زده کړه

خطرناک ډاکټران: د روس او چین طبي سکولونه شکمنې ډګرۍ صادروي

د اشفاق يوسفزۍ لخوا

په پېښور کې د طب زده کونکی د نومبر په ۹ مه په يوې ليبارټرۍ کې کار کوي. [اشفاق یوسفزۍ]

په پېښور کې د طب زده کونکی د نومبر په ۹ مه په يوې ليبارټرۍ کې کار کوي. [اشفاق یوسفزۍ]

پېښور -- د خېبر پښتونخواه حکومت وايي چې دې د هغه ډاکټرانو پر ضد کار پیل کړی چې په روس او چین کې یې د يونيورسټو او کالجونو څخه مشکوک طبي سندونه ترلاسه کړي دي. .

د خېبر پښتونخواه د روغتیا ریاست مشر چارواکي ډاکټر هاشم خان د سه شنبې په ورځ (د نومبر په ۱۰ مه) وويل، "موږ د ډاکټرانو په اړه تحقیقات پیل کړي او هغه ۲۸ ډاکټرانو ته مو نوټسونه ليږلي دي چې ادعا يې کړې ده چې دوی له چین او روس څخه سندونه ترلاسه کړې دي. دوی د تیرو پنځو څخه تر ۱۰ کالو راهيسې د روغتیا په سکتور کې کار کوي."

هغه وويل، په چین او روس کې طبي سکولونه د پيسو او ګټې ترلاسه کولو لپاره د پاکستان په څیر هیوادونو کې زده کونکو ته د سندونو ورکولو له کبله بدنام دي.

ځینې وختونه، د یو کس په ټاکل شوې سکول کې فزیکي شتون حتی اړتیا نه لري.

په پېښور کې د طب زده کونکي د نومبر په ۹ مه له يو سينير ډاکټر سره کار کوي. [اشفاق یوسفزۍ]

په پېښور کې د طب زده کونکي د نومبر په ۹ مه له يو سينير ډاکټر سره کار کوي. [اشفاق یوسفزۍ]

خان زیاته کړه، "ځینې ادارې د پاکستان د طبي کمیسیون (پي اېم سي) لخوا منل شوي دي، خو زياتره اداره هغو زده کونکو ته سندونه ورکړل چې هیڅکله هلته کې نه وو تللې خو د دې کالجونو د اجنټانو له لارې یې سندونه ترلاسه کړل."

هغه وویل، "ډیر هغه پاکستاني زده کونکي چې ډګرۍ ورته ورکړل شوې وې په دې کې پاتې راغلل چې دوی خپله کره وړتيا ثابته کړي، که څه هم موږ دوی ته له یو کال څخه ډیر وخت ورکړو چې ثابته یې کړي."

"موږ په روس کې له يونيورسټو سره اړیکه ونیوله چیرې چې دې ۱۲ ډاکټرانو ادعا وکړه چې خپلې ډګرۍ يې ترلاسه کړي، خو نیمې پکې یوازې په کاغذونو کې موجود وې او پاتې نور د پي اېم سي لخوا منل شوي نه وې."

خان وویل، چې د چینایي طبي سکولونو ۱۶ نور فارغین شکمنې ډګرۍ لري.

د پاکستان د طب د اتحاديې (پي اېم ای) چارواکو د دې مسلې په اړه اندیښنه څرګنده کړه او د پاکستان له حکومت څخه یې وغوښتل چې د هيواد په کچه د هغه زده کونکو پر وړاندې ګام پورته کړي چې د جعلي ډګرو ترلاسه کولو لپاره کار کوي او همدارنګه د هغو ډاکټرانو پر وړاندې ګام پورته کړي کوم چې له مخکې نه د ډاکټرانو په توګه کار کوي.

د کراچۍ قيصر سجاد، چې د پي اېم ای د مرکزي څانګې سکریټري دی، وویل، "فدرالي حکومت باید د دې عمل د مخنيوي او د عامې روغتیا د خوندي کولو لپاره د دواړه هیوادونو سره اړیکه ونیسي. "دوی د تش په نامه طبي زده کړې په نوم خورا لوی بهرني اسعار ترلاسه کوي."

