زده کړه

قبایلي ضلعې د خېبر پښتونخواه سره د ضم کيدو د برخې په توګه د زده کړې نويو فرصتونو ته سترګي په لار دي

د محمد شکيل لخوا

د کرم ضلعې په پاړه چنار زیران سړک باندې په هزاره قبرستان پل د سپتمبر په ۲۴ مه د جوړیدو کار لیدل کيدې شي. [محمد شکیل]

د کرم ضلعې په پاړه چنار زیران سړک باندې په هزاره قبرستان پل د سپتمبر په ۲۴ مه د جوړیدو کار لیدل کيدې شي. [محمد شکیل]

پېښور -- قبایلي سیمې چې یو وخت په افراطیت او اورپکۍ اخته وې اوس د سوکالۍ د نوي پړاو په تمه دي ځکه چې د خصوصي او عامه سکتور دواړه نوښتونه د خېبر پښتونخواه په نويو ضم شويو سیمو کې پرمخ روان دي.

چارواکي وايي، د دې نوښتونو موخه جګړې ځپلو سیمو ته وده ورکول او د ودې او پرمختګ لپاره فرصتونه برابرول دي.

زرغون شاه، چې په خېبرپښتونخواه کې د تخنیکي زده کړې او حرفوي روزنې ادارې (ټيوټا) ډپټي ډايريکټر دی، وویل چې دا موسسه کار کوي چې "د تخنیکي زده کړې په معاصرو برخو کې ځوانان وروزي او دوی ته دا وړتیا ورکړي چې ښه معاش ترلاسه کړي".

هغه د نومبر په ۱۰ مه وویل، ټیوټا د ضم شويو قبایلي ضلعو په ځوانانو تمرکز کوي، چیرې چې اوسیدونکي اوس هم د اورپکۍ او بغاوتونو له ننګونو سره مخ دي.

د کرم ضلعې په پاړه چنار کې د ریسکیو ۱۱۲۲ لپاره د پرانیستې مراسم د سپتمبر په ۲۳ مه ترسره کیږي. [ریسکیو ۱۱۲۲]

د کرم ضلعې په پاړه چنار کې د ریسکیو ۱۱۲۲ لپاره د پرانیستې مراسم د سپتمبر په ۲۳ مه ترسره کیږي. [ریسکیو ۱۱۲۲]

"د دې سیمو ځوانان مناسب پلیټفارم ته اړتیا لري چې د ودې موقعې رامينحته کړي او د هغوی انرژي په خورا مناسب ډول استعمال کړي."

د شاه په وینا، د قبایلي ځوانانو د اسانتیا لپاره، ټیوټا د دره آدم خیل او کلايا په قبایلي سیمو کې څلور دولتي تخنیکي ادارې جوړوي، چې په دې کې به په میرانشاه کې یوه اداره د ښځو او بله د نارینوو لپاره وي.

هغه وويل، "دا ادارې، چې ټاکل شوې ده چې په راتلونکي جون کې به بشپړې شي، به په دې سیمو کې د میشته ځوانانو لپاره د پرمختګ نوې فرصتونه پرانیزي."

هغه وویل، "په ۲۰۱۸ کال کې د خېبرپښتونخواه سره د قبایلي سیمو له ضم کيدو وروسته، قبایلي ځوانان په غوره حالت کې دي چې خپل اصلي ظرفیتونه د ځان او د خپلو سيمو لپاره استعمال کړي." "د ټیوټا ادارې او فني مرکزونه د قبایلي سیمو د زده کونکو په ګډون ۳۵۰۰۰ ځوانانو ته په مختلفو برخو کې روزنه ورکوي."

هغه وویل، ټیوټا هر کال هغه ۱۰ قبایلي ځوانانو ته د تعلیم او د استوګنې لګښتونه پوره کوي کوم چې په صوابۍ کې په غلام اسحاق خان انسټیټیوټ آف انجينیرنګ ساينسز اېنډ ټیکنالوژي کې داخله اخلي.

شاه وویل، "دغه ضم کيدو په هغه قبایلي سیمو کې د ودې امکان لوړ کړی چې د اورپکۍ پر وړاندې د جګړې په لومړۍ لیکه کې وې."

په قبایلي سیمو کې پرمختګ

د خېبرپښتونخواه د اطلاعاتو وزیر کامران خان بنګش وویل، "د خېبرپښتونخواه حکومت د قبایلي سیمو د پرمختګ لپاره د پایلو پر اساس پلان جوړ کړی ... چې د خلکو ستونزو حل کولو ته لومړیتوب ورکوي او د هغوی د محرومۍ احساس ختموي."

