امنیت

تحریک لبیک پاکستان ښایي د رضوي د مرګ وروسته کمزوری او تقسیم شي

د ضياء الرحمان او ای اېف پي راپور

خادم حسین رضوي (په منځ کې)، چې د سخت دريځې مذهبي سياسي پارټۍ تحریک لبیک پاکستان (ټي اېل پي) مشر دی، اشاره کوي، په داسې حال کې چې هغه د ۲۰۱۹ کال د اګست په ۹ مه په لاهور کې مشري کوي. رضوي د لنډې ناروغۍ وروسته د نومبر په ۱۹ مه مړ شو. [عارف علی/ای اېف پي]

خادم حسین رضوي (په منځ کې)، چې د سخت دريځې مذهبي سياسي پارټۍ تحریک لبیک پاکستان (ټي اېل پي) مشر دی، اشاره کوي، په داسې حال کې چې هغه د ۲۰۱۹ کال د اګست په ۹ مه په لاهور کې مشري کوي. رضوي د لنډې ناروغۍ وروسته د نومبر په ۱۹ مه مړ شو. [عارف علی/ای اېف پي]

اسلام آباد -- د سیاسي او امنیتي چارو کارپوهان وايي، تیره هفته د سخت دریځه مذهبي سیاسي پارټۍ تحریک لبیک پاکستان (ټي اېل پي) بنسټ ایښودونکی خادم حسین رضوي مرګ ښایي د توهین رسالت پروړاندې کمپاین کمزوری کړي او هغه تاوتريخوالی کم کړي کوم چې د متنازعه مسلې سره تړاو لري.

د ۵۴ کلن رضوي د مرګ لامل نه دی اعلان شوی، کوم چې د نومبر په ۱۹ مه د لوړې تبې او ساه اخيستلو له ستونزې وروسته مړ شو، او نه د کورونا ويروس ناروغۍ لپاره د هغه، چې له اوږدې مودې راهيسې په ويلچير باندې و، ټسټونه وشول او نه يې آټوپسي ترسره شوه.

په خپل ژوند کې، رضوي د پاکستان د مذهبي حقونو لپاره د رڼا په توګه کار کولو او په کوچني نوټس باندې په فرقه يي ناکرارۍ رامينځته کولو او د توهين رسالت پروړاندې د زرګونو پلویانو په متحرک کولو کې ماهر و.

د شنبې په ورځ (د نومبر په ۲۱ مه) د رضوي د جنازې نه مخکې په لاهور کې ګڼ شمیر خلک راټول شول، چې يو ځای یې نعرې وهلې او تر ډیره حده یې د ماسک اچولو د قواعدو سرغړونه کوله حتی چې دغه هیواد د کورونا ویروس د ناروغۍ د دويمې څپې سره مخ ده.

د تحریک لبیک پاکستان فعالان او ملاتړ کونکي د نومبر په ۲۱ مه په لاهور کې د هغه د جنازې په مراسمو کې د امبولانس چار چاپيره راټول شوي، چې د تحريک لبيک پاکستان بنسټ ایښودونکی خادم حسین رضوي تابوت وړي. ګڼ شمير کسان د ماسکونو نه بغير د نومبر په ۲۱ مه په لاهور کې د هغه سخت دریځي مذهبي عالم د جنازې لپاره راټول شوي، چې له کلونو راهيسې يې د دې هیواد مذهبي اقليت له ترهګرۍ سره مخ کړې ول او د توهين رسالت په نوم یې احتجاجونه رامينځته کړل. [عارف علي/ای اېف پي]

د تحریک لبیک پاکستان فعالان او ملاتړ کونکي د نومبر په ۲۱ مه په لاهور کې د هغه د جنازې په مراسمو کې د امبولانس چار چاپيره راټول شوي، چې د تحريک لبيک پاکستان بنسټ ایښودونکی خادم حسین رضوي تابوت وړي. ګڼ شمير کسان د ماسکونو نه بغير د نومبر په ۲۱ مه په لاهور کې د هغه سخت دریځي مذهبي عالم د جنازې لپاره راټول شوي، چې له کلونو راهيسې يې د دې هیواد مذهبي اقليت له ترهګرۍ سره مخ کړې ول او د توهين رسالت په نوم یې احتجاجونه رامينځته کړل. [عارف علي/ای اېف پي]

پولیسو ای اېف پي ته وويل، تقريباََ ۳۰۰۰۰۰ ماتم کونکو په دغه مراسمو کې برخه اخیستې وه، که څه هم، تنظیم کونکو ادعا وکړه چې شمیر یې تر دې ډیر لوړ و.

ټي اېل پي د رضوي زوی سعد حسین رضوي د ډلې نوی مشر وټاکلو.