دواړه هیوادونه د پاکستاني زده کونکو د راجلبولو توان لري ځکه چې ډیر په پاکستاني طبي سکولونو کې د داخلیدو وړتيا نه لري خو ليواله دي چې بهرنۍ ډیپلومه واخلي.

په پاکستان کې هرکال تقريباََ ۲۰۰۰۰۰ زده کونکي د غاښونو یا طبي سکول لپاره د داخلې امتحان ورکوي. تقريباََ ۱۰۰۰۰ کسان د هیواد په ۱۶۷ د طب او غاښونو سکولونو کې داخليږي.

خان وويل، "خو په روس یا چین کې داسې څه معیار شتون نه لري، او هغه کسان داخله ترلاسه کوي کوم چې زيات فیسونه ورکولی شي. د پایلې په توګه، له دوی څخه ځینې دولتي دندې ترلاسه کوي، په داسې حال کې چې ډیر پرايويټ پريکټس پیلوي."

هغه وويل، "موږ ولیدل چې ډیر داسې ډاکټران موجود دي چې له چین او روس څخه یې سندونه ترلاسه کړي خو هیڅ طبي پوهه نه لري. موږ وخت په وخت دا اندیښنه څرګنده کړې، او موږ غوښتنه کوو چې وفاقي حکومت د دواړو هیوادونو څخه د طبي زده کړې د ترلاسه کولو لپاره په پاکستاني زده کونکو بنديز ولګوي."

هغه وویل، "دوی ناروغانو ته د مرستې پرځای زیان رسوي."

زده کونکي تر څیړنې لاندې دي

عمر رئیس، چې د اسلام آباد يو ډاکټر او د پي اېم سي چارواکی دی، وویل چې پي اېم سي هڅه کوي چې په پاکستان کې د طبي تعلیماتو تنظیم ته وده ورکړي.

هغه وویل، "موږ له مخکې نه قرغیزستان پاکستاني زده کونکو ته د طبي سندونو د ورکولو له کبله په تور لسټ کې اچولی دی او هڅې روانې دي چې د چین، روس او نورو هیوادونو د سکولونو لخوا پاکستاني زده کونکو ته ورکړل شوې سندونه وڅیړل شي."

وفاقي حکومت په پاکستان کې د طب د زده کړې او د کار کولو د ښه تنظیم او څارنې دنده پي اېم سي ته سپارلې ده.

هغه وويل، "موږ له بهرنيو يونيورسټو څخه د پاکستانيانو د ډګرۍ د معیار د څيړلو لپاره يوه پروسه پيل کړې ده، او موږ به د هغه کسانو په وړاندې ګام پورته کړو چې سندونه يې شکمن موندل شوي دي."

رئيس وويل، "اوسمهال تقريباََ ۱۰۰۰۰ پاکستاني زده کونکي په روس او چين کې په طبي سکولونو کې په زده کړه بوخت دي، چې زياتره په هغه يونيورسټو کې دي چې د تدريس مناسب سهولتونه نه لري."

هغه زیاته کړه، پاکستان یو څو روسي او چینایي ادارې مني ځکه چې دوی ښه تاسيسات لري.

هغه وویل، بيا هم، زياتره د دې لپاره موجودې دي چې هر هغه چاته سندونه ورکړي کوم چې پيسې ورکوي. سربیره پردې، د ځینې تورونو له مخې، ډیر دا تش په نامه طبي سکولونه هیڅ فزیکي ودانۍ نه لري او پرځای یې خپلې ډګرۍ د خپلو کوریر خدماتو او اجنټانو له لارې په زده کونکو خرڅوي.

د بنو ضلعې د پبلک سکټور میډیکل کالج ډین ډاکټر شفیق احمد وویل، د صوبايي حکومت لخوا دغه اقدام یو ښه ګام دی ځکه چې د دې په پايله کې به د هغه بې سواده ډاکټرانو مخه ونيول شي چې ناروغان له خطر سره مخامخ کوي.

هغه وويل، "نورې صوبې باید د خېبر پښتونخواه مثال تعقیب کړي ځکه چې په تیرو څو عشرو کې په زرګونو ډاکټرانو له چین څخه ډګرۍ اخیستي دي." "دوی اوس یا په دولتي سکتور کې په لوړو پوستونو کار کوي یا خپل شخصي کلینیکونه چلوي. په دواړه حالتونو کې، خلک په خطر کې دي."

