ديپلوماسي

د ځانګړي استازي په توګه د اشرفي ټاکل د بین المذاهب هم آهنګۍ لپاره يو محرک ګڼل کیږي

د ضياء الرحمان لخوا

حافظ محمد طاهر محمود اشرفي د اکتوبر په ۱۷ مه په کراچۍ پرېس کلب کې په یو نيوز کانفرنس کې خبرې کوي. [ضیاء الرحمان]

حافظ محمد طاهر محمود اشرفي د اکتوبر په ۱۷ مه په کراچۍ پرېس کلب کې په یو نيوز کانفرنس کې خبرې کوي. [ضیاء الرحمان]

اسلام آباد -- چارواکي وايي چې د ديني عالم حافظ محمد طاهر محمود اشرفي د ځانګړي استازي په توګه ټاکل به له حکومت سره مرسته وکړي چې په هېواد کې د مذهبونو او فرقو ترمينځ هم آهنګي برقراره وساتي او د منځني ختیځ هیوادونو سره ښې اړیکې وساتي. .

اشرفي د اکتوبر په ۲۲ مه د مذهبي هم آهنګۍ او مینځني ختیځ په اړه د وزیر اعظم عمران خان د ځانګړي استازي په توګه وټاکل شو.

اشرفي، چې له اوږدې مودې راهيسې د بین المذاهب هم آهنګۍ ملاتړ کوي او د افراطیت سخت مخالف دی، د پاکستان د عالمانو د شورا (پي يُو سي) چيرمين دی. د پاکستان د عالمانو شورا په ملي کچه د دیني عالمانو يوه اداره ده چې د سولې او بین المذاهب هم آهنګۍ لپاره کار کوي.

هغه له ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۱۵ کال پورې د اسلامي نظریاتو د شورا غړی و، چې په اسلام آباد کې میشته دولتي اداره ده چې پارلمان ته مشوره ورکوي چې ایا یو ځانګړی قانون د اسلام خلاف دی او که نه.

حافظ محمد طاهر محمود اشرفي د اګست په ۲۷ مه له وزیر اعظم عمران خان سره د مذهبي هم آهنګۍ په اړه خبرې کوي. [د پاکستان د حکومت مطبوعاتي دفتر]

حافظ محمد طاهر محمود اشرفي د اګست په ۲۷ مه له وزیر اعظم عمران خان سره د مذهبي هم آهنګۍ په اړه خبرې کوي. [د پاکستان د حکومت مطبوعاتي دفتر]

مخکې له دې، اشرفي له ۲۰۰۰ څخه تر ۲۰۰۷ پورې د مذهبي او فرقه یي هم آهنګۍ لپاره د پنجاب حکومت د کورنیو چارو وزارت د اعزازي سلاکار په توګه دنده ترسره کړې وه.

د افراطیت سره مبارزه کول

په ۲۰۱۹ کال کې، د اسلامي همکارۍ سازمان (اُو آی سي)، چې يوه نړيواله اسلامي اداره ده او په جده کې مرکزي دفتر لري، اشرفي ته په پاکستان او اسلامي نړۍ کې د ترهګرۍ، افراطیت او فرقه یي تاوتریخوالي سره د مبارزې له کبله انعام ورکړو. .

اشرفي او پي يُو سي په جولای ۲۰۱۴ کال کې په پاکستان کې لومړي وو چې د "عراق او سوریه اسلامي دولت" (داعش) یې تروریستي ډله وګرځوله.

په همدغه کال کې، اشرفي د منځني ختیځ په هیوادونو کې د داعش د غندلو په خاطر د هیواد مخکښ دیني عالمان راټول کړل.

هغه وخت هغه په یو بیان کې وویل، "اسلام او مسلمانان د داعش په لاس د بې ګناه خلکو د وژلو او د دوی د ملکیتونو د ویجاړولو ملاتړ نه شي کولی."

هغه په اسلامي هیوادونو کې له میشتو خلکو څخه وغوښتل چې "له داسې تاوتریخوالي ډلې سره همکاري ونکړي چې تعلیمات او اعمال يې د اسلام او حضرت محمد (ص) د تعلیماتو خلاف وي".

په ۲۰۱۵ کال کې په یو بل خپور شوي بيان کې، اشرفي د سوریې د صدر بشارالاسد د رژیم لخوا ترسره شوي "وحشي ظلمونه" او په عراق کې هغه فرقه يي امتيازات وغندل، چې يو داسې چاپيريال يې رامينځته کړو چې داعش ته يې د وده کولو موقعه ورکړه.

تير کال، اشرفي په اسلام آباد کې پیغام اسلام کانفرنس تنظیم کړ، چې د افراطیت او تاوتریخوالي پر ضد د ګډې ستراتیژۍ د جوړولو لپاره یې پاکستاني او نړیوال دیني عالمان راټول کړل.

اشرفي په منظم ډول په یمن کې د ایران په ملاتړ د حوثیانو لخوا بریدونه غندلي دي.

د پوليو واکسینو ته وده ورکول

د جولای په میاشت کې په اسلام آباد کې د لومړي هندو مندر د ودانولو په مخالفت کې، اشرفي او پي يُو سي خپل ملاتړ چمتو کړو او ویې ویل چې د مندر د جوړولو مخالفین د شریعت غلطه تشريح کوي.

کار روان دی.

اشرفي هغه وخت په یوې مرکه کې وویل، "د عبادت لپاره ځای او هغوی ته د هغوی د عقیدې او دود سره سم د ژوند چاپيريال وړاندې کول په آيين او همدارنګه په شریعت کې ټولو غیر مسلمانانو ته ورکړل شوي حقونه دي."

د فبرورۍ په مياشت کې، اشرفي، د پي يُو سي، دارالافتاء پاکستان، وفاق المساجد او مدارس پاکستان، او همدارنګه له نورو مخکښو عالمانو او شيخانو سره، په ګډه يو بيان خپور کړو چې د پوليو واکسینو څاڅکي يې حلال او خوندي وګرځول.

په کراچۍ کې د پوليو واکسین ورکونکي شکیل علي وویل، "د اشرفي په ګډون د دیني عالمانو دا ډول هڅې له چارواکو سره د طالب وسله والو او ترهګرو لخوا د دې ادعاګانو په ردولو کې مرسته کوي چې واکسین د ماشومانو لپاره خوندي نه دي."

په کراچۍ کې میشت دیني عالم علامه محمد احسن صدیقي، چې د سولې او هم آهنګۍ لپاره د بین المذاهب کمیسیون (آی سي پي ايچ) چيرمين دی، د خان ستاينه وکره چې اشرفي يې د خپل ځان لپاره د ځانګړې همکار په توګه ټاکلی دی.

صدیقي وویل، "د مذهبي ډلو او د مدني ټولنو ډلو سره د اشرفي کاري اړیکې به له حکومت سره مرسته وکړي چې د فرقه يي شخړو مخه ونیسي او د مختلفو فرقو او مذهبونو ترمینځ هم آهنګي رامینځته کړي."

هغه زياته کړه، اشرفي د منځني ختیځ په هیوادونو کې ډیر درناوی لري او د هغه ټاکل به له حکومت سره د عربي هیوادونو په ځانګړي توګه سعودي عرب سره په ښې اړیکو ساتلو کې مرسته وکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500