روغتیا

د چین د ټرانسپلانټ ډله له مايوسه شويو پاکستانیانو څخه ګټه پورته کوي

د اشفاق يوسفزۍ لخوا

په ۲۰۱۷ کال کې د چین د شانګهای ښار په یو هسپتال کې طبي عمله آرام کوي، په داسې حال کې چې د يو مريض جراحي ترسره کيږي. [چندن خانه/ای اېف پي]

په ۲۰۱۷ کال کې د چین د شانګهای ښار په یو هسپتال کې طبي عمله آرام کوي، په داسې حال کې چې د يو مريض جراحي ترسره کيږي. [چندن خانه/ای اېف پي]

پېښور -- هغه پاکستانیان په چين کې جراحي ترسره کوي کوم چې د اندامونو ټرانسپلانټ ته سخته اړتیا لري. په چين کې غیر مسلکي ډاکټران او بې کاره تاسیسات د جدي ناروغيو او حتی د مرګ لامل ګرځي.

په ورته وخت کې، چینایی جعلي ماهرين بېوزله پاکستانیان دې ته هڅوي چې د پیسو لپاره خپل اندامونه خرڅ کړي.

ډاکټر اکرم خان، چې په پېښور کې په لیډي ریډینګ هسپتال (اېل آر ايچ) کې د ګردو لګولو سرجن دی، وويل، "خلک چین ته ځي ځکه چې دوی په اسانۍ سره اندامونه ترلاسه کولی شي که چیرې دوی پيسې ورکړي، په داسې حال کې چې پاکستان د اندامونه ورکول قانوني کړي خو چیرې چې ناروغان دې ته اړتیا لري چې هغه اندامونه ترلاسه کړي کوم چې د هغوی د نږدې خپلوانو لخوا ورکړل شوي وي."

هغه وويل، خو یوځل په چین کې، ناروغانو "داسې اندامونه ترلاسه کړي چې یوشان نه وو یا له ناروغ څخه ترلاسه شوي وو، او جراحي د غیر روزل شويو کارمندانو لخوا ترسره شوي وه".

نیول شوی ډاکټر فواد ممتاز (په منځ کې) او د هغه طبي مرستيالان، چې له اجازې پرته يې د ګردو د بدلولو لپاره جراحي ترسره کوله، په ۲۰۱۷ کال کې د پاکستان په لاهور کې د فدرالي تحقیقاتو ادارې په مرکز کې ولاړ دی. [عارف علي/ای اېف پي]

نیول شوی ډاکټر فواد ممتاز (په منځ کې) او د هغه طبي مرستيالان، چې له اجازې پرته يې د ګردو د بدلولو لپاره جراحي ترسره کوله، په ۲۰۱۷ کال کې د پاکستان په لاهور کې د فدرالي تحقیقاتو ادارې په مرکز کې ولاړ دی. [عارف علي/ای اېف پي]

امید خان، ۲۳ کلن، د می په ۲۶ مه په حیات آباد کې د ګردو د بيمارو په انسټیټوټ کې د ګردې لګولو وروسته روغ شوی دی. د هغه خور هغه ته ګرده ورکړه. [اشفاق یوسفزۍ]

امید خان، ۲۳ کلن، د می په ۲۶ مه په حیات آباد کې د ګردو د بيمارو په انسټیټوټ کې د ګردې لګولو وروسته روغ شوی دی. د هغه خور هغه ته ګرده ورکړه. [اشفاق یوسفزۍ]

هغه د ۲۶ کلن افغان د کېس حواله ورکړه چې په دې وروستیو کې په اېل آر ايچ کې وروسته له هغې مړ شو کله چې د هغه بدن د ګردې لګول رد کړل.

هغه وويل، دغه کس چین ته په داسې حال کې تللې و چې دواړه ګردې یې خرابې وې او د ګردې لګولو لپاره یې ۴۳۰۰۰ ډالره (۶.۹ ملیونه پاکستانۍ روپۍ) ورکړې وې، خو یوه میاشت وروسته هغه پېښور ته راوړل شو، چېرې چې هغه مړ شو.

هغه وويل، "چین د نورو اندامونو سره د ځیګر، ګردو او قرنیې لګولو لپاره ترټولو لوی بازار ګرځیدلی دی." ناروغان د پاکستان او نورو هیوادونو څخه سفر کوي، چې د لوړې پاملرنې ترلاسه کولو د احساس له امله دوکه کيږي. "خو دوی اکثر د اپريشن وروسته ناروغۍ ترلاسه کوي."

