سياست

د لبنان لپارہ د سلیماني میراث: ناامني، بې ثباتي او خپلمنځي جګړه

د نوحاد توپاليان له خوا

د قدس ځواک د کمانډر قاسم سليماني (ښي اړخ ته) يو تصوير چې په دې وروستيو کې ترلاسه شوی او د ايراني رسنيو له خوا خپور شوی دی، هغه په بیروت کې په یوې غونډه کې په داسې حال کې ښيي چې د حزب الله مشر حسن نصرالله په تندي ښکلوي، يو څو ورځې وړاندې له هغه چې سليماني په بغداد کې د جنورۍ په ۳ مه ووژل شو.

د قدس ځواک د کمانډر قاسم سليماني (ښي اړخ ته) يو تصوير چې په دې وروستيو کې ترلاسه شوی او د ايراني رسنيو له خوا خپور شوی دی، هغه په بیروت کې په یوې غونډه کې په داسې حال کې ښيي چې د حزب الله مشر حسن نصرالله په تندي ښکلوي، يو څو ورځې وړاندې له هغه چې سليماني په بغداد کې د جنورۍ په ۳ مه ووژل شو.

بیروت -- په بغداد کې د امریکې په برید کې د ایران د لوړ پوړي جنرل قاسم سلیماني د وژل کیدو نږدې یو کال وروسته، د هغه ناوړه نفوذ په دامداره توګه د هغه د نږدې همکار حزب الله مشر حسن نصرالله په واسطه په لبنان کې محسوس کيدی شي.

لبنان د لوړ سیاسي او اقتصادي بحران سره مخ دی، چې د نوې کورونا ويروس (کويډ-۱۹) د وبا او د بیروت په بندر کې د اګست په څلورمه نيټه د چاودنې له امله نور هم خراب شوی دی. مرسته کونکو وويل چې د دغه بندر په رغيدو به ۲.۵ ملیارده ډالره لګښت راشي.

ډیر لبنانيان وايي چې حزب الله د هیواد د ستونزو ریښه ده، او د بحران څخه د راوتلو لپاره د لبنان د ښکاره ناتوانۍ پړه په دغه ګوند اچوي.

د سلیماني میراث په مستقیمه توګه د نصرالله او د هغه ترمنځ د نږدو اړیکو سره تعلق لري.

د ایران د ستر رهبر د دفتر لخوا خپور شوی عکس ستر رهبر علي خامنه اي (ګس اړخ ته)، د حزب الله مشر حسن نصرالله (په منځ کې) او د قدس ځواک مرحوم کمانډړ قاسم سلیماني ښیي.

د ایران د ستر رهبر د دفتر لخوا خپور شوی عکس ستر رهبر علي خامنه اي (ګس اړخ ته)، د حزب الله مشر حسن نصرالله (په منځ کې) او د قدس ځواک مرحوم کمانډړ قاسم سلیماني ښیي.

د دسمبر په ۱۲ مه اخیستل شوی يو تصوير د اګست په ۴ مه په مار ميخيل سيمه کې اليکټريسيټي دو لبان ودانۍ ته نژدې په بیروت بندر کې د چاودنې له امله رامنځته شوي تباهي ښيي. څلور میاشتې وروسته، ډیرې تباه شوې ودانۍ لا نه دي مرمت شوي. [نوحاد توپيان/ المشارق]

د دسمبر په ۱۲ مه اخیستل شوی يو تصوير د اګست په ۴ مه په مار ميخيل سيمه کې اليکټريسيټي دو لبان ودانۍ ته نژدې په بیروت بندر کې د چاودنې له امله رامنځته شوي تباهي ښيي. څلور میاشتې وروسته، ډیرې تباه شوې ودانۍ لا نه دي مرمت شوي. [نوحاد توپيان/ المشارق]

د فیوچر مومنټ پخواني پارلماني غړي مصطفی آلوش سليماني د نصرالله "کمانډنګ افسر" په توګه بيان کړو، او ويې ويل چې د نصرالله د رول په بيانولو کې يې "د مبالغې" نه کار واخېستو ځکه چې هغه په حقيقت کې د سليماني ماتحت و.

هغه وویل، د سلیماني رول او له نصرالله سره د هغه اړیکې د هغه نفوذ څخه په ښکاره توګه روښانه دي چې هغه "په پارټۍ او په مستقيمه توګه په پوځ، لوژیستیکي او مادي ملاتړ، چې حزب الله ته يې برابر کړی و، باندې لرلو.

