امنیت

کرملین د افغانستان د ګاونډي هیوادونو د ویرولو لپاره د طالبانو د تاوتریخوالي په هکله د مبالغې نه کار اخلي

د زوماګولی انایوف لخوا

د افغانستان ملي پوځ (ای اېن ای) او افغان ځايي پولیس د نومبر په ۲۸ مه د هرات صوبې په پښتون زرغون ضلعه کې د چاڼړيزو عملیاتو پرمهال ګشت کوي. [هوشنګ هاشمي/ ای اېف پي]

د افغانستان ملي پوځ (ای اېن ای) او افغان ځايي پولیس د نومبر په ۲۸ مه د هرات صوبې په پښتون زرغون ضلعه کې د چاڼړيزو عملیاتو پرمهال ګشت کوي. [هوشنګ هاشمي/ ای اېف پي]

عشق آباد -- په افغانستان کې د طالبانو په تاوتریخوالي کې وروستی زياتوالی د کرملین پلویانو او روسي چارواکو ته يوه بهانه ورکړي چې د هغه هيوادونو د ويرولو هڅه وکړي او هغوی مجبوره کړي چې له روسيې سره په امنيت کې نږدې همکاري وکړي کوم چې د افغانستان سره پوله لري.

د فبرورۍ په میاشت کې د متحده ایالاتو او طالبانو ترمينځ له تړون راهیسې، یاغیانو په مرکزي ښارونو لوی بریدونه نه دي ترسره کړي، خو په کلیواليو سیمو کې یې په افغان ځواکونو تقريباََ هره ورځ بریدونه کړي دي. په دې وروستیو میاشتو کې په تاوتریخوالي کې زیاتوالی هغه وخت راپورته کیږي چې طالبان او افغان حکومت د قطر په دوحه کې د سولې په خبرو اترو کې بوخت دي.

دوی وايي چې هغه هیوادونه چې له افغانستان سره پوله لري، بايد تمه ولري چې د روسيې رژیم به د هغه خطر په اړه نوي بيانونه خپاره کړي کوم چې افغانستان ټولې سیمې ته وړاندې کوي.

الیګزانډر وینډیټکوف، چې د روسيې د امنيت د شورا ډپټي سيکريټري دی، د نومبر په ۱۸ مه د سي آی اېس غړیو هیوادونو د امنیت شوراګانو د سکريټريانو په کلنۍ ناسته کې دا فرضي او تازه افغان خطر په ډاګه کړو.

د طالب پلاوي غړي د سپتمبر په ۱۲ مه د قطر په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمینځ د سولې خبرو اترو په پرانیستې ناسته کې ګډون کوي. [کریم جعفر/ ای اېف پي]

د طالب پلاوي غړي د سپتمبر په ۱۲ مه د قطر په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمینځ د سولې خبرو اترو په پرانیستې ناسته کې ګډون کوي. [کریم جعفر/ ای اېف پي]

په دغه غونډه کې، چې د ویډیو کانفرنس له لارې ترسره شوه، استازو د اوسني چيلنجونو سره د مبارزې په اړتیا، په افغانستان کې په وضعیت او په سیمه کې پر امنیت او د هغې په اغیزو باندې بحث وکړ.

اکمیرات خادیروف (چې دا یې اصلي نوم نه دی)، چې د ترکمنستان د سرحداتو خدمت (جي پي اېس) کې د استخباراتو پخوانی افسر دی، وويل، وینډیټکوف هڅه کوله چې د ترکمستان او د نورو هغو هېوادونو مشران په دې مجبوره کړي چې له روسيې سره يو ځای شي او د امنيت د مسلو په هکله د ماسکو سره همکاري وکړي کوم چې د افغانستان سره پوله لري.

خادیروف وویل، "[وینډیکټوف] وضعیت دومره پېچيده، خطرناک او غير يقيني وګڼلو چې د مرکزي اسیا هغه هیوادونه پر روسیه له تکيه کولو پرته بله چاره نه لري کوم چې له افغانستان سره ګډه پوله لري."

خپلو همکارانو ته په خطاب کې، وینډیټکوف د فبرورۍ په میاشت کې د سولې تړون، په ټول افغانستان کې د سختې جګړې، د طالبانو له خوا د ګڼ شمیر ضلعو اخيستل، او که متحده ایالات له افغانستان څخه ووځي نو د مینځنۍ آسیا امنیت ته د زیاتیدونکي ګواښ احتمال په اړه خبرې وکړې.

ويره خپرول

خادیروف وویل، دا د کرملین له خوا د ويره خپرولو وروستۍ هڅه ده، په داسې حال کې چې د روسیې رژیم په سیمه کې د خپل نفوذ د پیاوړتیا لپاره د افغانستان د غمجن وضعیت په اړه وحشتناکې کیسې خپروي.

هغه وويل، "له شلو کالو راهیسې طالبانو د افغانستان په شمالي ضلعو کې ډیرې ضلعې نیولي دي او د دوی يونټونه د ترکمانستان پولې ته نږدې دي، تر دې دمه په دې وروستیو کې هیڅ یوه هڅه دوی نه ده کړې چې له پولې څخه سرغړونه وکړي یا زموږ خاورې ته داخل شي."

هغه دا بيان د هغه ټولو پیښو د تجزيې پراساس ورکړو چې په تیرو لسیزو کې د ترکمانستان او افغانستان ترمينځ په پوله کې پيښې شوې وې، په داسې حال کې چې ځینې پيښې د ترکمانستان د پولې ساتونکو د وژلو لامل شوي هم دي.

هغه وویل، "په تیرو وختونو کې او اوس هم، دلته او هلته، تاسو د قاچاق کونکو او د پولې پورې غاړې د جرمي ډلو د غړو سره سیمه ایزې نښتې یا ډزې لیدلې شئ." خو د يو ماهر په توګه، زه تاسو ته ویلی شم چې دا په پوله کې ځانګړي ورځې دي. که څه هم، روسیي رسنۍ او کارپوهان دا پیښې د افراطي ډلو وسله والو لخوا د بریدونو په توګه ظاهروي."

د کرملین پلوه کارپوهان نړیوالې ټولنې ته دا ډول پیښې د ترهګرۍ د ګواښونو په وړاندې د ترکمنانو د کمزورۍ او زیان مننې د نښې په توګه وړاندې کوي، او استفاده ترې کوي چې د روسیې اغيزمنې پوځي او سیاسي ګټو ته وده ورکړي.

خادیروف او نورو ترکمن کتونکو وویل، عشق آباد په دې خبر دی چې د افغانستان په هغو صوبو کې څه پيښيږي کوم چې د ترکمنستان سره پوله لري.

هغه وویل، "دا ریښتیا دي چې حالات په افغانستان کې ډیر نازک دي، خو دا وضعیت ترکمنستان یا د مرکزي آسیا نورو هیوادونو ته څه ګواښ نه وړاندې کوي، چې د هغه ادعاګانو برعکس خبره ده چې روسي چارواکې يې د دوی د وېرولو لپاره کوي." "بلکې دا د افغانانو تر منځ جګړه ده، او د هرڅه لپاره توضیح شتون لري."

خادیروف د ترکمن جي پي اېس څخه پټو استخباراتو ته اشاره وکړه او ويې وویل، د افغانستان په سرحدي صوبو کې د دولتي ځواکونو سره د وسله والو طالبانو د جګړې پرمهال عام جرمونه زیات شوي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500