جرم او انصاف

د خېبرپښتونخواه د پولیسو ځانګړی 'آیس ډېسک' د کریسټال میت په روږديو کسانو تمرکز کوي

د عديل سعيد لخوا

يو بينر چې د آيس نشې له خوا د رامينځته شويو خطرو په اړه خبرداری ورکوي د نومبر په لومړۍ نيټه په پېښور کې د خېبرپښتونخواه پولیسو لخوا د جوړ شوي 'آئس ډېسک' په دروازه کې لیدل کيدی شي. [عدیل سعید]

يو بينر چې د آيس نشې له خوا د رامينځته شويو خطرو په اړه خبرداری ورکوي د نومبر په لومړۍ نيټه په پېښور کې د خېبرپښتونخواه پولیسو لخوا د جوړ شوي 'آئس ډېسک' په دروازه کې لیدل کيدی شي. [عدیل سعید]

پېښور -- د خېبر پښتونخواه پولیس په دغه صوبه کې د کريسټال میت یا "آيس" کارولو د مخنيوي لپاره خپل نوی جوړ شوی "آئس ډېسک" ته مخه کوي چې د غیرقانوني مخدره توکو څارنه او تعقیب وکړي.

دا ډېسک د اګست په ۳ مه په پولیس لاینز پېښور کې د يوې لويې پروژې په توګه جوړ شو او د ځوانانو د ساتنې لپاره د یو سنګر په توګه کار کوي.د خېبرپښتونخواه پولیس به د وخت په تیریدو سره د صوبې په نورو ضلعو کې ورته دفترونه جوړ کړي.

د پېښور پوليسو سینير سپرنټینټډنټ منصور امان د نومبر په ۱۵ مه وويل، "د دې ډېسک د جوړولو اصلي هدف د هغه کسانو د ډيټابيس په جوړولو سره د مخ په ډيريدو آيس د کارولو مخه نیول دي کوم چې د مخدره توکو په کارولو، رسولو او کاروبار کې ښکيل دي."

هغه وویل، دا ډېسک به په هغه کېسونو غور وکړي کوم چې د آيس د استعمال سره تړاو لري او د ښکېلو کسانو د ریکارډ په ساتلو او د سوداګرو او قاچاقبرانو په نیولو او هغوی ته په سزا ورکولو کې به د اړوندو ادارو سره مرسته وکړي.

انسپکټر ریاض علي شاه، چې د آیس ډیسک مشر دی، د آیس کاروونکو، پلورونکو او د کوڅې په کچه پلورونکو ریکارډ په ساتلو کې بوخت دی. هغه په پېښور کې د دسپتمبر په ۲۲ مه ښودل شوی دی. [عدیل سعید]

انسپکټر ریاض علي شاه، چې د آیس ډیسک مشر دی، د آیس کاروونکو، پلورونکو او د کوڅې په کچه پلورونکو ریکارډ په ساتلو کې بوخت دی. هغه په پېښور کې د دسپتمبر په ۲۲ مه ښودل شوی دی. [عدیل سعید]

امان وویل، "آیس ډېسک به ... اړوندو پولیس سټیشنونو ته د اقدام سپارښتنه وکړي، په داسې حال کې چې په هغه شکايتونو به غور وکړي کوم چې د خلکو لخوا د دوی د مرکزونو په اړوندو سيمو کې د مخدره توکو د ناوړه استعمال په اړه ثبت شوي دي."

دې ډېسک ته امرونه شوي چې د سیمینارونو په ترسره کولو، په ورځپاڼو او ټي وي چينلونو باندې د اشتهاراتو په خپرولو او خلکو ته په عامه ځايونو کې د آيس د خطرو په اړه د چاپ شويو معلوماتي موادو د ويشلو له لارې عامه پوهاوي رامينځته کړي.

هغه زياته کړه چې آیس ډېسک د هغه سازمانونو سره په تماس کې دی چې د مخدره توکو د روږدي کسانو لپاره کار کوي.

انسپکټر ریاض علي شاه، چې د آيس ډېسک مشر دی، وویل چې "د دې د جوړولو راهیسې تقريباََ د دریو میاشتو په لنډ وخت کې، د خېبرپښتونخواه پولیسو آیس ډېسک تقريباََ د ۲۵۲ کسانو په نیولو کې مهم رول لوبولی دی."