آلوش وویل، دغه نفوذ هر هغه څه متاثره کړل کوم چې په لبنان کې دننه پیښ شوې ول.

د لبنان د پرمختګ مخه نيول

آلوش وویل، "د ۴۰ کلونو لپاره حزب الله د لبنان د بې ثباتۍ لامل پاتې شوی دی، ځکه چې دا په یو دولت کې یو بل دولت دی."

هغه وویل، حزب الله د جګړې څخه ځان د لرې ساتلو د خپلې پاليسۍ سرغړونه کړې او "لبنان یې په ناوړه جګړو کې ښکيل کړی دی"، په ځانګړي توګه د سوریې جګړه او دغه هېواد یې "د ترهګرۍ له ګرداب" سره مخ کړی دی.

هغه وويل، دې د لبنان اړيکې د خلیج هیوادونو په شمول د ګاونډیو هیوادونو سره خرابې کړې دي، چې دې ته يې د مالي پیسو او مرستې لویې سرچینې چمتو کړې وې، او همدارنګه یې له لویدیځ سره د دې اړیکې خرابې کړې دي.

هغه وویل، د حزب الله نه بغير، د لبنان سیاسي ګوندونو "به جمهوري جوړجاړې ته مخه کړې وې". خو د هیواد د سیاسي سیسټم د یوې برخې په توګه د دې شتون "د حکومت د جوړولو مخه نیسي، ځکه چې په دې باندې بندیزونه لګول شوي دي".

تعليمي څیړونکی او د لي حقي غورځنګ فعال ماهر ابو چکرا وایي چې حزب الله د لبنان د بې ثباتۍ بنيادي مسؤلیت په غاړه لري ځکه چې دا په سیاسي نظام واکمن دی.

هغه زیاته کړه چې دې په اکتوبر ۲۰۱۹ کال کې د مشهورو احتجاجونو له پیل راهیسې د موجوده، بې کاره سیسټم ساتنه کړې ده.

هغه وويل، "حزب الله یوه وسله واله پارټي ده او یو ګډ اقتصادي او پوځي نظام او داسې سلطنت لري چې د هیواد دننه او بهر ژورې ریښې لري." "په ورته ډول، دا د دولت په پرتله خورا پیاوړی شوی او د دولت او خلکو لپاره يو جدي ګواښ دی."

هغه وویل، د دې ګوند د قوت سرچینه له ایران سره د دې مستقیمې اړیکې او هغه اړیکې دي چې د نصرالله او سلیماني تر منځ موجود وې.

هغه وويل، که څه هم، د دې داخلي ځواک په هیواد کې د فاسدو سیاسي ځواکونو له کبله دی چې د دې په پراختیا سترګې پټوي او په حکومتي، ښاروالۍ، پارلماني او د سوداګرۍ اتحادیې په ټاکنو کې د ځواکونو سره یوځای کیږي.

نصرالله د سلیماني ماتحت و

سیاسي فعال او د حزب الله مخالف لقمان سلیم وویل، "سلیماني له حزب الله سره خپلې اړیکې پټې نه وې ساتلې."

سلیم وویل، هیڅ څوک دا ادعا نه شي کولی چې د دې اړیکې په اړه ټول معلومات لري. "خو هغه لږ څه چې موږ ته معلوم دي، هغه دا دي چې دا د يو مشر او د هغه د ماتحت تر مینځ اړیکه ده".

هغه وویل، "سلیماني د حزب الله بریالیتوب د هغه د دندو په ترسره کولو کې خپله بریا وګڼله." هغه یادونه وکړه چې په سوریه، یمن او عراق کې د حزب الله عملیات په ټولو هغو سیمو کې وو چیرې چې سلیماني د ایران د نفوذ د غزولو په لټه کې و.

هغه وويل، د دوو کسانو تر منځ په اړیکو کې، دا روښانه وه "چې څوک حکم کوي او څوک يې اطاعت کوي." هغه زياته کړه چې "د سليماني وژل کیدو د ایران د دفاع انځور ته زيان ورسوو او داسې يې دړې وړې کړو چې مخکې داسې دړې وړې نه و شوی."

دې نصرالله هم کمزوری کړو.

