تروريزم

له تجزیې او په شاتګ سره د القاعدې او داعش تر منځ داخلي جنګ زیات شوی دی

پاکستان فارورډ او ای اېف پي

د داعش یو غړی د چنګاښ په میاشت کې په یمن کې په خپله وسله ډزې کوي. هلته ډېری وخت دغه ترهګره ډله د خپلې سیالې ډلې القاعدې پر ضد جنګونه کوي. [آرشیف]‌

د داعش یو غړی د چنګاښ په میاشت کې په یمن کې په خپله وسله ډزې کوي. هلته ډېری وخت دغه ترهګره ډله د خپلې سیالې ډلې القاعدې پر ضد جنګونه کوي. [آرشیف]‌

پاریس -- بې خبرو ته کیدی سي داسې ښکاري چې داعش او القاعده د قلمرو د پراخولو او د مرګوني تاوتریخوالي د ترسره کولو له لارې د شریعت د خپرولو اوږدمهالی هدف تعقیبوي.

خو په حقیقت کې د هغوی ایډیالوژۍ او د کار طریقې یو له بل نه داسې اساسي توپیر لري چې هغوی ورځ تر بلې یو پر بل خپل بریدونه زیاتوي.

تېره میاشت، داعش په لویدیځه افریقا کې یوه ویډیو خپره کړه. ویډیو د دغې ډلې غړي په داسې حال کې ښیي چې په مالي کې د القاعدې د یوې څانګې جماعت نصرت الاسلام والمسلمین ډلې غړي جنګیالي حلالوي.

دوه پنځوس ووژل شول

د داعش یو غړی د زمري په میاشت کې په عراق کې د دښمن د موقعیتونو ترصد کوي.‌ دا چې د اورپکو ډلو د فعالیت ساحه په تنګېدلو ده، د داعش او القاعدې په څېر سیالو ډلو تر منځ جنګ د ګرمېدلو دی. [آرشیف]‌

د داعش یو غړی د زمري په میاشت کې په عراق کې د دښمن د موقعیتونو ترصد کوي.‌ دا چې د اورپکو ډلو د فعالیت ساحه په تنګېدلو ده، د داعش او القاعدې په څېر سیالو ډلو تر منځ جنګ د ګرمېدلو دی. [آرشیف]‌

د کلیفورنیا په مونتیري کې د متحده ایالاتو د سمندري ځواک د پوهنتون یوه پروفیسر محمد حافظ وویل، د سیالو یاغیانو تر منځ جنګ یواځې له چنګاښ راهیسې د لویدیځې افریقا په ساحل سیمه کې د شاوخوا ۳۰۰ «جهادیانو» ژوند اخیستی دی.

د جنګ عوامل د قلمرو یا د قاچاق د ګټورو لارو له کنټرول څخه نیولې د ځایي مشرانو له وژل کېدلو څخه وروسته د را منځته شوې د قدرت خلا ډکولو پورې رسېږي.

حافظ د متحده ایالاتو د پوځي اکاډمۍ د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې مرکز په سي ټي سي ساتونکي ژورنال کې ولیکل، «په نړۍ کې د جهادیانو تر منځ روان جنګ په زیاتېدلو دی.»

هغه د متحده ایالاتو د پوځي اکاډمۍ د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې مرکز په سي ټي سي ساتونکي ژورنال کې لیکلي، «دغه سیالې کوونکې ډلې په دې کې پاتې راغلي چې د شخړې او د قلمرو د له لاسه ورکولو له امله رامنځته شوي فشار لاندې د تجزیې یا وېش له ننګونې څخه راوځي.»

حافظ لیکلي، «هغوی خپله پاملرنه له نږدې او لیرې دښمنانو څخه اړولې او د تر ټولو نږدې دښمن -- یو بل پر ضد جنګ ته یې لومړیتوب ورکړی دی.»

زړونه او ذهنونه

داعش د 'القاعده په عراق' کې له ایرو څخه چې د القاعدې یوه څانګه وه سر راپورته کړ. دغه ډله د ۲۰۰۰مې لسیزې په نیمایي کې تر ډېره د متحده ایالاتو په مشرۍ ځواکونو له خوا او د ځایي ملېشو په ملاتړ له منځه ولاړه.

خو داعش سمدلاسه له القاعدې څخه، چې تر دغه وخته پورې په متحده ایالاتو کې د ۹/۱۱ د بریدونو له امله د لویدیځ لومړی نمبر دښمنه وه، جلا لاره ونیوله.

د جیوپولیټیک چارو محقق نتانیال پونتیسیلي د فرانسې د نړۍ والو او ستراتیژیکو چارو د انسټیټیوټ په ژورنال کې په یوه لیکنه کې لیکلي، په داسې حال کې چې القاعده د لویدیځ ویجاړول د یوه اسلامي دولت د جوړونې لپاره لومړی شرط بولي، داعش پرېکړه وکړه چې په «ازادو شویو سیمو کې» یو خلافت جوړ کړي او له هغه ځای څخه د فتحې جنګ پيل کړي.‌

د داعش هغه «خلافت» چې په ۱۳۹۳ کې یې په سوریه او عراق کې جوړ کړی وو، تېر کال ویجاړ شو. هغوی همدارنګه هڅه وکړه چې د خپلې خراسان څانګې له لارې په افغانستان کې ریښې وځغلوي،لاکن افغان او امریکایي ځواکونو یاده ډله ځایي نیولو ته پرې نه ښودله.

