زده کړه

مامد ګټ کالج: د قبایلي اوسیدونکو لپاره د امید یوہ رڼا

د دانش يوسفزۍ لخوا

د خېبر پښتونخواه وزیر اعلی محمود خان د نومبر په ۲ مه د مامد ګټ کیډټ کالج په افتتاحي مراسمو کې خطاب کوي. [دانش یوسفزۍ]

د خېبر پښتونخواه وزیر اعلی محمود خان د نومبر په ۲ مه د مامد ګټ کیډټ کالج په افتتاحي مراسمو کې خطاب کوي. [دانش یوسفزۍ]

پېښور -- په مهمند ضلعه کې نوی جوړ شوی کيډټ کالج د ځایي اوسیدونکو لپاره لويې هيلې لري.

مامد ګټ کالج، چې د پاکستان د وسله والو ځواکونو په همکارۍ جوړ شوی، د نومبر په ۲ مه د افغانستان پولې ته څېرمه د خېبر پښتونخواه د وزير اعلی محمود خان لخوا پرانستل شو.

د اتم جماعت لپاره کلاسونه پیل شوي، په داسې حال کې چې د هاییر سیکنډرۍ زده کړې کلاسونه به د راتلونکي کال په مارچ کې پیل شي. دا کالج له اتم څخه تر دولسم کلاس پورې کلاسونه لري.

تر دې دمه ۶۲ زده کونکي په دې کالج کې داخل شوي دي.

د خېبر پښتونخواه وزیر اعلی محمود خان د نومبر په ۲ مه په نوي کیډټ کالج کې د کالج په اړه معلومات ترلاسه کوي. [عالمګیر خان]

د خېبر پښتونخواه وزیر اعلی محمود خان د نومبر په ۲ مه په نوي کیډټ کالج کې د کالج په اړه معلومات ترلاسه کوي. [عالمګیر خان]

یو نوی جوړ شوی کیډټ کالج په مهمند ضلعه کې د نومبر په ۲ مه ښودل شوی دی. [عالمګیر خان]

یو نوی جوړ شوی کیډټ کالج په مهمند ضلعه کې د نومبر په ۲ مه ښودل شوی دی. [عالمګیر خان]

دا کالج، چې په ۷۷ ايکړه ځمکه باندې پروت دی، تر ۹۰۰ پورې زده کونکي په ځای کولی شي او د ۴۰۰۰ زده کونکو لپاره د استوګنې ځای لري. دا د ۹۸۴ مليونه روپو (۶.۲ مليونه آمريکايي ډالره) په تخمیني لګښت سره د دوو کالو نه په کم وخت کې جوړ شو او د مختلفو موضوعګانو په اړه د ۱۱۰۰۰ نه زيات کتابونو سره يوه عصری لايبريري لري.

د پولې په اوږدو کې د کالج په نوم دغه کلی په تیرو وختونو کې د زده کړې د اسانتیاوو د نشتوالي له امله د مختلفو وسله والو ډلو لپاره يو مرکز و.

که څه هم، له هغه وخته راهیسې، د وسله والو پروړاندې بریالي پوځي بریدونو او په ۲۰۱۸ کال کې د خېبر پښتونخواه صوبې سره د قبایلي ضلعو ادغام په پرمختیايي هڅو کې زیاتوالی راولي.

د کالج نايب پرنسپل اختر عزيز وويل، په تیرو وختونو کې، هیڅ يو کس مامد ګټ ته بې وخته د تلو هڅه نه شوه کولی.

هغه وویل، په سیمه کې د کیډټ کالج جوړول د قبایلي خلکو لپاره د سولې او ښه راتلونکي نښې دي.

د عزيز په وينا، په هر کلاس کې د ۲۰ سيټونو کوټه د باجوړ او مهمند ضلعو د زده کونکو لپاره، ۱۰ د خېبر ضلعې د زده کونکو لپاره، ۱۰ د شهیدانو د ماشومانو لپاره، او څلور د بلوچستان صوبې لپاره ځانګړې شوې ده. نور سيټونه په هېواد کې د هغه زده کونکو لپاره دي کوم چې په ميرټ پوره کيږي.

نوي فرصتونه

د ممهمند ضلعې اوسېدونکي جمیل خان وویل، چارواکو مخکې قبايلي سيمه د پرمختګ له پروسې څخه بهر کړې وه او د پاکستان او افغانستان تر منځ یې د بفر زون په توګه کارولې وه.

هغه وویل چې په افغانستان کې د هرې جګړې سره، د پاکستان سرحدي قبایلي سیمو نه یوازې سوله له لاسه ورکړه، بلکې مالي او ټولنیز زیانونه یې هم ترلاسه کړل.

خان وویل، "په داسې حال کې چې د ګټې وټې، تعليم او سوداګرۍ فرصتونه کم وو، ځوانانو به مخدره توکو ته مخه کوله او یا به له وسله والو ډلو سره يو ځای کيدل. د کیډټ کالج جوړیدل نه یوازې د سولې د بیرته راستنیدو نښه ده بلکې د کوچني پانګوونې او سوداګرۍ لپاره يې دا سيمه هم پرانیستې ده."

هغه وويل، د صوبايي ادارې لخوا ترسره شوي پرمختيايي فعالیتونه د قبایلي غړو ذهنیت بدلوي، کوم چې اوس د پرمختللي راتلونکي په لټه کې دي او غواړي چې د دوی ماشومان د تعلیم، روغتیا او سوداګرۍ په برخه کې د ښه ضلعو د اوسیدونکو سره يو شان وي.

د مهمند يو خبریال شاه نواز وويل، د مامد ګټ کالج له جوړيدو څخه مخکې، د باجوړ او مهمند زده کونکي به رزمک، کویټې یا حتی پنجاب صوبې ته تلل چې په کيډت کالجونو کې لوړې زده کړې ترلاسه کړي.

هغه وویل چې داخله ډیره سخته وه او ډیرو زده کونکو به د کور څخه لرې د تعلیم په دوران کې د اړوندو لګښتونو له امله زده کړه نه شوه کولی.

نواز وویل، "اوس د مهمند، باجوړ او خېبر لپاره د ځانګړي شويو سيټونو سره، دې ته لاسرسي خورا آسانه او ارزانه شوې ده. "په کیډټ کالج کې زده کړه له دودیز چلند سره توپیر لري ځکه چې دا زده کونکو ته ... په ودانۍ کې له بشپړ آسانتیاوو سره تعليم ورکوي."

هغه وویل، د سولې بیرته راتګ او د خېبر پښتونخواه سره د قبایلي ضلعو یوځای کیدو د قبایلي ځوانانو لپاره د پرمختګ او فرصتونو نوی دور پيل کړی دی.

هغه زیاته کړه چې دوی اوس کولی شي د غیرقانوني کړنو او وسله والو ډلو سره د یوځای کیدو پرځای د ملت په پرمختګ کې برخه واخلي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500