اقتصاد

د ایران څخه قاچاق شوي محصولات د پاکستاني پلورونکو لپاره د لوی زیان لامل کیږي

د اشفاق يوسفزۍ لخوا

پلورونکي د ۲۰۲۰ کال د جولای په ۲۶ مه په کويټه کې په یوې کوڅه کې مڼې خرڅوي. [بنارس خان/ ای اېف پي]

پلورونکي د ۲۰۲۰ کال د جولای په ۲۶ مه په کويټه کې په یوې کوڅه کې مڼې خرڅوي. [بنارس خان/ ای اېف پي]

پېښور - په پاکستان کې بزګران او پلورونکي له ایران څخه د محصولاتو د قاچاق په اړه اندیښنې راپورته کوي.

د ځايي بزګرانو او پلورونکو په وینا، هر ډول میوې او سبزي له ایران څخه د افغانستان له لارې او د تفتان سرحدي لارې د پاکستان بازارونو ته قاچاق کیږي.

د خېبر پښتونخواه په سوات ضلعه کې د مڼو د یو درجن باغونو مالک شاد علي وویل، "له ایران څخه قاچاق شوي مڼې د پاکستاني محصولاتو په پرتله په ارزانه بیه شتون لري، چې موږ ته لوی زیان اړوي." "له ایران څخه سبزي او میوې د مالیاتو څخه د بچ کيدو لپاره د افغانستان له لارې منتقل کيږي."

هغه وضاحت وکړو، دغه توکي د افغاني محصولاتو په نوم صادریږي، چې کمه مالیه لري.

د سړک غاړې د مېوو پلورونکی د دسمبر په ۹ مه په پېښور کې د پیرودونکو په انتظار دی. [اشفاق یوسفزۍ]

د سړک غاړې د مېوو پلورونکی د دسمبر په ۹ مه په پېښور کې د پیرودونکو په انتظار دی. [اشفاق یوسفزۍ]

علي وويل، د افغانستان نه علاوه ټول هېوادونه د یو کلو ګرام په سر ۱۷٪ ماليه پاکستان ته ورکوي، خو د ایران حکومت خپلو صادرونکو ته په غیرقانوني ډول د پیسو ګټلو لپاره اجازه ورکړې ده.

په پېښور کې د کسټم یو چارواکي شکور شاه وویل، "دا کار کروندګرو او حکومت ته هم زیانونه رسوي."

د قانون له مخې، وارد کونکي باید د مڼو د يو کلو په سر ۵۶ (.۳۶ آمريکايي ډالره) محصول ورکړي چې د ايران نه راځي او د هغه مڼو د يو کلو په سر ۸ روپۍ (.۰۵ آمريکايي ډالره) ورکړي کوم چې له افغانستان څخه راځي.

هغه وويل، سوداګر د افغانستان له لارې ايراني واردات د افغاني وارداتو په توګه څرګندولو سره او لومړې افغانستان ته په ليږدولو سره د پام وړ ماليې نه ډډه کوي.

شاه وویل، "ايراني چارواکي د دې قاچاق په مخه نيولو کې هيڅ دلچسپي نه لري."

په پېښور کې د میوو پلورونکي جبار ګل وویل، "په سیمه کې کرل شوي مڼې ګرانې دي، په داسې حال کې چې قاچاق شوي مڼې ارزانې دي."

هغه وویل، یو تن کولای شی چې ۲ کلو ګرامه مڼې په ۱۲۰ روپو (۰.۷۵ امریکایي ډالره) واخلي، په داسې حال کې چې د ورته مقدار پاکستانۍ مڼو بیه ۴۵۱ ( ۲.۸۱ آمريکايي ډالره ) ده.

په پېښور کې د يو جنرل سټور مالک محمد سلطان وویل، "له ایران څخه قاچاق شوي يو ليټر جوس د پاکستان د محصلاتو په مقابل کې د نیم ډالر [۸۰ پاکستانۍ روپۍ] په کمه بيه خرڅيږي، کوم چې دلته په ۲۴۰ روپيو (۱.۵۰ آمريکايي ډالره) په بيه دستياب دي."

هغه وویل، په پاکستان کې د جوس څو ملتي تولیدوونکي د ایران د قاچاق په اړه اندېښمن دي.

خراب کیفیت

په پېښور کې د ميوو پلورونکي حيات الله په وينا، په داسې حال کې چې ايراني ميوه د ځایي محصولاتو په پرتله زياتې پيسې ترلاسه کوي، خو دا کيفيت نه لري.

هغه وویل، "دا د ځایي محصولاتو په څیر خوندور نه دي، خو پیرودونکي یې اخلي ځکه چې ارزان دي."

جاوید خان، چې په دغه خونه کې يوه عهده لري، وويل چې په پېښور کې د سرحد د سوداګرۍ او صنایعو اتاق د حکومت څخه غوښتنه کوي چې د افغان د پولې له لارې د ایراني محصولاتو واردات بند کړي.

د خان په وینا، په پاکستان کې د مڼو په يو کريټ باندې ۹۰۰ روپۍ ( ۵.۶۱ ډالره ) لګښت راځي، چې معمولا ً به په ۱۶۰۰ ( ۹.۹۸ آمريکايي ډالره) بیه خرڅ شي. د ایران څخه د مڼو قاچاق دغه بيه ۱۰۰۰ روپيو (۶.۲۴ آمريکايي ډالرو) ته راکمه کړې ده.

ډان ورځپاڼې راپور ورکړو چې د وزیر اعظم عمران خان لپاره د سوداګرۍ او پانګونې سلاکار عبدالرزاق داود د نومبر په مياشت کې د سنېټ پينل ته وويل، حکومت د قاچاق د مخنيوي لپاره اقدامات کوي.

د ایران د مڼو او نورو توکو په ګډون د ميوو د قاچاق مسله د سوداګرۍ او کپړو د صنعت په اړه د سنېټ د دايمي کمېټۍ په غونډه کې تر بحث لاندې راغله.

د مردان د ميوو په مارکیټ کې یو پلورونکي محمد نبي وویل، "حکومت باید غوښتنه وکړي چې سوداګري د قانوني لارو لاندې راوستل شي او دا چې ایرانیان مالیه ورکوي چې ځایي سوداګر له لوی زیان څخه خوندي کړي."

هغه وویل، د میوو او جوس سربیره، ایران د مالیو څخه د بچ پاتې کيدو لپاره پاکستان ته په غیرقانوني لارو پیاز او ټماټر لیږي.

هغه زياته کړه، ايران د قاچاق ملاتړ کوي، چې دا په پاکستان کې سيمه ييز سوداګر او کروندګر خورا متاثره کوي.

نبي وویل، چې د ایران څخه قاچاق شوي د میوو زیاته برخه په ريړو کې پلورل کیږي ځکه چې دوکانداران وايي چې دوی خرابې میوې په پیرودونکو نه شي خرڅولی.

"زموږ پیرودونکي غوره توکي غواړي او قیمت یې ادا کوي ... زیاتره کسان د کم نرخونو سربیره د ایراني میوو اخيستلو ته چمتو نه دي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500