تروريزم

د هغه زيارت بيرته پرانيستل په قبایلي سیمو کې د تل پاتې سولې لپاره هیلې رامینځته کوي کوم چې د طالبانو له خوا ويجاړ شوی و

د سيد ناصر عباس لخوا

په جنوبي وزیرستان کې د دسمبر په ۵ مه د نوي جوړ شوي موسی نیکه زیارت منظر. [سید ناصر عباس]

په جنوبي وزیرستان کې د دسمبر په ۵ مه د نوي جوړ شوي موسی نیکه زیارت منظر. [سید ناصر عباس]

پېښور -- ځايي اوسيدونکي وايي، په جنوبي وزیرستان کې د موسی نيکه زیارت بيرته پرانستل، چې په ۲۰۱۱ کال کې د طالبانو چاودنې ويجاړ کړی و، په قبایلي سیمو کې د ترهګرۍ پر وړاندې د سولې د ځواک نښه ده.

د خېبر پښتونخواه د فرنټير کور انسپکټر جنرل میجر جنرل محمد عمر بشیر د نومبر په ۱۰ مه د قبایلي مشرانو، ځايي انتظاميې او لوړ پوړو چارواکو سره د دغه بيرته جوړ شوي زيارت پرانيسته وکړه.

د ضرب عضب په څیر د پوځي عملیاتو له کبله، چې امنیتي ځواکونو شپږ کاله وړاندې د پاکستان په قبایلي سیمو کې د وسله والو ډلو پرضد پیل کړې ول، ترهګري په سیمه کې په پراخه کچه کمه شوې ده، چې د دغه زیارت د بیارغونې لپاره يې زمینه برابره کړه.

د سیمه ایز خبریال آدم خان وزیر په وینا، د طالبانو ويستل او د سولې بیرته راستنیدل هم په دې معنی دي چې پيروان اوس د دې زیارت د ليدلو لپاره زړه نا زړه نه دي. د تروریستانو د بمي چاودنې نه مخکې، دغه زيارت ډير پيروان لرل.

وزیر وویل، "خلک د موسی نيکه او د هغه د زيارت لپاره ډير زيات احترام او مينه لري، ځکه چې هغه د وزیر قبیلې پلار او یو مذهبي شخصیت و."

هغه وويل، "زه د فرنټير کور ستاينه کوم چې دا ښکلی زيارت يې بيرته ودان کړو." "د مقبرې بیارغونه د صوفیانو او اوليانو د مينه والو او پیروانو يوه اوږدمهاله غوښتنه وه."

دغه زیارت د وانا، چې د جنوبي وزیرستان ایجنسۍ ترټولو لوی ښارګوټی دی، څخه ۵۰ کلو مټره لرې پروت دی او د برمل وادۍ په غرنيزه سيمه کې د افغانستان له پولې څخه تقريباََ ۵۰۰ متره لرې دی.

مخکې له دې چې په ۲۰۰۰ کال کې طالبانو دغه سیمه کنټرول کړه، ګڼ شمير ځایي نارینه او ښځې به دغه زیارت ته تلل چې صوفي ولي موسی نيکه ته درناوی وړاندې کړي.

د تروریزم پروړاندې متحد

د وانا بازار یو هټيوال شهزاده وزیر وویل، ځایي اوسیدونکي د زیارت د بیارغونې هرکلی کوي او ترهګري غندي، چې قبایلي سیمه یې په پراخه کچه متاثره کړې ده.

هغه وويل، "کله چې په دغه زيارت بريد وشو ... ځايي خلک غوسه او خفه شول." "مونږ احتجاجونه وکړل."

هغه زیاته کړه، "د وانا ټول بازار ته صدمه ورسیده." "ځایي اوسیدونکو ترهګري وغندله او له تروریزم څخه نفرت کوي."

په وانا کې میشت ټولنیز فعال شاه حسین وویل، د طالبانو دغه عمل د ټولو مذهبونو په غړو کې غوسه راپورته کړه.

هغه وویل، "موسی نیکه زموږ مشر و." "د هغه قبر زموږ د شناخت نښه ده. حتی هغه کسان چې د موسی نیکه پیروان نه دي د دغه [چاودنې] غندنه وکړه." دا زموږ د کلتور او د صوفیزم برخه وه.

د وانا خبریال ظفر خان وزیر وویل، د موسی نیکه زیارت بیارغونې په سیمه کې له کلونو تاوتریخوالي وروسته ځایي خلکو ته په ډاډ ورکولو کې مهم رول لوبولی دی.

هغه وويل، "په دغه زيارت کې چاودنې وزير قبایل غوسه کړي ول." "د مقبري بیارغونه د ځایي خلکو غوښتنه وه، کومه چې چارواکو په پای کې پوره کړه."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500