د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو قول (آی آر جي سي) تېره هفته په خفيه او غير معمولي مراسمو کې د ستراتیژیکي توغنديو د اډې پرانسته وکړه، چې د رژیم په هغو نويو اقدماتو کې يو اقدام دی چې د نړۍ سوداګرۍ ته ګواښ کوي کوم چې د هرمز تنګي څخه تيريږي.
که څه هم د رژیم خبریالان عموماََ په دې ډول غونډو کې برخه اخلي، خو آی آر جي سي دې مراسمو ته د مطبوعاتو او عامو خلکو لاسرسي رد کړه او دا یې ناممکنه کړه چې دا تایید کړي چې ایا دا اډه نوي ده یا مخکې موجود وه.
د آی آر جي سي خبري رسنۍ سپاه نیوز د آی آر جي سي کمانډر حسین سلامي له خولې د جنورۍ په ۸ مه وویل، دغه اډه، چې د راپورونو له مخې په خلیج کې په څه ځای کې موقعیت لري، "د آی آر جي سي د بحري ستراتیژیکي توغندیو لپاره د ډیرو توکیو ذخیره کولو څخه یوه اډه ده".
سلامي زیاته کړه، "د آی آر جي سي په بحري ځواک کې د ذخيره کولو ګڼ شمير ورته مرکزونه دي." "تاسو د توغندیو بشپړ قطار د دوی د ويشتلو د سستمونو سره ليدلې شئ. دا قطار د څو کلوميټرو پورې اوږدو دی."
هغه وويل، "دا توغندي په دقیق ډول لارښود شوي او دقیق دي، او د سلګونو کلوميټرو پورې رينج لري. دا خورا ویجاړونکي دي او د دښمن د برقي [دفاعو] څخه تیريدې شي."
که څه هم، آی آر جي سي د خپلو وسلو په اړه د غرور اوږد تاریخ لري، او د نیمګړي توغندیو او راډار د سستمونو ریکارډ لري، چې زياتره پکې تباه زاړه شوي دي، او که چيرې نوې وي، نو دا د روسي او یا چینايي غير معياري موادو څخه جوړ شوي دي.
د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ د ۸ مې غمجنه پیښه، چې آی آر جي سي په کې په ناڅاپي ډول د اوکراین مسافر وړونکې الوتکه لږ وروسته له هغې وويشتله کله چې دا له تهران څخه پاسيده، د لوړې کچې په غلطيو کې يوه نوې غلطي ده.
دا غلطۍ لږ تر لږه د ۲۰۱۱ کال سره تعلق لري، کله چې د آی آر جي سي ډیر لوړ پوړي پرسونل په هغه چاودنه کې مړه شول چې د ایران د توغندیو د پرمختیا پروګرام سره يې تړاو لرلو.
د انتقام بيانونه
د دسمبر له پیل راهیسې، د ایران رژیم د ګواښونو یوه لړۍ خپره کړه، او د ايټمي ماهر محسن فخریزاده او د آی آر جي سي د قدس ځواک کمانډر قاسم سلیماني د وژلو انتقام اخيستلو غوښتنه کوي .
د آی آر جي سي استخبارات د فخریزاده تر وژنې وروسته تر نيوکو لاندې راغلل. د هغه مرګ، په دې وروستیو کلونو کې د څو نورو ایراني ايټمي پوهانو په وژلو، په حساسو پوځي اډو کې د څو چاودنو او په ایران کې د ايټمي تاسیساتو څخه د حساسو ايټمي او میزایل پروګرام سندونو په پټولو سره، د ایران د استخباراتو په وړتيا باندې په پراخه کچه تنقيد وشو.
د ايران رژيم، چې يوازې شوی او د پراخه کرپشن، د لوړې کچې بد انتظامۍ او د متحده ایالاتو د سختو بندیزونو له امله د اقتصادي سقوط په څنډه ولاړ دی، د جدي جمود او ګرانۍ له امله د ولسي پاڅون له ګواښ سره مخ دی.
د حکومت عاید د تیلو په پلور کې له خنډونو څخه راکم شوی دی.
دولتي رسنیو د جنورۍ په ۴ مه راپور ورکړو، په عین حال کې، ایران د ځمکې لاندې د فورډو په مرکز کې د ۲۰٪ خالصوالې پورې د يورانيم بډايه کولو پروسه پیل کړې ده، چې د هغه حد څخه زياته ده کوم چې په ۲۰۱۵ کال کې په ايټمي تړون کې ټاکل شوی و.
دا د تاریخي تړون لاندې د ایران لخوا د ايټمي ژمنيو څخه وروستۍ او خورا مهمه سرغړونه ده.
د نړيوال ايټمي انرژۍ ادارې (IAEA) ډايريکټر جنرل رافیل ګروسي د دوشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۱۱ مه) وویل، ایران د بډایه کولو په فعالیتونو کې "بالکل ګړندی" پرمختګ کوي او تمه کیږي چې دا به په خپل د فورډو په مرکز کې د ۲۰٪ بډايه شويو يورانيم توليد په مياشت کې ۱۰ کلوګرامه ته ورسوي.
د خلیج اوبو په سر د متحده ایالاتو وروستي بریدونه او د اضافي آلاتو ځای پر ځای کول، په دې وروستيو کې د جنورۍ په ۷ مه د بي-۵۲ جنګي الوتکو پرواز، د ایران یا د هغې د ملیشې ډلو لخوا د هرډول احتمالي برید لپاره د چمتووالي په چوکاټ کې ترسره کيږي.