اقتصاد

افغان پلاوی په پاکستان کې د سوداګرۍ فرصتونه لټوي

د عالم زيب خان لخوا

د قومي اسمبلۍ سپيکر اسد قیصر د اکتوبر په ۲۷ مه په اسلام آباد کې د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او سرمايه کارۍ فورم ۲۰۲۰ اختتامي غونډې ته وینا کوي. [عالم زیب خان]

د قومي اسمبلۍ سپيکر اسد قیصر د اکتوبر په ۲۷ مه په اسلام آباد کې د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او سرمايه کارۍ فورم ۲۰۲۰ اختتامي غونډې ته وینا کوي. [عالم زیب خان]

اسلام آباد -- د پاکستان او افغانستان د خلکو او حکومتونو تر منځ اړیکې د هڅو، لکه د پاکستان او افغانستان د سرمايه کارۍ او سوداګرۍ فورم ۲۰۲۰، له لارې پياوړي کيږي چې د سه شنبې په ورځ (د اکتوبر په ۲۷ مه) پای ته ورسیدو.

په دغه فورم کې، دواړو هیوادونو د ۱۴۰ نه زيات وړاندیزونه وړاندې کړل چې د پاکستان او افغانستان سوداګرۍ او په مختلفو سکتورونو کې سرمايه کارۍ ته وده ورکړي، چې په دې کې د ودانیو جوړول، د کپړې صنعتونه، معدني کانونه، کرهنه، څاروي ساتل، طبي سیاحت، درمل جوړول، پلاستيک او بانکداري شامله ده.

د پاکستان د قومي اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر دا هڅې پيل کړي او ورپسې د افغان ولسي جرګې سپيکر میر رحمان رحماني پاکستان ته د شپږو ورځو سفر وکړو. هغه په سفر کې د چارواکو، مخورو، کاروباري خلکو او سوداګرو د یو پلاوی رهبري وکړه، چې د اکتوبر په ۲۳ مه پیل شو.

د اکتوبر په ۲۶ مه د دوه ورځنۍ غونډې په پرانيستلو سره، د پاکستان وزیر اعظم عمران خان وویل چې په افغانستان کې سوله د سیمې د سولې او خوشحالۍ لپاره ضروري ده. .

د قومي اسمبلۍ سپيکر اسد قیصر او د افغان ولسي جرګې سپيکر میر رحمان رحماني د اکتوبر په ۲۳ مه د پاکستان د پارلمان مخې ته یو بوټې نالوي. [عالم زیب خان]

د قومي اسمبلۍ سپيکر اسد قیصر او د افغان ولسي جرګې سپيکر میر رحمان رحماني د اکتوبر په ۲۳ مه د پاکستان د پارلمان مخې ته یو بوټې نالوي. [عالم زیب خان]

د افغانستان پلاوي، چې د ولسي جرګې سپيکر میر رحمان رحماني يې مشري کوله، د اکتوبر په ۲۳ مه له وزیر اعظم عمران خان سره وليدل. [د پاکستان د حکومت مطبوعاتي دفتر]

د افغانستان پلاوي، چې د ولسي جرګې سپيکر میر رحمان رحماني يې مشري کوله، د اکتوبر په ۲۳ مه له وزیر اعظم عمران خان سره وليدل. [د پاکستان د حکومت مطبوعاتي دفتر]

هغه وويل، "د دواړو هیوادونو راتلونکی د دوی په یووالي، دوه اړخيزه تجارت او پرمختللي اقتصادي اړيکو باندې انحصار لري."

خان د افغانستان د سوداګرۍ او سرمايه کارۍ د اسانتیا پر اهمیت ټینګار وکړ، ځکه چې دواړه هېوادونه د اقتصادي ودې او پرمختګ پراخه امکانات لري.

قیصر د غونډې افتتاحي غونډې ته په خپله وینا کې په ډاګه کړه، د پاکستان او افغانستان اقتصادي همکارۍ او د سوداګرۍ او ترانزیت غوره اسانتیاوې به د عربي بحر د لیږد لینونه له منځنۍ آسیا سره منسلک کړي.

هغه وویل، د پارلمانونو تر منځ اړيکه به د پولې دواړو خواو ته د سوداګرو او سرمايه کارانو د ستونزو په کمولو کې هم مرسته وکړي.

قیصر وویل، "دواړه هېوادونه د افراطیت، ترهګرۍ او اقتصادي محرومیت له لعنت سره مخ دي، او د دواړو خواوو همکارۍ او هڅې به د دواړو هیوادونو د ټولنیزو-اقتصادي مسایلو شدت کم کړي."