هغه وويل، "هغه سیمې چې په تیرو لسیزو کې د بلواګرۍ او غير يقيني وضعيت له خوا ځپل شوي وې، د هغه پاليسو نه خوند اخلي چې د پاکستاني چارواکو پلي کړي دي."

هغه وویل، "د ضم شويو ضلعو پرمختګ او په ملي بهير کې د قومونو شاملول د حکومت له لومړیتوبونو څخه دي." "د دې موخې ترلاسه کولو لپاره، حکومت د زياتو فنډونو سره ډیرې پراختیایې پروژې پیل کړي دي."

د بنګش له مخې، د یوځای کیدو راهیسې، حکومت د تطبیق د ګړندي پروګرام د هغه پروژو لپاره فنډونه مختص کړي دي کوم چې د تعلیم، د املاکو پراختیا، ریسکیو ۱۱۲۲ او سیمه ایز عدالتي نظامونو او نورو سره تعلق لري.

هغه وويل، "بدلون ډېر ژر راروان دی، او قومونه به ډیر ژر د ضم کیدو څخه وروسته د پرمختیايي پروسې له پایلو څخه خوند واخلي."

هغه وویل، له اوږدې مودې راهيسې تعلیم ته لاسرسی يوازينۍ لاره ګڼل کيږي چې يو هيواد د شهرت، نړیوال درناوې او ښه راتلونکې په لور روان کړي.

هغه وویل، "د خېبرپښتونخواه حکومت د ټولنې د پرمختګ لپاره د تعليم د اهمیت په اړه له احساس کولو وروسته په تعلیمي سکتور په پراخه کچه تمرکز کړی دی."

ايکسپريس ټريبيون د سپمتمبر په مياشت کې راپور ورکړو، صوبایي حکومت په تیر یو کال کې په ضم شويو قبایلي ضلعو کې په مختلفو پروژو ۲۴ ميليارده روپۍ (۱۵۰ ميليونه امريکايي ډالره) خرچ کړي دي.

د ای آی پي پروژو د یوې برخې په توګه، د خېبر پښتونخواه حکومت ۱۲ ملیارده روپۍ (۷۵ ملیونه آمريکايي ډالره) په بیا رغونې، ۶.۶ ميليارده روپۍ (۴۱ ملیونه آمريکايي ډالره) په ضم شويو سیمو کې د شخړو له امله د ځپل شویو سوداګریو په بحالۍ، ۱.۵ ميليارده روپۍ (۹.۴ مليونه آمريکايي ډالره) د ضلعې په کچه د ريسکيو ۱۱۲۲ په خدماتو او ۲.۹ ملیارده روپۍ (۱۸ ملیونه آمريکايي ډالره) په قبایلي ضلعو کې د لومړني او ثانوي کچې سکولونو په مختلفو پروژو باندې خرچ کړې.

نوي فرصتونه

د کرم ضلعې قومي مشر ملک معین حسین وویل، د پاکستانیانو ذهنیت تر هغه وخته نه شي بدلیدلی ترڅو چې دوی د ځان د بدلولو او ښه کولو لپاره فرصتونه نه وي ترلاسه کړي.

هغه وويل، "هغه پرمختګ چې د غوره راتلونکې سبب جوړيږي اوسيدونکو ته هيلې ورکوي او د هغوی د ګمراه کیدو چانس کموي." "د دوی په هغه سیمو کې پرمختګ ليدل يو ښه فال دی چې یو وخت د بلواګرو لپاره خوندي پټنځایونه ګڼل کيدل. دا به د ضم شويو قبایلي سیمو د اوسیدونکو د خلاصون لپاره لاره هواره کړي."

هغه وويل، "قبایلی غړي چې له ضم کيدو څخه مخکې يې په يو غير يقيني حالت کې انتخابونه نه لرل اوس په غوره حالت کې دي چې خپلې اندیښنې د ټاکل شويو استازو له لارې لوړو چارواکو ته ورسوي."

حسین وویل، د عدالتي نظام، د پولیسو ځواک، د ضلعې انتظاميې او نورو دولتي ادارو ضم شويو ضلعو ته غځول د قبایلي غړو يوه اوږدمهاله غوښتنه وه، چې چارواکو پوره کړې ده.

هغه وويل، "په قبایلي سیمو کې د خېبرپښتونخواه حکومت پراخه نوښتونه به په دې سیمو کې په ټوله ټولنه باندې زياته اغيزه وکړي."

هغه زیاته کړه، "ټولې ژمنې باید د قبایلي [اوسیدونکو] لپاره پوره شي چې د افراطیت په دور کې يې زړورتيا وښودله او ژوندې پاتې شو."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500