اقتصاد

د ملګرو ملتونو او د متحده ایالاتو د څارویو نوښت په ضم شویو ضلعو کې کرهنه بیرته بحالول غواړي

د ظاهر شاه شيرازي لخوا

د پاکستان د میوو پلورونکي د ۲۰۱۹ کال د اګست په ۳۱ مه په پېښور کې د میوو په مارکیټ کې خربوزې په ترتيب سره ږدي. [عبدل مجيد/ای اېف پي]

د پاکستان د میوو پلورونکي د ۲۰۱۹ کال د اګست په ۳۱ مه په پېښور کې د میوو په مارکیټ کې خربوزې په ترتيب سره ږدي. [عبدل مجيد/ای اېف پي]

پېښور -- د خېبر پښتونخواه د نويو ضم شويو قبایلي ضلعو اوسیدونکي د دې نړيوال نوښت هرکلی کوي چې موخه يې د سیمې د کرهنې فعالیتونه راژوندي کول دي..

د متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیا ادارې (يُو اېس اېډ) او د ملګرو ملتونو د خوراک او کرهنې سازمان (اېف ای او) کار کوي چې د کلستر پر بنسټ ۱۳ فارمونه، پنځه د میوو او سبزیجاتو فارمونه، او په جنوبي وزیرستان، شمالي وزیرستان او خېبر ضلعو کې د څارویو درې مارکیټونه جوړ کړي.

اېف ای او وویل چې دا هڅه به نه یوازې د يو کال لپاره په ضم شويو ضلعو کې د کرنې په برخه کې ښه مرسته او پرمختګ وکړي، بلکې د میوو، سبزیجاتو او مالدارۍ مدیریت لپاره به مناسب چاپیریال هم چمتو کړي.

د بازار پنځه جوړښتونه -- چې په دې کې د مالدارۍ یو مارکیټ، د میوو او سبزیجاتو د بسته بندۍ دوه فارمونه، او د میوو او سبزیجاتو د نیلام دوه فارمونه شامل دي -- د سپتمبر په ۲۷ مه په جنوبي وزیرستان کې پرانستل شول.

د خېبر ضلعې ډپټي کميشنر محمود اسلم وزیر د جولای په ۲۴ مه په باړه کې د کرهنې او مالدارۍ لومړی مرکز پرانستو. [يُو اېن]

د خېبر ضلعې ډپټي کميشنر محمود اسلم وزیر د جولای په ۲۴ مه په باړه کې د کرهنې او مالدارۍ لومړی مرکز پرانستو. [يُو اېن]

د باغدارۍ محصولاتو لپاره نوی پرانستل شوی مارکیټ د جولای په ۲۴ مه په باړه کې ښودل شوی دی. [يُو اېن]

د باغدارۍ محصولاتو لپاره نوی پرانستل شوی مارکیټ د جولای په ۲۴ مه په باړه کې ښودل شوی دی. [يُو اېن]

ولید مهدي، چې د اېف ای اُو لپاره يو نړیوال کوآرډينيټر دی، د سپتمبر په ۲۹ مه په یوې ویډیو پیغام کې وویل، "د بازار جوړښتونه د کرهنیزو محصولاتو د روانۍ ساتلو او زیاتوالي لپاره د سوداګریزې کرهنې فعالیتونو د ملاتړ يوه برخه ده."

هغه وويل، "اېف ای اُو د يُو اېس ايډ په مرسته تمویل شوې پروژې په چوکاټ کې د خېبر پښتونخواه په نويو ضم شويو ضلعو کې د ۴۲۷۶۳ کورنیو لپاره د ګټې وټې او تجارتي زراعت په بيرته بحالۍ کې مرسته کوي."

په ۱۳ فارمونو کې لومړی د جولای په ۲۴ مه د خېبر ضلعې په باړه تحصیل کې پرانستل شو.

په پاکستان کې د يُو اېس اېډ مشن ډايريکټر جولي کوینن په دغه وخت وویل، "په ضم شویو ضلعو کې راستنیدونکي بزګران له ګڼ شمیر ننګونو سره مخ دي، او یوه پکې دا ده چې دوی په خپلو سیمو کې مناسب بازار نه لري."

د متحده ایالاتو د سفارت خانې د مطبوعاتي بیان له مخې، هغې وویل، "دا جوړښتونه به د کال په اوږدو کې د میوو، سبزیجاتو او څارویو مشهورتيا، بسته بندۍ ته وده ورکړي او بزګرانو ته به د سوداګرۍ دوستانه چاپیریال برابر کړي."

