امنیت

طالبان د سولې په خبرو اترو کې له خاموشۍ وروسته د خپل انځور د ښه کولو لپاره پروپيګنډه کوي

ای اېف پي

د يوې نوي ډاکومنټرۍ یو سکرین شاټ چې د حقاني شبکې د باني جلال الدین حقاني ژوند پکې ښودل شوی دی. حقاني شبکه د هغه بريدونو د لړۍ له کبله یو ترهګر سازمان ګڼل کيږي چې بې شمیره افغانان پکې وژل شوي دي. په دغه فلم کې طالبان هڅه کوي چې هغه د 'ښه اصلاح کونکي' په توګه وښیي. [فايل]

د يوې نوي ډاکومنټرۍ یو سکرین شاټ چې د حقاني شبکې د باني جلال الدین حقاني ژوند پکې ښودل شوی دی. حقاني شبکه د هغه بريدونو د لړۍ له کبله یو ترهګر سازمان ګڼل کيږي چې بې شمیره افغانان پکې وژل شوي دي. په دغه فلم کې طالبان هڅه کوي چې هغه د 'ښه اصلاح کونکي' په توګه وښیي. [فايل]

کابل -- لکه څنګه چې د افغان سولې خبرې روانې دي، طالبان هڅه کوي د خپل انځور د ښه کولو لپاره ځان د یو غوره او انتظار کونکي حکومت په توګه څرګند کړي چې په دې کې د دوی د خورا متشدد ملګري حقاني شبکې بيرته ښه کول هم شامل دي.

د افغانستان د ۱۹ کالو په جګړه کې د دواړو خواو مذاکره کونکي د سپتمبر له پیل راهیسې په قطر کې ناسته کوي او هڅه کوي چې په راتلونکي کال کې د متحده ایالاتو او بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د دغه هیواد لپاره یو پلان جوړ کړي.

په دوحه کې په يو لکژري هوټل کې د خبرو ورو رفتار په افغانستان کې د ګډوډۍ جواز نه وړاندې کوي.

یو طرف ته وسله وال د جګړې په ډګر کې د غلبې لپاره هڅه کوي، چې په دې کې یې په تیره میاشت کې په هلمند صوبه کې یو لوی برید کول شامل دی، بل طرف د طالبانو د پروپيګنډې څانګه په ټولنیزو رسنیو پیغامونه او ویډیوګانې خپروي، او په یوې ویب پاڼه کې راپورونه خپروي چې ځان د ښه حکومت کونکو په توګه څرګند کړي.

د طالبانو غړي په دې تصوير کې لیدل شوي چې د اکتوبر په ۲۰ مه په افغانستان کې په یو کيمپ کې د جنګي روزنې پرمهال پوسټ شوی و. [فايل]

د طالبانو غړي په دې تصوير کې لیدل شوي چې د اکتوبر په ۲۰ مه په افغانستان کې په یو کيمپ کې د جنګي روزنې پرمهال پوسټ شوی و. [فايل]

د پروپيګنډې په یوې وروستۍ مقاله کې راغلي، د طالبانو کاري ځواک په کابل کې ځای پر ځای شوی چې د "بې قانونۍ او کرپشن" پروړاندې د خلکو ساتنه وکړي.

سږکال د دې ډلې لخوا په فېسبوک کې خپره شوې یوې ویډیو د دغه ډلې غړي، چې سرجيکل ماسکونه يې اچولې ول، وښودل چې افغانستان ته د کورونا ويروس له رارسیدو وروسته د لاس پاکولو جېل ويشي.

که څه هم دوی اکثر د مخابراتو ستنې او دولتي ودانۍ تباه کړې، وسله وال په واټس اېپ کې د خپلو زیربنایي پروژو لکه سړکونو او د زراعتي نهرونو په اړه ادعاګانې خپروي.

د صدر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي دغه روښانه تضاد په ګوته کړو.

هغه ای اېف پي ته وویل، "له یوې خوا دوی د ورورولۍ، رحمت، خدمت، عاجزۍ، او یووالي او د مسلمانانو تر منځ د مینې په اړه خبرې کوي."

"او له بلې خوا، دوی د ښځو او ماشومانو په ګډون بې ګناه ملکي وګړي وژني او ژوبل کوي."

