زغم

پاکستان په خېبرپښتونخواه کې د ترهګرۍ ځپلي اقلیتي قربانیانو سره د مرستې لپاره فنډ جوړ کړو

د عديل سعيد لخوا

د پېښور په آل سېنټ چرچ کې یوه ښځه د ۲۰۱۳ کال په اکتوبر کې د دغه کال د غبرګې چاودنې د قربانیانو لپاره دعا کوي. [عديل سعيد]

د پېښور په آل سېنټ چرچ کې یوه ښځه د ۲۰۱۳ کال په اکتوبر کې د دغه کال د غبرګې چاودنې د قربانیانو لپاره دعا کوي. [عديل سعيد]

پېښور -- پاکستاني چارواکو په خېبر پښتونخواه کې د اقلیتي ټولنو د هغه غړو لپاره د ۲۰۰ مليونو روپو (۱.۳ مليونه امريکايي ډالره) د مرستې فنډ جوړ کړی دی کوم چې د ترهګرۍ قربانيان شوي دي.

په مستحقو کسانو کې د تروریستي بریدونو زخميان او د وژل شويو کسانو کورنۍ شاملې دي.

د خېبر پښتونخواه د صوبايي اسمبلۍ غړي او د اقليتونو د چارو لپاره د خېبر پښتونخواه د وزير اعلی ځانګړي معاون وزير زاده وويل، د وفاق او د خېبرپښتونخواه حکومتونو د ترهګرۍ ځپلي اقليتي قربانيانو د بحالۍ لپاره د مرستې فنډ جوړ کړو.

هغه د نومبر په ۱۰ مه وویل، په دې دواړو حکومتونو کې هر يو په دې فنډ کې د ۱۰۰ مليونه روپو (۶۲۶۰۰۰ آمريکايي ډالره) مرسته وکړه.

په اکتوبر ۲۰۱۳ کال کې په پېښور کې په آل سېنټس چرچ کې يو ماتم کونکی په سپتمبر ۲۰۱۳ کال کې د هغه برید قربانیانو ته باج وړاندې کوي، چې ۱۲۷ کسان پکې وژل شوي وو او د ۲۵۰ نه زيات کسان پکې ژوبل شوي ول. [عدیل سعید]

په اکتوبر ۲۰۱۳ کال کې په پېښور کې په آل سېنټس چرچ کې يو ماتم کونکی په سپتمبر ۲۰۱۳ کال کې د هغه برید قربانیانو ته باج وړاندې کوي، چې ۱۲۷ کسان پکې وژل شوي وو او د ۲۵۰ نه زيات کسان پکې ژوبل شوي ول. [عدیل سعید]

دا فنډ وروسته له هغې جوړ شو کله چې د پاکستان سترې محکمې په ۲۰۱۳ کال کې د پېښور په آل سېنټس چرچ کې د دوو ځان وژونکي چاودنو د قربانیانو سره د مرستې لپاره د فنډ د جوړولو امر وکړو.

په دغه برید کې، چې د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) اورپکې ډلې جندالله يې ادعا کړې وه، تر ۱۰۰ نه زیات کسان وژل شوي وو او د ۲۵۰ نه زيات کسان په کې ژوبل شوي وو.

وزير زاده، چې په چترال ضلعه کې د کلاش د اقليتي ټولنې سره تړاو لري، وویل، "ما د دې فنډ په فعالولو کې شخصي دلچسپي واخیسته او په پای کې بریالی شوی يم."

د خېبر پښتونخواه کابینې دغه فنډ منظور کړو. دا به د صوبايي اسمبلۍ لخوا د منظورۍ وروسته په یوه میاشت کې دستياب شي.

د نورو فنډونو لپاره يوه موقعه

وزیر زاده وویل، چې د آل سېنټس چرچ چاودنې او د نورو هغه چاودنو قربانیان چې اقليتي ډلې په کې په نښه شوي دي،به د دې فنډ څخه ګټه پورته کړي. هغه زياته کړه چې ترلاسه کونکي دغه معاوضه په تعلیمي فیسونو، په روغتیايي پاملرنې او نورو لګښتونو باندې لګولی شي.

هغه وويل، "موږ د اقليتي ټولنو د هغه ټولو غړو ریکارډونه لرو چې د ترهګرۍ په پیښو کې ځپل شوي دي." هغه زیاته کړه چې قربانیان د اوقاف، حج، مذهبي او اقلیتي چارو ادارې ته د مالي مرستې لپاره درخواست کولی شي.