په دغه بيان کې راغلي، "د مارکیټونو جوړول د خېبر پښتونخواه په ضم شويو ضلعو کې په عارضي توګه د بې ځایه شويو خلکو لپاره د ګټې وټې ښه کولو او د بازار د نظامونو د بیا بحالۍ لپاره د ۱۰ ملیونه ډالرو څخه ډیر د بیا بحالۍ او بیارغونې تمویل د يو ګډ نوښت برخه ده."

Mina Dowlatchahi، چې په پاکستان کې د اېف ای اُو استازي ده، وويل، "دا پروژه موخه لري چې په ټاکل شويو سيمو کې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ سره د خوړو تولید له بيرته پیلولو او د کرهنې پر بنسټ د ګټې وټې د ودې او بيا بحالۍ او د غربت او اقتصادي نابرابرۍ کمولو له لارې د سيمې په سوله او پرمختګ کې د پام وړ مرسته وکړي."

سوداګرۍ او ګټې وټې ته وده ورکول

هغه قبایل چې د افغانستان سره په ګډه پوله ژوند کوي د اوږدې مودې راهیسې په تجارت، کرهنې او مالدارۍ باندې د ژوند کولو تکیه کوي -- دا ټول د اورپکۍ لخوا ځپل شوي وو.

اوس، نوي مرکزونه چمتو دي چې د سوداګرۍ لپاره د کال په اوږدو کې اسانتیاوې برابر کړي، او هغه اقتصاد پیل کړي کوم چې له لسيزو راهيسې د ترهګرۍ له کبله په ځای ولاړ پاتې شوی و.

الحاج شاه جی ګل آفریدي، چی د خېبر ضلعې څخه د قومی اسمبلۍ پخوانی غړی دی، وويل، "په قبایلي ضلعو کې، په ځانګړي توګه په خېبر کې، د دې مرکزونو جوړول به نه یوازې سیمه ایزې سوداګرۍ ته وده ورکړي بلکې د ګاونډي افغانستان سره به هم سوداګرۍ ته وده ورکړي."

هغه وویل، د تورخم پوله او د خېبر لاره یوه مرکزي لاره ده چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د څارویو او کرهنې محصولات پرې ليږدول کيږي.

هغه وويل، "د تجارت راژوندي کول او وده خورا مهمه ده ځکه چې زياتره بې ځایه شوي قبایلي غړي اوس بیرته خپلو کليو ته راستانه شوي دي ... د دوی ژوند باید بیرته بحال شي، او دا نوښت به دغه موخه ترلاسه کړي."

د جنوبي وزیرستان ايډيشنل ډپټي کميشنر فهید الله خان وویل، په دې ضلعه کې د کمزورو ټولنو سره مرسته په وخت مرسته او د ستاینې وړ ده.

هغه وويل، "ادغام په لرې پرتو سیمو کې د پرمختګ نوې دروازې پرانیستې دي." "له دې څخه مخکې، ډیر څاروي او د کرهنې سوداګري ګډوډه وه [او] د کلي په میلو کې به په عارضي سټالونو کې ترسره کیده ... چې تل به د سخت موسم او ناامنۍ سره مخ ول."

"خو اوس بزګران او د څارویو پلورونکي به فارمونه او خوندي کلسترونه ولري، چې [هغوی ته به دا توان ورکړي] چې د اوږدې مودې لپاره پاتې شي او خپله سوداګري ترسره کړي."

اکرام افریدی، چې د تیره وادې يو بزګر دی، وویل، "دا فارمونه او مرکزونه به د لویو کلسترونو او منظمې سوداګرۍ لپاره د اساس په توګه کار وکړي چیرې چې د کرهنې توکي به د کروندګرو لپاره ډیره ګټه ترلاسه کړي."

"له دې امله، اقتصادي حالت به پیاوړی شي او دا به تلپاتې سوله هم راولي، ځکه چې مخکې ترهګرۍ او جنګی فعالیتونو د دوی د ګټې وټې سرچینه تباه کړې وه."

هغه وويل، "د جنګ په ورځو کې، وسله وال یوازې پیرودونکي وو او دوی به د فصلونو او څارويو لپاره خپل قیمت ټاکلو، خو که دا کلسترونه تنظیم شي، نو ځایي سوداګر او کروندګر به ترې ګټه واخلي."

شهزاد الدين وزير، چې د جنوبي وزیرستان د وانا اوسيدونکی دی، وویل، "دا يوه ښه خبره ده چې وينو چې قبایل به تخمونه، سره، بيزې او څاروي ترلاسه کړي چې خپله ګټه وټه بیرته پیل کړي."

هغه وویل، "د دې پروژو لپاره جدي اړتیا ده چې په اوږده مودې [تمرکز وکړي] او شفاف پاتې شي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500