بشري حقونه

چین د استبدادي رژیمونو سره مرسته کوي او کورني مخالفتونه غلې کوي

پاکستان فارورډ او ای اېف پي

یو سرتیری د وینزویلا د مقننه ټاکنو په جریان کې د دسمبر په ۶ مه په کراکس کې د رایې ورکولو په مرکز کې چمتو ولاړ دی. د چین رژیم، د CEIEC له لارې، د وینزویلا صدر نیکولاس مادورو سره مرسته وکړه چې خپلواکه آنلاین مواد لرې کړي او هغه موادو ته وده ورکړي کوم چې د هغه له رژیم سره خواخوږي لري. [کریسټین هرنانډز/ای اېف پي]

یو سرتیری د وینزویلا د مقننه ټاکنو په جریان کې د دسمبر په ۶ مه په کراکس کې د رایې ورکولو په مرکز کې چمتو ولاړ دی. د چین رژیم، د CEIEC له لارې، د وینزویلا صدر نیکولاس مادورو سره مرسته وکړه چې خپلواکه آنلاین مواد لرې کړي او هغه موادو ته وده ورکړي کوم چې د هغه له رژیم سره خواخوږي لري. [کریسټین هرنانډز/ای اېف پي]

د چین د برقي توکو د وارداتو او صادراتو ملي کارپوریشن (CEIEC) د یوې شخړې مرکز دی چې د دغه شخړې له مخې بیجینګ په نړۍ کې له نورو رژیمونو سره مرسته کوي چې انټرنيټ د آزادې وینا او سیاسي مخالفت کولو څخه پاک کړي، چې دې په هیوادونو کې زياتې اندیښنې راپورته کړي او په ځانګړي ډول هغه هیوادونه چې د چین نفوذ د خطر سره مخ دي.

په وروستي مثال کې، CEIEC د وینزویلا دولتي مخابراتي شرکت ته د مهارت چمتو کولو په تور نیول شوی -- چې خپلواکې رسنۍ او د اپوزیسیون مشر جان ګویډو لخوا یې ژوندۍ خپرونې بندې کړي، چې لږ تر لږه ۵۰ هيوادونه یې د هیواد د عارضي مشر په توګه مني.

صدر نیکولاس مادورو د یکشنبې په ورځ (د دسمبر په ۶ مه) د وینزویلا د سیاسي بنسټونو بشپړ کنټرول ترلاسه کړو او په ټاکنو کې یې یوه لويه بریا ترلاسه کړه. د اپوزيسيون ګوندونو د دغه ټاکنو نه انکار کړی و او په پراخه کچه د نړۍ مشرانو د يو فراډ په توګه غندلې و.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په یو بیان کې وویل، "نړیواله ټولنه نشي کولی مادورو، چې په غیرقانوني ډول واکمن جوړ شوی دی ځکه چې هغه د ۲۰۱۸ کال په دويم ځل ټاکنو کې درغلې کړې وه، ته اجازه ورکړي چې په دويم ځل د انتخاباتو د درغلۍ نه ګټه پورته کړي."

د ۲۰۱۹ کال د سپتمبر په ۶ مه د بیجینګ په تیانامین چوک په ګوټ کې د څارنې کیمرو يو لوی قطار. چین د CEIEC په څیر د ډیرو دولتي شرکتونو له لارې په نړۍ کې د نظارت سیستمونه صادروي، چې اکثر د استبدادي رژیمونو سره مرسته کوي. [ګریګ بیکر/ای اېف پي]

د ۲۰۱۹ کال د سپتمبر په ۶ مه د بیجینګ په تیانامین چوک په ګوټ کې د څارنې کیمرو يو لوی قطار. چین د CEIEC په څیر د ډیرو دولتي شرکتونو له لارې په نړۍ کې د نظارت سیستمونه صادروي، چې اکثر د استبدادي رژیمونو سره مرسته کوي. [ګریګ بیکر/ای اېف پي]

په بیجینګ کې د CEIEC د ودانۍ منظر. [CEIEC]

په بیجینګ کې د CEIEC د ودانۍ منظر. [CEIEC]

پومپیو تیره هفته وویل چې CEIEC "د مادورو رژیم د ناوړه هڅو ملاتړ کوي چې له ۲۰۱۷ کال راهیسې د هغه د سیاسي اختلافات مخنيوی کوي او جمهوري پروسو ته زیان رسوي."