هغه وویل د دې ګوند انځور د حزب الله فعال سلیم آیاش د انځور په څير دی، چې په ۲۰۰۵ کال کې يې د لبنان د پخواني وزیر اعظم رفیق الحریري د وژلو له کبله د دسمبر په ۱۱ مه د عمر قيد سزا ترلاسه کړه.

سلیم وویل، "په بندر کې له چاودنې وروسته، دا څرګنده شوه چې دوه خپلواکې ادارې په یو هیواد کې يو ځای نه شي پاتې کيدی، یعنی دولت او کوچنی دولت."

هغه زیاته کړه "لبنان نن باید د ایراني ماډل، چیرې چې کوچنی حکومت واک کوي په داسې حال کې چې دولت د دروغ ګواه په توګه کار کوي، ته مخه کولو کې او د دولت په بيرته بحالولو کې انتخاب وکړي."

د حزب الله سره تړاو لرونکي وزیران تورن شوي دي

ای اېف پي راپور ورکړو، د دسمبر په ۱۰ مه د بیروت په بندر کې د چاودنې په اړه يو مخکښ څيړونکي په تلونکي وزيراعظم حسن دیاب -- چې د حزب الله اتحادي دی -- او په درېو پخوانيو وزیرانو د غفلت تور ولګولو.

یوې قضایي سرچینې وویل، دغه څلور کسان د "غفلت کولو او د سلګونو کسانو د وژلو او د زرګونو نورو کسانو د ژوبل کولو" په تور تورن شول، چې دا د لبنان په تاریخ کې په رسمي توګه د ناست وزیراعظم محاکمه ده."

د چاودنې وروسته، دا خبره خپره شوه چې لوړپوړو امنیتي چارواکو او سیاستدانانو له کلونو راهيسې په دې پوهه وو چې د بیروت په بندر کې په سلګونو ټنه امونیم نایټریټ سَره په ډیر لوی مقدار ذخیره شوې خو د احتیاطي اقداماتو په پورته کولو کې پاتې راغلې ول.

دغه سرچینې وويل، د قاضي فادي ساون پریکړه وروسته له هغې راغله کله چې تحقیقاتو تاييد کړه چې شکمن کسانو "لیکل شوی خبرداری ترلاسه کړی و چې دوی ته يې په کې د امونیم نایټریټ سرې د ضایع کیدو د پريکړې معطل کولو پرضد اخطارونه ورکړې ول".

دغه سرچینې زیاته کړه، چې د نوم نه ښودلو په شرط یې خبرې وکړې ځکه چې هغه د دې موضوع په هکله د خبرو کولو اجاره نه لري، "دوی د چاودنې او د دې د ستر زیان د مخنیوي لپاره اړین اقدامات هم ونه کړل."

نور لوړپوړي چارواکي چې تورن دي په هغې کې د مالیې پخوانی وزیر علي حسن خلیل، او د عوامي کارونو پخواني وزیران یوسف فینیانوس او غازي زیتر شامل دي.

متحده ایالاتو د سپتمبر په مياشت کې په خلیل او فینیانوس باندې د کرپشن او د حزب الله سره د مرستې له کبله بنديزونه ولګول.

تل پاتې پوښتنې پاتې دي

آلوش وویل دلته تل پاتې پوښتنې شتون لري چې لا هم ځواب ویلو ته اړتیا لري، لکه د چاودیدونکو توکو کښتۍ بیروت ته ولې مخه وکړه او چا پریکړه وکړه چې د دې مال په ګودام نمبر ۱۲ کې وساتي.

هغه وویل، دا به معلومه شي چې ایا امونیم نایټریټ، چې د چاودیدونکو توکو مشهوره برخه دہ، د حزب الله په پوځي عملیاتو کې کارول شوې وه.

آلوش وویل چې د دې پوښتنو ځوابونه باید "د چارواکو لخوا د ريښتينې پلټنې سره ورکړل شي، چې له بده مرغه د حزب الله د کوچني دولت ماتحت دي."

ابو چکرا، د لي حقي فعال، وویل چې حزب الله، چې "د سیاسی نظام يوه برخه ده، د بندر چاودنه او آبادۍ ته نژدې د خطرناکو او له پامه غورځول شویو موادو د موجودګۍ" مسوليت په غاړه لري.

البته، "په دې کې شک شته چې آيا تحقیقات به د هغه چا نوم څرګند کړي چې مسؤل دی" ځکه چې د دغه مجرمې سیاسي طبقې غړي د یو بل ساتنه کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500