رحماني په افغانستان کې د سولې په راوستو کې د پاکستان د هڅو ستاینه وکړه. .

هغه وويل، "افغانستان له پاکستان سره خپلو اړیکو ته ډیر ارزښت ورکوي ځکه چې دواړه هیوادونه ګډ مذهبي او کلتوري ارزښتونه لري او افغانستان له پاکستان سره په خپلو نږدې اړیکو فخر کوي."

رحماني وویل، "دې خبرې ته ډيره اړتيا ده چې د دواړو هیوادونو د ظرفیتونو نه ګټه پورته کړو، چې د سوداګرۍ او سرمايه کارۍ لپاره پراخه فرصتونه لري."

د پاکستان د سینیټ چيرمين صادق سنجراني په اختتامي غونډه کې د اکتوبر په ۲۷ مه وویل، سیمه ایز پرمختګ او اقتصادي خوشحالي په اړيکو، سوداګریزو اړیکو او د غوره سرمايه کارۍ په فرصتونو انحصار لري.

هغه وويل، "اوس دا وخت دی چې د خپلو خلکو او د سیمې د پرمختګ او سوکالۍ لپاره خپلې دوه اړخیزې او اقتصادي اړیکې په ستراتیژیکي ملګرتیا کې بدلې کړو."

سنجراني د اقتصادي همکارۍ د لوی امکان سره د برابرۍ لپاره د دواړو هیوادونو تر منځ د زياتې سوداګرۍ په اړتیا باندې ټینګار وکړ.

د سوداګرۍ په برخه کې خنډونه لرې کول

سفارتکاران او سوداګر د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړیکو لپاره دې فورم ته د يو لوی پرمختګ په توګه ګوري.

په افغانستان کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان وویل، "زه له افغان لوري سره په منظم ډول په تماس کې یم، او موږ هڅه کوو چې دې هیله مندۍ ته دوام ورکړو چې په راتلونکو ورځو کې لا ډیر عملي ګامونه پورته کړو."

هغه وویل، د پاکستان حکومت د افغانستان او پاکستان د ترانزیت سوداګرۍ همغږۍ ادارې (ايپټکا)، چې په ۲۰۱۰ کال کې لاسلیک شوې وه، د نوي کولو هڅې هم پیل کړې او په پام کې ده چې یوه ترمیم شوې هوکړه به ژر لاسلیک شي.

په افغانستان کې د پاکستان پخوانې سفیر سید ابرار حسین د دواړو خواو د وروستي پرمختګونو او رسمي سفرونو، لکه پاکستان ته د افغانستان د ملي پخلاینې لپاره د عالي شورا چيرمين عبدالله عبدالله سفر، په اړه خوشبیني څرګنده کړه.

هغه وویل، "تاسو به په نږدې راتلونکي کې ورته سفرونه وګورئ." "د دې سفرونو دا مطلب دی چې د تیر وختونو بې باوري پای ته ورسوي او باور رامنځته کړل شي، د دوستۍ او دواړو هیوادونو ترمینځ سوداګریزې اړیکې جوړې کړي."

د پولې دواړو خواو ته سوداګر هیله لري چې وروستي تړونونه به ژر پلي شي.

زاهد شینواري، چې د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې ډايريکټر دی، وويل، "وروسته له هغې چې په اسلام آباد کې د سوداګرۍ او سرمايه کارۍ غونډه جوړه شوه، موږ څيړنه وکړه، ستونزې مو په ګوته کړې، اوس موږ حل او د دې وړاندیزونو عملي تطبیق ته اړتیا لرو."

هغه وویل، "په ۲۰۱۱-۲۰۱۲ کال کې، موږ د ۲.۷ ملیارده ډالرو په ارزښت دوه اړخیز تجارت لرلو، چې له بده مرغه په ۲۰۱۵-۲۰۱۶ کال کې ۱.۳ ملیارده ډالرو ته راکم شو." "که څه هم، زه باور لرم که چیرې دواړه حکومتونه د دې وړاندیزونو په پلي کولو کې کامياب شي، نو موږ کولی شو چې په لږ وخت کې هر کال دا دوه اړخیز تجارت لږ تر لږه ۵ ملیارده ډالرو ته ورسوو."

شینواري وویل، "دا یوازې هغه وخت امکان لري کله چې دواړه حکومتونه هغه خنډونه لرې کړي چې موږ ورسرهپه دوه اړخیزه تجارت کې مخ يو."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ښې اړیکې په دواړو هیوادونو کې سوکالي يقيني کولی شي ...

ځواب