هغه وويل، "چین د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خلکو ته د ټرانسپلانټ ارزانه جراحي وړاندې کوي، خو پایلې یې د اطمينان وړ نه دي."

په بهرنيانو باندې د مجرمانو اندامونه خرڅول

د پاکستان حکومت د اندامونو د غیرقانوني قاچاق د ختمولو لپاره د انساني اندامونو د ټرانسپلانټ اداره (هوټا) جوړه کړه او په سپتبمر ۲۰۰۷ کال کې يې د انساني اندامونو او ټشوز د ټرانسپلانټ قانون نافذ کړو چې د اندامونو ټرانسپلانټ قانوني کړي.

ډاکټر جواد، چې د هوټا غړی دی، وویل، "په ۲۰۰۶ کال کې، دا راپور ورکړل شو چې د ګردو تقريباََ ۲۰۰۰ ټرانسپلانټونه په پاکستان کې ترسره شول، چې په دې کې ۱۵۰۰ بهرنيان دي." "اوس مهال زموږ په هیواد کې هیڅ بهرني ته ګردې یا نور اندامونه نه ورکړل کیږي. د دې قانون له جوړيدو وروسته، غوښتونکي اوس چین ته ځي."

هغه وویل، د دې قانون له مخې هغه پاکستاني ناروغان چې ټرانسپلانټ کول غواړي، هغوی داسې مرسته کونکو ته اړتیا لري چې د کورنۍ نږدې غړي وي. د مرسته کونکو او ترلاسه کونکو ريکارډ د ملي ډیټابېس او رجسټریشن ادارې له لارې کتل کیږي.

هغه وویل، "دې کار په پاکستان کې د غیرقانوني ټرانسپلانټېشن سوداګري بنده کړې ده، او هغه څوک چې مرستندویان نه مومي چین ته تلل غوره ګڼي، چیرې چې دوی د پیسو له ورکولو وروسته اندامونه ترلاسه کوي."

جواد وويل، د چین رژیم په ۱۹۸۴ کال کې یو قانون جوړ کړو چې له اعدام شويو مجرمانو څخه د اندامونو لرې کول يې تصویب کړل، چې د ټرانسپلانټيشن لپاره يې ګڼ شمير اندامونه چمتو کړل.

هغه وويل، "په ټوله نړۍ کې د بشري حقونو سازمانونه د دې قانون له کبله په چین انتقاد کوي، خو دا عمل دوام لري، او چین په بهرنيانو باندې د اندامونو له پلور څخه ډیرې پیسې ترلاسه کوي."

د پېښور په خېبر ټيچنګ هسپتال کې د سترګو ماهر ذاکر الله خان وویل، "په ټوله نړۍ کې د بشري حقونو سازمانونه د چین په دې قانون انتقاد کوي ، مګر دا عمل دوام لري ، او چین په بهرنيانو باندې د اندامونو له پلور څخه ډیرې پیسې ګټي."

"خو پاکستانیان د اندامونو په ورکولو کې زړه نازړه دي، نو ځکه ناروغان چین ته سفر کوي سره له دې چې پوهیږي دوی کيدې شي له ستونزو سره مخ شي." "ما په تیرو شپږو میاشتو کې د لسګونو څخه ډیر ناروغان معاینه کړي چې په چین کې د قرنیې ټرانسپلانټ ترلاسه کولو وروسته یې د سترګو نظر په بشپړ ډول له لاسه ورکړی دی."

۲۵ کلن سهیل احمد، چې د چارسدې اوسیدونکی دی، د خپلې ښې قرنیې د علاج لپاره بیجینګ ته نږدې ښار ته سفر وکړو.

احمد وویل، "موږ ۲۵۰۰ ډالره [۳۹۹۹۵۴ پاکستانۍ روپۍ] ورکړې او هیله مو لرله چې چې زما کمزوری نظر به ښه شي، خو یوه میاشت وروسته ما هیڅ نه لیدل." احمد زیاته کړه چې هغه د چینايي ډاکټرانو د غلطو جراحو له امله په بشپړه توګه خپل نظر له لاسه ورکړو.

هغه وويل، "په پېښور کې د چینايي هسپتال یو استازي موږ هلته ولیږلو." "اوس، موږ په قانوني توګه د قرنیې د ټرانسپلانټ لپاره په پېښور کې د ډاکټرانو سره ليدل کوو. موږ د انتظار په لیسټ کې یو."