دیني عالم او د ټول پاکستان د هندوانو د غورځنګ چيرمين هارون سراب دیال د اړمنو خلکو سره د مرستې لپاره د دې اقدام ستاینه وکړه.

هغه وويل، "زه الفاظ نه لرم چې د دې کار شکريه څنګه ادا کړمچې موخه يې اقليتي ټولنو ته وده ورکول دي.

سراب دیال وویل، په داسې حال کې چې د اقليتي ټولنو سره د مرستې دا فنډ يو "مثبت ګام" دی، په دې کې د پام وړ زیاتوالی اړین دی ځکه چې یوازې خېبر پښتونخواه د اقليتي ټولنې له ۵۰۰۰۰۰ څخه ډیر غړي لري.

هغه د فنډونو په مناسبه توګه د ويشلو لپاره په ضرورت ټینګار وکړو چې هغه کسان لومړي د دې نه ګټه ترلاسه کړي کوم چې ورته زياته اړتيا لري.

هغه وویل، سربیره پردې، وفاقي حکومت باید د اقليتي ټولنو په زرګونو بیکاره غړو لپاره د کار فرصتونه چمتو کړي.

د عیسایانو د ټولنې استازي او په خېبرپښتونخواه کې د پاکستان د اقليتونو د اتحاد کونسل صدر اګستین جېکب وویل، د دې فنډ جوړول "په آل سېنټس چرچ کې د بم چاودنو وروسته د عیسايانو د ټولنې يوه غوښتنه وه".

هغه وويل، "که دا فنډ په سمه توګه ووېشل شي، نو دا به هغه زخمونه ښه کړي کوم چې د آل سېنټس چرچ بمي چاودنې قربانيانو ترلاسه کړي دي."

هغه وویل، دعیسايانو ټولنه د غبرګې چاودنې له امله د ترلاسه شوي زیان او تباهۍ له امله ډیر ځپل شوي دي، چې په پایله کې یې په سلګونو ژوندي پاتې شوي کسان یتیمان، کونډې او سخت ژوبل کړل.

که څه هم د خېبر پښتونخواه حکومت باید د دې فنډ لپاره ډیرې پیسې ورکړي چې د ژوندي پاتې شویو خلکو په مناسبه توګه بیارغونه یقیني کړي، اقليتونه د دې د پیل ستاینه کوي او تمه لري چې په پای کې به په دې کې زیاتوالی وشي.

د عادي حال احساس ترلاسه کول

د سکهانو د ټولنې غړي او د پېښور په بهايي جوګا سنګ سکول کې يو استاد جتندر سکندر وویل، ګڼ شمیر سکهان د هدفي وژنو قربانيان پاتې شوي دي او د دوی کورنۍ د بیارغونې لپاره مرستې ته اړتیا لري چې د دوی سره د عادي حالت احساس په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي.

هغه وویل، د دې فنډ جوړول د هغو اقليتي غړو ژوند د ښه کولو لپاره د حکومت اندیښنه په ګوته کوي کوم چې د تروریستي او افراطي بریدونو له خوا ځپل شوي دي.

هغه زیاته کړه چې د سکهانو ټولنه د دې نوښت په بشپړه توګه ملاتړ کوي او له هغو بنسټونو او اشخاصو مننه کوي چې د اقليتي ټولنې د غړو سره د مرستې په موخه یې د دې د تشکیل لپاره کار وکړو.

عبدالغفور، چې يو ديني عالم، د مذهبي هم آهنګۍ فعال او په پېښور يونيورسټۍ کې د شيخ زاهد اسلامي مرکز پخوانی مشر دی، وويل، "دا د حکومت يوه ډېره ښه پرېکړه ده، او دا به زموږ په ټولنه کې د هم آهنګۍ پیغام ته وده ورکړي"

هغه وویل، د دې فنډ جوړول به د هغه نفاق پیغام ختم کړي کوم ته چې ورته افراطي عناصر وده ورکوي.

عبدالغفور وویل، دا نوښت ثابتوي چې د پاکستان خلک او حکومت د سولې سرہ مینه لري، د اقليتي ټولنو احترام کوي او هغوی يو شان ګڼي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500