د تاوتریخوالي تاریخ

ټي اېل پي په ۲۰۱۶ کال کې د ممتاز قادري له اعدام وروسته مشهوره شوه. ممتاز قادري يو پوليس و چې په اسلام آباد کې د هغه وخت د پنجاب ګورنر سلمان تاثیر د وژلو په تور محکوم شو.

د تاثیر ساتونکي قادري هغه د هغه څه په خاطر ووژلو چې د پاکستان د توهين رسالت د قوانینو مخالف یې ګڼل. ټي اېل پي د شهید په توګه قادري وستايلو.

په ۲۰۱۷ کال کې، ټي اېل پي د قانون او انصاف وزیر زاهد حامد په استعفا ورکولو مجبوره کړو، چې په متنازعه توګه یې د پاکستان د ۲۰۱۷ کال د ټاکنو په بیل کې ژبه بدله کړه.

په اکتوبر ۲۰۱۸ کال کې، ټي اېل پي د يوې عیسايڼې میرمن آسیه بي بي له خوشې کیدو وروسته هیواد په ځای ودرولو، چې په دروغه د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د سپکاوې په تور تورن شوې وه.

رضوي او د ټي اېل پي يو بل مشر افضل قادري د سترې محکمې د دریو قاضیانو د مرګ غوښتنه وکړه چې د بي بي د مرګ سزا یې غير مشروع وګرځوله. بي بي په پای کې کاناډا ته وتښتېده.

د پاکستان وزیر اعظم عمران خان هغه مهال ستاینه ترلاسه کړه کله چې هغه د افراطیانو سره د مقابلې ژمنې وکړه چې د هیواد د عالي قاضیانو د وژلو غوښتنه یې کړې وه.

خان د ملي تلویزیون په خطاب کې وویل، "موږ به د خلکو ملکیتونه او ژوند خوندي کړو، موږ به هیڅ تخريب کارۍ ته اجازه ورنه کړو."

د همدغه کال په وروستیو کې، پاکستاني چارواکو د ټي اېل پي غړي د بغاوت او ترهګرۍ په تور تورن کړل..

پولیسو د نومبر ۲۰۱۸ کال په وروستۍ هفته کې په ټول هيواد کې د عملياتو د يوې برخې په توګه د ۳۰۰۰ نه زيات د ټي اېل پي غړي او مشران ونيول.

چارواکو په رضوي باندې د بغاوت او ترهګرۍ او په قادري باندې يې په ګجرات کې تاوتریخوالي ته د وده ورکولو تور ولګولو.

توهين رسالت د وسلې په توګه کارول

توهين رسالت په پاکستان کې ترټولو حساسه موضوع ده، چیرې چې قوي مذهبي احساسات په تیرو وختونو کې د تاوتریخوالي او وژنو لامل شوي دي.

د بشري حقونو فعالان د توهین رسالت په اړه د قانون له لارې د شخصي دښمنۍ او شخړو هوارولو تاریخ ته هم اشاره کوي.

په لاهور کې يو څیړونکي، چې د مذهبي غورځنګونو په اړه راپور ورکوي، وویل، "رضوي په بریالیتوب سره د دغه هیواد د توهين رسالت قوانین د وسلې په توګه استعمال کړل او د توهین رسالت پر ضد د دې د اجنډې پر اساس یې په مذهبي توګه هڅول شوې ډله جوړه کړه او رایه یې ورکړه."

هغه وویل، "هغه د توهین کونکو د اعدام غوښتنه وکړه او هغه کسان یې وستايل چې دغه عاملین یې وژلي ول."

حسين وويل، که څه هم، د رضوي مرګ به ټي اېل پي کمزوری کړي او د مذهبي اقليتونو په وړاندې د تاوتریخوالي پیښې به د توهين رسالت په هکله کمې کړي.

شنونکي وايي چې د رضوي د زوی د هغه د ځای ناستې په توګه ټاکل به په عارضي توګه د دغه ګوند تنظیمي جوړښت بشپړ کړي، خو دا به یوه لویه ننګونه وي چې ټي اېل پي د یو واحد ګوند په توګه وساتل شي.

په کراچۍ کې د دیني مجلې دین او دنيا مدیر شبیر فاروقي وويل، "زه باور لرم چې ټي اېل پي به په نژدې راتلونکي کې تقسیم شي، او لامل یې دا دی چې د دې ګوند لپاره بنيادي عنصر د رضوي خپل شخصیت و."

هغه وويل، "د پاکستان په مذهبي او سیاسي منظر کې، موږ د جمعیت علماء پاکستان، چې د علامه شاه احمد نوراني لخوا جوړه شوي ده، سني تحریک، چې د سلیم قادري لخوا جوړ شوی دی، او جمعیت علماء اسلام (س)، چې د مولانا سمیع الحق لخوا جوړ شوی دی، مثالونه لرو." "دا ټولې ډلې د خپلو بنسټ ایښودونکو له مرګ وروسته کمزورې شوې."