د اندام د ورکولو کلتور بدلول

خان، چې د سترګو ډاکټر دی، وويل چې د هغه هسپتال په تیرو دوو کلونو کې په پېښور کې د ۳۰۰ قرنیو ټرانسپلانټونه ترسره کړي دي او د بریا کچه یې له ۹۸٪ څخه زياته ده.

هغه وویل، "موږ د شمالي امریکې د پاکستان د نسل د ډاکټرانو ټولنې څخه وړیا قرنیې ترلاسه کوو، کوم چې موږ هغه کسانو ته ورکوو چې د چا قرنیه خرابه شوې وي." "اندامونه صحتمند دي، او روزل شوي کارمندان د غوره زیربناوو سره ټرانسپلانټونه ترسره کوي."

په لاهور کې د ځيګر د ټرانسپلانټ سرجن شاهد احمد چوهدري وویل، چین ته د ټرانسپلانټېشن لپاره د مايوسه او دوکه شويو کسانو د منع کولو لپاره یوازنۍ لاره دا ده چې په پاکستان کې د اندامونو د ورکولو کلتور ته وده ورکړل شي.

هغه وويل، "موږ په پاکستان کې د اندامونو د ټرانسپلانټ د ۱۸ نه د زیاتو ډولونو لپاره سرجنان او تاسيسات لرو، خو موږ مرسته کونکي نه لرو، نو ناروغان چین ته ځي، چیرې چې دوی د اضافي روغتیایي ستونزو سره مخ کیږي."

هغه وویل، د چین حکومت د دې ډول مشکوکو تاسیساتو او جراحانو په وړاندې هیڅ اقدام نه کوي ځکه چې دا هسپتالونه حکومت ته مالیه ورکوي او له همدې امله له قانوني خنډونو څخه خوندي پاتې کيږي.

هغه وویل، ناروغان د ټرانسپلانټ ترلاسه کولو وروسته میاشتني معایناتو ته اړتیا لري، خو د چین څخه بیرته راستنیدونکي د داسې جراحۍ وروسته داسې تاسیساتو ته لاسرسی نه لري، چې دا د دوی روغتیایي وضعیت خرابوي.

د غریبانو څخه د اندامونو راټولول

د چارواکو په وينا، د چین د ټرانسپلانټ مرکزونو اجنټان په پاکستان کې کار کوي چې احتمالي ناروغان وهڅوي او بېوزلي دې ته وهڅوي چې خپل اندامونه خرڅ کړي.

ډان ورځپاڼې راپور ورکړو چې د فدرالي تحقیقاتو ادارې د سپتمبر په ۷ مه هغه بين المللي ډله ونيوله چې په چین کې په غیر اخلاقي توګه د اندامونو په ټرانسپلانټ کې ښکيل وه.

دې اووه شکمن مرستندویان او اجنټان ونیول. تورنو اجنټانو بېوزله او ضرورت مند کسان هڅول چې خپلې ګردې يا د خپل ځيګر څه برخه خرڅه کړي، په داسې حال کې چې جراحي په چين کې ترسره کيږي.

ډان ورځپاڼې راپور ورکړو، "د لومړنۍ پلټنې په جریان کې، دا معلومه شوه چې استازو په چین کې اړیکې لرلې، چیرې چې دوی چینايي ډاکټران د ټرانسپلانټ لپاره لرل."

یو اجنټ مرسته کونکي ته تقريباََ ۲۵۰۰ ډالره (۴۰۱۲۵۰ پاکستانۍ روپۍ) ورکوي او چین ته د هغه د سفر انتظام کوي. دا پيسې هغه کس ته ډيرې ښکاري کوم چې په ناوړه مالي وضعيت کې وي، خو دا د اندام د لاسه ورکولو وروسته د مشکلاتو او د جراحۍ وروسته د احتمالي ستونزو په پرتله هيڅ نه دي.

ټرانسپلانټ ترلاسه کونکی معمولاََ چین ته د خپل سفر انتظام کوي.

په دغه راپور کې ویل شوي چې دا ډله د نړیوالې ډلې يوه برخه وه.

"د تحقیقاتو په جریان کې، دا څرګنده شوه چې دې ډلې په تیرو میاشتو کې تقريباََ ۳۰ کسان چين ته ليږلي دي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ښه معلومات

ځواب