جرم او انصاف

پاکستان د متحده ایالاتو په مشرۍ د هغې نړیوالې ادارې سره يو ځای شو کومه چې د ماشومانو د تښتونې پروړاندې کار کوي

د ضياء الرحمان لخوا

ماشومان د فبرورۍ په میاشت کې په کراچۍ کې د نقاشۍ په سیالۍ کې برخه اخلي. پاکستان د متحده ایالاتو سره کار پيل کړی چې د هيګ تښتونې کنوانسیون لاندې د ماشومانو د تښتونې ستونزې حل کړي. [ضیاء الرحمان]

ماشومان د فبرورۍ په میاشت کې په کراچۍ کې د نقاشۍ په سیالۍ کې برخه اخلي. پاکستان د متحده ایالاتو سره کار پيل کړی چې د هيګ تښتونې کنوانسیون لاندې د ماشومانو د تښتونې ستونزې حل کړي. [ضیاء الرحمان]

اسلام آباد -- پاکستان اوس د متحده ایالاتو تر مشرۍ لاندې د نړیوال سازمان سره د نوي ملګري په توګه کار کوي چې د هغه ماشومانو په بيرته راوستلو کې مرسته وکړي کوم چې د نړيوالو پولو هاخوا د مور یا پلار لخوا په غلطه توګه تښتول شوي وي.

چارواکي او څارونکي وايي، دا اقدام د خپلو "ښې" اړیکو د پیاوړي کولو لپاره د پاکستان او متحده ایالاتو دوامداره هڅې په ګوته کوي.

پاکستان، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د هڅو له لارې، د جولای په میاشت کې په رسمي ډول د ماشومانو د تښتونې د مدني اړخونو په اړه د ۱۹۸۰ هيګ کنوانسیون د نوي همکار په توګه ومنل شو. دا کنوانسيون د هيګ تښتونې کنوانسیون په نامه هم پیژندل کیږي.

د واشنګټن او اسلام آباد ترمینځ کنوانسیون په رسمي ډول د اکتوبر په لومړۍ نیټه عملي شو.

په نومبر ۲۰۱۹ کال کې په لاهور کې وکیلان د ماشومانو د تښتونې د نړیوالې مسلې په اړه بحث کوي. [ضیاء الرحمان]

په نومبر ۲۰۱۹ کال کې په لاهور کې وکیلان د ماشومانو د تښتونې د نړیوالې مسلې په اړه بحث کوي. [ضیاء الرحمان]

په اسلام آباد کې د متحده ایالاتو سفارت خانې د اکتوبر په لومړۍ نیټه په خپلې ویب پاڼه کې وویل، "دغه کنوانسیون به په نړیواله کچه پیژندل شوی قانوني چوکاټ پلي کړي چې زموږ د دواړو هیوادونو تر منځ د مور يا پلار له خوا د ماشومانو د تښتونې کېسونه حل کړي."

د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې وویل، "د شریکانو په توګه، موږ به د ماشومانو د ساتنې لپاره خپلې ګډې ژمنې ته وده ورکړو او د متحده ایالاتو او پاکستان ترمنځ به په ښې اړیکو کې نوی فصل پرانیزو."

دغه کنوانسیون یو څو اړخیزه تړون دی چې د هغه ماشومانو د سمدلاسې راستنیدو لپاره طريقه کار رامینځته کوي کوم چې په غلط ډول د خپلو هيوادونو نه لرې شوي یا لرې ساتل شوي وي.

دا ملګرتیا وستایل شوه

د ماشومانو د حقونو مدافع بنسټونو او حقوقي کارپوهانو د دواړو هیوادونو تر منځ د همکارۍ ستاینه وکړه.

د ماشومانو د مسلو دفتر، چې د بهرنیو چارو وزارت يوه اداره ده، د کنوانسیون لاندې د متحده ایالاتو لپاره د مرکزي ادارې په توګه کار کوي. متحده ایالات اوس د کنوانسیون لاندې ۸۰ همکاران لري.

پاکستان څلورم اسلامي هیواد او د سویلي آسیا لومړی هیواد دی چې د هیګ تښتونې کنوانسيون به لاسلیک کړي.