حافظ لیکلي،‌ القاعدې هڅه کړې چې ځان یو «ټولشمول،‌ په واقعیتونو ولاړ او د خلکو له خوا ملاتړ کېدونکي پراخ اسلامي حرکت جوړ کړي»، په داسې حال کې چې داعش د یوه «اختصاصي، جوړجاړي نه کوونکي او د جهادیزم د سوچه لید» استازیتوب کوي.‌

داعش ادعا کوي چې دا مشروعیت لري چې «تکفیریانو» ته سزا ورکړي. تکفیریان هغو مسلمانانو ته وایي چې وایي دیني احکام یې پرېښي دي.‌

حافظ وویل،‌ که څه هم چې القاعده «او نور اسلامستان هڅه کوي چې تر خپل حصار لاندې خلکو سره لاس په لاس کار وکړي او د هغوی زړونه او ذهنیتونه خپل کړي، داعش د خلکو د خواخوږې لږه پروا کوي او پرځای یې داسې یوه ځانګړي، فکري لید ته پراختیا ورکوي چې هڅه کوي چې زړونه او ذهنیتونه د اسماني حکم په اساس داسې جوړ کړي چې په ښو امر وکړي او له بدو څه منع وکړي.»

د وري په میاشت کې، داعش یوه ۵۲ دقیقه یي ویډیو خپره کړه او له دین څخه د القاعدې د انحراف مثالونه یې په کې وړاندې کړل.‌

په واشنګټن کې د دیموکراسیو د دفاع بنسټ یوه څېړونکي توماس جوسیلین ای اېف پي ته وویل، «له ځان نه اعلان شوي خلافت د القاعدې پر وړاندې اساسي کرکې ته وده ورکړې ده.»

توماس وویل، «دا همیشه شونې ده چې په دې ګروپو کې ځینې څانګې اوس سره یوځای کار کوي، یا دا چې په راتلونکي کې به یې وکړي، خو ویډیو ښیي چې په نږدې راتلونکي کې د دغو دوو جهادي سیالانو تر منځ‌ اساسي پخلاینه ناشونې ده.»

د ۱۳۹۷ د لیندۍ په میاشت کې، القاعدې هم د داعش د هغه مهال مشر «منحرف» ابوبکر البغدادي په هکله ورته ادعاوې وکړې، او له مسلمانانو څخه یې وغوښتل چې په هر ځای کې چې وي د هغه پر ضد دې راپورته شي او ډله دې یې له منځه وېسي.‌

البغدادي د ۱۳۹۸ د لړم په میاشت کې په سوریه کې د امریکا په مشرۍ یوه برید په ترڅ‌ کې مړ شو.

د جنګیالیو کمی نشته

کتونکي وایي چې لوېدیځه نړۍ باید له دې امله چې دغو دوو اورپکو ډلو یو بل له ستوني نیولي دي، د ارامۍ احساس ونه کړي.‌

هغوی خبرداری ورکوي چې،‌ د برترۍ، قلمرو، پلویانو او د رسنیو د پام د جلبولو لپاره د هغوی په جنګ کې کېدای شي چې ډېر ورانی وشي.‌

حافظ لیکلي، «له ۹/۱۱ راهیسې، د تاوتریخوالي ترسره کوونکیو جهادیانو د ستونزو اندازه، ساحه او د تاوتریخوالي کچه زیات شوي دي -- او دا ټول له دې سره سره کیږي چې هغوی سره وېشل شوي او د یوه زبرځواک، ګڼو ملتیزو ایتلافونو او ځایي حکومتي ادارو له خوا تعقیبیږي.»

د حافظ په لیکنه، «په داسې حال کې چې پخوا نړۍ واله ټولنه له یوه نړۍ وال جهادي حرکت سره چې مرکز یې په افغانستان کې وو مخامخ وه، نن ورځ دوه دي چې څانګې یې په ګڼو سیمو او هېوادونو کې خپرې دي.»

حافظ وایي، سربېره پر دې، اورپکو ثابته کړې چې هغوی کولی شي «چې یو د بل د وژلو سره سره هم، عملیات پلان کړي او د خپلو دښمنانو پر ضد جنګ وکړي.»

د فرانسې د نړۍ والو اړیکو د انسټیټیوټ یو څېړونکی ایلي تینینباوم وایي، دواړه ګروپونه هڅه کوي چې یو له بل څخه مخکې شي -- او داسې ښکاري چې د یوې ډلې جنګیالي هم کم نه دي.‌

هغه ای اېف پي ته وویل،‌ «د جنګ له لارې، دغه ګروپونه خپل تسلط پیاوړی کوي او حتی نوي قلمروونه نیسي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500