د انټرنیټ د آزادۍ پروړاندې مبارزه

متحده ایالاتو د نومبر په ۳۰ مه وویل چې هغه په CEIEC باندې بندیزونه لګوي او د هر هغه دولتي شرکت شتمني بلاک کوي چې په کې ۵۰٪ برخه یا لوړه برخه لري.

د متحده ایالاتو د خزانې سيکريټري سټیون منوشن په یو بیان کې وویل، "متحده ایالات به په دې کې زړه نازړه پاتې نه شي چې هر هغه کس په نښه کړي کوم چې د وینزویلا د خلکو او د نړۍ نورو خلکو جمهوري اراده له مینځه وړي."

د متحده آيالاتو د خزانې وزارت CEIEC د بیجینګ د ستر فایر وال تجارتي بڼه وګڼله چې له انټرنیټ څخه هغه سیاسي حساس مواد لرې کوي چې ته عام کارونکي لاس رسي لري.

CEIEC، په خپله ویب پاڼه کې ځان د "یو دولتي ادارې په توګه بيانوي، چې د چین د مرکزي حکومت لخوا اداره کيږي" او په نړۍ کې ۲۴ څانګې لري چې په ۱۶۰ هیوادونو او سیمو کې فعالیت کوي.

CEIEC وايي چې دا "داسې حلونه پلوري چې د هر وګړي ترټولو بنيادي حقوق خوندي کوي".

CEIEC مخکې له ۲۰۰۶ څخه تر ۲۰۰۸ کال پورې د متحده ایالاتو د بندیزونو لاندې و چې اساس یې هغه قانون و کوم چې ایران او سوریې ته يا له دې څخه د وسلو لیږدولو فعالیتونه منع کوي.

د دسمبر په ۶ مه د مادورو د "بریا" د اعلان وروسته، د برازیل د بهرنیو چارو وزیر ارنستو اراوجو ټویټ وکړو چې رایه یوه "انتخابي مسخره" وه او د مادورو "دیکتاتور" يوه هڅه وه چې خپله واکمني مشروع وګرځوي.

کاناډا او د متحده ایالاتو سازمان په رسمي توګه د دې پایلو د منلو څخه انکار وکړو.

پومپیو دا ټاکنې "د فراډ او جعلسازۍ" په توګه وغندلې.

چین د تیلو تولیدوونکي وینزویلا لوی ملاتړی او سوداګریز شریک دی.

منافقت او دروغ

کله چې د نويو بندیزونو او تورونو په اړه پوښتنه وشوه چې CEIEC "د مادورو غیرقانوني رژیم ملاتړ کوي"، د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند هوا چون ينګ دا ښکېلتیا رد کړه.

هغې د دسمبر په لومړۍ نیټه په یو نيوز کانفرنس کې وويل، "چین په دې باور دی چې د نورو په کورنیو چارو کې د حاکمیت مساوات او نه لاسوهنې ساتل د ملګرو ملتونو د منشور ترټولو مهم اصول دی."

"چین د سایبر امنیت قوي دفاع کونکی دی او په دې باور لري چې د معلوماتو او مخابراتو ټیکنالوژي باید د ټولنیز او اقتصادي پرمختګ ته د وده ورکولو او د خلکو د ښه کولو لپاره وکارول شي."

د دې برعکس، چین د سایبر جنایتکارانو لپاره د "خوندي ځای" په توګه پیژندل شو، وروسته له هغې کله چې دوه چینايي وګړي د کورونا واکسینو د تحقیق د پټولو او په نړۍ کې د سلګونو شرکتونو د هيک کولو له امله تورن شول.

د متحده ایالاتو معاون لوی څارنوال جان ډیمرز د جولای په مياشت کې د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت په یو بیان کې وویل، "چین اوس د شرمناکو هیوادونو په کلب کې خپل ځای د روسیې، ایران او شمالي کوریا تر څنګ ترلاسه کړی چې د سایبر مجرمانو لپاره خوندي ځای چمتو کوي."