هغه وویل، دا ډول ډاکټران باید له حکومتي سکتور څخه ګوښه شي، په داسې حال کې چې پاکستاني زده کونکي -- چې د سختې سیالۍ او سخت کوشش سره یې په ځایي طبي سکولونو کې داخله اخیستې -- د ناروغانو د علاج کولو لپاره د فرصت مستحق دي.

احمد وویل، په پاکستان کې د طبي زده کړو شرایط د روس او چین له کمزوري معیارونو سره نه شي پرتله کیدی.

د مثال په توګه، په پاکستان کې، د پنځو کالو د زده کړې نه ورسته د ۵۰۰ بسترو په هسپتال کې د یو کال استوګنه د طبي فارغینو لپاره لازمي ده، په داسې حال کې چې په روس او چین کې سکولونه زده کونکو ته د ورته شرطونو پرته ډګرۍ ورکوي.

د جنورۍ په میاشت کې، د پاکستان حکومت د هیواد په کچه د طبي او غاښونو سکولونو معاینه وکړه چې د دوی سره مرسته وکړي چې د نړیوال طبي تعلیم د فدراسیون (ډبليو اېف اېم اي) لخوا تنظیم شوي لږ تر لږه معیارونه یقیني کړي.

"تقريباََ ۴۰ سکولونو ته د خپلو نیمګړتیاو پوره کولو لپاره نوټسونه ورکړل شول، او د کال تر پایه پورې به بیا د دوی معاینه کیږي. دا پروسه د ډبليو اېف اېم اي د لارښودونو سره په سمون کې ترسره کیږي چې په هيواد کې ښه طبي زده کړې او غوره کلینیکي پاملرنې يقيني کړي."

هغه زیاته کړه، وفاقي حکومت باید دا تایید کړي چې ایا په روس او چین کې هغه سکولونه چې پاکستاني زده کونکو ته ډګرۍ ورکوي د ډبليو اېف اېم اي لارښوونې تعقیبوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 3

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

حقیقت دا دی چې تاسو له چین او روسیې څخه ډېر څه ترلاسه کولی شئ خو د طبي پوهې او مهارتونو پرته. له همدې امله د چین او روسیې ډاکټران نشي کولی په پاکستان کې NLE پاس کړي.

ځواب

په دې کې شک نشته چې بهرني هېوادونه لکه چین او روسیه زده کونکو ته د اېم بي بي اېس سندونه د دوه اړخیز نړېوال معیار سره وړاندیز کوي، د دوی يونيورسټۍ د روغتیا نړیوال سازمان او ګڼ شمېر نړیوالو سازمانونو لخوا تصویب شوي، پداسې حال کې چې د پاکستان، افغانستان، بنګله دیش کالجونو ډګرۍ ټیټ معیارونه لري او په بهرني هېوادونو کې هیڅ ارزښت نلري. تاسو کولی شئ د ۲۰۲۲ کال د اېف اېس سي پایله وګورئ، په سلګونو زده کونکو ۱۱۰۰/۱۱۰۰ نمبرې ترلاسه کړې او حتی په انټري ټسټونو کې کامياب نشول. دا حال د پاکستان د طبي کالجونو هم دی. په پاکستان کې ډېر شخصي طبي کالجونه او يونيورسټۍ شتون لري چې د معیاري زده کړې پرته د اېم بي بي اېس ګرانې ډګرۍ خرڅوي. دا ډول کالجونه دا ډول بلاګونه خپروي او هڅه کوي چې د نورو هېوادونو تعلیمي ادارې بدنامې کړي او بې ګناه خلک غولوي. په پاکستان کې هیڅ طبي کالج/يونيورسټي نشته چې د چین له معیاري يونيورسټو سره مقابله وکړي.

ځواب

د پاکستان غوره یونیورسټي آغا حتی د نړۍ په ۹۰۰ لوړو طبي يونيورسټو کې هم نه ده. اوس زموږ معیارونو ته وګورئ او تاسو زمونږ يونيورسټۍ په طبي نړۍ کې له مخکښو هیوادونو سره پرتله کوئ. لږ د عقل نه کار واخلئ، تاسو څنګه داسې ارزونه کوئ.

ځواب