال کې چې دا په غربي نړۍ کې د خپلو نقادانو د مطمین کولو توان نه لري، چین د سویل ختیځ آسیا څخه افریقې ته غریبو متحدینو ته رسیدلی او له هغوی سره ژمنه کوي چې له دوی سره به په مناسبه بيه واکسین شریک کړي.

خو د چین تش په نامه "د واکسینو سفارتکاري" د هغو هيوادونو لپاره په سیاسي او اقتصادي قیمت سره راپورته کيږي کومو چې د چين څخه قرضه ترلاسه کړې ده.

سربيره پر دې، د چینایي درمل شرکت مشر د دسمبر په ۳۰ مه وویل، د سینوفارم کورونا ویروس واکسین دریم پړاو وموندل چې کلينيکي آزموینې ۷۹٪ اغیزمنې وې، چې د فایزر- بایو ټیک او موډرنا لخوا د جوړ شويو واکسينو په پرتله ټیټه کچه لري. دغه دواړو تقريباََ ۹۵٪ اغيزمنتوب ښودلی دی.

تاريخ مسخ کول

په ټول چین کې، کمونیست مشرتابه د کورني مصرف لپاره خپلو پیښو ته په بل شکل ورکولو کې بوخت دی، او داسې موضوعات کاروي چې لیدونکي به ورسره په ووهان کې د کورونا ويروس ناروغۍ په اړه په نمايش کې خبر وي.

د سپتمبر په مياشت کې، شي د وبا د روغتیا کارکوونکو ته مډالونه ورکړل، او په "غیر معمولي او تاریخي ازموینه" کې یې د چين د بريا ستاينه وکړه، په داسې حال کې چې د نړۍ ډیره برخه د دې ناروغۍ له لوړې کچې سره مخ ده.

خبرداری ورکونکي، چې چارواکو غلې کړې ول، په داسې حال کې چې وبا په په ووهان کې خپره شوه، د هیوادپالانو په توګه نومول شوي دي، ځکه چې د کمونیست مشرتابه د ویروس د مخنیوي لپاره په ملي کچه هڅې کوي.

د جمعې په ورځ، د دولت لخوا تمویل شوي يوه ډاکومنټري "په ووهان کې شپې او ورځې" به په سینما ګانو وښودل شي، په داسې حال کې چې چې په سلګونو وړیا فلمونه په ټول هیواد کې پلان شوي دي.

دا فلم د کای جين لينګ لخوا جوړ شوی دی، چې د هغه آنلاین سي وي په ګوته کوي چې هغې نږدې د یوې لسیزې راهيسې د بیجینګ د عامه امنیت په دفتر کې کار کړی دی.

د چین د ټولنیزو رسنیو پلیټ فارم ویبو کې د فلم په رسمي پاڼه کې خپره شوې بیا کتنه لیدونکو ته ډاډ ورکوي چې دا د بحران په لومړیو څو هفتو کې په مرګونو او ویره باندې رڼا اچوي.

دغه بياکتنې وويل، "د دې پرځای دا د مينې ... د ځواک له لارې د وبا د سمبالولو تاثر رامینځته کوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500