هغه وویل چې پولیسو تقريباََ ۲۱۸ کېسونه ثبت کړي دي. په دې کې تقريباََ اته کېسونه د مخدره توکو د پلورونکو پروړاندې، د کوڅې په کچه د مخدره توکو د پلورونکو پر خلاف ۱۹ او د کاروونکو په وړاندې ۱۹۱ کېسونه شامل دي.

شاه زیاته کړه چې پوليسو د آیس ډېسک لخوا د وړاندیز شويو تحقیقاتو او وړاندیزونو په لړ کې د ملیونونو روپیو په ارزښت ۱۴.۶ کیلوګرامه آيس ضبط کړل.

شاه به ډیر ژر يونيورسټو او کالجونو ته لاړ شي او زده کونکو ته به د انسان د روغتیا پروړاندې د هغه خطرو په اړه درسونه ورکړي چې د آيس لخوا رامینځته شوي دي.

هغه وویل، چارواکي باید په سمدستي ډول دا تاثر له مینځه ویسي چې د آیس کارول په مطالعه کولو کې مرسته کوي.

شاه وویل، هغه د پېښور له اوسیدونکو څخه وغوښتل چې که په سیمو کې یو څوک آیس خرڅوي، نو دغې ډېسک ته خبر ورکوئ. پولیس به د دوی شناخت پټ وساتي کله چې دوی ګام پورته کړي.

د بيارغونې کار

د آیس ډېسک کار په داسې حال کې ترسره کیږي چې په مخدره توکو د اخته کسانو د بیارغونې لپاره هڅې دوام لري. .

اسدالله، چې د اخلاص په نامه د هغه موسسې يو استازی دی چې د نشه یې کسانو د بيارغونې لپاره کار کوي، وویل، "موږ پریکړه کړې چې د پولیسو ځواکونو لخوا د اخيستل شوي اقدام ملاتړ وکړو او د ناروغانو د درملنې لپاره لپاره ۲۵ بسترونه خوندي کړو."

اسدالله وویل، اخلاص به د هغه ناروغانو لپاره د ۶۰ څخه تر ۸۰٪ درملنې لګښتونه ورکوي کوم چې د بیا رغونې لپاره د آیس ډېسک لخوا راجع شوي دي.

هغه وویل چې هدف یې د پولیسو ځواک د هغه هڅو له کبله ستايل او هڅول دي چې صوبه له آيس څخه پاکه کړي.

په پېښور کې د آيس نشې څخه د رغیدو د مرکز افسر ډاکټر اعظم شعیب وویل، "زموږ په ټولنه کې د آيس نشه یوه لویه وبا ګرځیدلې، او اوس د ژوند د ټولو برخو د غړيو لپاره وخت راغلی چې ګامونه پورته کړي او نوی نسل د دې خطر څخه خوندي وساتي."

شعیب د پولیسو لخوا د ترسره شوي نوښت ستاينه کوي او له خلکو څخه یې وغوښتل چې له ټولنې څخه د مخدره توکو د له منځه وړلو لپاره د هغه له مرکز سره همکاري وکړي او خپل نظرونه وړاندې کړي.

هغه وویل، د عامه ملاتړ او همکارۍ پرته، پولیس نشي کولی چې دغه ډول کړنې له ماتې سره مخ کړي او په دې برخه کې د والدېنو پوهاوی لازمي دی.

د پېښور ښار د کوچني سوداګرو صدر عاطف حلیم وویل، "سوداګریزه ټولنه د دې ګام هرکلی کوي او زموږ د پولیسو د ځواک ستاينه کوي چې هغه جدي ګواښ ته يې پام وکړو چې خلک ورسره مخ دی."

تير کال، د پېښور ښار کوچني سوداګرو د آيس پروړاندې مبارزه کې د مخدره توکو پرضد د مبارزې ځواک (ای اېن اېف) سره يو ځای شول او په دې اړه یې د پوهاوي کمپاین پیل کړو.

هغه وړاندیز وکړ چې پولیسو ته فرصت ورکړي چې د کوچني سوداګرو پلېټفارم وکاروي چې د سیمینارونو او ورکشاپونو په جوړولو سره د عامه او سوداګریزې ټولنې ترمنځ د پوهاوي کچه لوړه کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500