له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ پورې په واکمنۍ کې، طالبانو د اسلامي حکومت ظالمانه شکل استعمال کړو چې ښځو ته به یې د کور د پریښودو له کبله سزا ورکوله، د تفريح مخه يې ونیوله او د خلکو وهل ټکول او اعدامونه یې د معمول خبره وګرځوله.

حقاني 'يو ستر اصلاح کونکی'

شاید د عامه اړیکو د هڅې ترټولو ډرامايي برخه په حقاني شبکې تمرکز کول دي. حقاني شبکه د طالبانو یوه سخت دریځه ډله ده چې د افغانستان په جګړه کې د ځينو ناوړه کړنو پړه په غاړه لري. .

يوه نوي ډاکومنټري، چې د جلال الدين حقاني، چې د هغه په نوم د شبکې بنسټ ایښودونکی دی، ژوند ښيي او هغه د یو "ستر اصلاح کونکي" په توګه بيانوي، چې لومړی يې د شورویانو او بیا د امریکایانو پر وړاندې جګړه کړې وه.

په ۲۰۱۲ کال کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت لخوا د یوې بهرنۍ تروریستي ډلې په توګه له ګرځوولو او د پاکستان له امنیتي ادارو سره د شکمنو اړیکو لرلو سره، حقاني شبکه په کابل کې د بهرنيو ځواکونو او افغان وګړو پر وړاندې د بريدونو سره تړاو لري، چې په دې کې په ۲۰۱۷ کال کې د جرمني سفارت خانې ته څیرمه په يو ټرک کې يو چاودنه شامله ده چې د ۱۵۰ نه زيات کسان پکې وژل شوي دي.

په دغه فلم کې د حقاني يو زوړ تصوير ښودل شوی، چې په ۲۰۱۸ کال کې مړ شوی و، او ادعا کوي چې هغه د خوست صوبې په خپل پخواني مرکز کې یو اغیزمن مدیر و.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې د دې فلم موخه دا ده چې حقاني د يو "ماډل" په توګه معرفي کړي.

هغه وویل، "موږ غوښتل د هغه د ژوند لاره، قربانۍ، د هغه تقريرونه خپلو راتلونکو مشرانو او ځوان مجاهدینو ته وښیو."

طالبان او حقاني دواړه یو شان دي

د کرایسز ګروپ څيړنيزې موسسې د افغانستان د چارو شنونکي انډریو واټکنز ای اېف پي ته وویل، د دغه فلم هڅه کوي چې وژونکي او نيمه خپلواکه حقاني شبکې ته يو بل شکل ورکړي او دا داسې وړاندې کړي چې د طالبانو د پراخه تحریک سره يو ځای ده.

طالبان "په څرګنده توګه یوه اجنډا لري" چې ملاتړ کونکو او بهرني لیدونکو ته وښيي چې دواړه ډلې "یو څيز دی".

واټکنز وویل، "کيدی شي چې دوی په تیرو وختونو کې نه وو، خو نن دي. او طالبان چې د حقاني شبکې سرپرستي لمانځي د دې د پياوړي کولو یوه لاره ده."

د فبرورۍ په مياشت کې، سراج الدین حقاني، چې د حقاني زوی دی اوس اوس د حقاني شبکې مشري کوي او د طالبانو د مشر معاون هم دی، په نیویارک ټایمز کې یوه اداريه هم ولیکله.

سراج الدین ولیکل چې طالبان چمتو دي "چې يو نوی، ټول شموله سیاسي سیستم" ومني.

د طالبانو دا هڅه چې ځان او حقانیان د مؤثره واکمنانو په توګه څرګند کړي، د عامه اړیکو له لومړیو هڅو څخه یوه مختلفه خبره ده، کله چې یاغیانو د ځان وژونکو برید کونکو ویډیوګانې وښودلې او په غربي عسکرو باندې د بریدونو په اړه يې وياړ څرګند کړو.

واټکنز وویل چې د انځور ښه کولو لپاره هڅې په مستقیم ډول د سولې خبرو سره تړاو لري.

هغه وويل، "دوی خپل ظرفیت ته وده ورکړې او اوس ډیرې ويډيوګانې جوړوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500