پېښور -- امنيتي شنونکي وايي چې د خېبر پښتونخواه په باجوړ ضلعه کې د داعش د درې مهمو قوماندانانو وژل په سیمه کې د تروریستي ډلو د عملیاتو لپاره يو لوی ګوزار دی.
د داعش دوه قوماندانان د نومبر په ۲۳ مه د پاکستان د امنیتي ځواکونو لخوا د استخباراتي معلوماتو پر اساس په عملیاتو کې ووژل شول، په داسې حال کې چې د داعش یو بل لوړ پوړی قوماندان څو ورځې وړاندې د نومبر په ۱۹ مه وژل شوی و.
په اسلام آباد کې میشت ژورنالیست حسن خان وویل، "دا د داعش لپارہ یو قوي پیغام دی چې پاکستاني ځواکونه د سیمې له امنیت څخه ښه خبر دي او دوی به هیچاته اجازه ورنکړي چې پاکستان بې ثباته کړي."
هغه وویل، تیرکال په ننګرهار صوبه او د افغانستان په نورو برخو کې د داعش له لویو نښتو وروسته، د دې ډلې پاتې شوي وسله وال هڅه کوي چې د افغانستان پر ښارونو برید وکړي او د تروریستي عملیاتو د ترسره کولو لپاره پاکستان ته داخل شي.
خان وویل، "خو د پاکستان امنیتي ځواکونه د دې ډول بريدونو د مخنیوي لپاره چمتو دي، لکه څنګه چې مُو په باجوړ کې ولیدل."
هغه وویل، د استخباراتي راپورونو له مخې، داعش په لویو ښارونو لکه په لاهور او کراچۍ کې د برید پلان لرلو.
لوړ پوړي قومندانان وژل شوي
د پاکستان یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل، "امنیتي ځواکونو ترهګرې ډلې داعش ته سخته ضربه ورسوله ... کله چې دوی د نومبر په ۲۳ مه د پاکستان لپاره د دې عملیاتي قوماندان او همدارنګه هغه کسان ووژل کوم چې په کراچۍ او باجوړ کې د دې عملیاتو څارنه کوي."
هغه وویل، امنیتي ځواکونو د باجوړ قبایلي ضلعې په تنګي سیمه کې د پاکستان لپاره د داعش عملیاتي قوماندان زُبیر او د کراچۍ لپاره قوماندان عزیز الرحمان عرف فدا په نښه کړل او هغو یې ووژل.
هغه وویل، زُبیر د پاکستان لپاره "والي" یا د داعش ګورنر و. هغه د وسله وال مشر داود محسود ښی لاس و، چې لا تر اوسه نه دی نيول شوی.
د راپورونو له مخې، محسود، چې د کراچۍ لپاره د تحریک طالبان پاکستان پخوانی مشر و، په ۲۰۱۷ کال کې د داعش سره د وفادارۍ اعلان وکړو.
دغه چارواکي وویل، "د فدا میرمن خدیجه، چې د [داعش] د ښځو د څانګې مشره وه، ونیول شوه او اوس په توقیف کې ده." "فدا او خدیجه په کراچۍ کې د دوی د نیولو لپاره د استخباراتي ادارو لخوا د څو حملو څخه خوندي پاتې شوي وو او د نیولو څخه د بچ کيدو لپاره باجوړ ته تښتیدلي وو."
دغه چارواکي وویل چې زُبیر د پاکستان امنیتي ځواکونو ته د ډیرو ترهګریزو بریدونو له کبله مطلوب و.
هغه وويل، امنتي ځواکونو د لاس جوړ شويو چاوديدونکو توکو وسيلې، ځمکني ماینونه او نورې وسلې د عملياتو په ترڅ کې ترلاسه کړې.
دغه چارواکي زياته کړه چې یو افسر ژوبل شو.
دغه چارواکي وويل، د پاکستان پوځ او فرنټير کور ځواکونو د نومبر په ۱۹ مه په باجوړ کې د مندل يونټ لپاره د داعش قوماندان خلیل عرف یاسین ووژلو.
د راپورونو له مخې، یاسین د حکومت پلوه قومي مشرانو په هدفی وژنو، د بھتې اخيستلو او د هغه لاس جوړ شويو چاوديدونکو توکو وسيلو په نصبولو کې لاس لرلو چې موخه يې امنیتي ځواکونه او د سولې د کمېټو غړي په نښه کول و کوم چې د وسله والو پر وړاندې د خپلو سيمو د دفاع لپاره جوړ شوي وو.
ملک ظاهر، چې د باجوړ په ناوګۍ سیمه کې حکومت پلوه مشر دی، وويل، "د [پاکستان] امنیتي ځواکونو يوه ستره دنده ترسره کړې ځکه چې دا افراطیان د سولې دښمنان دي، او ملکي وګړي به د دې قوماندانانو له وژل کیدو وروسته اوس په آرام سره ساه واخلي"