ټي اېل پي په يوې وسله واله ډله بدليږي

په کراچۍ کې د بریلوي مدرسې مدیر، چې د امنیتي دلایلو له امله یې د نوم نه ښودلو غوښتنه وکړه، وویل، په دودیز ډول، د بریلوي ډلو د صوفیزم د پیروانو په توګه د اعتدال او عدم تشدد شهرت لرلو او ځان یې د فرقه یي شخړو او د اورپکۍ له نورو ډولونو څخه لرې ساتلی و.

هغه وويل، "خو په وروستي کلونو کې، د تاثیر له وژلو وروسته، ټي اېل پي د تاوتريخوالي ډله جوړه شوه او د توهين رسالت اړوندو مسلو نه يې ناوړه ګټه پورته کړه او په چالاکۍ سره یې په بریلوي ټولنه کې سیاسي او عام قوت ترلاسه کړو."

د ۲۰۰۸ کال په عمومي ټاکنو کې، ټي اېل پي په ټول هیواد کې له ۷۰۰ څخه ډیر نوماندان ودرولې ول او د ګڼ شمير ووټونو په ترلاسه کولو کې کاميابه شوه او په کراچۍ کې يې په پارلماني شورا کې دوه سيټونه وګټل، چې په ډیر لنډ وخت کې یې د نوي مذهبي او سیاسي ځواک په توګه شهرت ترلاسه کړو.

امنیتي شنونکي وايي، د نورو وسله والو ډلو لکه تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او لشکر جنګوي (اېل اي جی) برعکس، ټي اېل پي لږ تاوتریخوالی لري خو په ځینو برخو کې ډیره خطرناکه ده.

د استخباراتو یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وويل، په داسې حال کې چې ټي اېل پي هيڅکله هم د تاوتریخوالي په پیښو کې لاس نه دی لرلی لکه ځانمرګي بریدونه او بمي بریدونه، د دې تاوتریخوالی -- په ځانګړي ډول د هجوم تاوتریخوالی -- دا امکان لري چې لا ډیر خطرناک او ډير اغيزناک وي.

دغه چارواکي وویل، "په ۲۰۱۸ کال کې د ټي اېل پي یو ملاتړ کونکي د کورنیو چارو وزیر احسن اقبال په ډزو ژوبل کړو او په ۲۰۱۷ کال کې د ټي اېل پي یو بل ملاتړ کونکي د تبلیغي جماعت دوه غړي ووژل. تبليغي جماعت د دیوبند مکتب يو مذهبي غورځنګ دی."

د بخښنې له نړیوال سازمان څخه عمر وړایچ وویل، "د څه حده پورې، [رضوي] د طالبانو په پرتله ډیر خطرناک و، په داسې حال کې چې د هغه ملاتړي یوازې د قبایلي سیمو پورې محدود نه دي، بلکې د هیواد په مرکزي سيمو کې په ګڼ شمیر شتون لري."

هغه ای اېف پي ته وویل، "[رضوي] څرګنده کړه چې په پاکستان کې ریښتینی طاقت په سړکونو ترلاسه کيدی شي، چیرته چې تاسو زیاتو ووټونو ته اړتیا نه لرئ -- بلکې یوازې ګڼ شمیر وسله وال ملاتړ کونکي لرئ."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 4

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

تقریباََ ریښتیا

ځواب

د دې مقالې د لیکوال د بدکاریو او دروغو څخه څرګنده ده چې دوی یا قادیاني دي او یا قادیانیانو د دوی په زیږون کې برخه اخیستې ده. مرزا غلام احمد قادیاني یو لعنتي کس و چې مړ شو او په تشناب کې دوزخ ته واستول شو، نو د دې کالم پیروان او لیکوال هم په ای اېف پي کې چې کوم کسان دي هغه هم تر نن ورځې پورې په ورته توګه رسوا شوي او په ورته ذلت کې به مړه شي.

ځواب

لعنت دې وي په تاسو باندې چې د رضوي په اړه داسې بيان ورکوئ. تاسو باید ځان ډوب او مړ کړئ که تاسو مسلمان يئ.

ځواب

هر چا چې د ټي اېل پي په اړه راپور ورکړی، دغه ټول راپورونه غلط دي. اوس به ټي اېل پي د الله په رضا سره حتی په نور ډیر ځواک سره کار وکړي. دا به د الله تعالی او د هغه د پيغمبر په فضل سره بریالي شي او انشاالله د الله تعالی نظام به راولي.

ځواب