د چین رژیم په عین وخت کې د معلوماتو خپل جنګ نويو کچو ته رسوي، چې د کرملین لخوا کارول شوي او ازمويل شوي ریښتیني تاکتیکونه په کار اچوي او د سازشي نظريو خپرولو ته خپل شکل ورکوي او په ګڼ شمیر متنازعه موضوعاتو کې تور لرې کوي.

چینایي رژیم له کلونو راهیسې د ګڼ شمیر هیوادونو لخوا د ستراتیژیکي ګواښ په توګه ګڼل کیږي، په دې وروستیو کې، که څه هم، په ټوله نړۍ کې د بیجینګ د عملونو اغیزې د خطر کچه لوړه کړې ده.

د لیرې پرتې همالیه درو څخه کوچني سمندري ټاپوګانو ته، مخ په زیاتیدونکي جارحانه چینایي رژیم داسې شخړې رامینځته کوي چې مخکې يې هیڅکله نه وې رامينځته کړې.

د چین صدر شي جینپینګ په عامه بيانو کې جارحانه الفاظ کاروي، په داسې حال کې چې په ورته وخت کې چینایي پوځ ډیر جارحانه چلند کوي او د نورو خپلواکه هیوادونو په خاوره کې بريدونه ترسره کوي.

پومپیو د دسمبر په ۳ مه په یو بیان کې وویل، په هانګ کانګ کې د بې باورۍ پروړاندې د بيجنګ مبارزه -- په دې وروستيو کې د جمهوريت پلوه فعالینو د قيد کولو په ګډون -- "یوځل بیا دا خبره په ګوته کوي چې د چین کمونست ګوند ترټولو لویه ویره د خپلو خلکو آزاده وینا او آزاده فکر دی"

د تربيتي کیمپونو سره اړیکې

کتونکي خبرداری ورکوي، وینزویلا د CEIEC یوازینی هدف نه دی.

ایوراشیا نیټ په سپبتمبر ۲۰۱۹ کال کې راپور ورکړو، "چین خپل بریدګر، جامع نظارت مرکزي آسیا ته صادروي."

CEIEC قرغزستان ته د مخ پېژندنې پرمختللې ټیکنالوژي ورکوي، هُم هغه ټیکنالوژي چې چینايي چارواکو د شینجیانګ سیمې د کنټرولولو لپاره کارولې وه.

د متحده ایالاتو د ملي استخباراتو ډايريکټر جان راټکلیف د دسمبر په ۳ مه د وال سټریټ ژورنال د نظر وړاندې کولو په پاڼه کې وليکل، "د چین مشران هڅه کوي چې د خلکو حقونه د کمونست ګوند ارادې ته تسلیم کړي." هغه زياته کړه چې چین د دوهم نړيوال جنګ راهيسې "د جمهوريت او په نړۍ کې د آزادۍ لپاره ترټولو لوی ګواښ دی.

د دې هڅې روښانه شواهد په شینجیانګ سیمه کې دي چيرته چې له یو ملیونه څخه ډیر مسلمانان په تربيتي کيمپونو کې قيديان دي ځکه چې بیجینګ هڅه کوي چې دا ټولنه په زور ضم کړي او د هغې اسلامي میراث له مینځه یوسي.

د سپتمبر په مياشت کې، یو تحقیقاتي راپور تفصيل ورکړو چې چینايي چارواکو څنګه په وروستیو کلونو کې په شینجیانګ کې تقريباََ ۱۶۰۰۰ جوماتونه د دغه هڅو د برخې په توګه تباه کړل.

د متحده ایالاتو سناتورانو د اکتوبر په ۲۷ مه یو پریکړه لیک صادر کړ او اعلان یې وکړو چې د چین رژیم د اویغورانو او نورو ترکي ژبه ويونکو نسل وژنه کوي.

په بهرني ټاکنو کې د چینایانو د لاسوهنې خبرونه به د هغه هيوادونو لپاره يو ښه خبر نه وي چې د چینايي نفوذ تر لاندې دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500