په کراچۍ کې د ماشومانو د حقونو د تنظیم د اينشييټر هيومن ډيولوپمنټ فاونډيشن ډايريکټر رانا آصف حبیب وویل، د کنوانسیون لاندې همکار جوړيدل به پاکستان ته د مور يا پلار لخوا د ماشومانو د تښتونې د کېسونو د مخنيوي لپاره قانوني بنياد چمتو کړي، چې په دې کې متحده ایالات، کاناډا او نور هیوادونه شامل دي.

حبیب وویل، "د کورنۍ تښتونه جرم دی، نه چې د توقیف مسله ده."

د ماشومانو د تښتونې په اړه د بهرنیو چارو وزارت د کلنۍ راپور په وینا، په ۲۰۱۷ کال کې، په پاکستان کې د کېسونو شمیر ۲۵ وو، چې په ۳۵ ماشومان پکې شامل وو. په ۲۰۱۸ کال کې ۲۶ کېسونه او ۳۷ ماشومان وو.

د ماشومانو د حقونو فعالین وايي چې اوس هم اصلي شمیره لوړه ده ځکه چې خپاره شوي ارقام یوازې هغه کېسونه ښيي چې د بهرنیو چارو وزارت سره ثبت شوي وو.

په کراچۍ کې میشت وکیل زاهد لغاري، چې د طلاق او د ماشوم د توقيف په کېسونو کې تخصص لري، وويل چې په دې اداره کې د پاکستان شاملول په نړیواله کچه په هغه هڅو کې مهم پړاو دی چې د نړيوالو پولو هاخوا ماشومان په غلطه توګه د لرې کولو یا په توقيف کې د ساتلو نه خوندي وساتي.

هغه وویل، د کنوانسیون همکار جوړيدل د پاکستان لپاره اړین وو، په داسې حال کې چې شاوخوا ۷ ملیونه پاکستانیان په بهر کې ژوند او کار کوي.

لغاري وویل، "دا به د مور يا پلار لخوا د ماشومانو د تښتونې د لسګونو کېسونو په حل کولو کې مرسته وکړي چې د پاکستان په مختلفو محکمو کې د انصاف غوښتنې په لټه کې دي، او په دې کې ډیر کېسونه د هغه ښځو يا خاوندانو سره تعلق لري چې له متحده ایالاتو څخه بیرته پاکستان ته راغلي دي."

د متحده ایالاتو او پاکستان ترمينځ اړیکې ښه کول

څارونکو وویل چې د دې کنوانسیون لاندې د پاکستان شاملول د متحده ایالاتو د اسلام آباد سره د نړیوالې مسلو په اړه، د ترهګرۍ، سوداګرۍ او جرمونو په وړاندې د مبارزې په ګډون، د واشنګټن مخ په وده کونکي اړیکې ښیي.

د پاکستان او متحده ایالاتو ترمینځ اړیکې د ۲۰۱۹ کال د جولای په میاشت کې د وزیر اعظم عمران خان او د متحده ایالاتو د انتظاميې ترمینځ له غونډې وروسته ښه شوي دي.

شنونکي وايي چې پاکستان باید د خپلې بهرنې پاليسۍ په بیاکتنه کې د واشنګټن او بیجینګ ترمنځ کړکیچونو ته پام وکړي.

د واشنګټن او بیجینګ ترمنځ کړکیچ د ګڼ شمير مسلو له کبله رامينځته شوی، چې په دې کې سوداګري، د کورونا ویروس وبا، او په شین جانګ او هانکانګ کې د چینايي رژیم د بشري حقونو سرغړونې، او د کورونا ويروس ناروغۍ په خپرولو کې د رول لرلو په اړه د دې د غلطو معلومات کمپاين او د دې د پوځ مخ په زياتيدونکي جارحانه استعمال شامل دي. .

د پاکستان د کپړې سوداګري او د هیواد د ټیکنالوژۍ سکتور له مخکې نه هغه احتمالي بازارونو ته سترګې په لار دي چې له تاوتریخوالي څخه راپورته شوي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500