تروريزم

پاکستان وروسته له هغې امنیت لوړ کړو کله چې نیکټا د تحريک طالبان پاکستان د پلان شوي بریدونو په اړه خبرداری خپور کړو

د اشفاق يوسفزۍ لخوا

د خېبرپښتونخواه ایلیټ پولیس د اکتوبر په ۲۳ مه په پېښور کې د ګشت لپاره تیاری کوي، وروسته له هغې چې نيکټا امنیتي خبرداری خپور کړو. [اشفاق یوسفزۍ]

د خېبرپښتونخواه ایلیټ پولیس د اکتوبر په ۲۳ مه په پېښور کې د ګشت لپاره تیاری کوي، وروسته له هغې چې نيکټا امنیتي خبرداری خپور کړو. [اشفاق یوسفزۍ]

پېښور -- د پاکستان قانون پلي کونکو ادارو وروسته له هغې د امنیت اقدامات سخت کړل کله چې د ترهګرۍ ضد ملي ادارې (نیکټا) خبرداری ورکړو چې د تحریک طالبان پاکستان وسله واله ډله کيدې شي په کویټه او پېښور کې د ځانمرګو بریدونو او بمي چاودنو له لارې سیاسي او مذهبي مشران په نښه کړي.

دواړه ښارونه به د اکتوبر په ۲۵ مه او د نومبر په ۲۲ مه په ترتيب سره د پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم)، چې د ۱۱ مخالف پارټو يو اتحاد دی، د عامه غونډو کوربه توب کوي.

نیکټا د ګلګت بلتستان او د پاکستان تر واک لاندې جمو او کشمیر په ګډون د څلورو صوبو چيف سيکريټرانو ته ليکونه استولي، چې دا وړانديز کوي چې دوی د تروریستي پیښو د مخنیوي لپاره د امنیت هڅې ګړندۍ کړي او په کلکه څارنه وکړي.

د خېبر پښتونخواه د اطلاعاتو وزیر کامران خان بنګش وویل، "موږ له مخکې نه د مخالفو پارټو لپاره سخت امنیت يقيني کړی دی. هر اقدام به ترسره کړل شي."

یو پولیس د اکتوبر په ۲۳ مه په پېښور کې د یو ځایي اوسیدونکي قومي شناختي کارډ ګوري، کوم چې په ټوله صوبه کې د زیاتو امنیتي تدابیرو يوه برخه ده. [اشفاق یوسفزۍ]

یو پولیس د اکتوبر په ۲۳ مه په پېښور کې د یو ځایي اوسیدونکي قومي شناختي کارډ ګوري، کوم چې په ټوله صوبه کې د زیاتو امنیتي تدابیرو يوه برخه ده. [اشفاق یوسفزۍ]

نیکټا د پنجشنبې په ورځ (د اکتوبر په ۲۲ مه) په خپل خپور شوي خبرداري کې امنیتي ادارو ته وویل، "د راپورونو له مخې، د ترهګرۍ په پلان کې په نږدې راتلونکي کې په ښه توګه د پلان شوي چاودنې/ځان وژونکي بمي برید له لارې د لوړ پوړو سیاسي شخصیتونو وژل شامل دي."

نیکټا په خپل لیک کې وویل چې امنیتي ځواکونو د چهارشنبې په ورځ (د اکتوبر په ۲۱ مه) د بلوچستان په قمر دین کارېز سیمه کې په يوې چاپه کې اته د لاس جوړي شوي چاودیدونکي توکي ترلاسه کړې چې د هغوی په وینا دغه چاودیدونکي مواد "غالباََ د کویټې او خېبرپختونخوا لپاره ول".

نيکټا وويل، "دغه مواد به په کویټه او پېښور کې په پراخه کچه د بریدونو لپاره کارول کیدل."

د مشرانو ساتنه

بنګش وويل، پوليسو او نورو امنيتي ادارو ته امرونه ورکړل شوي چې د منع شويو سازمانونو د ترهګريزو پلانونو د مخنيوي لپاره د سیاسي او مذهبي مشرانو په شاوخوا کې امنيت سخت کړي.

هغه وویل، "د امنیتي ادارو پرسونل به د عامه غونډو په ځای او همدارنګه په هغو لارو کې ځای په ځای شي چې جلوسونه پکې تیریږي. د مشرانو لپاره به شخصي امنیت وي. موږ به د مخالف ګوندونو سره په تماس کې پاتې شو."

بنګش زیاته کړه، "تحریک طالبان پاکستان له وزیرستان او نورو ځایونو نه د پوځ له خوا ایستل شوی دی، او اوس دا په پام کې لري چې په ښکاره ډول د سولې ملاتړ کوونکي کسان په نښه کړي. که څه هم، زموږ امنیتي ادارې وړتيا لري چې سیاسي او مذهبي مشران خوندي وساتي."

رسنيو راپور ورکړو چې د بلوچستان چيف سيکريټري کيپټن (ريټايرډ) فضيل اصغر د پي ډي اېم د راتلونکې عامه غونډې لپاره د زيات امنيت امر کړی دی.

د صوبايي حکومت ویاند لیاقت شاهواني د جمعې په ورځ (د اکتوبر په ۲۳ مه) وویل، د بلوچستان حکومت به د پي ډي اېم مشرانو ته بلټ پروف ګاډي چمتو کړي چې دوی د ګواښونو نه خوندي وساتي.

د کورنیو چارو وزارت یو چارواکي وویل، په دې وروستیو کې په ټول هیواد کې امنیتي وضعیت د ښه والي نښې ښودلي او چارواکو د تلپاتې سولې د يقيني کولو لپاره ډیر سخت اقدامات کړي دي.

دغه چارواکي، چې د نوم نه ښودله غوښتنه يې وکړه ځکه چې هغه د رسينو سره د خبرو اجازه نه لرله، وویل، "موږ په دې اړه پراخه انتظامات کړي چې ډاډ ترلاسه کړو چې ترهګر په یو ښار کې هم بريدونه ترسره نه کړي ... یوازې په پېښور او کویټه کې نه."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500